له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ

مشري له خلکو سره کار کول وي او خلک ستاسې صداقت، انسانیت او عموماً اخلاقي او سلوکي اړخونو ته ګوري، نو ځکه کله چې موږ له مشرۍ غږيږو نو داسې ګڼو چې تاسې له خلکو سره د کار کولو مهارت لرئ او خلک ستاسې خبرې ته ارزښت ورکوي، نو که څوک نه وي نو مشري پر چا کړی يا که چيرې خلک له تاسې ګوزاره نه کړي نو مشري چيرې کوئ.

له مشرۍ سره دوهم بحث د روښانه، څرګنده او پريکنده مفاهمې توان دی، عموماً هغوی چې له خلکو سره کار وکړای شي او د مفاهمې بهتره توانونه ولري کولای شي د مشرۍ دنده ښه پر مخ بوځي، خو لدې سره بايد د خلکو اعتبار حاصل کړي، اعتبار د خبرو او عمل تر منځ د تضاد نشتوالي له کبله رامنځ ته کيږي، يعنې څه چې وايي هغه وکړي. په دوامداره توګه خلکو ته دا باور ورکول دي چې تاسې خپلې خبرې ته پخپله ارزښت ورکوئ او درواغ مو کم دي، نو ځکه نور هم ستاسې خبرو ته ارزښت ورکوي او په درنه ورته ګوري.

که يو څوک له خلکو سره هم ښه وي، او مفاهمه يې هم ښه وي، خو سلوکي ستونزې ولري، نو مشري يې دوام نه کوي او هر کله چې خلکو وپيژند نو پريږدي يې، يعنې په پيل کې ښايي خلک پرې راغونډ شي خو کله چې يې اصل څيره څرګنده شوه، ورسره لاره بيلوي. هیڅوک نه غواړي د بد او رسوا شخص په صحبت کې پاتې شي. نو له خلکو سره کارکولو او ښې مفاهمې پسې د شخص ريښتينوالی او اخلاق راځي.

people sitting on chair in front of table while holding pens during daytime

مديريت تر ډيره پر ګټورتيا او اغېزمنتيا راڅرخي، يعنې د ګټورو چارو له لوړې اغېزې سره اجرا کول وي، يو څوک به ښه مدير وي خو که له خلکو سره کار ونشي کړای نو همداسې مدير پاتې کیږي.

له مدير څخه مشرۍ ته تګ عموماً پر دوو اساسي بناوو ولاړ وي، لومړی خلکو ته دندو سپارل چې په هغې د غلطيو منل او څرګنده لارښونې ورکول، اړونده زيرمو سپارل او د هغوی برياليتوب ملاتړول شامل وي، او دوهم پر ځان دوامداره هڅه ده چې خپل کار په ښه توګه اجرا کړل شي، يعنې خلکو ته د چارو سپارل دي او خپلو سلوکونو څارل دي تر څو خلک دا احساس ونه کړي چې خپل کار پر ما کوي او پخپله هیڅ نه کوي.

خلکو ته د دندو او چارو سپارل ځکه مهم دي چې وخت محدود دی کله چې شخص مشرۍ موقف ته ورسيږي نو وخت هماغه پاتې کيږي خو مسؤليتونه ډيريږي نو ځکه بايد بايد پوه شي چې له نورو څرنګه کار واخلي يا پر نورو څرنګه باور وکړي او څرنګه سم خلک اړونده دندو ته وګماري. ورسره پر ځان کار لدې کبله هم مهميږي چې دا شخص بايد پوه شي چې خپله چاره څرنګه سر ته ورسوي، د مشرۍ د ناکامۍ يو تر ټولو عام لامل په خپلو چارو کې ناکامي ده.

يعنې مشر هڅه کوي چې د خپلو لاس لاندو خلکو چارې اجرا کړي يا د هغوی په کارونو کې له اړتيا ډيره مداخله وکړي، چې له کبله يې وخت پر پرديو چارو مصرفيږي او خپل کار ترې پاتې وي، ورسره عموماً انسانان له ځان څخه لوړ شخص ته څرګند څه نه وايي چې له کبله يې اکثراً مشرانو ته داسې خبرې نه رسيږي چې د هغې پر مزاج ښه نه راځي، نو ځکه آن که مشر پر خپلو چارو کې ناکام هم وي ډير امکان لري چې څوک به يې ورته نه وايي، ځکه مشر لپاره مهمه ده چې ځان وپيژني او پوه شي چې څرنګه خپلې چارې پر مخ يوسي.

يا له مدير څخه مشرۍ ته تګ نورو ته د آسانو چارو سپارل چې د بل د برياليتوب امکان پکې ډير وي او ځان ستونزمنو حالاتو او ستونزمنو چارو ته تيارول او ورسره مخامخ کيدل هم دي. انسان عموماً د ابهام او ناکامۍ منلو ته زړه نه ښه کوي، او اکثراً غواړي له هغه څه سره راحت واوسي چې ورته آسانه وي، خو که څوک غواړي وده وکړي او اغېزه ولري بايد له ابهام سره ګوزاره او ناکامۍ سره راحت شي.

ابهام عموماً د معلوماتو نشتوالي، د مهارتونو کمبود يا يو چارې ناڅاپوالي له کبله راپيدا کيږي، هر څوک بايد پوه شي چې دا د نن ژوند يو نه بيلیدونکی برخه ده، د نن په مشرۍ کې له ابهام سره معامله يوه مهمه موضوع ده او هر مشر بايد پوه شي چې ابهام يې پر چارو څخه اغېزه لرلای شي او څرنګه يې د منفي اغېزو تاثیر کم کړي.

several needle pins on cork board

دلته د ناکامۍ له منلو زموږ هدف پر دې پوهيدل دي چې يوه چاره کولای شي له يوه ډير حلونه ولري او ضرور نه ده هغه څه چې ما ته مناسب حل ښکاري به يوازينی بهتره حل وي، ورسره که چيرې يو څه کار ونه کړي نو بايد د نورو مشورو په رڼا کې بل ډول حل ولټول شي. د افغانانو په شمول په اکثره ټولنو کې ناکامي بد ګڼلی شي او اکثره وختونه ناکامي د يو څه د پریښودلو پر معنا وي، ښايی ځينې ناکامئ د انسان پر ژوند ډيرې ناوړه او تلپاتې اغېزې ولري خو اکثره ناکامۍ يوازې د يوې چارې د يو حل کار نه کول وي او دا چاره ښايي بل ډول او ښه حلونه ولري.

په مديريتي حالت کې د منابعو پر ښه اداره او د هغې پر بهتره استعمال بحث کيږي، مشر چې له مدير بدليږي اساسي کمال يې خلکو ته د انسان په سترګه کتل وي، يعنې ادارې عموماً له خلکو سره د غير بشري سرچينو په توګه عمل کوي، اکثره ادارې مديرانو ته له زيرمو څخه د ښه استعمال درس ورکوي، چې لدې سره خلکو ته دا هم ښيي چې خلک د يوې سرچينې يا زيرمې مثال لري چې پر ډيرو پيسو ښې زيرمې حاصلولای شئ يعنې د انسان ښه والی د پيسو پر ډيروالي تلل کيږي، داسې ښيي چې کارکوونکی بديل لري او د ډير معاش کارکوونکی د ټيټ‌ معاش له هغې ښه دی، يا چې پيسې ورکړئ هر څوک ستاسې لپاره هر کار کوي.

د دې بحث هدف يو له بل څخه ښه ښودل نه دي، خو نن سبا مشري بازاري شوې ده، هر څوک وايي چې زه ښه مشر يم او مديريت زما له شانه ټيټ کار دی، خو دواړه نه بيليدونکي کمالات دي، ضرور نه ده چې يو څوک دی د مديريت له ښه توانونو پرته ښه مشر شي، او که چيرې دا توانونه نه لري نو حتماً ورسره يو څوک شته چې د مديریت دا ضعف يې ورته جبران کړی دی، همداسې ښه مديريت د مشرۍ له مهارتونو پرته له خلکو سره په توګه کار نشي کولای او په سم لور يې رهنمايي کولای نه شي.

مديريت او مشري دواړه زده کيدونکي مهارتونه دي، او پر توپير يې پوهيدل له دې اړخه هم مهم دي چې شخص بايد پوه شي نقص يې چيرې دی او څرنګه کولای شي بهتره يې کړي، که چيري مديريتي ستونزې لري نو بايد پوه شي چې له کومې لارې يې جبران کړي، او که چيرې د مشرۍ نيمګړتياوې لري نو بايد پوه شي چې له کومه يې پوره کړي.

ورته ليکنی: ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Google photo

You are commenting using your Google account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: