دا بحث د علم او عمل تر منځ راڅرخي، چې پوهه ولې او آیا ډيره پوهه د ښه عمل سبب ګرځي او آیا ناپوهي بده ده. زموږ تاريخ فزيکي زور افسانوي کړی دی، هر اتل قهرمان مو فزيکي زور څښتن وو، ښايي يو دليل يې دا وي چې د فزيکي زور ارزول او تلل آسانه دي او يا ښايي لدې کبله وي چې دا يوه بې سواده ټولنه وه او ده او د زور او مال قدر پکې ډير وو او تر ډيره اوس يې هم قدر شته.
پوهه خو يو پدې هم بدنامه ده، چې يو څوک دوه درې ټکي زده کړي پوخڼا پوخڼا کيږي او غټې غټې به ولي، خو په عموم کې هر څوک قوت غواړي خو زکاوت پسې نه ګرځي آن که به هوښيار شوې نو درپسې به وايې چې انګريز بچې دی، يا شين سترګی دی، کاپر ځوي سخت هوښيار دی، موږ تر اوسه پوهه له هغې لوړ طاقه راکوزه او عامه نه کړه، آن قرآنکريم چې سپيڅلې کتاب او د عقيدې نه پريکيدونکې برخه مو ده، په شلو ټوټو کې پوښلې او تر ټولو لوړ ځای کې پروت وي، آن ملايان مو پر هغې سر نه خلاصوي، او د خپل کاروبار د خرابوالي له ويرې يې نورو ته هم د زړه له اخلاصه نه ښيي.
د پوهې لپاره اوس هم دا فکر عام دی چې دا ټول کتابي خبرې دي له عملي ژوند سره نه ښايي ځکه خو مو د عملي ژوند دا حال دی چې يو سر يې رانيسو بل خطا وتی وي، ورسره پدې هم ويريږو چې که چيرې پوهه له کتابه راوباسو او پر ځان يې عملي کړو، نو له هغې انځور ويريږو چې ژوند به مو د کتاب او پوهې پر معيارونو پوره نه وي يا به دا احساس کړو چې ژوند مو عبث روان دی.
له پوهې ويريږو، ځکه د ښوونځي ښوونکو له پوهې ويرولي يو، له نه پوهيدو يې ويرولي يو چې نه پوهيدل د وهلو او سپکولو په معنا دي، نه پوهيدل يې له شرم سره راته تړلي دي، هغه زده کوونکی چې نه پوهيدو د ټولګي او د ښوونځي په وړاندې يې ټيټ راوستی وو، نه پوهيدل يې راته د ناکامۍ پر معنا کړي دي هغه څوک کامياب وو چې د طوطي په شان يې هر څه ياد کړي وو يا دومره يې زده وو چې يو څه وليکي، پاڼه توره کړي او ښوونکی ورته په ډير وياړ سره پر سور قلم سل نومرې ورکړي.
نه پوهيدل يې د وروسته پاتې والي په معنا کړي دي، چې نه پوهيدې نو وروسته به کينې او له نورو به مرسته غواړی، په لومړي صف کې ستا ځای نه شته، نه پوهيدل يې د ټګۍ او نقل په معنا کړل، هغوی چې نه پوهيږي بايد نقل وکړي، ټګي وکړي، په پټه او د ښوونکي له سترګو اخوا له بل يې نقل کړي، د بل احسان ومني او تل له ژوند سره دا فکر وتړي چې که پوه نه شوې نو ناکام يې.
خو، ورسره يې دا راونه ښودل، چې ناپوهي ښايي د زده کوونکي ګناه نه وي، ښايي ښوونکی به نه پوهيږي، ښوونکی حاکم نه دی، ښوونکی ښووونکی دی، يعنې د ناپوهو ښوونکی، له هغوی سره مرسته کوونکی چې غواړي يو څه زده کړي، او زده کړه آسانه نه ده، هغوی چې ښوونځي ته راځي نه پوهيږي او غواړي ځان پوه کړي، د هغوی شرمول او ټيټ راوستل د ښوونکي کار نه دی، او هر هغه څه چې ښوونکی وايي ضرور نه ده تل رښتيا وي، ښوونځی بايد تل پر دې فکر نه وي چې هر څوک بریالي دي، او هغوی چې بريالي نه شو بايد وهلی، رټلې او وشرمولی شي.
دا يې هم راونه ښودل، چې زده کړه تر ښوونځي او پوهنتونه محدوده نه ده، د ژوند تر پايه بايد يو څوک زده کړي، دا يې راونه ښودل چې زده کړه يوازې د کتاب نه ده، زده کړه له هر څه کيږي، يو درې کلن ماشوم هم اويا کلن ته مينه او اخلاص ښودلای شي، دا يې راونه ښودل چې زده کړه ځان سره ساتلو لپاره نه ده بلکه شريکولو او له ځان څخه د ښه شخص جوړولو لپاره ده، د يوې ښې او هوسا ټولنې رامنځ ته کولو او د نورو ژوند آسانولو لپاره ده.
که له نن څخه تير شو چې زده کړې ته به وزګار نه يو، خو په دې تير تاريخ کې موږ د داسې کوم عالم يا پوه قدر کړی دی، چې د خپلو د هند او مشهد غازيانو او فاتحينو سره مو په يوه تله تللي وي، نن هم پوهه دې لپاره غواړو چې دنده پيدا کړو، ښه معاش ولرو، نوکران راته وګرځي، پوهه پر بل د لوړوالي لپاره غواړو، فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو ته ناست يو د خپلې پوهې پر برکت پر نورو خاندو، هغه پوهه چې د تواضع، انکسار، خاکسارۍ او ځمکې ته راټيټيدو سبب نه شوه، له ځان سره فکر وکړئ د تباهۍ په لور مو بيايي.
له پوهې خوند واخلئ، له زده کړې خوند واخلئ، ښه او بده پوهه شته، پر هغې تمرکز وکړئ چې ستاسې او د نورو ژوند آسانوي، ضرور نه ده چې يو څوک دې پر هر څه پوه شې، د تواضع يو خاصيت دا هم دی چې په خپلو نيمګړتياوو کې څوک ځان آرامه احساس کړي، خو ضرور ده چې دومره پوه شئ څرنګه ځان پوه کړئ، څرنګه مرسته وغواړئ او څرنګه دا درک کړئ چې نه پوهيږم، او له دې ناپوهۍ سره آرامه واوسئ او وکولای شئ د اړتيا پر مهال يې وواياست چې نه پوهيږم او غواړم ځان پوه کړم.
ورسره، دا هم شرم نه دی چې يو څوک دې ووايي دا پوهه زما لپاره نه ده، ضرور نه ده چې که ټوله نړۍ سياست لولي هر څوک دې د سياست کتابونه راواخلي او د ټلويزون سياسي مبصر دې شي، د يو څه د خوښولو اصل پر دې ولاړ دی چې په ژوند کې محدود شيان پر تمرکز ارزي، او همدا د خوښې د اصل په رڼا کې څه چې مو خوښيږي دوامداره پکې هڅه کوئ، انسان هغه وخت وروسته پاتې کيږي چې هر څه ته لاس واچوي او پدې که ډير داسې څه وي چې نه غواړي ويې کړي خو د خلکو سره د سيالۍ لپاره يې پالي، څه چې مو خوښيږي همغې ته وده ورکړئ، د هغې په اړه ولولئ، داسې وخت به راشي چې د همدې پوهې په رڼا کې نورو پوهو او منزلونو ته ورسيږئ.
پوهه د کتابونو پر شمېر مه اندازه کوئ، ډير خلک به په زرګونو کتابونه ولري خو يو به يې هم نه وي لوستی، په لسګونو کتابونه به يې لوستي وي خو بيا به هم په سړيتوب نه ارزي، د نن ژوند چې تر ډيره حساب او کتاب پر اصل راڅرخي، د نن انسان غواړي هر څه وتلي، اندازه يې کړي پوهه هم غواړي اندازه کړي، کله ورته کتابونه حسابوي، کله ورته د فيسبوک پوسټونه او کله زرينې ويناوی.
خو، د پوهې اندازه نه شته، هغه بايد هر شخص له ځان سره په خپله فکر وکړي چې دې لپاره پوهه څه معنا لري، يو له بهترينو عبادتونو څخه د الله په خلقت کې فکر دی، دا فکر خپله پوهې او درک ته اړتيا لري، خو دا فکر په تيږو، وريځو، ټماټرو/روميانو او الوګانو کې د الله نومونه لټول نه دي، د هغه ذات خلقت ډير لوی دی، او پر هغې پوهيدو لپاره بايد ځان پوه کړئ.
ځينې يې ښايي نورو ته پر ښودلو اندازه کړي چې څومره نور يې ورسول، ذهنونه يې ورته روښانه کړل، ځينو ته به نورې پوهې ته د رسیدو او موندلو وسيلې په معنا وي، آن ځينو ته به د چوپتيا او فکر په معنا وي، هر څرنګه يې چې اندازه کوئ، مهمه نه ده، مهمه داده چې دوامداره يې ولټوئ، دوامداره ځان ورسوئ.
نه پوهيدل شرم نه دی، ناپوهي شرم نه ده، په هر څه پوهيدل وياړ نه دی، په هر څه کې نبوغ ښودل رحمت نه دی، بهتره پوهه د توازن پوهه ده، د خوښئ پوهه ده، د دوام پوهه ده، د انسان د ودې، له نورو سره د مرستې او خاکسارۍ پوهه ده، ښه پوهه پر دې پوهيدل دي چې الله عالم او حکيم دی او هر هغه پوهه چې تاسې دغې لور ته بيايي ښه پوهه ده، ښه پوهه پر دې پوهيدل دي چې دا علم او پوهه ما ته له نورو راورسيده او زه يې بايد نورو ته ورسوم او پر دې پوهيدل دي چې ډيره پوهه ځينې وخت د کبر سبب ګرځي او کبر د تباهۍ او تيارو پيل دی، او هره هغه پوهه چې ما د کبر په لور بيايي د تباهۍ سبب مې ګرځي.
او په پای کې پوهه د فيسبوکونو او نورو ټولنيزو رسنيو کې د ښودلو لپاره نه ده، او هیڅکله لدې لپاره نه ده چې هر يو درته وايي دا هېواد پر تا وياړي، ځان پوه کړئ، نور ورسوئ او د جهالت مخه ونيسئ.
ورته ليکنی: ويره او ابهام – د روغتيايي وبا په صورت کې ادارو او کارکوونکو ته ځينې وړانديزونه، اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، اهليت او بهترول يې، تعليمي نظام – دوهمه برخه، پوهه: پر کومه بيه
ټولي:Leadership
ځواب دلته پرېږدئ