الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات

له يوې مودې راهيسې دولت ولس ته د الکترونيکي تذکرې ويش پيل کړی دی او تيره اونۍ يې ويل چې تر اوسه يو ميليون وګړو دا تذکرې اخيستی دي، پدې لیکنه کې موږ د دې تذکرې پر ارزښت غږيږو او ورسره دا هم څيړو چې څرنګه دولت د اړونده اداره کولای شي د اوسني حالت او خپلې نااهلۍ برخلاف دا چاره په بهتره توګه پرمخ يوسي.

تر هر څه وړاندې بايد پر دې پوه شو چې تذکره ولې ويشل کيږي، تذکره د ولس بااعتباره معلوماتو لرلو لپاره ويشل کيږي، او هر معلومات یو ډول ارزښت نه لري، نو ځکه مخکې لدې چې د تذکرې ويش مطرح شي دا بايد وټاکل شي چې څه ډول معلوماتو راټولولو ته اړتيا لرو، څرنګه يې راټول کړو او ولې.

پدې ټوله پروسه کې چې څومره د معلوماتو راټولول (تذکرو ويشل) مهم دي همدومره ورسره دا پوښتنه هم مهمه ده چې پر دې معلوماتو به له راټولولو وروسته څه کړو.

د معلوماتو ارزښت د هغې د استعمال له مخې فرق کوي، هر ډول معلومات د يوې ادارې د کار ساحې په اړه نه وي او نه هره اداره يو ډول معلوماتو ته اړتيا لري، نو ځکه هره اداره بايد پوه شي چې کومو معلوماتو ته اړتيا لري، نو پدې بحث کې څرنګه چې د تذکرې ويش د سرشميرنې او معلوماتو له ادارې څخه پيليږي نو تر هر څه وړاندې بايد دا اداره له ځان سره فکر وکړي چې کومو معلوماتو ته له ټولو ډيره اړتيا لري.

د بيلګې په ډول، د عسکرۍ په اړه اوس هم پوښتل کيږي، دا د پخوانيو نظامونو راپاتې ميراث دی چې عسکري اجباري وه او لدې لارې دوهم ځل جذب څخه مخه نيول کيدله، اوس چې هر څه تجارتي شوي دي د دې پوښتنې اړتيا به نه وي، يا د ژمي او اوړي اوسیدنې ځای په اړه پوښتنه کيدله تر څو له ځایي خلکو سره پر ځمکو جنجال راپيدا نه شي يا د کوچيانو يا اړونده ولسونو د تګ راتګ مخه ونه نيول شي.

اوس ولې دا پوښتنې کيږي يا ولې له هر چا کيږي آیا دا دې ادارې کار دی چې له خلکو د هغوی د زده کړې له تاريخچې نيولې تر عسکرۍ او د ژمي او اوړي پوښتنه هم وکړي.

بدبختي دا ده چې دولت فيشني او فيسبوکي چارو پسې وګرځيده او کارت يې پر خلکو خرڅاوه چې څومره ښکلی دی، چيپ لري، کمپيوټري چاپ لري، خو نه يې پروسه ساده کړه او نه يې دا وټاکل چې کوم معلومات بايد راټول کړي. هر بې ارزښته معلوماتو راټولول د باارزښته معلوماتو پر بيه تماميږي.

دولت عموماً پر ولس له دوو لارو واک ساتي لومړۍ پيژندنه ده او دوهم د دارايو احوال دی.

په پيژندنه کې دولت ولس ته د پيژندنی بااعتباره اسناد ورکوي تر څو هر چا ته دا باور ورکړي چې دا شخص څرنګه ځان معرفي کوي هماغه دی، هر څوک چې ځان لپاره يو نوم، دنده او نور بيانوي د هغې لپاره اسناد لري او دا اسناد د تذکرې، پاسپورټ، تولد کارت او نورو له لارو دولتونو لخوا ورکول کيږي. چې د همدې د پيژندنې کارتونو پر بنسټ خلک لدې شخص سره راکړه ورکړه کوي.

دوهم يې بيا د دارايو اسناد وي چې د شخص ملکيتونه د دولت د سندونو له لارې ثابتيږي، دولت ولس ته بااعتباره سندونه ورکوي که هغه قواله وي، پيسې وي، زده کړې سندونه وي، تجارتونو لايسنسونه يا هر څه وي، دا ټاکي چې دا شخص څومره دارايي لري، او که چيرې په دې درايو کې څه ستونزه پيدا شي نو څرنګه يې له قانوني لارو مطرح کړي.

د دې دوه ډولو معلوماتو په رڼا کې بيا ټولنيز معلومات رامنځ ته کيږي، لکه هغه سيمو کې چې خلک په کرهڼه بوخت وي دولت د خپلو راټولو شوو معلوماتو له لارې پوهيږي چې کرهڼيز پروګرامونه کولای شي پدې سيمه کې ګټور واقع شي. يا د ولسي احوال له لارې پوهيږي چې چيرته ډير ولس اوسيږي او هلته د ولس د مرستې لپاره ښوونځي، روغتونونه، لوبغالي او نور جوړوي.

که چيرې هر شخص ته د پيژندنې ځانګړې نومره ورکول کيږي نو هلته بیا د نيکه نوم يا ميړه نوم اړتيا نه پريوځي، آن د پلار نوم هم اړتيا نه وي هغه د پيژندنې شمېره کفايت کوي، هر کله چې دا معلومات راټولوئ نو دا پدې معنا وي چې دا معلومات به وروسته پروسس کيږي او له دولت سره په بهتره پريکړه کولو کې مرسته کوي، نو دولت ته د هر چا د نيکه نوم معلوم وي څه به پرې وکړي.

تذکره او تابعيت دوه مختلف بحثونه دي، تذکره هر هغه افغان ته ورکول کيږي چې پيژندنه يې له پخوا ثابته وي يا له وړاندې افغان ثابت شوی وي، بيا هيڅوک نشي کولای له چا تابعيت واخلي يا يې په زوره له هېواده وشړي، دلته تذکرې ورکوونکې ادارې د پيژندنې د سند او تابعيت تر منځ فرق ورک کړی دی، يو حق دی يعنې هر افغان حق لري چې تذکره ولري او دا د دولت مسؤليت دی چې دا چاره آسانه کړي آن کور ته يې ورته ورسوي.

Psychology, Psyche, Mask, Wire Rack

دوهم قانون دی، يعنې هر څوک چې افغان نه وي کولای شي د قانوني پروسې له لارې افغانيت واخلي او افغان شي، هغه بيا د تذکرې د ادارې مسؤليت نه دی، افغان تابعيت لپاره باید شخص محاکمو ته ولاړ شي، له تذکرې اخيستلو سره بايد افغانيت تړلو پروسه ونه تړل شي، دواړه بايد بيله او مستقلې چارې وي.

ورسره د يو چا افغانيت ثابتول هم بايد د دې بحث برخه نه وي، په افغانستان کې د پخوانيو رژيمونو د میراث په توګه تذکرې ته اوس هم له امنيتي نقطې نظره کتل کيږي پداسې حال کې چې دا يو ملکي حق دی، يعنې د تذکرې اخيستل ښايي امنيتي ګواښ رامنځ ته کړي، چې دا بحث د نن په زمانه کې له منځه تللی دی، نور هېوادونه کډوالي هڅوي خلک راغواړي چې د هغوی په هېوادونو کې واوسيږي، موږ خپل شته افغانانو ته له تذکرې ورکولو ويريږو.

د سرشميرنې او معلوماتو ادارې بايد له خپلې نااهلۍ او بېسوادۍ راووځي، نور هېوادونه دې مطالعه کړي، سهار او ماښام پاکستان او ایران ته ښکنځل کوئ، ورشئ ويې ګورۍ چې هغوی يې څرنګه کړي.

تذکرې ورکړې ته بايد له تجارتي نقطې نظره وګورئ، هر څومره چې موږ دا پروسه آسانه کړو همدومره به ډير افغانان ځان له دولت سره ثبت کړي، دولت به وکولای شي بهتره پريکړې وکړي او خپل ولس ته بهتره خدمتونه برابر کړي، خپل عايد ډير کړي او پر يوه ساده پروسه لکه ټاکنو کلونه تير نه کړي.

د نورو هېوادونو د تجاربو په رڼا کې د تذکرې ورکړې ساده کول ښايي د معلوماتو له راټولولو پيل شي، ښايي دا ټکي په پام کې ونيول شي

۱. له بې ځايه معلوماتو را ټولولو دې ډډه وشي، د معلوماتو ارزښت ته لدې ټکي وګورئ چې که چيرې پر تذکره موږ يوازې پنځه خانې معلومات چاپوو هغه به کوم وي، پر تذکره د نيکه نوم يا اوسيدنې اصلي ځای څه اړتيا ده، پر تذکره د چاپيدونکي معلوماتو اصل هدف په هماغه لحظه کې اړتيا وړ معلوماتو ضرورت دی، چې که چا ته خپل کارت وښاياست نو هغه ووايي چې نوم مو څه دی، يا چيرې اوسيږئ.

معلوماتو ته بايد د لومړنۍ او دوهمې کتګورۍ له نقطې نظره وکتل شي، يعنې هغه معلومات چې د ادارې يا اړونده خواوو ورته سملاسي اړتيا پريوځي ښايي پر کارت چاپ شي، او هغه معلومات چې دويمګړي وي او اداره يې کولای شي له سرشميرنې ادارې وروسته وغواړي يا ورته لاسرسی ولری ښايي هیڅ پر کارت چاپ نه شي.

۲. خلکو ته يې ورورسوئ له خلکو تمه مه لرئ چې تاسې ته راشي، دولتي ادارې له اوله ډيرې سستی او بدنامه دي، له واسطې او رشوت پرته څوک دې آن ماليه نه اخلي، تر څو چې يو څوک تر اخيره مجبور نه شي دولت ته مراجعه نه کوي، تذکره بايد کورونو ته ورسول شي، په ډيرو هېوادونو کې ګرځنده ډلې کلي په کلي ګرځي ځينې آن د سپرليو موټرې لري چې هر کلي ته ځي او هغه کلی ثبتوي او د پوستې له لارې ورته تذکرې راليږي، دلته (فرصتونه او نتیجهتذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنهاخيري برخه) مو پرې نور بحث کړی دی.

۳. دولت اړتيا لري چې خلکو ته تذکره ورکړي نه چې خلک بايد تذکره واخلي، دا فکر بايد بدل شي چې دا دولت کمال دی چې خلکو ته تذکره ورکوي، خلک تذکرې ته اړتيا نه لري تر څو چې مجبور نه شي، خو دولت د خپلو کړنلارو، معلوماتو او پاليسيو لپاره د خلکو نوو او اعتباري معلوماتو ته اړتيا لري نو ځکه دولت بايد ځان په عذاب کړي او خلکو ته ولاړ شي تر څو هغوی خپل معلومات ورکړي.Credit Card, Bank Card, Theft

۴. تذکرې ورکول کولای شي دولت ته ډيرې آسانتياوې راوړي، هر ځل مو پر ټاکنو جنجال وي، هېواد له اقتصادي رکود سره مخ دی، بې ځايه وسايل مصرفيږي، د پيژندنی سندونه تر پوښتنې لاندې دي، او نورې داسې ډيرې ستونزې دي چې دولت کولای شي د تذکرې پر ورکړه يې حل کړي.

۶. لومړی هېواد خلاص کړئ بيا خارج ته ولاړ شئ، وسايل بايد د ارزښت له نقطې نظره مصرف شي، نه دا چې څه ښه بازار لري، بدبختي دا ده چې دلته ډيرو خلکو تر اوسه تذکره نه ده اخيستی خو اړونده اداره اخته ده په نورو هېوادونو کې يې پر افغانانو ويشي، که هغوی تذکره وا هم خلي دولت ته يې څه ګټه نه راځي، ځکه هغوی له وړاندې پاسپورټونه او د پيژندنې نور سندونه لري، ښايي يو څو کاله وروسته هغې لور ته ولاړ شو، خو اوس يې وخت نه دی. که غواړئ په سفارتونو کې خپل بړيڅي ولرئ هغې لپاره بله لاره چاره ولټوئ.

۷. تذکرې ورکړې اساسي ځايونه چې پراخه اغيزه ولري بايد تر هدف لاندې ونيول شي، لکه روغتونونه سره ونښلوئ او هر نوی زيږيدونکي ماشوم ته تذکره ورکړئ، يا د کورنيو مشرانو ته تذکرې ورکړئ او د کورنيو نورو ټولو غړو ته د هماغې تذکرې پر اساس له نورې پروسې پرته تذکرې وويشئ. د مشرۍ د اغېزې په بحث کې ځينې وخت د پريټو له ۸۰ او ۲۰ اصل کاريږي، يعنې داسې شل فيصده چارې چې اتيا فيصده اغېزه ولري، هغه ځايونه او چارې تر هدف لاندې ونيسئ چې پراخه اغېزه ولري.

۸. د پروسې له تکرار څخه بايد ډډه وشي، هر څومره چې کيدای شي پر لږو معلوماتو بايد پيل شي، د سرشميرنې او معلوماتو اداره يوازې محدودو معلوماتو ته اړتيا لري چې هغې ښايي د شخص نوم، د پلار نوم، زيږيدنې نيټه او نور واوسي، بيا دا نور معلومات د نورو ادارو اړونده دي. د نورې نړۍ بريالي مثالونه ښيي چې هغوی له لږو معلوماتو يې پيل کړی دی او هر څومره چې اړونده ادارو سره د خلکو راکړه ورکړه ډيريدله د خلکو معلومات يې هغه وخت ترې راخيستي دي، د بيلګې په ډول تذکرې اخيستو پر مهال يوازې پنځه خانې معلومات اخيستل کيږي، کله چې دا شخص ښاروالۍ ته ځي هغه ترې د خپلې اړتيا دوه يا درې خانې معلومات اخلی او دا معلومات د شخص له هغه پنځو پخوانيو اخيستل شوو معلوماتو سره يوځای ثبتوي، همداسې څومره چې د دې شخص له دولت سره راکړه ورکړه ډيريږي د دولت د هغې شخص په اړه معلومات غني کيږي، خو په پيل کې ترې ډير محدود معلومات اخيستل کيږي.

ځينې هېوادونو کې آن دا قانون هم شته چې د دولت يوې ادارې يو ځل له تاسې څه معلومات واخيستل، پر بل ځل مراجعه کې د دولت بله اداره حق نه لري چې همدا معلومات له تاسې بیا وغواړي، دولتي ادارې بايد خپل منځ کې سره همغږي وکړي او ولس معلومات شريک کړي. د بيلګې په ډول تاسې د موټر چلولو اجازه اخلئ، هلته نوم او د وينې ګروپ ورکوئ، بل ځل که د بلې چارې لپاره د روغتيا وزارت ته ځئ، هغه بايد له تاسې نوم او وينې ګروپ ونه پوښتي بلکه نور معلومات درڅخه واخلي.

ضرور نه ده د هېواد هر وګړی دې دا له پنځوس ډير ډوله معلومات ولري، يا دې ورته اړتيا وي چې له دولت سره ثبت شي، له کمو معلوماتو پيلول او وروسته يې غني کول په نورو هېوادونو کې ښې پايلې لرلي دي. هر څومره ژر چې دولت وکولای هر څومره ډير خلک له ځان سره تذکرو لپاره ثبت کړي همدومره به تذکره بريالۍ او په عمومي کې اقتصادي او ګټوره وي.

معلومات د پوهې سبب ګرځي، او د پوهې په سم چاپيريال کې عملي کول د ذکاوت سبب ګرځي، که چيرې ادارې يا زموږ په بحث کې دولت ونشي کړای چې د تذکرو او نورو معلوماتو پر مټ ذکي او بهترې پريکړې وکړي نو بيا هم دا ټوله پروسه ناکامه ده.

پر دې يې خلاصوو: بې سواده شخص خپل نوم، او بې سواده دولت د خپلو اتباعو نوم، نشي ليکلای د سند نه لرلو په وړاندې د پيرو ملي پلان

ورته ليکنی: آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د والدينو لارښود – اخيري برخه، د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – اخيري برخه، په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکی حکومتداری پیاده کول: ننګونی او فرصتونه- اخيري برخه



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , , , ,

8 replies

Trackbacks

  1. دولتي چارې – پروسه که نتايج – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. څرنګه په نړيواله توګه ساعتيري د انټرنېټ استعمال د ډيريدو لامل ګرځي – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. د افغانستان معلوماتي ټکنالوژئ کړنلاره د نااهلۍ ښکار – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  6. د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  7. ۱- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  8. ۲- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: