څرنګه په نړيواله توګه ساعتيري د انټرنېټ استعمال د ډيريدو لامل ګرځي

د آی ټي يو (د ملګري ملتونو د مخابراتي خدمتونو اداره) وايي چې د نړۍ له نيمايی ډير ولس له انټرنېټ سره نښتی دی، او داسې ګڼل کيږي چې د دې امکان مخ په کميدو دی چې د نن ماشوم په ځوانۍ کې ځيرکه ټليفون ونه لري، يا داسې وسيلې ته به لاسرسی ونه لري چې انټرنېټ ونه کاروي.

په نړيواله توګه، پرمختلليو هېوادونو کې نږدې ۸۰٪ ولس انټرنېټ ته لاسرسی لري، نړيوال اوسط ۵۰٪ او په وروسته پاتې هېوادونو کې دا سلنه له ۲۵٪ هم کمه ده، خو سره لدې چې نن په وروسته پاتې هېوادونو کې انټرنېټ ته لاسرسی محدود خو انټرنېټ سره نښليدو راتلونکې ودې لويه برخه به په همدې هېوادونو کې وي.

تر اوسه د انټرنېټ سره اکثره نښليدلی ولس په انګليسي ژبه پوهيده، خو له دې وروسته ډير ښايي چې د نورو ژبو ويونکي انټرنېټ سره ونښلي. همداسې د دې نښليدو اساسی وسيله به ګرځنده ټليفونونه وي، او داسې ګڼل کيږي چې د ډيجيټال وسيلو اسانيدونکی استعمال به د دې اړتيا هم کمه کړي، چې د انټرنېټ استعمال لپاره دې څوک باسواده وي. او دا هم ليرې نه ده چې اکثره نوو ځوانانو ته د ټلويزون يا له ګرځنده ټليفون اخوا پر بله پرده د يو څه لیدل همدومره نااشنا وي لکه دې ځينو ته چې هغه روسي تور او سپين ټلويزونونه نن نااشنا ښکاري.

Internet LED signage beside building near buildings

د هارډويرو/ فزيکي وسيلو ارزانوالی هم د دې یو لامل دی. د نن ساده ځيرکه ټليفون د لس کاله پخواني بهترين آی فون څخه ښه دی، او د هغې يو په لسه بيه لري. د نن غريب ولس دې لپاره نه آنلاين کيږي چې ټليفون يې ښه پروسسر لري يا ټليفون کمره يې ډيرې ميګاپيکسلې لري، بلکه استعمالوونکي مسجنګ، ويډيو او کيسې غواړي، چې دا ټول د بهتره ګرځنده انټرنېټ له برکته دي.

هر څوک غواړي له نورو سره په اړيکه کې اوسي، ساعت تير کړي، له نورو سره کيسې وکړي، او دا د بې وزله او مالدارو دواړو لپاره صدق کوي، انټرنېټ د نن ولس د ساعتيرئ اقتصاد دی.

تر نږدې وختونو پورې، مرستندويه ادارو/ ډلو خپلو تمويلوونکو ته انټرنېټ د بې وزلئ له منځه وړلو او بې وزلو سره د اقتصادي مرستې يوې وسيلې په توګه يادوه، چيرې چې بزګر به وکولای شي د موسم احوال له لارې خپله کرهڼه بهتره کړي، ميندې به د خپلې او کورنۍ روغتيا په اړه آنلاين معلومات ولټوي او زده کوونکي به آنلاين زده کړې وکړي. په غربي مرستندويه ټولنه کې دا فکر ډير عام وو چې که چيرې بې وزله خلک انټرنېټ ته لاسرسی ولري، نو ټول وخت به پر آنلاين زده کړه تير کړي.

خو بې وزله خلک ورته پدې سترګه نه ګوري، د يوې څيړنې له مخې خلک آنلاين نړۍ ته د کار نه بلکې لوبو او روزګار نه بلکې ساعتيرئ لپاره راځي. د دې فکر يوه بيلګه د بلک بيري او آی فون تر منځ په سيالئ کې هم ليدل شوې وه، پنځلس کاله وړاندې کله چې نوی آی فون بازار ته راتللو، د بلک بيري د ماتې يو اساسي لامل هغې ته خلکو د کار د يوې وسيلې په توګه کتل او آی فون ځان له ټليفون سره د لوبې يوې وسيلې په توګه هم خرڅاوه، چې ډيرو پکې د آی فون چيټ، پروګرامونه او لوبې خوښې کړی.

آنلاين نړۍ ته لوبو او ساعتيريو لپاره راتلل ټولو هېوادونو لپاره صدق کوي، کله چې په ۲۰۰۰م کلونو کې برازيل له دولتي مرستو سره د انټرنېټ کيفی پرانيستل وهڅول، نو د ولس نږدې ۶۰٪ يې له انټرنېټ سره ونښتل، چې اکثريتو يې انټرنېټ د فلمونو کتلو او لوبو لپاره کاروه، دوی غوښتل له يو بل سره پاتې شي.

کله چې ګوګل په لومړی ځل د ټولنيزې شبکې لپاره خپل د اورکټ ویبپاڼه/ سيسټم پيل کړ نو داسې ګڼل کيږي چې په برازيل کې د دې ويبپاڼې مشهوريدل يو له اساسي لاملونو څخه وو چې ګوګل غوښتل دا سيسټم ژوندی وساتي، په پای کې يې آن دې ويبپاڼې مديريت برازيلي شريکانو ته وسپاره او په نوره نړۍ کې يې بند کړ، نن برازيليان په ملي کچه پر فيسبوک له هند او امريکا وروسته تر ټولو ډير حضور لري.

photo of people watching photo

په انګولا کې، چيرې چې ويکيپيډيا او فيسبوک خپل خدمتونه د زيرو ريټ (د مخابراتي شرکتونو په مرسته وړيا وړاندې کول) کړنلارې له لارې خلکو ته رسوي، او د دې شرکتونو منل شوي شکلونه وړيا کاروي، نو هلته هم له زده کړې سره خلک له بیلابيلو لارو فلمونه سره شريکوي.

په زمبيا کې يوه بله څيړنه ښيي چې خلک له هر څه وړاندې پر انټرنېټ ساعتيري غواړي، او بيا نور هر څه له دې وروسته راځي. سهارا دښتې شاوخوا سيمه کې يوه څيړنه ښيي چې ۸۵٪ ولس وايي دوی انټرنېټ ته له نورو سره اړيکو لپاره راځي، او يوازې ۱۷٪ يې د زده کړې لپاره کاروي.

د انټرنېټ استعمال نړيوال رواج لیدو يوه ښه ځای هند هم دی، چيرې چې ولس د ژبې، مذهب، سيمې او سياستونو له کبله ګڼ میشته او مختلف دی، هلته يو څيړنه ښيي چې د ګوګل او ايپل ايپ سټور (له کوم ځايه چې تاسې خپل ګرځنده ټليفون ته پروګرامونه راکوزوئ)، د عايد له مخې تر ټولو ډير ۲۵ کاریدونکي پروګرامونه لوبې دي، يا د هندوانو په اصطلاح هغه پروګرامونه چې له دوی سره په ټایم پاس (يا وخت تيرولو) کې مرسته کوي.

د انټرنېټ د استعمال ډيريدو يو بل لامل د کاروونکو محتويات هم دي، پخوا به لويو شرکتونو لکه پر يوټيوب سندرو/ فلمونو خپرول، خو نن د ټيک ټوک او نورو ورته وسيلو له کبله هر څوک کولای شي خپل محتويات جوړ او آن خرڅ کړي، داسې ګڼل کيږي چې تيرو دوو کلونو کې د انټرنېټ ټرافیک (پر مزي يا انتقال وسيلې تلونکي راتلونکي محتوا) لويه برخه ويډيو ده، په هند کې د دې ټريفک درې برخې ويډيو جوړوي.

د ويډيو محتوا ليدو سره نښتی مهم ټکی د انټرنېټ بيه ده، په هغه هېوادونو کې انټرنېټ ارزانه دی يا د ولس اکثريت يې اخيستلی شي، هلته يې مصرف هم ډير دی، ورسره د ژبې بحث هم دی، تر اوسه آنلاين اکثره مواد په انګليسي يا غښتلی اقتصاد هېوادونو په ژبو دي، د بې وزله ولس ژبې هم آنلاین بې وزله دي، خو ويډيو له خلکو سره مرسته کوي چې د ژبې له محدوديت اخوا موادو څخه خوند واخلي او په خپله ژبه محتوا برابره او وګوري، ورسره که څوک د بلې ژبې پر ويډيو پوه هم نه شي، له لیدلو خو يې مفهوم اخيستلی شي.

غږ هم له متن/ ليکنې وړاندې دی، پر واټس آپ له متن ډير غږيز پيغامونه ليږدول کيږي، او ځينې څيړنې ښيي چې د غږ له لارې د ټليفونونو او ځيرکه وسيلو کارول هم مخ په ډيريدو دي، ګانا چې په هند کې سندرو اوريدو لپاره يو تر ټولو مخکښه پروګرام دی، هلته کاروونکي کولای شي پروګرام ته سندره زمزمه او پروګرام يې ورته اصل سندره راپيدا کړي.

ساعتيري، اړيکې او ځان مطرح کول ټول سره تړلي دي، په بې وزله هېوادونو کې چيرې چې عموماً په کور کې يو ټلويزون وي، نو ضرور نه ده هغه څه وګورئ چې ابئ يا ابا يې ګوري، ګرځنده ټليفون هر چا ته دا واک ورکوي چې د خپلې خوښې محتوا وګوري او آن ضرور نه ده چې د شرکتونو محتويات وګوري، هر څه چې غواړي لټولی او مصرفولی يې شي.

انټرنېټ فزيکی حدود له منځه وړي دي، د نن کاروونکي د نړۍ هر ګوټ له خلکو سره نښتې دي، هغوی چې په مساپر دي له کور سره په اړيکه کې دي، او هغوی چې دلته دي د نړۍ د نورو څنډو له خلکو سره د مينې ريښې ځغلوي، ښايي پرمختللې نړۍ يا د دې وسيلو پيچلې کاروونکی د ټکنالوژئ وسيلو له لارې د محرميت او څارنې ګيلې ولري، خو د نن بې وزله خوښ دی چې د انټرنېټ له لارې د خپل ژوند له سختو او ستونزو څخه د يو څو دقيقو لپاره ځان خلاص او بلې نړۍ ته ولاړ شي.

ورته ليکنی: واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات، ټکنالوژي او د وخت ارزښت، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، د انټرنېټي او مخابراتي اړيکې ړانده چڼول/ فلترول، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې



ټولي:Social, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , , , , , , , , , ,

4 replies

Trackbacks

  1. د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د افغانستان معلوماتي ټکنالوژئ کړنلاره د نااهلۍ ښکار – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. ۱- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: