آیا کله به مو احساس کړی وي چې ښه کار کوئ، ټول مو له کاره هم خوښ دي، خو درته ويل کيږي چې پرمختګ او لوړ موقف ته لا تيار نه ياست. که تاسې نه وي اوریدلي نور به مو ليدلي وي چې له همدې ځوريږي، دا په ادارو يو تر ټولو عام شکايت دی، چې له ډيرو سره دا فکر وي ولې اداره ترفيع نه راکوي او لوړ موقف نه راسپاري.
اکثره وختونه په مسلکي ژوند کې داسې حالت ته رسیږئ، چيرې چې د اهدافو لاسته راوړل هغه ګټه نه راوړي کومه چې يې لومړي سره کې لرله، ځينې وخت له يوه ناڅرګنده بریده تير شئ چيرې چې هر څوک له تاسې تمه لري چې خپلو اهدافو ته به ورسيږئ، خو په تاسې کې د پرمختګ او لوړ موقف درسپارلو ظرفیت نه ويني.
عموماً، ادارې خلک پر مهارت نيسي او که چيرې د دندو اعلانونه وګورئ نو په پريکنده توګه پر مهارتونو ولاړ وي او اداره وايي چې څه ډول پوهې او مهارتونو ته اړتيا وي، او ورسره په يو څنډه کې دا هم وايي چې له خلکو سره بايد ښه وي، خو کله چې ادارې ته راشئ نو هلته بيا ستاسې پرمختګ، کار، ترفيع او نتايج دومره پر مهارت نه وي لکه څومره چې اړيکو او له نورو سره پر راکړه ورکړه ولاړ وي.
دلته موږ له داسې پنځو لارو چارو يادونه کوو، چيرې که تاسې فکر کوئ چې ترفيع او لوړو مسؤليتونو ته تيار ياست او اداره يې نه درکوي، نو ښايي دا ګامونه مو په کار شي.
۱) پر دنده مو د بریاليتوب رمز څه دی، ځان پرې پوه کړئ او نورو سره يې هم شريک کړئ.
کله چې اداره د يوه شخص پر پرمختګ او هغې ته د ارتقا ورکولو په اړه فکر کوي، نو يو تر ټولو مهمه پوښتنه دا وي چې د دې شخص بديل به څوک وي، ځکه که بديل نه وي نو د ترفيع په صورت کې يې شته کار هم پرې هم خراب کړ او لا معلومه نه ده چې په راتلونکې دندې کې به بريالی وي يا نه. لدې سره دې ته هم ګوري چې آیا دا شخص له نورو سره کار کولی شي يا نه، ځکه شرکتونه يا ادارې پر انفرادي هڅه نه بريالئ کيږي، بلکه ډله ييزې هڅې غواړي او د ټولو ګډ کار بريالئ ادارې رامنځ ته کوي.
ښايي تاسې ښه مفاهمه کوونکي ياست، اوږدمهاله فکر کوئ، بيلابيل ډول معلومات يوځای کولی او ځانګړو پايلو ته رسيږئ، يا داسې څه شته چې تاسې له نورو ممتازوي، له ځانه وپوښتئ چې د څه لپاره پيژندل کيږئ؟ خلک تاسې ته څه ډول ستونزې راوړي يا کومو موضوعاتو کې له تاسې مشوره غواړي؟
دا مهارتونه مو وپيژنئ، او له نورو سره يې د شريکولو غوره لار ولټوئ، لدې لارې به اړيکې ټينګې کړئ، او د نورو ژوند به ارزښتمن او آسانه کړئ. لکه که تاسې په پريزنټشنونو کې ښه ياست، نو ښايي همکارانو سره مو مرسته وکړئ چې له غونډې وړاندې له تاسې سره خپل پریزنټشنونه شريک کړي او تاسې بهترئ لپاره مشوره ورکړئ.
۲) وګورئ چې نور درته په کومه سترګه ګوري، له ځانځاني فکر څخه ډله ييز ته واوړئ.
څرنګه چې په خپل مسلک کې وړاندې ځئ، هڅه وکړئ له نورو څخه د ځان په اړه نظر واخلئ، داسې فرصتونه ولټوئ چې نور ستاسې د بهترئ لپاره مشوره درکړي. لدې لارې به وکولای شئ هغه سلوکونه وپيژنئ چې ستاسې د اغېزمنتيا مخه نيسي او ورسره د خپل مسلکي ژوند نيمګړتياوې په ګوته کړئ.
لکه، په اکثره ادارو کې ماهره مسلکي شخص ته د ډلې مشري ورکول کيږي، دا شخص چې پخوا د خپل انفرادي بریاليتوب مسؤل وو، د ډلې غړي کار ته هڅوي، ځينې وخت د دې پر ځای چې له نورو سره کار وکړي او د نظر اختلاف واوري، خپل نظر پر نورو تحميلوي، خپل کاري ډول نه بدلوي، چې له کبله يې ښايي نورو ته له ده سره کار کول ستونزمن شي، په نتيجه کې يې کاري ډلې غړي ډله پریږدي يا د ده پر وړاندې يو څه کرکه نه خو مقاومت پيدا کوي، او دا شخص ممکن په اداره کې پر داسې يو شخص مشهور شي چې خپله ډنګوي او د بل نه اوري، نو که چيرې سبا د دې د پرمختګ او ترفيع وخت راغی، مهم پریکړه کوونکي ښايي فکر وکړي چې پر خلکو خپل نظر تحميلوي، له پرمختګه به يې تير شو.
۳) د نورو د مشرئ مهارتونه ښه کړئ
اداري مشرانو لپاره يو تر ټولو ښه او باارزښته مشهوره مشوره ده، چې “مخکې لدې چې مشر شی، نو برياليتوب ستاسې د ودې او مهارتونو له کبله دی، خو کله چې مشر شوې نو برياليتوب مو د نورو د ودې او مهارتونو ښه والي له کبله دی”
ښايی اوس به د مشرئ په موقف کې نه ياست، خو ستاسې د مشرئ فرصتونو له نورو سره د مرستې له کبله راځي، موږ نورو ته پر ښودلو ښه زده کړه کوو.
يوه ښه لاره يې دا ده ووينئ چې څوک ستاسې مرستې ته اړتيا لري، ښايي له خپلې څانګې بيرون فکر وکړئ چيرې چې ستاسې د تخصص ساحه نورو ته ګوندې ګټوره وي.
لکه فکر وکړئ يو څوک تاسې سره محرمه موضوع شريکوي يا په محرمه توګه له تاسې مشوره غواړي چې څه وکړي، تاسې څرنګه کولای شئ چې په اونۍ يا مياشت کې يو وخت وټاکئ او د ګام په ګام عملي چارو له لارې د هغه شخص سلوک پر بهترئ کار وکړئ، او خپلې مشورې ته عملي اړخ ورکړئ.
۴) د مخالف فکر شخص سره په ښه توګه کار کول زده کړئ
موږ ټول د کار خپله طريقه لرو، د مفاهمې ځانګړې ډول لرو، او له ځينو سره راته کار له نورو ستونزمن ښکاري. هر څومره ژر چې پوه شئ چې له چا يا کوم ډول خلکو سره درته کار ستونزمن وي، همدومره ډير وخت به ولرئ تر څو له دوی سره د کار کولو چم زده کړئ.
په اداره کې هر ډول خلکو کار کوي، او هر څومره چې مو موقف لوړيږي نو له بیلابيل ډول خلکو سره به مو راکړه ورکړه هم ډيريږي. هر کله چې له هر ډول خلکو سره د کار کولو مسؤليت واخلئ، او دا زده کړئ چې څه ستاسې له دوی سره د کار مخه نيسي، او دا نيمګړتيا له منځه يوسئ، همدومره يې د لوړ پوړو مديرانو لپاره آسانوئ چې تاسې ته لوړ موقف درکړي.
په ياد ولرئ، چې له وخت سره اړيکې بدليږي. خلک هوښياريږي، پخيږي، وده کوي، ترفيعات اخلي او نورو دندو ته ځي. تاسې ښايي پخوا له داسې چا سره کار کړی وي چې اوس په بله اداره کې کار کوي، او تاسې غواړئ هغې ادارې ته ولاړ شئ د دې شخص لخوا معرفي ښايي ډيره مرسته وکړي، نو ځکه اړيکو ته له اوږد مهاله اړخه وګورئ، او پرې پانګونه وکړئ آن هغه اړيکې هم مهمې وګڼې چې ستونزمنې دي.
۵) رغنده بريدونه/ حدود وټاکئ
ښايی فکر وکړئ چې په دفتر کې تر ناوخته کيناستل يا له رسمياتو وروسته چارو ته لاس اچول مو د پرمختګ او ترفیع سبب ګرځي، خو پرمختګ يا لوړ مسؤلیت اخيستل هر څه ته پر سر خوځولو او قبلولو نه دي، بلکه پوه شئ چې څه واخلئ او له څه تير شئ. زده کړئ چې څرنګه د يو چا له زړه ماتولو پرته نه وواياست او بل چا ته يې وسپارئ.
هغه څه چې تل هڅه وکړئ بايد پکې دخيل واوسئ هغه څو څانګيزه يا بیلابيلو ډيپارټمنټونو ډلو په کار کې برخه اخيستل، د خپل راحت له چوکاټه وتل او د نوو مهارتونو زده کول او له خپل مستقيم آمر اخوا د هماغې کچې بل آمر ملاتړ ترلاسه کول دي.
ورسره هڅه وکړئ داسې ساحې يا پروژې په نښه کړئ چې ادارې ته اوږدمهاله ګټه راوړي يا د ادارې کاري ظرفیت لوړوي. له داسې چارو ډډه وکړئ چې څرګنده ملاتړ ونه لري يا يوازې ټولنيز ښود لپاره وي لکه يو چا لپاره ميلمستياوو برابرول يا له خلکو سره فيسبوک عکسونه اخيستل.
په ډيپلوماتيکه توګه له چارې ډډه کولو مهارت له پيله زده کړئ، خير دی که نوي ياست يا په موقف کې له نورو ټيټ ياست، ضرور نه ده چې هر څه ته سر وخوځوئ.
کله چې په دوامداره توګه اهداف تر لاسه کوئ او نتايج مو هم ښه وي نو بیا ترفيع پر اړيکو تعلقاتو وي. که چيرې د ادارې لوړ پوړي مديران پوه شي چې تاسې پسې نور همکاران دريږي او کولای شئ د نورو له لارې نتايجو ته ورسيږئ نو که چيرې په راتلونکي کې د ترفيع امکان پيدا شي، تاسې ښايی د پرمختګ په کتار کې تر ټولو وړاندې واوسئ.
ورته ليکنې: نور ناپوهه ګڼل، د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ