تر اوسه دا پوښتنه شته چې مشري زده کيږي يا موروثي وي، خو نوی څيړنې ښيي چې که چيرې د مشرۍ مهارتونو پر دريو برخو وويشل شي نو يوه يې موروثي او دوه برخی يې زده کړې پر اساس وي، نو د هغوی لپاره چې د ښې مشرۍ په لټه کې دي، مشري يو زده کيدونکی مهارت دی، يا پر بله وينا له دوامدارې هڅې سره هر څوک ښه مشر کيدای شي.

مشري ځانګړي مهارتونه غواړي او لدې مهارتونو پرته يو څوک ښايي ښه مدير يا آمر شي، خو مشرۍ ته نه رسيږي. د بهتره مشرۍ لپاره يو څوک بايد تنظيمي، احساساتي، تجارتي او مديريتي مهارتونه ولري او تر يوه حده عقيدوي اړخ هم ولري، موږ دلته له هغو يوولسو مهارتونو يادونه کوو چې د مشرۍ لپاره بيلابيلو څيړنو په نښه کړي دي، او ورسره په لنډ دا هم يادوو چې ولې دې مهارتونو ته اړتيا لرئ.

۱. منظم ياست

له منظم کيدو هدف دا دی چې پوهيږئ پر څه تمرکز وکړئ، څه بل ته وسپارئ او له څه تير شئ. هر څومره چې پر دې ښه او بهتره پوه شئ چې څه وکړئ او له څه تير شئ، ستاسې کاري ډله هم همدا مهارتونه زده کوي او پوهيږي چې خپل وخت څرنګه پر بهتره چارو مصرف کړي او له هغې څخه چې څه ګټه نه لري تير شي.

silhouette of people on hill

۲. درناوی کوئ

له څومره خلکو به مو اوريدلې وي چې خوښيږي مې کله چې مې رئيس د خلکو په مخ کې سپک کړي يا راته په قهر شي. مهمه نه ده چې يو څوک په اداره کې په کوم موقف کې کار کوي، د انسان په توګه د درناوي وړ دی، او که اداره سم کار کوي نو د هر چا کار ارزښت لري. بل ته بې احترامي له کار څخه د ناراضۍ يا د کار کيفيت په اړه نه غږيږي بلکه د بې احترامي کوونکي شخص کبر، ويره او قهر ښيي، او دا شخص نه پوهيږي چې څه وکړي نو خپله ناپوهي بل ته په سپکاوي کې پټوي.

۳. پريکنده ياست

خلک او ادارې له خرابو پریکړو دومره تاوان نه ويني لکه څومره چې له نه پريکړې ځوريږي، له نه پريکړې هدف دا نه دی چې تل دې څوک مخ په وړاندې ولاړ شي، کله کله دا پريکړه چې د اوس لپاره به يې پریږدو بيا به ورته راشو هم يوه پريکړه ده، مهمه داده چې پر يو څه سترګې پټې نه شي. ښه مشر پوهيږي چې مهمه نه ده سمه پريکړه دې تل ټولو ته د منلو وړ پريکړه وي يا مهمه داده چې له شته معلوماتو سره د اړونده اړخونو په خير پريکړه وشي، عموماً اکثره خلک پوهيږي چې ښه پريکړه څه ته وايي، يوازې ځينې د ښې پريکړې له بيې او زحمته ويريږي.

۴. باانصافه ياست

تاسې ټولو ته په يوه سترګه ګورئ، خپل اصول پر ټولو يو ډول عملي کوئ، د خبرې او عمل تر منځ مو تضاد نه ليدل کيږي. خو يو څه ته مو پام وي، چې که چيرې د انصاف او اخلاقو په لټه کې ياست نو ښايي ځينې وخت به خلک درڅخه ډډه کوي. ښه مشر دې پسې نه ګرځي چې هر څوک دې هغه خوښ کړي، پر اصولو ولاړ کړه وړه تل له تضاد او اختلاف سره مخ کيږي، او هغوی چې غواړي د هر چا خوښ شي خپل ضعف راڅرګندوي.

man holding incandescent bulb

۵. کنجکاو ياست

هر څوک غواړي چې وغږيږي، هر کله چې تاسې پوښتنه کوئ او غوږ نيسئ بل اړخ ته ارزښت ورکوئ، بل اړخ فکر ته هڅوئ او پوښتنې کول د تعلق او اړيکې جوړولو تر ټولو آسانه او اغېزمنه لار ده. ورسره نورو ته دا امکان هم برابروي چې خپل نظرونه له تاسې سره شريک کړي او له ځانه ابتکار وښيي.

۶. ريښتوني ياست

له ريښتينوالي هدف د وينا او عمل تر منځ له تضاد څخه ځان ساتل او ورسره دا احساس دی چې ستاسې اعمال ټولو ته څرګنده او ښکاره دي. ټول پوهيږي چې تاسې څرنګه له هر چا سره مخامخ عمل کوئ د هغوی په غياب کې هم همداسې ياست، چې دا اعتماد سبب ګرځي او نور پر تاسې باور کوي. هغوی تاسې ته د يوه داسې چا پر سترګه ګوري چې کولای شي ملا پرې وتړي او د خپل اعمالو لپاره موږ مسؤل وګڼي. باور رامنځ ته کيږي، خلک ستاسې په حضور کې ځان خوندي احساسوي او تاسې اغېزه پيدا کوئ.

۷. د نورو وده او پرمختګ غواړئ

هيڅوک په خپل ځان کې پوره نه دی، او هر کله چې موږ له نورو سره کار کوو بهتره مشر هغه دی چې د نورو ودې او زده کړې لپاره کار کوي. تاسې نورو لپاره د هغوی مسلکي ودې لارې پرانيزئ او هڅوئ يې تر څو پر خپلو غښتلتياوو او توانونو کار وکړي او ورته وده ورکړي. خو، لدې سره اړونده مهم بحث دادی چې په دې ټولو کې ځان ته نوم نه لټوئ، لکه چې پلانکی ما ورساوه يا له ما سره يې چې کار کاوه پر هیڅ نه پوهيده، ورسره د نورو له ودې سره هممهاله پر خپلې ودې او پرمختګ هم کار کوئ.

۸. لارښوونه کوئ

نورو ته لاره ښاياست او نور پر تاسې ځکه باور کوي چې تاسې ورته د راتلونکي ودې لارې پرانيزئ يا لارښوونه ورته کوئ. که چيرې د نورو مشري درپه غاړه وي نو هغوی پوهيږي چې چيرې درومي او څرنګه ورسره مرسته کوئ تر څو هلته ورسيږي، د مشرۍ يو تر ټولو ساده او آسانه مهارت پر دې پوهيدل دي چې چيرې بايد ولاړ شئ او څرنګه نور پوه کړئ چې څرنګه هلته ورسيږو.

climbers hiking through mountain peak during daytime

۹. خپله مشري له نورو سره شريکوئ

ښايي ډيرو ته دا حيرانتيا خبره وي خو ښه مشر هغه دی چې بديل ولري، ښه مشر په دوامداره توګه هڅه کوي نورو ته د پریکړې کولو توانونه او مهارتونه ورکړي او ويې هڅوي چې ښه مشران شي. هر څومره چې تاسې خپلو همکارانو او ټيټ لاسو ته اختيارات ورکوئ همدومره دوی اهليت او پر ځان باور پيدا کوي، د خپل کار مسؤليت اخلي او په پای کې يې د کار اغېزمنتيا او قناعت دواړه لوړيږي.

۱۰. بې کبره ياست

ډير داسې فکر کوي چې کبر او ځان لوړ ښودل د باور نښه ده، ډيرو ته ځان پدې بدې ښکاري چې له ځان ټيټ ته درناوی وکړي يا له ځانه تواضع وښيي، هر څومره چې کبرجن، ایغ نيغ او بې پروا وی همدومره ورته ځان ښه مشر ښکاري. ځينې آن تواضع د ضعف په معنا ګڼي، متکبره انسان له خپل ځان سره فخر، پر ځان ميينتوب يا له نورو خپلو ګټو وړاندې ګڼل، خپل نظر ته ارزښت ورکول، پر نورو واک لرل يا دا تمه چې ټول دې د ده خبره بې پوښتنی ومني او بې ځايه قهريدل يا خلکو ته دا احساس ورکول چې لږه دې اخوا ديخوا خبره وکړه په قهريږم، او داسې نور احساسات د مشرۍ يو منلی اصل ګڼي.

ځينې لیکوالان وايي چې ښه مشر خپل کبر يا خپله انا (د ځان غوښتنی احساس) د ادارې له ودې سره تړي، يعنې دا نه ده چې دا ډول مشران کبر يا د خودخواهئ احساس نه لري بلکه دا احساس د ادارې له پراخوا ګټو لوړ نه ګڼي، دوی ډير څه غواړي خو دا غوښتنې يې د ادارې لپاره وي او ځان له ادارې لوړ نه ګڼي.

۱۱. ښه غوږ نيسئ

د مشر په توګه، تاسې لومړی د خپلې ډلې مسؤل ياست. نو ځکه بايد د اوريدنی ښه مهارتونه ولرئ. له اوريدنې هدف د مقابل لوري خبرو ته غوږ نيول دي، ورسره پر دې پوهيدل دي چې هغوی څه فکر کوي او دا معلومول دي چې شاوخوا مو څه کيږي.

په اوريدنه کې مهمه ده پوه شئ چې څه ويل کيږي او څه نه ويل کيږي، ورسره دا معلومول وي چې څرنګه له بل لوري سره مرسته کولای شئ او په پای کې څرنګه ټولو ته دا احساس ورکړئ چې هر څوک کولای شئ له تاسې سره په آزاده توګه وغږيږي.

ورته ليکنی: اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه

9 responses to “د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ”

  1. ابو عمر خطاب Avatar
    ابو عمر خطاب

    Mashallah, a great post, I would like to suggest if possible to change the theme of the page, as it is to much white and the text is very thin, one can not read it easily I think. plus the page might look more interesting.

    Just a thought!

    Like

  2. سیداکرام کاکر Avatar
    سیداکرام کاکر

    ستا سو په شان مشر د هر وگری په روح او ظاهر کی تل .

    پاتی او نه هیروونکی زای لری

    Like

  3. […] ته ځينې وړانديزونه، اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره […]

    Like

  4. […] ليکنی: د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ، اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري ډله کې […]

    Like

  5. […] ورته ليکنی: د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – اخيري برخه، آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ […]

    Like

  6. […] وروسته په خوندي او آرامه ډول د کارځايونو پرانيستل، د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ، د قناعت ورکولو له نسلونو راپاتې اصل، څرنګه په عامه […]

    Like

  7. […] ورته ليکنی: مشري او سختيو ګالل، ۲- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه، پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي، ستراتيژي مو ولې کار نه کړي – دې ۷ خنډونو او لاملونو ته وګورئ – دوهمه برخه، د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ […]

    Like

Leave a reply to سیداکرام کاکر ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Trending

له مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت څخه يې واورئ

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive

.دلته مو ايميل آدرس وليکئ، تر څو زموږ له ليکنو څخه پر وخت خبر شئ

Continue Readingلوستنې ته دوام ورکړئ ـــ