د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی

روغتيا وزارت يو ځل بيا تعليمي ادارې رخصت کړی، له کله راهيسې چې د کويډ۱۹ (کرونا) وبا پيل شوې ده، ولسونو خپل سلوکونه بدل کړي دي، او ځينې دا وايي چې د نړۍ راتلونکی راورسيد، ګټه هغوی وکړه چې دې راتلونکي ته تيار وو. هغوی چې پر خپلو ډيجيټل مهارتونو يې کار کړی وو او ګړندي اقتصادي انټرنېټ ته يې لاسرسی درلود، په ژوند کې يې دومره توپير احساس نه کړ، خو هغوی چې دا مهارتونه يې نه درلودل له اقتصادي ستونزو نيولې تر ټولنيزو او راشه درشه ټولو ننګونو سره مخ شو.

موږ په دې ليکنه کې د Economist Intelligence Unit د ۲۰۲۱ کال ټولو لپاره د انټرنېټ انډکس (Inclusive Internet Idex) څيړينيزه راپور لنډيز راسپړو، دا څيړنه چې د فيسبوک په مرسته ترسره شوې نږدې ۱۲۰ هېوادونه چې د نړۍ ۹۶٪ نفوس او ۹۸٪ اقتصاد کيږي رانغاړي، او دې کال راپور له ځان سره د انټرنېټ ارزښت څيړنه هم لرله، چې د کويډ ۱۹ وبا له کبله په ځانګړي ډول مهمه ده.

سره لدې چې افغانستان پدې راپور کې هیڅ شامل شوی نه دی، خو زموږ هېواد په څير نور ډير بې وزله هېوادونه پکې دي، چې د هغوی له تجاربو موږ هم کولای شو يو څه زده کړو.

boy playing at laptop inside room

د انټرنېټ ارزښت څيړنې برخوال وايي چې د دوی د ژوند کليدي توکي لکه تګ راتګ، کار او پوهه آنلاين وسيلو ته تللي دي، او څرنګه چې پر انټرنېټ د دوی اتکا ډيره شوې ده ورسره يې له محتوا او خدمتونو څخه تمې هم لوړې شوې دي. په نړۍ کې نږدې ۷۰٪ ولس وايي چې د انټرنېټ لوړ استعمال «نوی عادي» دی، او ډير ښايي چې همداسې دوام وکړي.

خو، لکه څرنګه چې مخکې مو هم ورته اشاره وکړه، «مستقبل/ راتلونکی» راغی، خو له ګټو يې ټول يو ډول برخمن نه دي، او لکه څرنګه چې د دې راپور پخوانيو ګڼو هم ښودلې وه، بې شميره آن ميلياردونه خلک په ځانګړي ډول د ټيټ او متوسط عايد کچې هېوادونه د انټرنېټ له ګټو بې برخې دي.

خو، په متناقصه ډول، نن د نړۍ هغه برخې چې د انټرنېټ استعمال پکې عام نه دی، همدومره ډير پر انټرنېټ متکي دي، لکه د افريقا سب سهارا سيمه کې، د اروپا په پرتله دلته ډير ښايي خلک ووايي چې د ښوونځيو د بنديدو له کبله د دوی د کورنۍ غړی پر آنلاين (انټرنېټ له لارې) زده کړې متکي دی.

او، په بې وزله هېوادونو کې د غني هېوادونو په پرتله ډير ښايي خلک ووايي چې دوی به له پانډيميک (وبا) وروسته هم آنلاين زده کړو ته دوام ورکړي. انټرنېټ ته د لاسرسۍ ارزښت ډير شوی دی، چې ورسره آفلاين (له انټرنېټ ليرې پاتې کيدو) ناوړه اغيزو ارزښت يا تاوان هم لوړ تللی دی.

له تيرو څو کلونو راهيسې، انټرنېټ ته د لاسرسۍ او نه لاسرسۍ تر منځ توپير مخ په کميدو دی، خو سره لدې چې نن سبا ډير خلک انټرنېټ ته لاسرسی لري، اوس بحث د انټرنېت د استعمال تر منځ دی، چيرې چې خلک نشي کولای، نه غواړي يا له انټرنېټ سمه ګټه نه اخلي.

د دې کال راپور انټرنېټ ته د تيارۍ په ساحه کې هم وروسته والی او توپيرونه ښيي، چيرې چې خلک اړونده مهارتونه نه لري او پر آنلاين نړۍ اعتبار نه لري، ځان ورته خوندي نه ښکاري. ورسره له اړوندوالي يا زما د خوښې محتوا له نه شتون هم سر ټکوي. د وبا پر مهال دا ډول ګيلې ښايي اصولو، پاليسيو جوړونکو، صنعتونو او نورو ته وښيي چې پر څه تمرکز وکړي او څه د انټرنېټ د استعمال مخه نيسي.

د څيړنيزه راپور مهمې موندنې

اکثره هېوادونو کې انټرنېټ ته لاسرسی ښه شوی دی

د دې کال په راپور کې شامل اکثره له ۱۲۰ څخه ۷۷ هېوادونو کې انټرنېټ ته لاسرسی ښه شوی دی. پدې هېوادونو کې بې وزله او غني هېوادونه دواړه شامل دي. د شمالي امريکا له هېوادونو پرته په نوره نړۍ کې انټرنېټ نسبتاً ارزانه شوې هم دی.

اړونده آنلاين محتوا نه شتون او آنلاين اعتبار او خوندتيا په اړه ګيلې ډيرې شوي دي

انټرنېټ ته تيارې ښه شوی دی، خو په ډيرو هېوادونو کې پر آنلاين محتوا اعتبار کم شوی دی، په ځانګړي ډول په دولتي ويبپاڼو او پروګرامونو چې د وبا پر مهال د معلوماتو کليدي منبع وه. لدې موندنو ښکاري سره لدې چې خلک غواړي آنلاين اعتباري او پر وخت معلوماتو ته لاسرسی ولري، خو اړونده ادارې پر دغو تمو برابرې نه راځي، او اکثره آنلاين معلومات يې باوري نه وي.

وبا خلک مجبور کړل چې له انټرنېټه ډيره او بیلابيلو موضوعاتو لپاره ګټه واخلي

وبا خلک مجبور کړل چې نږدې هر فکر کيدونکي فعاليت لپاره انټرنېټ وکاروي. کله چې له خلکو وپوښتل شو چې څه لپاره يې انټرنېټ ډير کاروه، تر ټولو ډير له کورنۍ او ملګرو، کار او زده کړو يادونه وشوه. يوازې ۳٪ خلکو ويل چې د دوی د ژوند کومه لويه برخه آنلاين شوې نه ده. هغوی چې تر ټولو سخت قيوداتو (وبا له کبله ګرځبند) لاندې وو، تر ټولو ډير بشري اړيکو لپاره آنلاين شوي دي.  اکثره ځواب ويونکي وايي، ښايي د وبا له بنديزونو وروسته هم دا عادتونو پر ځای پاتې شي.

وبا ښايي پر انټرنېټ (آنلاين) او له انټرنېت اخوا (آفلاين) ولس تر منځ واټن ډير کړی وي

داسې ګڼل کيږي چې د وبا پر مهال، انټرنېت په نړيواله توګه د ۱۵۰ميلونو او ۳۰۰ ميليونو تر منځ دندې ژغورلي دي. خو د انټرنېټ ډيرو مهمو چارو لکه آنلاين غونډې، پر ګړندي انټرنېټ متکي دي چې ډير ورته په ځانګړي ډول په بې وزله هېوادونو کې لاسرسی نه لري.

انټرنېټ سره نه نښليدل يا ناوړه نښليدل اوس لوړه بيه لري او تاوان یې ډير دی، لکه کرونا واکسين ته نه لاسرسی يا د کار کولو توان له لاسه ورکول. او دا ويش او واټن آن په غني هېوادونو کې هم شته، لکه مشر هېوادوال چې انټرنېټ ته لږ لاسرسی او ډيجيټل مهارتونو يې ضعيفه دي، واکسين ته د آنلاين وسيلو له لارې لاسرسی نه لري.

دا ستونزه د څيړنې ځواب ويونکو لخوا هم مطرح شوه، چيرې چې د ځواب ويونکو په دريو کې دوه برخې وايي چې وبا انټرنېټ ته د لاسرسي لرونکو او نه لرونکو تر منځ واټن ډير کړی دی. د دې واټڼ کمول به انټرنېټ سره نښليدو په وړاندې کليدي خنډونو په ځانګړي ډول انټرنېټ کيفيت، ارزانوالی او کليوالو سيمو ته بريښنا رسولو جدي مطرح کول وغواړي.

د ۴جي پوښښ وده اړتيا په ځايونو کې سسته شوې ده

د انټرنېت کيفيت يو کليدي توکی ۴جي سره نښليدل دي. خو، په ځانګړي ډول د ټيټې او متوسطې کچې عايد په هېوادونو کې د ۴جي خدمتونو پياده کول اوس هم سست دي. د ټيټې کچې په اکثره هېوادونو کې ۴جي د ولس يوازې درېيمې برخې ته رسيږي، پداسې حال کې چې د متوسط يا لوړ عايد هېوادونو کې دا لاسرسی نږدې ټول ولس لپاره شته.

په هغه ځايونو کې چيرې چې ۲جي خدمت عام دی، پر ډيټا متکي اکثره خدمتونه سم کار نه کوي. په هغه هېوادونو کې چيرې چې د کورنۍ يو غړی وړ ګرځنده ټليفون لري، نو هلته په يوه وخت کې آنلاين زده کړو لپاره کمپيوټر کارول او نورو چارو سرته رسول نږدې ناشوني دي. دا په هغه ځايونو کې چيرې چې د انټرنېټ ثابته اړيکه نه وي، نورې ستونزې رابرڅيره کوي.

low angle photo of builing

کليو ته په بريښنا رسونه کې پرمختګ شوی، خو وبا له کبله ښايي وروسته تګ وشي

باوري بريښنا ته نه لاسرسی هم انټرنېټ ته د لاسرسۍ په وړاندې يو لوی خنډ دی، په ځينو هېوادونو کې کليو ته په بريښنا رسولو کې پرمختګ شوی دی، خو ښايي د وبا له لاسه چې پر کارونو بنديز دی او ورسره د هېوادونو لومړيتوبونه بدل شوي او مالي وسايل نور چيرې مصرفيږي، ښايي کليو ته د بريښنا رسولو چارې ټکنۍ شي.

ګرځنده ټليفونونو له لارې انټرنېټ ته لاسرسی آرازنيږي

پداسې حال کې چې د وبا له کبله پر کورنيو او هېوادونو اقتصادي فشارونه دي، خو انټرنېټ ته لاسرسی په ځانګړي ډول په بيوزله هېوادونو کې آرزانه شوی دی، چېرې چې د ۱ جي بي موبايل ډيټا (ګرځنده ټليفون انټرنېټ) بيې په اوسط ډول ۱۹٪ راکمې شوې دي.

لدې کموالي سره خلک د انټرنېټ له کيفیته او باوره هم خوښ وو. په نړيواله توګه حکومتونو هڅه کړې چې انټرنېټ آرزانه شي چې په هغې کې دولتي شرکتونو له لارې د آرازانه انټرنېټ خرڅول يا اړونده خلکو ته د انټرنېټ ټولګو له وړاندې فعاله کارتونو ورکول شامل وو، پدې هڅو کې دولتي او شخصي ادارې دواړه دخيلې وی.

انټرنېټ ډيرو زده زده کوونکو ته د زده کړې فرصت ورکړ

د څيړنې په لسو کې نږدې اوو برخوالو ويل چې دوی يا د دوی د کورنۍ کوم غړي د ښوونځيو د بنديدو له کبله د انټرنېټ په مرسته خپلې زده کړې ته دوام ورکړ، دا په ځانګړې ډول د هغو والدينو انديښنې ځواب کړې چې له اوولس کالو کوچني ماشومان يې درلودل.

آن که دا ومنو چې دوی د آنلاين کيدو امکانات لري، د بې وزله هېوادونو بې اعتباره انټرنېټ له کبله زده کوونکي نشي کولای د ويډيو او ښوونکو او ټولګيوالو سره په يو وخت کې نښلیدو له کبله فعاله زده کړه وکړي. او څرنګه چې د ټيټې او منځنۍ کچې عايد هېوادونو ماشومان د وبا له کبله په فزيکي توګه نشي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، نو داسې ګڼل کيږي چې د تير کال (۲۰۲۰) اکتوبر تر مياشتې د دې ماشومانو د تعليمي کال يعنې زده کړې ۱۶ اونۍ ضايع شوي دي.

د نن په زمانه کې چيرې چې د هېوادونو په وده کې زده کړه او ماهر کاري ځواک حياتي ونډه لري، د زده کړې له لاسه تللي فرصتونه د غني او بې وزله هېوادونو تر منځ د واټن نور ډيريدو او بې وزلۍ پراخيدو سبب ګرځي.

د ميرمنو په پرتله ډير نارينه انټرنېټ ته لاسرسی لري

انټرنېټ ته لاسرسی مستقيماً د شخص له مالي امکاناتو او اقتصادي حالت پورې تړلي دي، په هغه هېوادونو کې چيرې چې ګرځنده ټليفون انټرنېټ سره د نښليدو اساسي وسيله ده، هلته نارينه وو د ميرمنو په پرتله انټرنېټ ته ډير لاسرسی درلود. ورسره کله چې له ميرمنو او نارينه وو وپوښتل شو چې آیا له وبا وروسته به هم خپل همدې آنلاين عادتونو ته دوام ورکوي، ډيرو ميرمنو ويل چې له وبا وروسته به د خپلې زده کړې، سودا اخيستلو او راشه درشه لپاره له انټرنېټ کمه ګټه اخلي، او نارينه وو ويل چې همدې عادتونو ته به دوام ورکوي.

لدې سره ميرمنو د نارينه وو په پرتله کم ويل چې بيې راټيټې شوې دي. څرنګه چې د نارينه وو په پرتله میرمنې ډير له آنلاين آزار او تاوتريخوالي سره مخ کيږي، ډيرو ميرمنو ويل چې انټرنېټ د هر چا لپاره نه دی، او يوازې له هغه چا سره په اړيکه کې وو چې په ريښتوني نړۍ کې يې پيژني او پر دې يې باور کم وو چې آنلاين نړۍ محرمه ده.

پايله

د وبا له کبله ډير خلک آنلاين شو، چې له کبله يې نښلیدل او فرصتونه سره واغږل شو، له انټرنېټ څخه پاتيدل له اقتصادي خوځښت او ټولنې څخه د پریکون په معنا شو.

چې له کبله يې اوس انټرنېټ يوازې د نښليدو وسيله نه ده، يا د خلکو داسې انټرنېټ نه دی پکار چې يوازې بريښناليکونه واستوي يا وخت ناوخته يو پړينګ سره درته پيغامونه وليږي راوليږي.

که ملتونه او ولسونه غواړي چې د نن په نښتی نړۍ کې د نورو سيال شي نو بايد هر څوک يې د انټرنېټ‌ بااعتباره ګړندۍ اړيکه ولري پداسې حال کې چې ولس يې پر ډيجيټلی مهارتونو سمبال وي. د دې خلاوو له منځه وړلو لپاره پاليسي جوړوونکي او چارواکي بايد مصرفوونکو ته اختيارات ورکړي، انټرنېټ استعمال لپاره سپکټرم راوسپړي (شرکتونو په واک کې يې ورکړي)، او له شخصي سکتور سره همغږي وکړي تر څو کلیوالو سيمو ته زيربناوې وغځوي، چيرې چې ډير شرکتونه نه غواړي ولاړ شي.

ماشومانو ته په زده کړه کې بايد پر ډيجيټل مهارتونو تاکيد وشي، هر هېواد بايد پوه شي چې څه ته اړتيا لري او څرنګه کولای شي له دې کاروان سره ونښلي او له شته وسايلو بهتره ګټه واخلي. ضرور نه ده څه چې يو هېواد ته کار کړي ټولو ته دې ګټور واقع شي.

لدې هر څه سره، حکومتونه بايد هڅه وکړي له خپل ولس سره پر وخت معلومات شريک کړي، په آنلاين معلوماتو د ولس بې اعتباري ښيي چې حکومتونو د خپلو ولسونو باور نه دی ساتلی او آنلاین محتوا کيفيت يې تر پوښتنې لاندې راوستی دی. له شخصي سکتور سره پر همغږۍ حکومتونه بايد هڅه وکړي د آنلاين درواغو خپريدو مخه ونيسي او آنلاين خوندتيا وهڅوي په ځانګړي ډول په داسې حالاتو کې چې موږ آنلاين ډيجيټل شتون هڅوو.

سره لدې چې نړۍ له وبا څخه د وتلو په حال کې ده، او له وبا پرته راتلونکي ته تياری نيسي خو ډير ښايي چې د ولسونو شته آنلاين عادتونو پر ځای پاتې شي، نو ځکه هغوی چې د دې چارو مسؤلیتونه لري بايد پوه شي چې د راتلونکي اقتصاد، زده کړه او کار له آنلاين ټکنالوژيو او اعتباري انټرنېټ پرته ناشونی دی.

ورته ليکنی: څرنګه په نړيواله توګه ساعتيري د انټرنېټ استعمال د ډيريدو لامل ګرځي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت، آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، د آنلاين لوبو بندول



ټولي:Social, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , , , ,

10 replies

Trackbacks

  1. د افغانستان معلوماتي ټکنالوژئ کړنلاره د نااهلۍ ښکار – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. ۱- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. ټولنيزې شبکو خپل محتوياتو څرنګه اداره کوي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  6. ټولنيزې شبکې خپل محتويات څرنګه اداره کوي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  7. د فيسبوک پر وړاندې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  8. ډيجټيلي استبداد – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  9. آیا نړۍ موږ ته دريږي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  10. د ماهر کاري ځواک روزلو جریان – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: