نن سبا نړۍ له يوې روغتيايي وبا سره مخ ده، او د نړۍ يوه فعاله غړي په توګه موږ هم يې له اغېزې خوندي نه يو، پدې لیکنه کې هڅه کوو د دې وبا پر اداري کارکوونکو، اداره او عموماً د انسان پر رواني حالت د ويره او ابهام تر اغېزې لاندې وغږيږو، دا لیکنه په اداري چوکاټ کې د بهترو تجربو او کړنو په رڼا کې لیکل شوې ده. موږ روغتيايي توصيې نه ورکوو او نه بايد له هغې نقطې نظره ولوستل شي، يوازې دې ته ګورو چې د انديښنو او ويرې په دې حالت کې ادارې څرنګه کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي.
ويره عموماً د يو څه له ورکولو څخه رامنځ ته کيږي، هر څومره چې يو چا ته يو څه مهم وي، او هغه مهم څه له خطر سره مخ کيږي همدومره يې له لاسه ورکولو څخه شخص ډير ويريږي، او روغتيايی ستونزو کې د انسان ژوند تهديديږي نو ځکه هر هغه څه چې انسان فکر کوي ژوند يا روغتيا ته يې خطر دی، ويروونکی وي.
اکثره وختونه د وبا خپله اغېزه ډيره محدوده خو د ويرې له کبله ډير خلک اغېزمنوي، تروريزم يې ښه بيلګه ده، خپله امنيتي پيښه به محدود خلک اغېزمن کړي، خو د خبرونو، ټلويزوني کارشناسانو او عکسونو له لارې پراخه ولس ويروي، او همدا يې اساسي موخه وي، چې له يو ډب سره سل نور وويروي.
ابهام د واک او کنټرول له لاسه ورکول دي، انسان غواړي دا باور ولري چې که څه خراب شي زه يې سمولی شم، هر څومره چې دا شخص د خپلو سمولو پر توان شکمن کيږي همدومره له ابهام سره مخ کيږي او ابهام د انديښنو سبب ګرځي، يوه عامه اصطلاح ده چې انسان دومره هم واکداره نه دی لکه څومره چې فکر کوي، خو پدې فکر ژوندی دی چې هر څه وغواړم کولای يې شم، نو کله چې د روغتيا ويره له ابهام سره مخ شي، نو د لوړې کچې انديښنو او تشويش سبب ګرځي.
هره اداره د ريسک لپاره يو فکر لري، له ريسک څخه هدف د ادارې پر چارو د ابهام اغېزه ده، او پدې ابهام کې ويره هم راځي، اداره بايد هر ډول ريسک ته تياره وي، د ريسکونو تر منځ اساسي توپير پر هغې د واک او کنټرول لرلو فکر وي، هغه ريسکونه چې اداره فکر کوي واک يې پرې کم دی يا ښايي د لوړې ويرې سبب شي، له هغې لږ ډير ډاريږي.
د ريسک په مديریت کې وايي چې هر کله له اړونده ريسک سره مخ شوئ د مسلکي خلکو لارښوونو او سلاوو ته غوږ شئ، که امنيتي وي د امنيتي خلکو واورئ که روغتيايي وي د روغتيايي خلکو واورئ هغوی د خپل مسلک په چارو کې له نورو ښه پوهيږي، انسان د افراط او تفريط تر منځ ژوند کوي، يا يې ډيره آسانه نيسي يا يې ډيره سختوي، د ناروغيو په قضيو کې هم اکثراً ځان له هغه مړو او ناروغانو سره حسابوي چې د ناورغۍ له کبله زيانمن شوي وي يا يې هیڅ کې حسابوي، خو بهتره ژوند د اوسط ژوند دی، او پريکنده اکثريت هم له اوسط سره دی.
د ادارو لپاره بهتره ده چې په داسې چاپيريال کې د خپلو کارکوونکو او مشتريانو په اړه فکر وکړي، دا يوه راسپړيدونکی او مخ پر ودې حالت دی، څوک نه پوهيږي چې په کومه به ولاړ شي، ادارې باید دې ته تيارې واوسي چې په اضطراري حالاتو کې څه وکړي، عموماً په داسې حالاتو کې ادارو ته لاندې مشورې ورکول کيږي:
۱. مفاهمې کانالونه مو پراخه، متنوع او مسؤلیتونه وسپارئ، په اکثره ناباوري حالاتو کې له اصل خبرو افواهات ډير خپريږي، او د نن په زمانه کې چې د دروغو خبرونو بازار له هر وخت زيات ګرم دی، ادارې بايد هڅه وکړي چې د مفاهمې باوري کانالونه ولري، مسؤل شخص وټاکي چې يوازې همدا به د اړونده موضوع په اړه له نورو سره غږيږي او ټولو (کارکوونکو/ مشتريانو) ته وښيي چې د ستونزې يا پوښتنې په صورت کې له چا سره اړيکه ونيسي يا وغږيږي.
درواغ له رښتياوو ژر خپريږي، او ښايي تر ټولو ستره وبا وي، هڅه وکړئ د درواغو مخه ونيسئ يا لږ تر لږ ټول پوه کړئ چې له کومه ريښتوني معلومات واخلي.
۲. هغه ځايونه په نښه کړئ له کومه چې تاسې بايد معلومات واخلئ يا خپلو اړونده اړخونو ته وواياست چې تاسې به د چا مشورې او لارښوونې تعقیبوئ، لکه که تاسې واياست چې موږ د عامې روغتيا وزارت لارښوونې تعقيبوو نو که سبا هغه وزارت عمومي رخصت اعلان کړي يا داسې پريکړه وکړي چې فکر کوئ ستاسې په تاوان ده نو بايد ويې منئ، که چيرې د معلوماتو لپاره خپل کانالونه فعالوئ نو هڅه وکړئ چې دوامداره اړونده معلومات خپاره کړئ او ټول پوه کړئ چې له دې لارو خپاره شوي معلومات د ادارې رسمي دريځ څرګندوي.
۳. اضطراري حالاتو ته تيار اوسئ، په دې تياريو کې په اداره کې لږ تر لږه د دوو يا درې مياشتو لګښتونو پيسې لرل، د اضافي کارکوونکو له کور څخه کار ته هڅول او د ناروغتيا په صورت کې د هغې له خپريدو څخه د مخنيوي چارې شاملې دي. ورسره د خپلو عملياتو دوامداره يا تر ټولو ټيټ حد کې ساتلو ته هم فکر وکړي، ځينې کارونه له کوره نه کيږي، هغه مشخص کړئ او وګورئ چې څرنګه کولای شئ، هغوی چې په دې حالاتو کې کار کوي په ذهني او فزيکي توګه روغ او پوره کار وکړي.
خپلې ادارې لپاره اضطراري حالت تعريف کړئ.
۴. په مالي توګه ځان خوندي کړئ، هڅه وکړئ په دفتر کې نقدې پيسې ولرئ، په داسې حالاتو کې دا امکان شته چې بانکونه هم د ګڼې ګوڼې مخنيوي لپاره وتړل شي يا لږ تر لږه چارې آنلاين کړي، په افغانستان کې تر اوسه په اکثره چارو کې پيسې تبادله کيږي نو که چيرې بانکونه بنديږي يا نورو ادارو ته مو کارونه پاتې کيږي، بهتره ده له ځان سره لږ تر لږه د دوو يا درې مياشتو اساسي مصارفو لپاره پيسې په لاس کې ولرئ.
۵. له اضافي چارو څخه تر يوه حده ډډه وکړئ، د عمومي اضطرار او انديښنې په حالت کې عموماً خلک له تجارتي چارو ډډه کوي، نو که چيرې نوې پيداوار يا خدمت پيلوئ نو ښايي ښه نتيجه ور نه کړي، هڅه وکړئ چې خپل عمليات تر اوسط يا ټيټې کچې وساتئ، د اضافي يا نوو مشتريانو له قبلولو ډډه وکړئ.
۶. آنلاين يا د انټرنېټ له لارې کار وهڅوئ، نن سبا په نوره نړۍ کې هم د آنلاين کار وسيلې کاريږي، سکايپ يې ښه بيلګه ده، مايکروسوفټ ټيم بازار په ګرميدو دی، فيسبوک هم تر يوه حده کار کوي، همداسې نورې ډيرې وسيلې شته چې کولای شئ ويې کاروئ. که چيرې غواړئ چې کارکوونکي مو له ليرې ځای څخه کار وکړي يا چارې آنلاين پر مخ يوسي نو ورته د بشري منابعو قوانين جوړ کړئ، تر اوسه ادارې د کار پر ځای پر حاضري تاکيد کوي، داسې قوانين او لارې چارې ولټوئ چې د کارکوونکو حقوق مو پکې خوندي وي، ستاسې کار پر مخ ولاړ شي او د ادارې ګټې مو هم خوندي کړې وي.
۷. هڅه وکړئ په خپله اداره کې د انديښنو، افواهاتو او ويرې مخه ونيسئ، هر څوک احساسات لري، د هغې مخه نه نيول کيږي، د هر چا ژوند ارزښت لري، خو ورسره ويره هم يو طبعي عمل دی، ويره د شرم او “بیغرتۍ” خبره نه ده، بلکه د ځان ساتلو يو طبعي ميکانيزم دی چې بايد هر څوک يې وپيژني او پوه شي چې په ويره کې پريکړې ونه کړي خو بايد له خپل احتياط څخه کار واخلي.
۸. د ناانصافۍ مخه ونيسئ، په داسې حالاتو کې ښايي د ادارې له ځينو کارکوونکو په ځانګړي ډول ټيټ پوړو چارواکو سره دا انديښنه پيدا شي چې زه له مشتريانو سره ډير مخ کيږم نو له ډير خطر سره مخ يم، رئيسان يا مشران خو په لوړو پټو دفترونو کې ناست وي هغه له څه خبر وي، هڅه وکړئ د دې فکر او انديښنو مخه ونيسئ، څرګنده او روښانه پيغامونه ورکړئ، لارښوونې مو رڼې کړئ، او خپلو کارکوونکو ته دا باور ورکړئ چې تاسې يې ملاتړي او پر انديښنو پوهيږئ.
۹. د ادارې کړنلارې روښانه کړئ، په داسې حالاتو کې اداره څه کوي، اکثره وختونه خلک خپله د ناروغۍ يا ستونزې له کبله نه ځوريږي خو د ابهام او ناپوهۍ له کبله زيان ويني، د ادارې له اړونده څانګو سره کينئ، لنډه خو څرګنده کړنلاره جوړه کړئ، مامورين مو پر ډلو وويشئ، هغه چې بايد هر کله راشي، هغه چې کولای شي له کوره کار وکړي هغه چې کولای شي له نورو سره مرسته وکړي او نور، هر کارکوونکي ته د انسان په سترګه وګورئ پخپله مو هر څه آسانيږي.
۱۰. که امکان يې وي، مامورینو ته مو معاشونه يا نور امتيازات له وړاندې ورکړئ، د بازار بيې نامعلومې دي، زموږ اقتصاد دومره پراخه نه دی چې هر چا ته په کور کې خوراک يا نور مهم شيان ورسول شي، هڅه وکړئ حقوق يې پر وخت يا له وخت وړاندې ورکړئ تر څو هغوی هم وکولای شي د کور له لګښتونو يا انديښنو ځان خلاص کړي.
۱۱. احتياط وکړئ، بې ځايه خبرونو او افواهاتو مخه ونيسئ، د روغتيا نړيوالې ادارې لارښونې يا د روغتيا وزارت او نورو اړونده ادارو لارښوونو ته غوږ شئ، بې ځايه ټلويزون لیدو او فيسبوک او نورو ټولنيزې رسنيو څخه ځان وساتئ، دا هر څه پخپله يو مرض دی، د روغتيا نړيواله اداره وايي چې له خپلې روغتيا سره سم بايد خپلې ذهني آرامتيا ته هم پام وکړئ، له انديښنو او بې ځايه خبرونو ډډه وکړئ.
۱۲. راتلونکي لپاره تياری ونيسئ، کله چې دا اضطراري حالات پای ته ورسيد، څرنګه کولای شئ په ګړنديوالي سره پوره عملياتو ته راستانه شئ، څرنګه کولای شئ بیرته ټول کارکوونکي دفترونو ته راتګ لپاره وهڅوئ، په اکثره حالاتو کې کوچني کول يا کارکوونکو کمول آسانه وي خو يو دم ډيرول او پوره فعاليت ته راستنیدل خپلې ستونزې لري، هڅه وکړئ راتلونکي لپاره پلان ولرئ، چې له اضطراري حالاتو څخه وتلو وروسته به څومره وخت کې دفترونه او خدمتونه پوره فعالوئ.
لدې ډيرې جدي او ستونزمنې ناروغۍ شته، خو دې ناروغۍ ځکه ډير خلک ويرولي دي چې خلک فکر کوي درمل نه لري، که پرې اخته شوئ څوک ترې نه رغيږي يا ډاکتران يا روغتيايي کارکوونکي له تاسې سره هیڅ مرسته نشي کولای، او تر ټولو مهمه هر څوک يې ويرولي دي يا په اړه يې انديښنه لري چې ښايي خطرناکه وي، نو ځکه موږ هم بايد ترې وويريږو، پداسې حال کې چې د ناروغانو پريکنده اکثريت حتی روغتون ته تللو ته هم اړتيا نه لري، دلته ټول بحث د انسان له واکه وتل دي، پدې ويريږي چې له يوه داسې پديدې سره مخ دی چې هیڅ واک پرې نه لري، او ډيرو ته يې دا تر ټولو ويروونکی اړخ دی.
ځان وساتئ، خپلې روغتيا ته پام وکړئ، د نورو روغتيا مهمه وګڼئ، له بې ځايه ګرځيدو ډډه وکړئ، د ډاکټرانو او روغتيا مسلکيانو لارښوونو ته غوږ او عملي يې کړئ، له موږ هغوی ښه پوهيږي او تر ټولو مهمه انديښنه مه کوئ، د خبرونو درواغ او افواهات وپيژنئ او خپل شاوخوا نورو په وړاندې ځان مسؤله احساس کړئ، د ټولنې په توګه موږ کولای شو هر څه وکړو او لدې به هم له خيره بريالي، ژوندي او روغ راوځو.
ورته ليکنی: ريسک و ستراتيژیهای مديريت آن، د پرېکړو ويره، د پروژې ريسک معلومولو پروسه، مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ