د ادارې د رامنځ ته کولو يو اصل د مراتبو سلسه يا د رحمان بابا پر وينا “خدای پيدا کړی سر د پاسه سر دی”، خلک د راپور ورکولو او پریکړې يو سلسله مراعتوي چې د خلکو پوړونه او مسؤليتونه ټاکي او ورسره په همدې موقفونو کې د هر شخص دنده وي، هر موقف که اړونده امتيازات لري نو ورسره خپلې ننګونې لري، دلته زموږ بحث پر دې دی چې څرنګه په ځينو ادارو کې د ادارې مشران يا هغوی چې د نورو کار څاري او هغوی ورته د راپور ورکولو مسؤلیت لري، ولې (دا مشران) خپل کار پريږدي او د ټيټ پوړو په چارو کې لاسوهنه کوي.
دا لیکنه پر دې پوښتنه راڅرخي که چيرې دا مشران د ټیټ پوړو کار کړی، د دوی کار څوک کړي يا لدوی پوښتو چې تاسې د نورو کار کړئ ستا کار څوک کوي؟ ورسره پر هغه کلتور هم غږيږو چې دا ډول مشري هڅوي او هغوی چې د دې مشر شاوخوا راتاوو وي له ځان څخه وپوښتي چې زه د دې سلوک په هڅولو کې څومره مسؤل یم؟
هغه ادارو کې چيرې چې د ادارې مشر پر پيژندنه، واسطه، قومي ويش يا لنډه له لياقت پرته پر هر بل دليل چې استخدام شي، هڅه کوي له ځانه داسې خلک راتاوو کړي چې همدې اصل ته وفاداره وي، که چيرې څوک پر پيژندنه راغلی وي، نو هڅه کوي هغوی راپيدا کړي چې شخصاً يې وپيژني، يا دا اعتبار پرې ولري چې پښې به راته نه وهي، يعنې پرده به مې کړي، په پيل کې خو هر څه سم روان وي، خو کله چې د کار وخت راشي، نو اداره خو پر ملګرتوبونو او پيژندنو نه چليږي، بلکه اداره کار غواړي، او دوی بيا پر کار نه پوهيږي، نو په نتيجه کې ټول د آسانه کار په لټه کې وي، او هغه چې ستونزمن يا جنجالي کار وي، پر ځای پاتېږي.
دا له ستونزمن کار څخه سترګې پټول اکثراً په لوړو موقفونو کې ډير څرګنده وي، ځکه ټيټ پوړي کارکوونکي عموماً معلوم او ميخانيک کار کوي، اداره کې په عمومي توګه درې ډوله کار وي، لومړی د پښو کار وي، دا کار عموماً پر فزيکي زحمت ولاړ وي، او اکثراً تر ټولو ټيټې چارې وي، ورپسې د لاس کار وي چې ماته ګوډه پوهه غواړي، نسبي د چوکۍ کار او ميخانيک وي او عموماً د اجرا لپاره يې اړونده کړنلارې، لارښودونو او نور موجود وي.
درېيم او ستونزمن يې د عقل او پوهې کار وي، دا ډول کارونه عموماً د بې پروګرامه پریکړو کارونه بلل کيږي، داسې چارې چې اداره ورسره په لومړي ځل مخ کيږي، پخوا داسې چارې نه وي شوي، د راتلونکي پيشبيني وي، يا داسې چارې چې کتابي او ميخانيک ځواب ونه لري، پر بشري پوهه، ابتکار او فکر بنا وي، او مشران د همدې درېيم ډول کار لپاره ګمارل کيږي.
په مشرۍ کې چې کله له نورو سره کار کوو، نو دوه اصله ډير مهم وي، يو د چارو نورو ته سپارل دي او دوهم پر هغوی دا باور دی چې کار کولای شي، که چيرې پر داسې موقف ناست ياست چې آن لس نفره مو د لاس لاندې کار کوي او تاسې د هر کار پخپله کوئ نو بیا دې دومره ډير ولې له ځانه راتاوو کړي دي، اکثره وختونه ستونزه پدې کې نه وي چې څوک نه پوهيږي بلکه دا وي چې د کار د کولو طريقه هم بايد همداسې وي لکه څرنګه چې يې مشر غواړي، او هیڅوک په کار او ژوند کې بل ته ورته نه دی، نو که بل څوک هر ډول يوه چاره پر مخ بوځي، مشر به پکې بيا هم نقص لټوي.
نو ځکه د مشر په توګه هر کله چې کار سپارئ يوازې نتيجه تعريف کړئ، نه دا چې څرنګه بايد وشي، پريږدئ چې په خپله طريقه يې وکړي، که سم وو خو ښه تر ښه او که نيمګړی وو نو زده به يې کړي او بل ځل به سم شي.
اوس د نورو په کارونو کې د مداخلې فکر له کومه راځي، اکثره وختونه هغه مشران د دې لپاره چې خپل کار نه شي کولی او ورسره نه غواړي چې څوک ورته ګوته ونيسي چې ټوله ورځ څه کړي نو د نورو په کارونو کې لاسوهنه کړي او د هغوی چارې پر مخ بيايي، دلته بحث ځان د مصروف ساتلو نه دی، بلکه د خپل مسؤلیت اړونده چارو سر ته رسول دي، ورسره د ورځې په پای کې ځان پر دې قانع کول دي چې ټوله ورځ مصروف وم نو يو څه خو به مې کړي وي، يا که يو څوک د مشر په توګه له ځان څخه پوښتنه کړي چې زه خو ټوله ورځ مصروفه وم، زړه مې شين شو نو دا چارې ولې نه سميږي بايد له ځان سره فکر وکړي چې آیا په بې ځايه چارو کې خو مصروف نه یم؟
مشري پر خلکو کيږي، کله چې له ناوړه مشر سره مخ کيږئ، نو چاپيريال ته يې وګورئ چې دا ناوړه مشري د همدې چاپيريال لخوا هڅول کيږي، دا شاوخوا خلک ځان پر دې نه په عذابوي چې دا چاپيریال سم کړي، دا ورته آسانه ښکاري چې کار پریږدي يا بل چيرې غيبت وکړي خو دا نه کړي چې همدغه مشر ته يا له چا سره چې ستونزه لري ورسره مخامخ وغږيږي.
عادي دفتري غونډې ته فکر وکړئ، چېرې چې چاره پر دريو خلاصيږي هلته به پنځه نور هم ناست وي، که چيرې څوک دا وايي چې رئيس يا آمر مې راغوښتی يم چې بايد په دې غونډه کې واوسم، او تاسې فکر کوئ چې ستاسې حضور ته اړتيا نه شته يا رئيس مو هم پوهيږي چې اړتيا نه شته خو بيا هم که وی نو ښه ده، دلته بيا هم دلته څوک له ملامتۍ نه خلاصيږی، هر څوک بايد پوه شي چې څرنګه خپلې پریکړې وکړي او د هغو پریکړو نتايجو زغمولو زړه ولري.
که چيرې هر څوک لکه څرنګه چې خپل معاش او امتيازاتو لپاره تل له ادارې سره په جګړه وي، د خپل کار اړونده چارو او مسؤلیتونو کې هم همدومره جدي او کلک شي، نو پر خپل سلوک او وده او ورسره پر اداره به ډيره ښه اغېزه ولري، اکثره وخت لیدل کيږي چې په مسلکي او کاري چارو کې له يوه خنډ سره خلک هر څه پريږدي يا ورته دلايل لټوي چې نه کيږي، خو که څوک يې معاش يوه افغانۍ کم کړي يا رخصت ورنه کړي يا بل امتياز يې ښکته پورته شي، څو ورځې يو او بل پسې ګرځي تر څو خپلې ګټې خوندي کړي.
که تر ټولو بنسټيزه فکر ته راشئ، چې اداره شخص ته معاش او امتيازات د سپارل شوو مسؤليتونو او دندو اجرا لپاره ورکوي، که چيرې څوک دا مسؤليتونه او دندې په صادقانه توګه د خپل توان تر حده ښې نه اجرا کوي، نو دا مستقيماً هغه امتيازات د پوښتنې لاندې راولي چې د هغې لپاره دومره هڅه کوي، او پدې کې موږ په عقيدوي لحاظه هیڅ بحث نه کوو چې د هرې دقیقې او افغانۍ پوښتنه به کيږي.
هيڅوک به ونه ويني چې ووايي اداره ما ته ډير معاش راکوي، يا فيسبوک ته کيني ووايي معاش مې واخيست هیڅ مې نه دي کړي خو معاش يې پوره راکړ، خو ډير به وويني چې د خپل مسؤليت لاندې يوه خښته پر بله کيږدي بيا يې دنیا په سر راخيستي وي او عکسونه ښکته پورته کوي چې په خدمت کې مې ملا ماته شوه او دا وطن زما په قدر نه پوهيږي.
موږ مصروفيت اوږدولای شو، تاسې ښايي نن تر شپږو په دفتر کې کينئ، سبا يې اووه کړئ، آن د شپې تر دولسو يا څلرويشت ساعتونه کينئ، دا د ښه يا نتيجه لرونکي او قناعت بښونکي کار په معنا نه ده، ځينې وخت د ورځې يو ساعت کار د ټولې ورځې ځواب وايي، بايد د کار نتيجه او وخت تيرول توپير شي.
نو ځکه بايد پوه شئ (الف) د څه لپاره استخدام شوي ياست، که چيرې په داسې موقف کې ياست چې ستاسې تر لاس لاندې نور کار کوي، نو آیا تاسې هغوی ته د خپلو چارو سر ته رسولو پوره واک ورکړی دی، او آیا د هغوی په اجرا شوي کار کې خو بيځایه نقص نه لټوئ (ب) کله چې بل ته کار سپارئ تاسې ورته اخيري نتيجه بيانوئ که د اجرا کولو طريقه، ځکه د مشر/ آمر په توګه ستاسې مسؤلیت د نتيجې او ولې بیانول دي، هغه چې څرنګه کيږي هغه ښايي له تاسې ښه پوه شي (ج) آیا د ځان او نورو تير ويستلو لپاره خو بې ځايه وخت نه تيروئ يا ځان مصروفه ښاياست، په منافقت، بخل او نورو تيرويستلو کې تر ټولو مهم اړخ د ځان په دروغژنه توګه قانع کول دي، له دې احساسه ځان خلاصول دي چې زه خو دا معاش هسې نه اخلم، وګوره ټوله ورځ مصروفه يم (د) په نه پوهيدو کې شرم نه شته، موږ يې ټول عمر زده کوو، شرم دا دی چې د دې ناپوهئ حل لپاره څه ونه کړئ، فکر وکړئ چې زه هیڅ زده کړې ته اړتيا نه لرم يا خپلې نيمګړتياوې پر نورو وتپئ.
هر څوک د يوه مسؤلیت لپاره استخداميږي، بايد ټول پوه شي چې آیا خپل مسؤلیت په سمه توګه اجرا کوي او د خپل کار د سختوالي او ستونزو له کبله بايد ترې ونه تښتي، زده يې کړئ، هر څه زده کيدای شي، او هر څومره چې تاسې د نورو کار کوئ همدومره هغوی مو د اوږو بار کيږي او په پای کې ستاسې کار بل هیڅوک درته نشي کولای، د خپل کار، پرمختګ، ودې او زده کړې خپله مسؤل ياست، هر څومره ژر چې دې پرې سر خلاص شو، همدومره ژر به پرمختګ وکړئ او پر وخت به کور ته ولاړ شئ.
ورسره، د مشرۍ په سلوکي اړخ کې له نارامۍ سره آرامه کيدل وي، يعنې هره ورځ به له داسې ننګونو او ستونزو سره مخ کيږئ چې تاسې به نارامه کوي، داسې پریکړې به کوئ چې نه پوهيږئ سمې دې يا نه، خو پر هغه موقف چې ناست ياست همدا يې کار دی، که آسانه چاره غواړئ ولاړ شئ آسانه کار ته لاس واچوئ، د کښتيو باره کې وايې چې د سيند په غاړه کښتۍ نه ډوبيږي، خو د کښتۍ کار د سيند پر غاړه دريدل نه دي، بلکه د بحر منځ ته د ډوبيدو له ويرې سره لامبو ده.
او په پای کې هر څوک ځان لپاره کار کړي، که يو څوک هر څومره ووايي چې د نورو له غمه مړ يم، دا د نورو غم خوړل هم دې شخص ته سکون ورکوي، له ځانه مو خلاصون نه شته، د کار لپاره امتيازات اخلئ، هر څومره چې پر دې پوه شئ دا مې مسؤليت دی، د ځان لپاره يې کړم، پر نورو احسان نه دی، او که نور هیڅوک پوښتنه ونه کړي، دا زه پخپله له ځان سره فکر وکړم، آیا ځان قانع کولای شم؟
ورته ليکنی خپل آمر لړلو لپاره بهانې مه جوړوئ، په اداره کې د کار ښه نتيجه د خلکو نه بلکې د سيسټمونو له کبله وي، راويښيدل – د چاپير له فکر خلاصون، د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟
ټولي:Leadership, Management
اول خو مننه چی داسی ښکلی موضوع مو مونږ سره شریکه کړه.
او په پای کې هر څوک ځان لپاره کار کړي، که يو څوک هر څومره ووايي چې د نورو له غمه مړ يم، دا د نورو غم خوړل هم دې شخص ته سکون ورکوي، له ځانه مو خلاصون نه شته، د کار لپاره امتيازات اخلئ، هر څومره چې پر دې پوه شئ دا مې مسؤليت دی، د ځان لپاره يې کړم، پر نورو احسان نه دی، او که نور هیڅوک پوښتنه ونه کړي، دا زه پخپله له ځان سره فکر وکړم، آیا ځان قانع کولای شم؟
ټول خو دا اخری جملی می ډیری خوښی شوی. مننه
LikeLike
ستاسې له نیک نظر او پیرزوینې هم مننه، آباد اوسئ
LikeLike