ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – لومړئ برخه

د کارکوونکو پر زده کړه ډير شرکتونه او اداری پراخه اندازه مالي او نورې زيرمې مصرفوي، خو بیلابيلې څيړنې ښيي چې د زده کړو دا پروګرامونه تر ډيره هغه پايلې نه لري چې ادارې ترې تمه لري، پدې ليکنه کې موږ هڅه کوو د زده کړو د دې پروګرامونو ځينې نيمګړتياوې په نښه کړو، او ورسره پر دې هم وغږيږو چې څرنګه کولای شو د دې نيمګړتياوو او خطاوو مخه ونيسو.

له هر څه وړاندې بايد دا ټکی روښانه کړو چې اکثره خلک روزنې ته د ښوونځي او پوهنتون له نظره ځان پوهول ګڼي، يعنې زده کړه د دې لپاره چې ځان پوه او يو څه زده کړي، خو ادارو لپاره زده کړه د ځان له پوهولو يو ګام اخوا ځي، او بايد د کارکوونکي د کار د بهترئ سبب شي، چې په نتيجه کې د ادارې چارې ښې شي، يعنې په اداري چارو کې روزنه د زده کړې پر ځای د چارو پر بهترئ متمرکزه وي، او هره هغه روزنه چې چارې ښې نه کړي ناقصه او نيمګړې ده. يا په بله وينا مهمه نه ده چې شخص دې له کوم پوهنتونه څرنګه سند ولري، خو چې کار يې سم نه وي او نتيجه نه شي ورکولی اداره بيا هم په تاوان کې ده.

يوه څيړنه ښيي چې:

له ۷۰٪ ډير مديران/اداري مشران د ادارې د روزنې او ودې له چارو خوښ نه وو.

په هرو پنځو کې درې کارکوونکو فکر کاوه چې د خپلې دندې او اړونده چارو اجرا لپاره مهم مهارتونه نه لري.

په لسو کې يوازې يو کارکوونکی وايي له هغه مهارتونو ګټه اخلي چې د ادارې د روزنې او ودې په پروګرامونه کې يې زده کړي دي.

د ميکنزي يوه څيړنه ښيي چې د روزنې په څلورو کې يوازې يو يا ۲۵٪ پروګرامونه د اجراتو او اداري چارو د بهترئ سبب ګرځي.

person holding pencil near laptop computer

اوس که دا ټول بحث راټول کړو نو معلوميږو چې د ادارو د روزنې او ودې پروګرامونه پریکنده برخه نيمګړي وي، چې ښايي د روزنی وخت، هدف او محتوا ستونزې ولري.

زده کړه، خو د غلطو لاملونو له کبله

په عمومي توګه پوهنه او زده کړه ښه ګڼل کيږي، خو ورسره دا ستونزه هم پالي چې ځينو لپاره روزنه د کاري مهارت زده کړه نه بلکې د ځان ښودنی لپاره وي يا دې ښودلو لپاره وي چې زه وده کړم او نوي شیان زده کوم.

ادارې له لارې روزنی عموماً دوه لويې ستونزی لري، لومړئ يې د ادارې اړونده وي، ادارې ځان پر دې نه په عذابوي چې په څرګنده توګه پوه شي کارکوونکي څه غواړي، نو د روزنې لپاره بودجه ځانګړې کوي او لدې مسؤليته ځان خلاصوي چې سبا څوک ونه وايي اداره د خپلو کارکوونکو په غم کې نه ده يا د نورو جذبولو او بازار موندنې لپاره ووايي چې موږ د خپلو کارکوونکو روزلو لپاره ځانګړی بودجه لرو.

ورسره دوهم اړخ يې د کارکوونکي دی چې هغوی خپله دوامداره روزنه د زده کړې لپاره نه بلکه د پرمختګ لپاره کاروي چې سبا لوړ موقف او امتيازاتو ته لار پيدا کړي، ورسره د بشري زيرمو څانګه يا په ځانګړي ډول د روزنې او ودې مسؤلين پر ډيرو روزنو يا د اجراتو ناوړه شاخصونو پر لاسته راوړلو خپل ارزښت ښيي، خو دې ته نه ګوري چې روزنې بايد د ادارې د عمومي چارو او کاروباري ودې سبب شي، نه دا چې روزنه ورکړئ او نور ځان له مسؤليته خلاص کړي.

د روزنې پر شميرو شميرل آسانه دي، خو د زده کړې بې ځايه لاملونه د نيمګړو پايلو سبب ګرځي، له ځينو يې دلته يادونه کوو:

د زده کړې وخت مناسب نه وي

پر دنده زده کړو ته تر اوسه د ښوونځي او پوهنتون د تعليمي نصاب له نظره کتل کيږي، خو هر څومره چې د يو شخص عمر ډيريږي زده کړې ته د عملي ژوند له نظره ګوري، هغه پوهه او مهارتونه مهم دي چې شخص يې په عملي ژوند کې عملي کړای شي، نو ځکه د زده کړې وخت ټاکلو تر ټولو مهم عامل د هغې د پياده کولو امکان دی، هغه پوهه چې سملاسي عملي شي کارکوونکي لپاره بهتره پوهه ده، چې له کبله به يې کاري اجرات ښه شي.

د ښې روزنې لپاره مهمه ده چې د کارکوونکي له کار سره عياره شي، او له عمومياتو ډډه وشي، داسې څه چې د ځانګړو کارکوونکو لپاره وي، ورسره باید د غبرګون يا عکس العمل ښودلو سملاسي او لنډمهاله ميکانيزمونه مل شي، هغه غبرګون ښه پايله ورکوي چې له عمل پسې نږدې د عمل اجرا کوونکي ته ورکړل شي او دا د روزنې لپاره هم صدق کوي، له هرې روزنې وروسته هغه بايد وارزول شي او ورسره وکتل شي چې دا نوي مهارتونه څرنګه کولای شي د کارکوونکي اجرات بهتره او ادارې د ودې سبب شي.

د روزنې ارزونه عموماً څلور پړاوه لري، په لومړي پړاوی کې د روزنې چاپيريال په اړه پوښتل کيږي، په دوهم کې د پوهې انتقال او مهارت زده کړه ليدل کيږي، په درېيم پړاوو کې موږ ګورو چې د زده کړې له کبله د کارکوونکي سلوک ښه شوې يا نه، او په څلورم پړاوو کې وينو کې آیا د دې زده کړې له کبله د ادارې اجرات بهتره شوې يا نه.

همداسې، روزنه بايد د روزنې او ودې څانګې د مهالويش پر ځای د کارکوونکي د اړتياوو پر بنسټ وي، هر کله چې ورته اړتيا ولري اداره يې بايد د عيارولو لپاره هڅه وکړي.

photo of library with turned on lights

د غلطو شيانو زده کړه

هر څه د زده کولو نه وي، او نه په زده کړه ارزي. ځان پوه کړئ چې د کارکوونکي څه پکاريږي، هره د مسلکي ليکنی يا شخړو حل يا کمپيوټر زده کړې او انګليسي ژبې روزنه د ټولو لپاره نه وي، ادارې بايد داسې ميکانيزمونه پر ځای کړي تر څو کارکوونکو سره مرسته وکړي چې د خپلې اړتيا روزنې وپيژني او دا فرصت هم ولري چې همدې زده کړو ته ولاړ شي.

ورسره اداره د خپلو کارکوونکو روزلو مسؤله نه ده، بلکه د خپلو اجراتو د بهترولو مسؤليت لري، هره هغه چاره چې په هغې کې د کارکوونکو روزل هم شامل دي، که چيرې د ادارې د بهترئ سبب نه ګرځي بايد اداره پرې مصرف ونه کړي، ورسره بايد روزنه پر هغه مهارتونو متمرکزه کړي چې يوازې د ادارې په کاريږي او کولای شي ادارې ته ګټه راوړي، اکثره وختونه د روزنې پر چارو کې تمرکز پر کارکوونکي وي او هغه ګټه له نظره غورځول کيږي چې ادارې ته يې بايد راوړي.

د زده کړې هيريدنه

موږ ټول پوهيږو چې هر څه د يو چا په ذهن کې نه پاتې کيږي، يوه څيړنه ښيي چې هر کله زده کوونکی پوهنځي ته ځي نو د ليسې ۶۰٪ درسونه يې هير کړي وي، چې د همدې موندنې په رڼا کې نورې څيړنې ښيي هر څومره چې پر پوهه وخت تيريږي او عملي نه شي د خلکو هيريږي.

جرمني ارواپوه هرمن ايبینخاز چې پر يادښت د څيړنو يو مخکښه ساينسپوه بلل کيږي، د هيريدنې قوس يې کشف کړی دی، هغه وايي هغه معلومات چې که چيرې عملي نه شي، نو په شپږو ورځو کې يې ۷۵٪ هيروو.

د هيريدنی قوس وايي، که چيرې معلومات عملي نه شي نو له هرې تيريدونکې دقيقې سره زموږ هيريږي، شل دقيقې وروسته مو يوازې ۵۸٪ په ياد پاتې وي، يوه ورځ وروسته مو ۳۴٪، شپږ ورځې وروسته يې څلورمه برخه يا ۲۵٪ او مياشت وروسته يې يوازې پنځمه برخه زموږ په ياد پاتيږي.

يا به کاريږي يا به ورکيږي

د انسان ماغزه د وجود يوازې ۲ نه ۳٪ حجم لري خو د وجود څلورمه برخه انرژي کاروي، ذهني کار او فکر ډير ستړی کوونکی او لنډمهاله وي، ماغزه په دوامداره توګه په دې لټه کې وي چې څه د کار دي هغه وکاروي او څه چې نه په کاريږي له هغې ځان خلاص کړي، او همدا اصل د زده کړې لپاره هم صدق کوي، هر هغه څه چې عملي نه وي ليرې کيږي.

د نوې زده کړې عملي کول د پوهې ساتلو يوه لار ده. بله يې وقفوي تکرار دی، وقفوي تکرار وايي چې زده کړه بايد اوږده موده ونيسي، او د زده کړې مواد د وخت له ډيريدونکې وقفې سره تکراريږي، لکه يوه ورځ، دوه ورځې وروسته، څلور ورځې وروسته، اته ورځې وروسته، او همداسې پراخيدونکی وقفې وروسته تکرار. دا کړنلاره وايي هر هغه څه چې تکرار شي د شخص په ياد پاتيږي. د تکراريدونکی زده کړې ځينې څيړنې ښيي که چيرې يو څه له وقفو سره تکرار شي نو له دوه مياشتو وروسته هم موږ ۸۰٪ زده کړه په ياد پاتيږي، چې په اوږده کې يوه لويه لاسته راوړنه ده.

خو، بدبختانه ادارې اوس هم پر داسې معلوماتو بېشميره زيرمې او امکانات مصرفوي چې ډير ژر هيريږي.

په دوهمه برخه کې يې د حل پر لارو غږيدلي يو. 

ورته ليکنی: ډير کار که لږ خو ځيرکه کار، تعليمي نظام – دوهمه برخه، روزنه/ ټريننګ د څه لپاره، پوهه که مهارت



ټولي:Leadership

ټگونه:, , , ,

1 reply

Trackbacks

  1. ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – دوهمه برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: