مخابراتو وده، ادارې بايد څه وکړي؟ لومړئ برخه

کله چې موږ دلته له مخابراتي سکتور غږيږو له هغې څخه مو هدف د آترا يا مخابراتو وزارت يا نورو اړونده چارواکو تعريف نه دی چې ټول مخابرات ورته آی فون او د فايبر کيبل ښکاري، يو يې سيم کارډونه حسابوي بل د فايبر آپټيک کيبل ګز کوي. د مخابراتو په سکتور کې موږ دواړه خدمت او ټکنالوژي رانغاړو، په خدمت کې د استعمالوونکي حقوق، لاسرسی او اړونده قوانين شامل دي، په ټکنالوژئ کې بيا کيفیت، ډول، بازار، راتلونکی او حقوقي اړخ رانغاړو.

يوه زمانه کې مخابراتي سکتور د ودې نمونه ګڼل کيده او تر ډيره دا بحث تر شمير او لاسرسئ محدود وو، خو که د سیکارتونو له شمیرو، لاينسنسونو او فريکونسئ له خرڅولو اخوا فکر وکړو، نو بیا د ودې نمونه دومره ښکلی نه ښکاري. مثلاً، انټرنېټ لپاره دوامداره هره مياشت پيسې ورکوئ، خو له کيفیت څخه يې ټول ناراضه دي، پيسې وهل کيږي خو چا ته شکايت وکړو، او دا يې هم د حل لاره نه ده چې هر څوک بايد په ځانګړي ډول ولاړ شي او دولت ته عارض شي، آن که تاسې پنځه ميلیونه استعمالوونکي راواخلئ، او په دې پنځه ميلیونه کې يوازې سل نفره هم د ورځې دولت ته عارض شي، نو دوی په هرې عریضې څومره وخت تير کړي او څومره به ستونزه حل کړي، اصول، سيسټمونه او قوانين بايد جوړ شي.

لس فيصده ماليې سيسټم ښکته پورته کيږي، دا د وزير کار نه دی چې ولاړ شي او څارنی وکړي، اعلانونو  لپاره ويل کيږي چې تذکرې په هرات او ننګرهار کې ويشل کيږي، والایانو يا نورو په نامه مهمو کسانو ته په هماغو ورځ تذکره ورکوي، چاپ يې په کابل کې دی، لږ فکر وکړئ څرګنده پوهيږئ چې دا تذکرې له وړاندې چاپ شوي دي او يوازې فيسبوک او خلکو تيرولو لپاره هماغه ورځ ښودل کيږي.

black towers during sunset

دولت، مخابراتي خدمتونو ادارې، انټرنېټ برابروونکي ټول په يوه لار روان دي، که بيې کميږي دومره ډير کمرو مخې ته ناست وي چې آن د ناستې ځای نه وي، خو چې کله د مخابراتي خدمتونو د کيفيت، بيو لوړوالي او ټيټ ظرفيت بحث کيږي، نو بيا ټول وايي چې دا زموږ کار نه دی.

هر څومره ژر چې دولت پدې پوه شي چې لکه څنګه د اقتصادي ودې لپاره سرک، وړ او اهل کارکوونکي، بريښنا، او نور باوري زیربناوی پکار وي، همدومره ورته د اعتبار وړ، ارزانه او مناسبه مخابراتي اړيکه هم ضرور ده، همدومره به موږ ژر وکولای شو دې بدبخته هېواد جوړونې لپاره يو بل کتلسټ او تحريکوونکی برابر کړی وي.

د مخابراتي سکتور اړونده دولتي ادارې بايد لدې فکر راوځي چې د مخابراتو وده د دوی د کمال او زحمت له برکته ده، يوازې دلته نه بلکې د نړۍ هر ګوډ چې وګورئ هلته دولت د قوانینو، لايسنسونو له پلورنې، د کار اجازې له ورکولو وروسته د څارنې کار پر مخ بيايي او عملياتي چارې او خدمتونو وړاندې کول د دولت کار نه دی، د دولت بيوروکراسي او اوږدې پروسې د ټکنالوژۍ په څير په ګړندي خدمت او ځواب ولاړ سکتورونو لپاره کار نه کړي، هر کله چې کاروونکي بديل ولري، تل هڅه کوي شخصي سکتور ته ولاړ شي چې د مشتريانو د خدمت نسبتاً ښه ميکانيزمونه لري او د دولت د مامور کبر او ناهلي ورسره نه وي چې نه دی خبره اوري او نه دې ستونزه حلوي.

پړسيدلې دولتي ادارې د پخوا رواج وو، نن خلک ځوابده، کوچنۍ او پر متقابل احترام ولاړې ادارې غواړي، که چېرې دا نشي کولای نو تل بديلونه وي، او هغوی چې امکانات ولري، آن کولای شي چې کډه بار کړي او داسې هېواد ته ولاړ شي چې دولت يې هم د دوی تجارت او پانګونې ته ښه راغلاست وايي.

needle tower at night time

له پاکستانه يې زده کړئ چې د کشمير په ستونزه کې عربان له هند سره ودريدل، سره له دې چې د پاکستان عسکر، ولس، سياسيون او نور ټول تل د عربانو په خدمت کې وو، که تاسې نن تجارانو او پانګوالو ته مناسب چاپيريال او امکانات برابر نه کړئ، د هېوادپالنې او افغانيت په نامه څوک له نااهلو او فاسدو چارواکو سره ګوزاره نه کوي، او نه غواړي چې له خپل ژوند سره کاروبار هم په خطر کې واچوي او دلته پانګونه وکړي، د سبا ودې لپاره د نن مخابراتي سکتور بايد ځان اصلاح کړي، او دا اصلاح له دولته پيليږي، نن ښايي له ځان سره دا بهانې ولري چې موږ په جګړه کې يو او فاسد دولت دی چې هر چوکۍ خرڅيږي، خو سبا نه بيا دا دليل لري او نه به ورسره څوک د جنګ ځپلي هېواد په نامه حوصله کوي، که زيربناوی مو ولرلې خلک به درسره راکړه وکړي، که نه هر څه او هر څوک بديل لري.

اوس که له دې احساساتي خبرو راوګرځو چې څه بايد وکړو، نو دلته د يو څو هېوادونو یادونه کوو چې خپل مخابراتي او ټکنالوژئ سکتور يې څرنګه پر پښو ودروو، سره لدې چې ښايي دا پوښتنه وي چې د هر هېواد چاپيریال او حالت فرق کوي، دلته ممکن کار ونه کړي، خو ټول يې د بل له تجاربو زده کوي.

او لدې بحثه هم تيريږو چې دولتي مامورين تل د نورو هېوادونو څخه زده کړې لپاره يوازې اروپايي او امريکايي هېوادونو يا پرمختلليو هيوادونو ته ځغلي، يو هم وروسته پاتې هېواد ته لاړ نه چې موږ سره يې حالت د ايستونيا او جرمني په پرتله ډير ورته دي، او له راتګه وروسته يې هم څوک په خير نه پوهيږي، بيړا تلی وي او ګونګی راشي.

ښايی له څو لارو دا ستونزه مطرح کړو، خو څرنګه چې دولت پر پروسو ولاړ دی، نو موږ يې دلته د پروسوي مديريت پر اصولو پر درې متکي خو آزادو پروسو يا ګامونو ويشو، لومړئ د ځان پوهولو ګام يا پروسه ده، دلته له هند څخه يادونه کوو، دوهم د ځان پوهولو پروسې د موندنو په رڼا کې د اړونده قوانينو، پروګرامونو او پروسو جوړولو بحث دی چې له پاکستانه او بنګله ديش يادونه کوو، او درېيم پر دې ځان پوهول دي چې آیا دا هر څه کار کوي يا نه، دلته له اسرائيل او سنګاپور يادونه کوو.

لومړی ځان پوه کړئ چې چيرې يو، چيرې ولاړ شو او هلته څنګه ورسيږو.

مشران وايي چې ځينې پخپله نه پوهيږي، خو پوهيږي چې څرنګه ځان پوه کړي، او بیا نور خدای بښلي وي چې نه پخپله پوهيږي او نه غواړي چې ځان پوه کړي، دا بحث به پریږدو چې زموږ هغه په کوم کې راځي.

هند د نوويمې لسيزې په پيل کې د خپل هېواد د اقتصاد پرانيستنی سره دا پريکړه هم وکړه چې له ټکنالوژئ څخه غواړي، د همدې لپاره يې د هېواد په سطحه ملي څيړنه وکړه چې څرنګه کولای شي د هېواد له ودې سره مرسته وکړي، د هغوی په دې محاسبه کې سپوږمکیو ليږدول هم شامل وو، دا پوښتنه هم مطرح وه چې څرنګه کولای شي د ټکنالوژئ په مرسته هېواد بهتره وساتي، څرنګه بهتره معلومات راغونډ کړي، او څرنګه ځان راتلونکي کې پر مخکښه هېواد واړوي. خو لدې بحثه دلته تيريږو، دلته يوازې دومره وايو چې ملي څيړنې کولای شي هېواد د لوړې سطحې پريکړه کوونکو ته لار وښيي.

وايي پر لاره يو مساپر روان وو، د لارې په څنډه کې ناست له يو شخص يې وپوښتل چې دا لار چيرې ځي، دې ناست شخص ورته وويل چې ته چيرې غواړی ولاړ شی، مساپر ورته وويل نه پوهيږم، خو مهمه نه ده، زه چيرې ځم. هغه ناست شخص ورته وويل چې نه پوهيږي چيرې ولاړ شی، نو دا هم مهمه نه ده چې دا لار چيرې ځی، ځکه هر چيرې چې ورسيدی هغه دې منزل شو.

lined-up red telephone booths near building

هر کله چې د ځان پوهولو بحث وي، نو لومړی دا مطرح کوو چې اوس چيرې يو، ولې دلته يو، آیا اوسنی حالت ښه دی، که غواړو له دې حالته ووځو څه بايد وکړو او څرنګه په څومره وخت کې ووځو، چيرې ولاړ شو، او هلته څرنګه ورسيږو، او په هغه لورې تګ لپاره څه شاخصونه او شرايط وټاکو، تر څو زموږ په مزل کې دوامداره پوه شو، چې په سمه روان يو، او يوه ورځ به لدې حالته ووځو او په پای کې څرنګه پوه شو چې هلته رسيدلي يو.

دا پوښتنې ضرور نه ده چې په يوځای ځواب شي يا هلته رسيدل ډير ژر وشي، کله چې ۲۰۰۸ کې د بريښنايي تذکرې د پیل لومړي بحثونه کيدل، نو د پخواني حکومت لومړئ دورې د پای ټاکنې رالنډيدلی، او هلته د ولسمشر معاون دا ويل چې تذکره بايد له راتلونکو ټاکنو وړاندې (څه د باندې يو کال کې) ټول ولس ته وويشل شي، له هغه بحثه لس کاله تير دي، او تذکره اوس هم ډيرو کمو خلکو اخيستی ده.

د بيلابيلو څيړنو او هېوادونو تجاربو په رڼا کې دا پوښتنې ښايي، سکتور، مسلک، مهارت، پوهې، اقتصاد، ودې او يا نورو په رڼا کې وشي، ټکنالوژي تقويه کوونکی او کتلستي خاصيت لري، کولای شي هر سکتور غښتلی کړي، د سکتور په رڼا کې کيدای شي دا پوښتنه وشي چې ټکنالوژي زموږ په زراعت، دفاع، ښوونه او روزنه او داسې نورو کې څه ونډه لرلای شي، دا لومړيتوبونه دولت ټاکي چې چيرې غواړي خپلې محدودې زيرمې متمرکزی کړي، د هوايي دهليزونو او بندرونو بازار يو وخت ګرم وو، کولای شئ له هغې يې پيل کړئ.

مسلک، مهارت، پوهه دا ټول کولای شي له دې اړخه وڅيړل شي چې موږ کوم مهارتونو ته اړتيا لرو، د نړۍ پرمختللي هېوادونه پر پوهه او خدمت ولاړ اقتصادونه لري، د خامه موادو او فابريکو په جوړولو کې يې څوک له چين او هند سره نشي وهلای او نه په اوږده کې صنعتي فابريکې جوړول هېوادونو ته ګټه کوي، ټکنالوژي پر پوهه ولاړ سکتور دی، کولای شي د لوړې سطحې اقتصادي خوځښت سبب شي.

ټکنالوژي په عموم او معلوماتي ټکنالوژي په ځانګړي ډول پر پوهه ولاړ سکتور دی، زموږ ځوانان کولای شي د خپلې پوهې او مهارتونو له لارې هېواد ته ډيرې زيرمې او پيسې راواړي، مهمه داده چې دولت ورته زيربناوی جوړې کړي، دلته PayPal يا د آنلاين راکړې ورکړې لوی سيسټمونه کار نه کوي، همداسې نورې ډيرې ستونزې به وي چې د ځان پوهولو يوه منظمه هڅه يې کولای شي رابرڅيره کړي.

کنورژن روان دی، معلومات او ټلويزون يو کیبل ته راځي، نوې څيړنې ښيي چې د نړۍ اکثريت نوي خلک چې انټرنېټ ته لاسرسی پيدا کوي لوی دليل يې ساعتيري او محتويات دي، دوی غواړي سندرې، فلمونه، کليپونه، ډرامې او نور وګوري، هغه پروګرامونه مشهور دي چې له خلکو سره د محتوياتو په جوړولو کې مرسته کوي، لوی مثال يې ټک ټوک دی، چې پنځلس ثانيې ويډيو جوړوي، او نور د ټولنيزې ميډيا وسيلو له لارې خلکو سره شريکيږي، موږ په تيره ليکنه (د نن ټکنالوژئ لس ننګونو) کې هم لدې يادونه کړې وه چې د ټکنالوژئ راښکون مرکز په کراره له غرب څخه ختيځې آسيا ته په بدليدو يا لږ تر لږه پر برابريدو دی.

نيټ فلکس، دريا، هولو او نور خلکو ته واک ورکوي چې هر وخت مو زړه وي خپل پروګرامونه ووينئ، خبرونه د ټولنيزې ميډيا له لارې لاسته راځي، نن محتويات غوښتنې پر اساس شوي دي، يعنې هر کله چې چې مو هر څه ته اړتيا شي کتلی او اوريدلی يې شئ. لدې هېواده چې يو کتاب بهر ته ليږدوی نو يوه ورځ به يې د پوستې مامورين ګوري چې محتوا يې نامناسبه نه وي، کړنلارې او پاليسئ بايد مطالعه شي چې آيا د محتوياتو يا د نن خدمت لپاره ځوابده دي.

پر مخابراتي سکتور څارنه د اترا له واکه وتلې ده، ځينې وخت خو آن د مخابراتو په دې خپله ودانۍ کې مخابراتي اړيکې کار نه کوي، دوی خو دې ته تکړه ناست دي چې نورې نړۍ کې د څارنی ادارې وي، نو دلته هم بايد وي، او دا تر ډيره سمه هم ده چې بايد يوه اداره د خدمتونو همغږی کوونکي واوسي، خو د هغو ادارو داخلی کار ته وګورئ چې څه کوي، هغوی څومره ظرفيت، روڼوالی او اهليت لري، څرنګه هغوی د پوهنتونونو، شخصي سکتور متخصصينو او نورو په مرسته ځوابده اداره رامنځ ته کوي، څرنګه د بازار له بدليدونکو اړتياوو سره ځان عياروي.

دا ستاسې له شان سره نه ښيي چې مخابراتي شرکتونو ته خپل خلک د استخدام لپاره معرفي کړئ، خپلوانو لپاره ترې پروژې واخلئ او تل يې پدې وويروئ چې زه په دې اداره کې کار کوم لايسنس به دې کنسل کړم، يا په يوه نه يوه بهانه له خلکو پيسې پرې او ستونزې ورته پيدا کړي. يا د بلونو او کارونو اجرا لپاره تر آی فون وغواړئ يا ورته وواياست چې خارجي سفر راته برابر کړئ.

(په دوهمه برخه کې همدې بحث ته دوام ورکوو او پر چيرې بايد ولاړ شو او څه بايد وشي، غږيږو)

ورته ليکنی: د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – اخيري برخه، په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکی حکومتداری پیاده کول: ننګونی او فرصتونه- اخيري برخه، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – پنځمه برخه



ټولي:Technology ټکنالوژي, Telecom مخابرات

ټگونه:, , , , , , ,

1 reply

Trackbacks

  1. مخابراتو وده، ادارې بايد څه وکړي؟ دوهمه برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: