د قناعت ورکولو له نسلونو راپاتې اصل

د بل قانع کول د نن ژوند يو تر ټولو مهم کمال دی، په داسې زمانه کې چې د فزيکي زور توان مخ په کميدو دی، او هر څوک غواړي چې د ژبې پر کمال بل قانع کړي، د قناعت بښلو توان بازار نور هم په ګرميدو دی.

لدې سره داسې ګڼل کيږي چې د قناعت بښلو دا توان له نسلونو پر ځای پاتې دی، او ډير کم يې تغير کړی دی، نن د پوهې او مفکورو ژوند دی، او بريالی هغه دی چې وکولای شي خپل فکر بل ته په کمال ورسوي، قانع يې کړي چې د ده غږ واوري او هغه څه چې وايي ورسره يې ومني.

ځينې څيړونکي دا وايي چې آن د ځينو هېوادونو په اقتصاد کې د بل قانع کول ونډه لري، يعنې هغه هېوادونه چې وکولای شي نور له ځان سره کار کولو ته راضي کړي، ښه وده کوي نسبت هغوی ته چې په خپله نړۍ کې ورک وي، خو زموږ بحث دلته پر انفرادي کچه د بل پر قانع کولو راڅرخي.

داسې ګڼل کيږي چې د انسان برياليتوب آن نیم تر نیمه پر ښه مفاهمه او د ښې مفاهمې اصل پر قناعت ولاړ دی، لکه څرنګه چې مخکې مو وويل د قناعت بښلو توان له نسلونو موږ ته راپاتې دی، همدې کبله دلته موږ د ارسطو له لارښوونو یادونه کوو، چې د کولای شئ په خپله راتلونکي وينا يا پريزنټشن کې يې په پام کې ونيسئ.

دا ټول بحث پر پنځو مهمو ټکو راڅرخي ۱) اخلاقيات يا د شخص تاريخچه ۲) منطق ۳) احساسات ۴) کيسی او تشبيهات او ۵) لنډيز، راځئ چې نور يې هم وڅيړو.

۱. اخلاقیات يا د شخص تاريخچه

دا خبره تر ارسطو تړل کيږي خو موږ ته هم له نسلونو راپاتې ده، او اسلامي زده کړې هم دا وايي چې د منافق عمل او وينا فرق لري، يا د هغه چا چې په عمل او وينا کې يې تضاد وو د اعتبار وړ نه دی.

هر کله چې تاسې يو چا ته وينا کوئ يا ورسره مخامخ کيږئ هغوی لومړی دې ته ګوري چې آیا له تاسې څه زده کولای شي، او آیا دا زده کړه اعتبار لري. لکه ځينې سياست مدارانو ويناوو ته به مو پام کړی وي چې وايي زه د ټولنی تر ټولو ضعيفه قشر ته ولاړم، ورسره واوسيدم، يا له پلانکي سره مې مرسته وکړه، زما د کمالاتو له کبله دا هېواد دومره پر مخ روان دی.

يا که بل ځل مو له چا سره بحث شي، نو خبرو ته يې پام وکړئ په غير شعوري توګه هغه درته عملي مثالونه درکوي، لکه کله چې په تا سخته راغله ځان مې راورساوه، يا آیا کله مې درته په عمر کې دروغ ويلي دي چې اوس به يې درته وايم.

grayscale photography of boys raising hand

دا او دې ته ورته مثالونه د خپلو اخلاقیاتو په اړه پوښتنې له منځه وړل دي، يعنې ښه وم او ښه يم، اخلاق يو تاريخي څه دي، يعنې د انسان ژوند ته کتل کيږي د پخوانۍ تاريخچې په رڼا کې يې تاسې د راتلونکي باور ټاکئ، لدې بحثه تيريږو چې آیا څوک ځان بدلولی شي يا نه، يا ځان بدلول څومره سخت يا آسان دي، يوازې دومره وايو چې که د بې اعتباره خلکو کتار ته وګورئ، پريکنده اکثریت يې هغوی دي چې د عمل او وينا تضاد لري.

۲) منطق او دلايل

کله چې باور او اعتبار رامنځ ته شو، ورپسې د منطق او دلايلو بحث راځي. ولې بايد خلک تاسې ته غوږ ونيسي؟ يو څوک به ډير بااعتباره او باوري وي خو که چيرې خپلې خبرې لپاره بيا هم دلايل نشي راوړلای بحث يې نيمګړی دی.

لکه تاسې يو چا ته واياست ورسره د کار په موندلو کې مرسته کولای شئ يا ستاسې له مشورو وروسته به کار پيدا کړي، نو هغه دې ته ګوري چې آیا تاسې خپله کار لرئ؟ يا څومره سره مو په کار پيدا کولو کې مرسته کړې ده؟ يا څومره ورسره ستاسې مشورې د کار په موندلو کې مرسته کوي؟

د فالبين يا راتلونکي وړاندوينې کسبګر راواخلئ، چې د سرک په غاړه ناست وي او لاس مو لولي يا طوطي ته وايي چې د پلانکي قسمت پوڼۍ راوباسه، لدې بحثه چې که تير شو چې تاسې خپلې راتلونکي ته دومره سپک ګورئ چې په طوطي يې معلوموئ، يوازې دومره وايم که هغه شخص دومره هوښيار وای خپله آینده به يې سمه کړای وای.

مخکې لدې چې له چا سره وغږيږئ خپل دلايل معلوم کړئ؟ د اوریدونکي پکې څه ګټه ده؟ ولې تاسې ته غوږ شي؟ څرنګه کولای شي ستاسې مشورې او پوهه عملي کړي.

۳) احساسات

ښايي احساسات اولني څه وي چې موږ يې زده کوو، د ژوند له اولې ورځې د ژوند تر پايه احساسات زموږ په ژوند کې مهمه ونډه لري. خلک د ويناوال د احساساتو د اغېزې لاندې عمل کوي، که چيرې په خپله وينا کې مو احساسات نه وي، له بل څخه د عمل تمه مه کوئ.

که چيرې ستاسې وينا تاسې احساساتي نه کړي، نو له بل څخه څرنګه دا تمه لرلای شئ چې ستاسې د وينا له برکته دې عمل ته لاس واچوي، يا داسې ګڼل کيږي چې نږدې د هر چا کيسې خوښيږي، او د کيسو د خوښيدو يو تر ټولو لوی دليل د احساساتو انتقال دی، تاسې د کيسې له لوبغاړو سره ځان يوځای احساسوئ، همدې بحث ته په څلورم ټکي کې دوام ورکوو.

او تر ټولو بهتره يې هغه کيسې دي چې د ويناوال شخصي ناکامي، غم، وروسته والی، خطر، خوښي، لاسته راوړنی، سفر، ژوند او نور داسې څه بيان کړي، خلک غواړي پوه شي چې څرنګه يې د بل له ژونده زده کړي، او ښه ژوند ښه کيسه لري.

وايي چې احساسات ساري دي، بل ستاسې احساسات څاري او نقلوي يې، غواړئ اغېزمن شئ خپلو احساساتو ته وګورئ.

person near body of water

۴) کيسی او تشبيهات

تشبيهات د ژبې او منطق کمالات دي، لکه يو څوک وايي د خره په شان کم عقل دی، يا هسې خر دی، سم لکه افلاطون دی، فساد افغانستان لپاره سرطان دی، او نور، تشبيه يا پرتله کول يوه مفکوره پر يوه اندازه کيدونکي څه بدلوي، که يو څوک هر څومره هوښيار وګڼئ خو چې د هوښيارئ اندازه کولو معيار ورته ونه لرئ خبره مو بيا هم نيمګړی پاتيږي.

د مشرۍ په بحث کې به مو ليدلي وي چې ځينې وايي د اولاد په شان راته ګران دی، يا د تجارتونو په ويناوو کې به وينئ چې پلانکی شرکت غواړي د دې صنعت ګوګل شي، تشبيه مقابل لوري ته يو مشخص معيار ورکوي چې پر هغې ستاسې خبرې وتلي.

هر کله چې وينا کوئ هڅه وکړئ هغه تشبيهات پيدا کړئ چې ستاسې د وينا وزن ډيروي، خو يو څه ته مو پام وي چې بايد ځان پوه کړئ ستاسې تشبيهات مقابل لوري ته هماغه مفهوم او معنا ولري لکه لدې تشبيه څه غواړئ، لکه ښايي ځينو ته سپی د وفادارۍ نمونه وي او ځينو نورو ته د سپيتوب، دا د ويناوال کمال دی چې د څه لپاره يې کاروي.

۵) لنډه خبره ښه خبره

انسان له اوله لنډه خبره خوښيده، او داسې ګڼل کيږي چې په قناعت کې لنډه خبره ښه خبره ده، خو د نن ټکنالوژۍ په پام کې نيولو سره چې ټوله خبره بايد د ټويټر په يوه ټويټ خلاصه شي يا د فيسبوک آپډيټ بايد لنډ وي، د نن انسان د پاملرنی وخت نور هم کم شوی دی.

هڅه وکړئ خپله خبره چې هر څومره لنډولای شئ لنډه يې کړئ. وينا چې هر څومره اوږديږي د اوريدونکي پاملرنه نرۍ کيږي، نو ځکه بهتره داده چې خپله خبره تر ټولو مهم ټکي څخه پيل کړئ.

ځينې ويناوال آن دا وايي چې د پنځو ثانيو اصل په پام کې ونيسئ، يعنې داسې فکر وکړئ چې هغه شخص تاسې ته يوازې پنځه ثانيې وخت لري، کوم مهم ټکی دی چې غواړئ پدې پنځو ثانيو کې يې ورورسوئ، بيا ورپسې نورو پنځو ثانيو ته ولاړ شئ او همداسې ګام پر ګام له ټولو مهم ټکي يې پيل او مخکې ولاړ شئ.

قناعت بښل د نن زمانې يو تر ټولو مهم مهارت دی، پداسې وخت کې شخص د هغې پوهې او مهارتونو لپاره استخداميږي، هر څوک بايد پوه شي چې مقابل لوري ته څرنګه قناعت ورکړي، دا يو زده کيدونکی مهارت دی، هر څوک له تاسې سره له غږيدو وړاندې دې ته ګوري چې څومره اعتبار لرئ، اعتبار د اخلاقو او د شخص پخوانۍ تاريخچې په رڼا کې ټاکل کيږي.

ورپسې ستاسې دلايلو ته غوږ نيسي چې آیا دلايل مو قانع کوونکي دي، ورسره دې ته ګوري چې پر خپلو دلايلو څومره متکي ياست او آیا همدا دلايل تاسې احساساتي کوي يا نه، که چيرې پر خپلو دلايل باور لرئ تاريخچه مو پاکه وي نو اکثراً به ووينئ چې ويناوال احساساتي کيږي.

بيا د همدې احساساتو په رڼا کې تشبيهات کاريږي، که څوک په قهر وي ښايي د جنګ له تشبيهاتو کار واخلي، که بل ته سپکاوی کوي له سپکوونکو تشبيهاتو به کار اخلي او نور او په پای کې ښه پيغام لنډ پيغام دی، که چيرې يو چا ته ناست ياست او لدې پيل کړي چې د رئيس صيب، حضارو کرامو او نورو په اجازه نو بهتره ده چې پاڅيږئ کولای شئ خپل وخت بل چيرې ښه مصرف کړئ.

ورته ليکنی: اهليت او بهترول يې، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , ,

1 reply

Trackbacks

  1. ژبه او مفاهمه – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: