په مسلکي ژوند کې به له ډيرو داسې خلکو سره مخ شوي ياست چې سپک يې در کتلي يا به يې کم ګڼلي ياست. يا به داسې آمرين به مو لیدلي وي چې په بیلابیلو شکلونو يې نورو ته سپکاوی کړی وي، ممکن د خلکو په وړاندې يې خپلو مادونانو ته سپکاوی کړی وي، شخصي حريم ته يې درناوی نه وي کړی، يا غيبت خو ډير عام دی، داسې حالات چې د يو چا نه شتون په صورت کې يې په اړه نامناسب غږيدلی وي.
دلته موږ پر دې غږيږو چې په مسلکي چاپيريال کې څرنګه د آمرينو دې نامناسب سلوک له کبله کاري چاپیريال خرابيږي، او د آمر په توګه څرنګه بايد خپل سلوک ته متوجه واوسئ.
لومړی خو بايد پر دې سر خلاص کړو، چې په رسمي آن په شخصي چاپيريال کې په هیڅ صورت او په هيڅ دليل هیڅوک دا حق نه لري چې بل شخص ته سپکاوی وکړي، که ښکنځل وي، سپکاوی وي يا غیبت وي په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی او نه بايد اداره دا حق چا ته ورکړي چې په هر دليل وي دا کړه وزغمي.
پدې ټول پوهيږي چې بد سلوک د منلو وړ نه دی نو ولې ورسره کارکوونکي ګوزاره کړي؟
يوه څیړنه ښيي چې د دې يو دليل زموږ د خپل نيک نیت انګيرنه او د بښنې حس دی. انسان هغه څوک چې کار يې ورته بند وي يا ترې تمه لري يا فکر کوي له ما څخه په ښه موقف کې دی، هغې ته د بښنې او نيک نيت يو څه پراخه احساس لري، نو ځکه اکثره خلک د “لوړو” په بښلو کې سخاوتمندانه عمل کړي، په ځانګړي ډول په هغه حالت کې چې که چيرې څوک فکر وکړي آمر د چارولو سمولو نيت لري يا هڅه کوي.
ورسره دوهم اړخ يې د سپکوونکي شخص لخوا د انسانانو د تير ويستلو او غولولو مهارتونه دي، هغوی چې له ځانه ناوړه سلوکونه ښيي پدې ساحه کې پراخه تجربه لري، نه يې اول ځل دی چې يو چا ته بې احترامي کوي او نه يې ښايي اخيري ځل وي، نو ځکه هغوی پوهيږي چې دا خپل لړل بيرته څرنګه پاک کړي.
داسې بې شميره بيلګې په هره کچه کې شته چې کله به آمر خپل معدون يا لاس لاندې شخص ته سپکاوی وکړ، نو دې ته به يې کتل چې دا شخص څرنګه غبرګون ښيي که چيرې به يې استعفی وکړه يا به يې د کار پريښودو اراده وښوده، نو دې آمر به ورته ګرانبيه ډالۍ واخيسته يا به يې داسې کار ورته وکړ چې د هغې شخص قهر به يې سوړ کړ، دا بيلګې د څانګو، ادارو او آن د هېوادونو د مشرانو په کچه شته، تاريخ د ولسمشرانو له بيلګو ډک دی، چې دا ډول سلوکونه يې پالل.
دا ډول آمرين او مشران په اکثره مواردو کې نه غواړي چې ښه شي، بلکې په ولس يا خلکو کې د خپل “ښه” نوم يا شهرت ساتلو لپاره له ځان څخه داسې سلوک ښيي چې خلک يې ښه ګڼي، او دا آمرين په دا ډول سلوک کې له هرې بدې پيښې وروسته نوره تجربه هم پيدا کوي چې څرنګه نور تير باسي.
که چيرې اداره له داسې آمرينو سره مخ وي چې له هرو لړلو وروسته پر ډالۍ او سرسري بښنې هر څه وبښي، نو اداره او تر يوه حده کارکوونکي د آمر او مشر دا ډول سلوک هڅوي او د سلوک په پاللو کې برخمن دي.
مادونانو ته له سپکاوي وروسته آمرين څه کړي
د همدې څيړنې له مخې چې په داوطلبانه او سري توګه پکې آمرينو برخه اخيستې وه، د هغوی د سلوکونو په اړه پوښتل شوي وو، دا آمرين چې د بیلابيلو صنعتونو او سکتورونو خلک پکې شامل وو، په دوامداره توګه وپوښتل شو چې د هغوی له همکارانو او مادونانو سره سلوک څنګه دی، او هر کله چې يې له خپلو مادونانو سره ناوړه سلوک وکړ څه احساس يې درلود.
څيړنې وښودله هر کله چې آمرينو خپلو مامورينو ته سپکاوی وکړ، دوی (آمرينو) فکر کاوه چې د ټولنې يا نورو د دوی په اړه فکر خراب شوی دی، يا په بله وينا له دوی سره ويره وه چې نور د دوی په اړه بد فکر کوي، دا موضوع په ځانګړي ډول هغه آمرينو لپاره مهمه وه چې دا يې ضروري ګڼله چې مامورين د ده په اړه د صداقت او ريښتينولئ فکر ولري، يا په بله وينا غوښتل يې مامورينو ته وښيي چې بااخلاقه شخص دی، او ټولنيزو اخلاقي ارزښتونو ته ژمن دی.
نو ځکه، همدې سپکوونکي آمر د خپل ټولنيز انځور يا د دې په اړه د نورو فکر اصلاح لپاره څه ګامونه اخيستل، په ځانګړي ډول د خپل انځور بهترولو لپاره يې کار کاوه، لکه مامورينو ته يې کوچنئ ګټې يا احسانونه ښودل تر څو د نورو د دې په اړه فکر بدل شي، ورسره يې دا هم ښودله چې د دوی کار څومره سخت دی، يا څومره تر ډيره کار کړي، زحمت باسي او پخوانيو برياليتوبونو يې يادونه کوله او انسان دی غلطي له هر چا کيږي.
خو، دې آمرينو د خپلې “ها بلې ورځې” سلوک اصلاح يا ستونزې حل لپاره جدي او ريښتوني ګامونه وانخيستل لکه د زړه له اخلاصه بښنې غوښتل، نو ځکه ښايي دا آمرين په سطحي توګه خپلو قربانيانو په لور مينه ناک او متقابل درناوي درلودونکي وبريښي خو په واقعيت کې د ځان په اړه د نورو فکرونو د مديریت او اصلاح هڅې وې، او د زړه له تله پښيمانه نه وو.
چې له کبله يې راڅرګنده شوه دا ډول آمرين نه ښايي خپل سلوک او کړه وړه بدل کړي، ځکه د دوی ډير تمرکز د تيرويستلو او سطحي اخلاقو له لارې د خپل بد سلوک پر پټولو وو نه دا چې خپلو کړو وړو بدلولو لپاره جدي ګامونه واخلي.
د سپکوونکې مشرۍ ريښو وچول
په پای کې څيړنه دې نتيجې ته ورسيده، هغه ادارې چې آمرينو ته د مامورینو سپکولو واک ورکوي او له ناوړه سلوک وروسته يې ښه سلوک هڅوي، په واقعيت کې ادارې او مامورين دواړه د سپکوونکې مشرۍ يو دوران رامنځ ته کوي چې د هر ناوړه سلوک وروسته پر يوه کوچني ښه هر څه بيرته سميږي، او له هرې سپکوونکی پيښې وروسته دا دوران بيا تکراريږي.
له دې څيړنې دا هم ښکاري چې بد سلوک نه بدليږي او د وخت له تيريدو سره نور هم بد حالت ته ځي. آن په هغه حالتونو چې بد آمرين د خپل ناوړه سلوک له کبله واقعاً پښيمانه وي، بيا هم يو پټ هدف لري.
سره لدې چې اکثره ادارې د بد يا ناوړه سلوک مخنيوي لپاره اړونده کړنلارې لري، خو دا کړنلارې عموماً په ټيټ پوړو چارواکو عملي کيږي او هر څومره چې د يوه چا چوکۍ او مقام لوړيږي همدومره ځان له دې اصولو لوړ ګڼي، چې بدبختانه د بد سلوک له منځه وړل يوازې په شخصي هڅې او اخلاص نه کيږي، بلکه له ادارو څخه د اړونده کړنلارې او غښتلی اداري کلتور غواړي، داسې يو حالات چې اخلاقي اصول او کړه وړه پر ټولو يو ډول عملي وي.
سره لدې چې د کړنلارو لرل ښه دي، او ادارې بايد په دوامداره توګه داسې سندونه رامنځ ته او عملي کړي، ورسره د آمرينو لپاره د بد او ناوړه سلوک څخه خلاصيدو لپاره (الف) د ادارې ټولې اړونده کړنلارې بايد په ټولو عملي شي (ب) هر هغه څوک چې د اړونده کړنلارو او پاليسيو د عملي کولو مسؤليت لري، بايد د ادارې او اړونده چارواکو لخوا د خپل کار اجرا له کبله له جزا او عقده يي غبرګون څخه خوندي شي (ج) آمرين بايد پوه شي چې چوکۍ او مقام څوک له انسانيته نه باسي، ښه سلوک ستاسې د ښه اخلاقو استازیتوب کړي، او ښه اخلاق له ټيټ نيولي تر لوړه ټولو لپاره يو ډول دي، خلکو سره بايد د هغوی د معاش او چوکۍ پر اساس سلوک ونه شي (د) آمرين بايد هره ورځ خپل سلوک او کړه وړه پخپله وارزوي او پوه شي چې دنده يې ستونزمنه ده خو دا بايد نورو ته د سپکاوي پر بيه تمامه نه شي (ه) اداره بايد داسې ميکانيزمونه يا اشخاص ولري چې د سلوکي ستونزو په صورت کې له ټولو اړونده اړخونو سره وغږيږي او (ی) د بښلو او بښنې غوښتلو رواج او کړه وړه بايد ټول زده کړي.
د مسلکي ژوند سلوکي اړخ د ادارې لپاره يو تر ټولو ستونزمن بحث دی، نو ځکه سره لدې چې ادارې ښه سلوک هڅوي خو دا تر ډيره پر کارکوونکو په ځانګړي ډول پر مشرانو ده چې په اداره کې د ښه اخلاقو اصل وټاکي.
ورته ليکنی دولتي چارې – پروسه که نتايج، د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – دوهمه برخه، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ