په ډيريدونکي ډول حکومتونه او د زيرمو څښتنان آنلاين وسيلې په ځانګړي ډول ټولنيزې شبکې د درواغو، پروپاګنډو او غلطو معلوماتو خپرولو لپاره کاروي، او له هرې تيريدونکې ورځ سره يې مخنيوی ستونزمنيږي ورسره يې عملي کول هم پيچلی شکل خپلوي.
د درواغو او افواهاتو بازار د ټاکنو يا سياسي بدلونونو پر مهال تر ټولو ډير احساسيږي، او دا ستونزه يوازې په افغانستان کې نه ده، اوسمهال مثلاً په برما کې د نظامي کودتا له کبله اکثره مظاهرې د ټکنالوژئ وسيلو په مرسته تنظيميږي، او فیسبوک د خپلو کړنلارو يا سياسي ملحوظاتو له کبله د هغوی ټول نظامي حسابونه بند کړي دي.
همداسې کله چې په مصر کې د عربو خوځښت پيل شو، هلته هم ټکنالوژئ د خلکو په تنظيمولو کې کلیدي ونډه لرله، چې حکومت يې راپاڅيد او په ټول وطن يې انټرنېټ بند کړ، د همدې کال په جنورئ کې په يوګانډا کې ټاکنې وی، فيسبوک دولتي حسابونه په دې دليل بند کړل چې د اپوزيشن په وړاندې يې ناوړه ويناوې يا درواغ خپرول.
آنلاين نړۍ په ځانګړي ډول فیسبوک او ټولنيزې شبکې بې طرفه نه دي، او هغوی چې د دې وسيلو په ښه کارولو پوهيږي بهتره ګټه ترې اخلي، او داسې بې شمېره شواهد شته چې دا شبکې په ځانګړي ډول فيسبوک يو خاص فکر يا خاصې ډلې طرفداري کوي.
يو څه موده وړاندې الجزيرې يوه څيړنه خپره کړه چې په هغې کې ويل شوي وو فيسبوک تر ډيره د اسلامي او هغه پاڼو مخه نيولې ده چې له امریکايي سياست سره اړخ نه لګوي، پدې څيړنه کې چې په هند او امريکا کې ترسره شوې وه ويل چې په هند کې د هندي او بودايي سرسختو او په امريکا کې د سپين پوستو سرسختو پاڼې او ګروپونه بې له قیده فعالیت لري، خو په مقابل کې يې د تورپوستو، اسلامي زده کړو او نورو داسې پاڼو فعالیت په دوامداره توګه بنديږي چې د دوی له کړنلارو سره برابرې نه وي.
همداسې د اسرايلو او فلسطينیانو د فعاليت په اړه يې ويلي وو، چې اسرايليانو ته د دې وسيلې استعمال بې ستونزې او فلسطينيانو لپاره ستونزمن دی، او په ځانګړي ډول د يهودو په خلاف ويناوې په جدي توګه څارل کيږي.
د يوې بلې څيړنې له مخې، چې د اکسفورډ پوهنتون د اکسفورډ انټرنېټ انسټيټيوټ ترسره کړې وه، او له ۲۰۱۷م کال راهيسې د حکومتونو او سياسي ګوندونو لخوا د ولسي نظر ټاکلو لپاره انټرنېټ څاري، وايي چې د حکومتونو لخوا د غلطو معلوماتو خپرولو کمپاينونه مخ په ډيريدو دی. دا پروپاګنډ د حکومتونو او سياسي ګوندونو لخوا د کمپاينونو يوه اساسي برخه ده چيرې چې د مخالفينو سپکولو، پر عامه نظرونو اغېزې ښندلو، مخالف غږ غلي کولو او په بهرنيو چارو کې لاسوهنو لپاره ترې ګټه اخلي.
پخوا به يوازې محدودو حکومتونو د ټولنيزې شبکو (Bots) (کوچني اتومات کمپيوټري پروګرامونه چې ځانګړي متنونه/ محتوا په دوامداره توګه بیلابیلو شبکو ته خپروي) د پروپاګنډ لپاره کارول، چې د بيلګو په توګه له اروپايي اتحاديي څخه د انګلستان وتل يا د ۲۰۱۶م کال امريکايي ټاکنې ياديږي، خو نن د ټاکنو په هر کمپاين کې د غلطو او درواغو معلوماتو خپرولو وسيلې کاريږي.
نن “فیسبوک چلوونکي” د هر حکومت مامورین دي، چې نورو دولتي مامورينو په څير دفترونه لري، او ټوله ورځ پر انټرنېټ ګرځي او درواغو خپرولو لپاره خپله ډوډئ حلالوي. په ۲۰۱۶م ميلادي کال کې ښايي د (بوټس) بازار ګرم وو، خو نن د همدې کار لپاره انساني قوه کاريږي، ځکه کمپيوټري پروګرامونه له يو څه ځيرکې څارنې سره کشفیږي، خو انساني درواغو خپروونکی لږ په سخته کشفيږي او د قناعت بښلو توان يې هم ښه وي.
د غلطو معلوماتو خپرول هم مسلکي شوي دي، پخوا به د دې معلوماتو خپرولو لپاره تر ډيره له دولتي مامورينو کار اخيستل کيده، خو نن د دې معلوماتو طراحئ، وړاندې کولو چمونو او ترتيبولو لپاره مسلکي دفترونو/ شرکتونه استخداميږي چې بيا د مامورينو او نورو په مرسته خپرول کيږي، او هر يو “وطن ته د خدمت” او “خان ته د وفادارۍ ښودلو” په فکر يې شريکوي.
سره لدې چې ټولنيزې شبکې د خپل په نامه ښه نوم ساتلو او ماتو ګوډو قوانينو سره د ځان برابرولو لپاره داسې پاڼې بندوي يا يې مخه نيسي، چې د دوی له کړنلارو سره سمې نه وي، خو دولتونه بيا هم په دې چاره کې برلاسي دي، لکه کله چې په يوګانډا کې فيسبوک دولتي پاڼې بندې کړی، نو په سبا يې د هغه هېواد د مخابراتو کميسون، چې د مخابراتو د تنظيم چارې پر مخ بيايي، ټولو انټرنېټ خدمت برابروونکو ته وويل چې په هېواد کې ټولو ټولنيزو شبکو او پروګرامونو ته لاسرسی بند کړي.
ورسره يې فيسبوک ته لکه زموږ د مخابراتو پخواني وزير په څير وويل چې که چيرې تاسې د دولت مخالف موقف خپلوئ، نو خدمتونه به مو په يوګانډا کې بند وي.
متل کا “چې رښتيا راځي، درواغو به کلي نړولي وي”، دروغ، پروپاګنډ، بل پسې بد ويل او د ځان ښه تل د انساني سلوکونو برخه وه، خو پر هغوی پوهيدل نسبتاً آسانه وو، د نن په زمانه کې چې ډيرو ته اسلام، وطن، سياست، دروغ او رښتيا هر څه فيسبوک دي، بايد پدې پوه شي چې هر هغه څه چې په فيسبوک يا په ټولنيزو شبکو کې خپريږي رښتيا نه دي.
او، ورسره پدې هم پوه شي چې بیلابيلو څيړنو د دې شبکو استعمال او د انسانانو روحي آرامتيا تر منځ پر اړيکه څرګنده څيړنې کړي او ښودلې يې ده چې ډير استعمال يې انسان ځوروي او خپه کوي، نو ځکه (۱) هر څه چې آنلاين وينئ ضرور نه ده رښتيا دې وي (۲) آن که رښتيا هم وي نو تا له يې څه يا پر تا څه اغېزه کړي (۳) او هغه چې يې شریکوي د هغې پکې څه خير دی. آنلاين د درواغو معلومولو پر لارو چارو دلته غږيدلی يو (آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې)
د غلطو معلوماتو او دروغو خپرول يوازې تر سياسي موضوعاتو محدود نه دي، د کرونا/ کويډ۱۹ د خپریدو او په مخنيوئ کې يې د ناکامۍ يو اساسي دليل آنلاين د غلطو معلوماتو خپرول وو، آن د ډيرو هېوادونو ولسمشرانو دا نه منله چې دا مرض دې رښتيا وي، تر څو چې پرې پخپله اخته شو.
پر دې يې رانغاړو: د ځيرکه ټليفون، ځيرکه وسيلو او ځيرکه معلوماتو کارول او اخيستل، ځيرکه کاروونکی غواړي، بيداره اوسئ.
ورته ليکنی: واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات، ټکنالوژي او د وخت ارزښت، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، د انټرنېټي او مخابراتي اړيکې ړانده چڼول/ فلترول، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې
ټولي:Social, Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ