مخابراتو وده، ادارې بايد څه وکړي؟ دوهمه برخه

په لومړئ برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژئ د سکتور پر ستونزو ځان پوهولو په اړه وغږيدو، دلته همدې بحث ته دوام ورکوو، او څيړو چې چيرې بايد ولاړ شو او څرنګه.

چيرې بايد ولاړ شو

د ځان پوهيدنې يا د څيړنو پر اساس د ملي پروګرامونو او ستراتيژيو جوړول بايد رواج شي، له خيراتي فکره بايد راووځو چې هر څه راته ډونرانو وويل نو پر هغې به درومو، ډيرې داسې پروژې او کارونه پدې هېواد کې روان دي چې ښايي د هغوی وسايل په بهتره چارو مصرف شي. وايي که چا درته وويل چې سپي دې غوږ يووړ، سپي پسې ځغلی که اول خپل غوږ ګوری، بايد پوه شو چې نور موږ ته څه وايي آیا رښتيا هم هغې ته اړتيا لرو که نه.

د همدې پوهيدنې په رڼا کې موږ دا ټاکو چې څه بايد بدل کړو، له څه بايد تير شو او څه ته بايد پاملرنه وکړو. د افغانستان دولت په دوامداره توګه دا وايي چې دا هېواد زراعتي هېواد دی، د نفوس پريکنده برخه په کلیو او بانډو کې اوسيږي، خو همدا مخابراتي خدمتونو يوازې پر ښارونو متمرکز دي، او که چيرې کليو ته ځئ، نو ځان سره بايد څلور پنځه سيم کارته روان کړئ، چې په هغه ولايت کې کوم يو کار کوي هغه به فعالوئ.

او دا چې هلته دا شرکتونه له څه ننګونو سره مخ دي، خپل خدمتونه د څه ننګونو له کبله بندوي هغه هم هر ورځ د خبرونو سر ټکي وي، مخابراتي خدمتونه يوه چاپيريال ته اړتيا لري چې په هغې قوانين، کاروونکي، کړنلارې، غښتلی کاري ځواک، بريښنا او نورې زيربناوی او داسې نور ټول اړونده ارزښت لري، يوازې دا نه ده چې وزير راپاڅيږي فيسبوک پر بندولو وګواښي يا د مخابراتي سکتوري ادارې مسؤل، د مخابراتو شرکت مشر ته ووايي چې زموږ پيسې (ماليه) راکړئ يا کنه په والله چې ليلام خو دې کړم.

black rotary dial phone on white surface

د خلکو باعتباره معلومات د دې خدمتونو يوه اساسي غوښتنه ده، بريښنايي تذکرې د ويش له پيل څخه يو څه موده واوښته، خو په هغه سرعت چې بايد خلک دا تذکرې واخلي، په هغه سرعت نه ويشل کیږي، نه خلکو ته دولت دا اعتبار ورکړ چې تذکرې ورکول د دولت مسؤليت دی، پر خلکو دې احسان نه ږدي چې موږ تذکرې درکوو تاسې بايد زموږ پور وړي شئ، او نه خلکو په نوو تذکرو کې کوم کمال وليد، د فيسبوک کش يې هم ولاړ چې تذکره به يې واخيسته عکس به يې ښکته پورته کوو، لکه چې د شاه ولي خان په شان يې کابل فتحه کړی وي، دلته بیا هم د نورو هېوادونو بيلګې ورکوو، له پيرو يا پاکستان يې زده کړئ، چې څرنګه يې د هېواد ګوټ ګوټ او هر باسواده بې سواده ته تذکرې ورسولی، د تذکرې د ويش ځينو کړنلارو په اړه موږ پدې ليکنه (فرصتونه او نتيجه – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – اخيري برخه) کې هم غږيدلي يو.

زموږ ستونزې ډيرې بنسټيزه او اساسي دي، د هېواد پریکنده ولس مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، سيمکارډونو شميرې مه یادوئ، معلوماتو ارزښت ته راډيو له نقطې نظره وګورئ، بي بي سي يا آزادي راډيو يا ملي راډيو د هېواد په هر څنډه کې اوريدونکي لري، نن خلک مخابراتي خدمت د محتوياتو لپاره غواړي، آیا د محتوياتو لپاره څه لرئ؟ آیا خلک هڅوئ چې محتويات وزيږوي؟ آیا خلکو ته دا اقتصادي پريوځي چې محتويات جوړ او خرڅ يې کړي؟ معلوماتو ته د لاسرسئ قوانينو څخه يادونه کيږي؟ خو د يوې پاڼې معلوماتو لپاره لپاره بايد لس پاڼې استعلامونه او لسګونه لاسليکونه واخلی.

له بنګله ديش يې زده کړئ، چې ځوان نسل يې ټولې نړۍ ته د انټرنېټ له لارې خدمتونه برابروي، داسې ګڼل کيږي چې يوازې له هند څخه وروسته ډير فري لانس کارکوونکي لري، هغوی چې نورو ته له ليرې لارې خدمتونه برابروي، دا هېواد له استعدادونو ډک دی، يوازې دومره وکړئ زيربناوی ورته برابرې کړئ، د يوه ډالر حاصلولو يا ليږلو لپاره لس ډالره نور لګوي.

وايي چې څوک مفکوره لري هغه پيسې نه لري، او چا سره چې پيسې وي هغې ته د فکر اړتیا نه وي، د تجارتونو درول ډيرو زيرمو او اعتبار ته اړتيا لري، له اسرائيل يې زده کړئ، هغه د نړۍ يو تر ټولو مبتکر هېواد بلل کيږي، او لوی دليل يې د ناکامۍ منلو کلتور دی، هلته ټول پوهيږي چې هر نوی کار ناکاميږي خو بايد دوامداره هڅه وشي، د همدې کلتور په بل افراطي اړخ کې جاپان دی، چې په مسلکي یا شخصي ژوند کې ناکامي آن خلک ځان وژنې ته هڅوي، زموږ هر يو د الله په فضل من دی، هر يو نابغه دی، هم له کلتوري هم له کاروباري اړخه بايد د نوو تجارتونو او تشبثونو رامنځ ته کول وهڅوو. دا مزل ښايی له کورنيو پيل شي چې خپلو لوڼو او زامنو ته دا احساس ورکړي چې بریا پر زحمت ولاړه ده او زحمت کې ناکامي شته او ناکامي شرم نه دی، نه زحمت او د مسؤلیت نه اخيستل شرم دی.

هر هغه څه لپاره چې تجارتونه اړتيا لري بايد ورته په آسانه او ارزانه برابر شي، يوه تر ټولو ښه موډل يې د پوهنتونو په همکارئ د تشبث هڅول دي، دلته ډير تکړه او ځيرکه خلک شته چې د تشبث هڅولو لپاره کار کوي، يوازې دومره وکړئ له خپلو زری موټرو او لوړو ودانيو راوځئ او پوښتنه وکړئ چې څه وکړو، ځان پوه کړئ، چوکۍ څوک نه هوښياروي، په مقام کې مو يوازې مسؤليت ډيريږي، پوهه او هوښياري مو آسمان ته نه خيژي.

د دولت لخوا ملاتړ کيدونکي د تشبث يوه ملاتړ کيدونکي پروګرام کې، يو چا ځيرک ټانک کوچنۍ نمونه جوړه کړې وه، زه هغه جوړوونکي نه ملاتوم ځکه ځوان وو احساس يې درلود او د هغې کار يوازې د مفکورې برابرول وو، هغوی چې دا پروګرام يې پر مخ بوتللو بايد له ځان سره فکر کړای وای چې د افغانستان غوندې هېواد ټانک جوړولی شي، چې ميلياردونه ډالرو پانګونی، بې خرته خامه مواد او ډير لوی کاروباري جوړښت ته اړتيا لري، آیا بيا به يې خرڅ کړي، او نورې ډيرې پوښتنې.

ستونزه د مفکورې نه ده، ستونزه د مفکورو د هېواد له لومړيتوبونو او واقعيتونو سره برابرول دي، او د لوړې سطحې لومړيتوبونه او لوري دولت ټاکي.

gray home phone on wall

زموږ د مخابراتو ننګونی تر ډيره پر بيو، قوانينو، سالمی سيالئ، امنيت، معلوماتو ملکيت، ظرفيت، د لید نشتوالي، د بازار او تعليمي سکتور پر اختلاف يا ناغږئ، فساد، خدمتونو يوشانوالی او د تنوع کمبود، او ورته موضوعاتو راڅرخي، دا هغه څه دي چې خلک ترې دوامداره سر ټکوي، ښايي نور داسې څه وي چې وروسته راڅرګند شي، يا ډير خلک تر اغېزمن نه وي، خو په عمومي توګه د مخابراتو وده ټکنئ او نامعلوم حالت سره مخ ده.

څه بايد وشي؟

ښايی له څو لارو وده وکړو، خو دلته يې د لنډوالي لپاره په پراخه توګه په دريو اړخونو ويشو:

د تنوع هڅول

له مخابراتي بحثه اخوا په کلتوري ډول بايد موږ د ناکامئ منلو ته حوصله پيدا کړو، په رواجي توګه دلته ناکاميو ته ښه نه کتل کيږي، د ښوونځي له اول نومره نيولې، د نړۍ په سطحه د لوی متفکر کيدو دعوو پورې ټول غواړي د قطار په سر کې ودريږي، چې له همدې کبله ډير خلک داسې څه ته زړه نه ښه کوي چې د ناکامئ امکان يې لوړ وي.

تنوع تر ډيره پر ځوان نسل ولاړه وي، او د نن تنوع بااعتباره او آسانه ټکنالوژي په ځانګړي ډول انټرنېټ، د کار آرامه ځای او د امکان په صورت کې اړونده زيربناوو لکه پيسو، قانوني پوښښ، روزنې او نور ملاتړ ته اړتيا لري، داسې يو ایکو سیسټم يا چاپيریال بايد رامنځ ته شي چې دا تنوع وهڅوي.

د نن بااستعداده، ذکي او زحمت کشه ځوانان د طلاوو ارزښت لري، د نړۍ اکثره هېوادونه ورته اړتيا لري، هڅوي يې چې د هغوی هېوادونو ته ورشي، موږ کولای شو د اړونده چاپيريال په برابرولو خپل ځوانان وهڅوو تر څو له ځانه ابتکارات وښيي او د هېواد په وده کې برخه واخلي.

تنوع لپاره تعليمي ادارو سره کار کول، مالي ادارو له کوچنيو متشبثينو سره کار ته هڅول، د مفکورې او زحمت خوندتيا ته قانوني چوکاټ برابرول، په لوړه سطحه د نوو خدمتونو قبلول او بااعتباره مخابراتي اړيکې يا خدمتونو ته لاسرسی برابرول راتللای شي.

خوندتيا

له خوندتيا هدف د مخابراتي خدمتونو استعمالوونکی او د دې خدمتونو برابروونکو حقوقو ساتل دي. د انټرنېټ يا که مخابراتي خدمت خراب شي چا ته ولاړ شو، په دولت کې نه دا ظرفيت او نه اراده شته چې د مخابراتي سکتور مافيايي واکدارئ په وړاندې ودريږي، د شخصي/کاروونکو او څارونکو ادارو تر منځ بايد یو ميکانيزم واوسي چې د هرې سيمې کاروونکی وکولای شي خپل غږ ورسوي.

که څوک دا وايي چې له هر شکايت سره په کابل کې مخابراتو وزارت يا اترا ته عارض شي او عريضې وليکې نو هسې ځان او نور تير باسي، او که دا وايي چې آنلاين سيسټم لرو، نو په داسې هېواد کې چې پريکنده خلک بې سواده دي، په کلیو او بانډو کې دي چې انټرنېټ دې دا حال وي، او له داسې ادارو او دولتي چارواکو سره مخ وی چې مخامخ دې نه ويني، هغه به بيا آنلاين شکايت پسې ګرځي، او خپل خارجي سفر يا آيفون به پرې خرابوي. ګمان مې نه سي.

له ډير وخته داسې آوازې دي چې مخابراتي اړيکو کاروونکو غږ اوریدل کيږي، په ځينو مواردو کې ثبتيږي تر څو داسې څه ووايي چې پرې محاکمه شي، ښه مثالونه يې د غږ هغه چنډې او کليپونه وي چې وخت پر وخت راووځي او لاس په لاس کيږي. خو تر اوسه مو يو هم ونه ليد چې د مخابراتي اړيکې په راسپړلو يا د نورو غږ ثبتولو په جرم پيژندلی يا پوښتل شوی وي.

هر څه يوې وسيلې ته راغونډيږي او دا وسيله عموماً پر يوه ايميل روانه وي، او دا ايميلونه په امريکا کې پراته دي، آن زموږ د بهادرو پړسيدلو وزيرانو او رئيسانو ايميليونه به هم هلته وي، او دوی په شخصي بريښناليکونو دولتي او عامه چارې چلوي، اوس که دا ايميلونه ولاړل يا وزير/رئيس ولاړ نو د ادارې ټول معلومات هم ورسره ګرو پراته وي، او که څوک دا وايي چې د بريښناليکونو دا وړيا خدمت برابروونکي مسلکي او ښه خلک دي، نو د هغه سپي کيسه ده چې چا ويل سپی ښه ځناور دی، بل ويل چې په لکۍ يې پښه کيده، ښه والی به يې درته هله معلوم شي.

که په دوامداره توګه خدمتونه آنلاين کيږي، يا تذکرې ويشل کيږي، د محرمو معلوماتو د ساتلو مسؤليت څوک لري؟ څوک يې مالکين دي؟ او که چيرې د دې معلوماتو له کبله حقوقي موضوعات راپيدا شي، آیا اړونده ادارې يې د حل او فصل اهليت او توان لري؟ آیا د دې معلوماتو برابروونکو حقوق معلوم دي؟

clear glass bulb on human palm

مسؤليت او ځواب ورکول

که د لوټ او تالان وخت شو، نو ټول پکې دي، که د مسؤليت بحث شو، نو يو هم پکې نه دی. کله چې پر مخابراتو لس فيصده ماليه تپل کيده، د اړونده وزارتونو تر وزيران ترې تر تپل کيدو خبر نه وو، هر يو ويل چې موږ ته يوازې مکتوب راغی چې دا کار وکړئ. او تپل کيدل ورته ځکه وايو چې موږ يې هغه هم مخالفت کړی وو، او اوس هم فکر کوو چې يو نامناسبه او له اوږد فکر پرته پريکړه وه، چې يوازې د زبيښلو او نورو لنډو ګټو لپاره تپل شوې ده.

هر کله چې د مسؤليت بحث راشي، نو په ساده توګه د عامه ادارې د چارواکي په توګه هر يو د دې مسؤل دی چې د افغانستان د مروجه قوانينو پياده کول باوري او وڅاري، چې په دې کې د اشخاصو شخصي حريم، چې په هغې د اساسي قانون له مخې مخابراتي اړيکه هم راځي، خوندي ساتل هم شامل دي.

ټول وزارت همدې يوې ودانۍ ته راټول دی، له پاسني منزل راکوزيږي کله په مامورينو ګرځي، کله ډيټاسنټر ته ورښکاره شي، بيا يوه ورځ ويبپاڼو خدمتونه او بله ورځ د موبايل خدمتونه ګوري، يا په يوه ودانۍ کې مخابراتو چارواکي له اترا سره کيني، چايونه سره وڅښي او پنځه ورځې يې په خلکو خرڅوي.

وطن غوړه مالو او چاپلوسانو غرق کړ، د دولت هر چارواکی د الله نعمت او نابغه دی، خو د وطن له نيم زیات ولس مو بيوزله او نږدې اته په لسو کې يې ناهيلي او دولت ته په قهر دي.

د هغه سپوږمکئ په اړه فکر وکړئ چې پخواني نااهله او غل کباړ اخيستی او فضا ته يې ليږلی دی، کولای شئ د پوهې او ليرې پرتو سيمو ته د مخابراتي خدمتونو لپاره يې وکاروئ، يوازې نن نه دی، دا وګورئ چې پنځه کاله يا لس کاله وروسته بايد په څه حال کې يو، د کابل په مرکز کې د يوې دقيقې خبرو لپاره پنځه ځل زنګ وهل کيږي، تر څو مقابل لوری مو په خبره پوه شي. کليو بانډو په اړه فکر وکړئ چې هلته به مو د مخابراتي اړيکې څه حال وي.

دا ټول بحث پر دې راټولوو چې هیڅوک جامع الکمالات نه دی، هیڅوک پر هر څه نه پوهيږي، د همدې فکر په رڼا کې څوک اشتباه کوي يا کار کې نيمګړتياوی ويني د نړۍ او ژوند پای نه دی، موږ يې دوامداره زده کوو، په ملي سطحه بهتره کړنلارې او ستراتيژئ دوامداره نوي کيږي، دا هېواد او ولس پر ټولو حق لري، ټول بايد تر خپله حده دا هڅه وکړي چې څرنګه له دې بدبختيو ځان خلاص کړو او په پای کې د ټکنالوژئ يو مصرفي او تقليدي هېواد څخه توليدي او مخکښه هېواد شو، ظرفيت او توان يې لرو يوازې لاره راڅخه ورکه ده يا مو ډير سرونه خيشته کړي دي.

او په دې يې خلاصوو چې مسؤليت واخلئ او که نه يې شئ کولای الله مو مل شه، په کور کينئ.

ورته ليکنی: ولې افغان ټليکام بهترئ ته اړتيا لري، د اساسي قانون ۳۷ مه ماده او د مخابراتي اړيکو محرميت، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي



ټولي:Technology ټکنالوژي, Telecom مخابرات

ټگونه:, , , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: