ادارې تل هڅه کوي چې تکړه او کاريګر خلک پیدا کړي او بيا د هغوی د کاري ظرفيت پر ښه کولو کار وکړي، چې عموماً د بشري منابعو لخوا د روزنو پر ورکولو خلاصيږي، چې عموماً د وخت پر مديريت، کاري ډلو پر کار او د افرادو پر خلاقيت او نورو ورته موضوعاتو راڅرخي. خو د نن کارکوونکي ته پر کتو چې کار يې خلاصون نه لري، ټوله ورځ بريښناليکونو ته ځوابونه وايي، په عملياتي چارو کې دخيل وي او پر حياتي/ کليدي لومړيتوبونو تمرکز نه شي کولای، نو که ووايو چې د کاري ظرفيت لوړولو دې انفرادي روزنو چندانې ښه نتيجه نه ده لرلی نو بده به مو نه وي ويلي.
سره لدې چې دا روزنې دومره بدې نه دي او ډيرو لپاره کار هم ورکوي، خو دا ټولې روزنې پر يوه کلیدي ټکي سترګې پټوي او هغه دا دی چې خلک يوازې کار نه کوي، دوی په پيچلو ادارو کې کار کوي چيرې چې د خلکو کارونه پر يو بل متکي وي، او همدا اتکاوی دي چې د شخص پر فردي کاري ظرفيت او ښه والي اغېزه کړي.
تاسې به په بريښناليکونو کې ښه تکړه ياست، دوامداره به په واټس آپ، فیسبوک او نورو کاری ډلو کې هم فعاله ياست، ښايي پر يوه کلیدي موضوع به هم کار کوئ، خو کله چې درته رئيس ووايي دا هر څه پريږده او دې کار پسې ځغله، نو بيا د کاري ظرفيت او محصول ښه کولو دا روزنې او تخنيکونه دومره کار نه کړي.
ايډورډز ډي مينګ (Edwards Deming) چې د ادارې مديريت او کيفیت د ساحې له مخکښانو څخه ګڼل کيږي وايي چې د ستونزو او فرصتونو بهترولو ۹۴٪ برخې سيسټمونو پورې اړونده وي، نه د اشخاصو، يعنې که غواړئ يو څه ښه کړئ، پر سيسټمونو تمرکز وکړئ.
د همدې څيړنې په رڼا کې ووايو که چيرې غواړئ چې د ادارې کاري ظرفیت او اشخاصو کاري محصول او نتيجه ښه شي نو بايد سيسټمونو ته پام وکړو. فردي حل ګټه لري خو د ادارې په کچه د کاري محصول ټيټوالي او نااهلۍ بهترولو لپاره د ادارې په کچه پر سیسټمونو تمرکز وکړو، نه چې افرادو پسې وګرځو، يا دا ووايو چې تکړه خلک نه شته.
دلته پر څلورو لارو چارو غږيږو چې کولای شي د ادارې کاري محصول او نتيجې ته رسيدو ظرفيت بهتره کړي.
۱. خنډونه پر پوړونو/ طبقو وويشئ
اکثره هغه ادارې چې ښه کاري نتايج او محصول لري ټولو ستونزو لپاره پوړيزه ترتيب لري. تر ټولو وړاندې د ټيټې درجې مامورين کار پيلوي او کاري چارې پر مخ بيايي، هر کله چې په لومړي پوړ کې د لومړۍ درجې کارکوونکي له خنډ يا ستونزې سره مخ شي، نو دوی يې يوه درجه لوړو آمرينو ته راجع کوي، هغوی چې د ټيټې درجې مامورينو پسې کار پيلوي، اړونده ستونزو ته پام کوي، که چيرې د دوی پرې وس ونه رسيږي نو يوه درجه لوړ آمرينو ته ځي، تر څو چې د ستونزې حل لپاره اداره لاره ولټوي، او که چيرې حل نه شي نو د ادارې عمومي مشرانو ته راجع کيږي.
د دې کار څو ګټې وي، لومړۍ خو دا ده چې د ادارې د لومړۍ درجې کارکوونکي د ادارې له مشرانو سره نښلوي، دوهم اداره پر ستونزو او د هغې پر حل متمرکزوي او د بې ځايه ايميليونو او مکتوبونو مخه نيسي، او همداسې اداره متوجه کوي چې کومې ستونزې ډيرې مخ په لوړه درومي، تر څو وکولای شي هغې لپاره لارښودونو او کړنلارې جوړې کړي.
خو، دا کار بايد له مسؤليت او “څارنوالۍ” څخه ځان خلاصولو په معنا نه وي، همداسې هغوی چې ځان ته لوړپوړي وايي بايد د ټيټ پوړو کار ته خوشحاله نه شي، هر څومره چې د دې ټيټې درجې کار مخ په لوړه درومي همدومره د ادارې بې نظمي او سيسټمونو او اړونده پروسو نشتوالی ښيي.
۲. کار څرګنده کړئ
په دفترونو کې اکثره کار پټ وي، د خلکو په کمپيوټرونو، دوسيو او مغزو کې ورک وي. چې له کبله يې سخته وي تر څو پوه شو خلک څه کړي آیا کار پرې ډير شوی دی يا کولای شي نور کار وروسپارو. نن سبا د کار څرګندولو ډيرې وسيلې شته له سکرم بورډ نه نيولې تر آنلاين وسيلو پورې ډير څه شته چې هر کار او مسؤليت ته ټکټ يا کارت ورکوي، يعنې مسؤليت ته شکل ورکوي او هر څوک پوهيږي چې هر شخص څومره ټکټونه لري.
همداسې د دې کار بله ګټه دا ده چې د بې ځايه راپورونو او کاري اجراتو بريښناليکونو مخه نيسي، په غونډو کې هم د دې پوښتنو اړتيا نه وي چې په څه کار کوئ، ورسره دا وسيلې يوه بله ګټه دا لري چې کولای شئ د هر شخص مسؤليتونه پر ګرافونو وګورئ چې هر چا ته کوم او څرنګه مسؤليتونه سپارل شوي دي.
لدې سره دا هم مهم دي چې کارکوونکي په زوره له کاره وزګار کړئ، ډير خلک فکر کوي چې هر څومره مصروف وی همدومره ښه ده، آن د ډوډۍ او نورو وقفو وخت هم پکې ورک وي، که عادي عملياتي کار غواړئ چې هر څوک هر څه کوي خو هیڅوک هیڅ هم نه کوي، يوه دايره وي چې هیڅ معلوم نه وي دا موږ څه کړو، نو مصروفه يې وساتئ.
خو، که پر پايلو ولاړ ذهني او نتیجه لرونکی کار غواړئ، نو د خپلو کارکوونکو د مصروف وخت سره د بې کاره وخت حساب هم وساتئ، کارکوونکو ته د ډوډۍ وقفه ورکول، پر رخصت ليږل، له ورځني کاري ساعتونو وروسته د هغوی وزګار پريښودل او نور د هغوی د آرام پام ساتل بايد د شرم او عيب له درجې راووځي.
۳. ډنډوره تعريف کړئ
پخوا به کلو او ښارونو کې ډنډورچيان وو، هر کله چې په کلي آفت راغی يا کومه مهمه موضوع به وه، دا ډنډورچيان به کوڅه په کوڅه ګرځيدل او خلک به يې خبرول، نن سبا موږ د اړيکو دومره وسيلې لرو چې مجبوراً بايد دوامداره وڅارل شي تر څو له کاروانه پرې نه وځو، د دې دوامداره څارلو تر ټولو لوی تاوان دادی چې د آفت يا مهم پيغام احوال مو هم له پامه غورځيږي.
هر کله چې اداره ونه شي کړای خپلو کارکوونکو ته مشخصه کړي چې د ناڅاپي پيښو يا داسې حالاتو کې چې سمدستي پریکړې او پاملرنې ته اړتيا لري څه بايد وکړو، نو دوی مجبوريږي د اړيکو ټولې وسيلې دوامداره وڅاري او پاملرنې ته اړتيا په صورت کې بيا هم له همدې وسيلو کار واخلي او نه پوهيږي چې څه وکړي.
داسې فکر وکړئ چې ځينې کارکوونکي مو آرامه ځای او فکر ته اړتيا لري خو هغوی سره دا ويره وي چې که چيرې مهمه موضوع وي نو څرنګه به څوک احوال راکړي، هغوی مجبور دي دوامداره بريښنالیکونه/ پيغامونو/ ټليفون او نور وڅاري تر څو وروسته پاتې نه شي، خو خپل کار ته يې هم انديښنه وي، نو ځکه په داسې صورت کې د ادارې په توګه ټولو ته وواياست چې که چيرې موضوع مهمه وه موږ به د اړيکې دا وسيله کاروو او له دې پرته به ترې ډډه کوو، او دا نورې وسيلې دويمګړی ارزښت لري، او کولای شئ د اړتيا په صورت کې پرې سترګې پټې کړئ.
۴. مسؤليت او واک سره برابر کړئ
عموماً کارکوونکو ته مسؤلیتونه سپارل کيږي خو د پايلو ته رسيدو واک نه ورکول کيږي، دا نه برابري يا واک نه سپارل د ستړيا، انديښنو او پر اوږو د بې ځايه باريدو سبب ګرځي. د دې لپاره اصل ډير ساده دی: که چيرې کارکوونکی د نتيجو او کار مسؤل دی، نو بايد بې ځايه بریښنالیکونو، پريزنټشنونو او غونډو پرته د اړونده پریکړو او زيرمو کارولو واک ولري، او پوه شي چې هر څرنګه په بهتره توګه کولای شم پايلو ته ورسیږم اداره به مې ملاتړ کړي.
د مسؤليت او واک يو تر ټولو ښه موډل ټيټ پوړو کارکوونکو ته د بې خطره يا پروګرام شوو پريکړو واک ورکول دي، هغه څه چې اداره يې له ډير وخته کوي او نږدې هر څه يې تعريف شوي وي او يوازې هغه پريکړې چې ستونزمنې يا نوی وي پورته پوړونو ته راجع کيږي.
د مسؤليت او واک برابرول هم انفرادي او هم اداري محصول او نتايجو ته رسيدو ظرفيت ښه کوي.
پر فردي نتايجو او کار ښه کولو کړنلارو او تخنيکونو تمرکز ښه دی خو که چيرې له ادارې بهر کار کوئ، که چيرې په اداره کې ياست نو پر سيسټمونو او د نورو پر کار متکي ياست، غواړئ د ادارې کاري ظرفيت ښه شي، د سيسټم پر کچه فکر وکړئ عمومي بهتري ټول بهتروي.
ورته ليکنی دولتي چارې – پروسه که نتايج، د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – دوهمه برخه، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ