کار موندنه، شخصي او مسلکي وده

د انساني ژوند يو تر ټولو مهم اړخ د کار او دندې لټول دي، آن که د انسان ځوانۍ او له هغې وروسته ژوند ته څوک وګوري نو ټول پر کار او د عايد په لټه کې تيريږي، دلته موږ غږيږو چې څرنګه کولای شئ ځان لپاره د کار موندنه آسانه کړئ.

د کرونا د وبا له کبله نړۍ له ګړندي بدلونه تيريږي، آن له وبا وړاندې هم په نړۍ کې ټکنالوژيو د کار ډول او طريقې بدلې کړی وی، او دا بدلون نن هم روان دی. اکثره خلک فکر کوي چې زده کړه يوازې تر پوهنتونونو او ښوونځيو محدوده ده او له هغې بهر بايد زده کړه ونه شي، بل ورسره د زده کړې او عملي تجربې تر منځ تضاد دی، چې ځينو سره دا فکر وي چې د کتاب هوښيار د عملي ژوند نه دی او د عملی ژوند هوښيار د کتاب ذکاوت ته په سپکه ګوري.

نه يوازې په افغانستان، بلکه په نړيواله توګه د زده کړو برابروونکو ادارو په ځانګړي ډول د پوهنتونونو او بازار تر منځ د تدريسيدونکو موادو او بازار کې د اړتيا وړ مهارتونو تر منځ توپير شته، هغه څه چې په پوهنتونونو کې تدريسيږي او هغه څه ته چې په کارځای کې اړتيا وي له يو بل سره نه جوړيږي، کارځای مهارت ته اړتيا لري او پوهنتون طوطيان او د کتاب زده کوونکي فارغوي.

سره لدې چې دې تعليمي نظام خپلې ګټې لرلی او نن هم ګټور دی، خو څرنګه چې د کارځای په ډير ګړنديوالي سره بدليږي او ورسره پوهنتونونه په دغه ګړنديوالي سره نشي کولای له ډير څه سره ځان عيار کړي، نو ځکه د دواړو تر منځ يو څه توپيرونه رامنځ ته کيږي، له همدې کبله د دې پراخيدونکي تضاد له کبله دا پر کار لټوونکي او فارغيدونکي زده کوونکي ده چې ځان لپاره هغه چارې خوښې کړي چې د دې توپير قرباني نه شي.

له ځينو فارغيدونکو سره دا فکر وي، چې زه له پوهنتونه فارغ شوم او سند مې تر لاسه کړ نو بايد کار موندل راته آسانه وي، نن د ډيرو هېوادونو اقتصاد رسمي دی، يعنې تر ډيره رسمي او پر پوهه ولاړو مهارتونو ته اړتيا لري، چې د نوو فارغيدونکو لپاره ښه خبره ده، خو ورسره د همدې رسمي اقتصاد اړتياوو پوره کولو لپاره پوهنتونونه بې شميره زده کوونکي فارغوي، چې له کبله يې دندو لپاره سيالي ډيره شوې ده.

man in gray dress shirt and blue denim jeans sitting on brown wooden floor

بیلابيلې څيړنې ښيي چې نړۍ د ماهره کاري ځواک له کمبود سره مخ ده، ورسره کارونه تخصصي کيږي چې له کبله يې ډير تخصصونو کې هم ماهره کاري ځواک نه موندل کيږي، خو د دې په وړاندې خلک وايي چې بيکاري ډيره ده، بيکاري عموماً په هغو ډلو کې ډيره ليدل کيږي چې مهارتونه يې عمومي وي يعنې داسې څه يې زده وي چې ټول پرې پوهيږي، د پوهنتون نوی فارغ وي، تجربه يې له مهارت سره اړخ نه لګوي يعنې وايي چې لس کاله تجربه لرم خو دې لسو کالو کې يې يوازې يو کار کړی وي يا دې لسو کالو لپاره داسې څه نه لري چې څرګنده لاسته راوړنه وبلل شي.

داسې صنعتونو يا مسلکونو کې وي چې هغه مخ په ورکيدو وي لکه عکاسان چې هغه پخوانی بازار يې نه دی پاتې، يا د فوټو کاپي ماشينونو سمبالوونکي چې نن نږدې ټول پرې پوهيږي، نو هر کله چې موږ پر کار او دندو غږيږو او وايي چې کار نه شته نو په اصل کې دا د مهارت د اړتيا پوښتنه ده، که چيرې يو څوک کار نه شي موندلای نو بايد پوه شي داسې مهارتونه لري چې د هر چا زده دي يا بازار نه لري يا يې مهارت د ټکنالوژۍ يا د بازار د بدلونونو له کبله له بازاره وتونکی دی او يا يې پر داسې مهارت پانګونه نه ده کړې چې بازار ولري.

په لاندې ډول موږ له ځينو مهارتونو او لارو چارو يادونه کوو چې کولای شي له تاسې سره په مسلکي او شخصي ژوند کې مرسته وکړي.

شخصي مهارتونه چې هر څوک يې بايد ولري

د خبرو اترو او چنې وهلو چم زده کول، هر څوک بايد پوه شي چې خپلې غوښتنې بيان کړی شي، بايد پوه شي چې ووايي څه غواړي، په مسلکي ژوند کې مفاهمه او د نورو پوهول ورسره د نورو پر خبره پوهيدل د ودې او دندې لپاره يو تر ټولو حياتي مهارت بلل کيږي.

له خلکو سره د راکړې ورکړې مهارتونه، په مسلکي ژوند کې به تاسې له کورنۍ بهر له نورو سره راکړه ورکړه لرئ، په داسې صورت کې بايد خلک پوه شي چې پر تاسې باور کولای شي او تاسې به خپلې وينا او عمل ته صادق پاتې کيږئ، دا چاره له وخت سره کيږي، نو که چيرې دنده لټوئ هلته ستاسې پخوانۍ تجربه ډيره مهمه ده، ضرور نه ده چې پخوا مو دنده لرلې وي مهمه دا ده چې خلکو ته وواياست له نورو سره کار کولای شئ.

زغم او اوږدمهاله فکر ته ځان عيارول، ضرور نه ده چې هر څه ستاسې له تمو او طبعې سره سم روان وي، پر هغه چارو زغم په کار دی چې ستاسې له خوښې سره سم نه وي، ورسره خپل ژوند او مسلکي چارو ته اوږد فکر بايد ولرئ، بايد پوه شئ چې زه په اوږده مهال کې څه غواړم، او د هغه اوږدمهال لپاره نن څه کړم چې هغې ته مې نږدې کوي. ورسره هغه چاره چې ستاسې له خوښې سره سمه نه وي او مهمه هم نه وي نو په هغې زړه خوړل هم نه دي په کار.

تخنيکي مهارتونه تر يو حده مهم دي، پر دې پوهيدل چې تاسې څوک ستاسې تخنيکي مهارتونو لپاره نه نيسي، بلکې دې ته ګوري هغه کار چې په راتلونکي کې به يې درسپاري هغه کولای شئ يا نه او آیا د هغې اجرا لپاره پر تاسې ملا تړلی شي يا نه، تخنيکي مهارتونه کولای شي تاسې ادارې ته ننباسي يا درته کار پيدا کړي، خو که له همدې مهارتونو سره شخصي مهارتونه او اعتبار ونه لرئ نو بيا مو هم تاوان کړی دی.

داسې فکر وکړئ چې تاسې به ښه موټروان ياست يا به د موټر هره پرزه او خواص پيژنئ، خو که پوه نه شئ چې پر سرک څرنګه اصول مراعت کړئ، څرنګه د نورو يا خپلو غلطيو ته صبر وکړئ، څرنګه نورو ته درناوی وکړئ، څرنګه اوږدې موټروانئ ته زغم وکړئ، او نور داسې اړونده شخصي مهارتونه ونه لرئ، نو ښايي هره ورځ مو له يو چا سره شخړه وي.

person in blue jacket climbing on rocky mountain during daytime

مسلکي ژوند ځينې عادتونه چې بايد ورته پام وکړئ

هر درې يا درې نيم کاله وروسته خپل مهارتونه وارزوئ، که چيرې پدې موده کې مو نوي څه نه وي زده کړي يا کومه روزنه مو نه وي اخيستي نو له وروسته پاتې ياست، هغه ساحې په نښه کړئ چې پکې بهترئ ته اړتيا لرئ، هڅه وکړئ پر مهارتونو تمرکز وکړئ او له دې مهارتونو سره اړونده سلوکونه هم په نښه کړئ.

عموماً، پوهنتونونه په اساساتو کې ښه وي، هغوی تاسې ته لاره ښيي خو دا پدې معنا نه ده چې ټول عمر دې په همدې لاره ولاړ شئ، څومره چې کار کوئ همدومره پوهيږئ څه مو خوښيږي او چيرې کولای شئ تمرکز وکړئ، نو ځکه عموماً که د پوهنتون سند ولرئ اکثره وختونه هماغه د پوهنتون يو سند کفايت کوي، که اداره مو د زده کړې لپاره بودجه لري ضرور نه ده چې د پوهنتون سندونه راټول کړئ او اوږدمهاله تحصيلي اسنادو په لټه کې خپل وخت ضايع کړئ، ځانګړي لنډمهاله مهارتونه په نښه او په خپل ژوند کې د هغې ارزښت وارزوئ.

له عمر سره ځواک کميږي، نو ځکه داسې چارې خوښې کړئ چې فکر کوئ اوږدمهاله پکې پاتې کيږئ، نورو ته يې ښودلای شئ تر څو هغوی ستاسې د منډې کار وکړي، او دنده مو تاسې ته يو قناعت درکړي، په پيل کې د شخص د زړه زور (انرژي/ ځواک) ډير وي، خو د عمر له تيريدو سره يې دا ځواک کميږي، نو هڅه وکړئ چې پر داسې مهارتونو پانګونه وکړئ چې د پښو منډه مو د سر عقل ته واوړي.

د پوهنتون يا د هغې پر سند ايمان مه راوړئ، پوهنتون د سند تر حاصلولو پورې ښه دی، له هغې وروسته ستاسې برياليتوب او راتلونکی سند نه ټاکي، هغه ستاسې مهارتونه، له خلکو سره راکړه ورکړه، اعتبار او زحمت ټاکي. خلک د پوهنتون فارغ پر کار نه ګماري خلک شخص پر کار ګماري او له هغې سره کار کوي، ښايي په خبرو کې د يوه پوهنتون فارغ ځان د بل پوهنتون له فارغه لوړ وګڼي خو په پای کې دا د شخص خپل اعتبار او زيار دی چې د هغې برياليتوب ټاکي، او په زيار کې دوامداره زده کړه تر ټولو مهم عنصر دی.

د پوهنتون سند يا د هغې په فکر کې تل پاتې کيدل بايد ستاسې د ژوند راتلونکی او ډول ونه ټاکي، د خپل مسلکي ژوند مسؤليت واخلئ، وګورئ چې ستاسې د مسلک نور بريالي خلک څوک دي او په څه طريقه هلته رسيدلي دي، پر هغه لنډمهاله مهارتونو تمرکز وکړئ چې ژر او ګړندۍ ګټه لري.

کار موندنه برياليتوب نه دی، بلکه هغه ستاسې د ژوند يو بل پړاوو پيل دی، هدف بايد دندې لټول نه وي، ځکه چې که دنده پيدا نه کړئ ناهيلې کيږئ، هدف مو بايد د ژوند عمومي هوساينې يا برياليتوب په رڼا کې د دندې او معاش موندل وي، ژوند لپاره هدف وټاکئ هر څه چې تاسې ته دومره مهم ښکاري او په دې ارزي چې ورته د ژوند مهمه برخه ځانګړی کړئ، بيا د همدې هدف په رڼا کې اړونده دندې ولټوئ، له اړونده خلکو سره راکړه ورکړه وکړئ، مهارتونه يې زده کړئ او پوه شئ چې هدف ته رسيدل او ورسره دغه لار چې هغه لورې ته مو بيايي يو ډول خوندور دي.

ښايي ډير فکر وکړي هغوی چې دنده لري، بريالي دي، يا په آسانه کار موندلی شي، نيکبخته دي خو ژوند دوامداره هڅه ده، هر څوک خپلې انديښنې لري، مهمه داده چې بريالي هغوی دي چې پر ځان دوامداره کار کړي، بيا هم د موټر مثال درکوم که چيرې هر څومره ښه موټر ولرئ او دوامداره يې څارنه ونه کړئ او کار پرې ونه کړئ نو له يوې مودې وروسته له کاره غورځي، نو له ځانه ولې دا تمه لرئ چې که چيرې پر خپلو مهارتونو، شخصي عادتونو، روغتيا، ذهني آرامتيا او نورو دوامداره کار ونه کړئ له کاره او مسلکه به ونه غورځيږئ.

د نن ازميښتونه او ننګونې مو د سبا برياليتوب او هوساينې ته برابروي.

ورته ليکنی: ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول، خپل آمر لړلو لپاره بهانې مه جوړوئ



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , , , , , , , , , , , ,

6 replies

Trackbacks

  1. د ستونزې حل غواړئ – له بل اړخه ورته وګورئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. بدلون د ژوند يو اصل – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. مشري او سختيو ګالل – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. د ظرفيت خلا – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. دا ستا کار به څوک کړي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  6. کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ (۲) – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: