پيچلې خبرې اترې د خپلو لاملونو له کبله ستونزمنې وي، او له پيچيليو چارو سره وارخطايی او ستړيا مل وي، چې له کبله يې د غلطې وينا او ټکو امکان هم ډير لوړيږي. مهمه نه ده چې دې خبرو اترو ته څومره تيار ياست، ستاسې تر ټولو بهتره پلان او کړنلارې هغه وخت بيکاره شي چې مقابل لورې په قهر شي يا ځان ته سپکاوی احساس کړي.
سره لدې چې ډير خلک خبرو اترو ته له ډيرو تياريو سره راځي، خو پدې ټولو کې يو مهم ټکی له پامه غورځوي، هغه په ستونزمنو خبرو اترو کې بايد خپل پيغام د مقابل لوري د احساساتو او نظرياتو په رڼا کې عيار کړي.
پدې لیکنه کې موږ هڅه کوو له هغه عامو اشتباهاتو او په ځانګړي ډول له ټکو او ويناوو يادونه وکړو چې ښايي ستاسې خبرو اترو ته لار پيدا کړي او د نورو اضافی ستونزو سبب شي، ورسره پر دې هم غږيږو چې ولې بايد له دې ويناوو ډډه وکړئ.
دا مه انګيرئ چې مقابل لوری ستاسې پر نظر پوهيږي
ځينې وخت ښايی فکر وکړئ چې تاسې سل په سلو کې پر حقه ياست، او ښايی داسې ټکي لکه “دې کې هیڅ شک نشته” “ټولو ته روښانه ده” “تاسې پوهيږئ” او نور، پداسې صورت کې تاسې واقعيت ته پر ساده توب وينئ، يعنې داسې باور چې فکر کوئ داسې واقعيتونه او شواهد شته چې ټول يې په څرګنده ډول ويني او ورسره موافق دي.
موږ استثناً په داسې تور او سپين حالات کې واقع کيږو، او هر څوک خپل لید لپاره دلايل لري نو ځکه که غواړئ چې بل لوری ستاسې اړخ ته راواوړي نو بايد يو څه اضافي لاملونه وربيان کړئ. نو دا حيرانتيا خبره نه وي، کله چې ستاسې خبرې يا ټکي په قصدي يا غير قصدي ډول بل لوري ته دا احساس ورکړي چې له تاسې سره د هغوی اختلافي نظر د حماقت يا ناپوهئ له کبله دی نو نور حتماً ټيټوالی يا سپکاوی احساسوي.
که چيرې په دې باوري ياست چې خپل نظر مو په ښه توګه بيان کړ، او بل لوری پوه شو چې څه وایاست، نو ضرور نه ده چې د خپلو نظرياتو لپاره داسې لاملونه هم بیان کړئ چې نظر مو څومره څرګنده او روښانه دی.
کله چې پوه شوئ مقابل لوري درک کړي ياست، نو له نورو لاملونو ډډه وکړئ، او هڅه وکړئ دا احساس ورنه کړئ چې هغه په غلطه ده، ځکه اکثره خلک فکر کوي چې د بل پر نظر پوهيدل يا هغه درک کول خپله د ناکامۍ او ميدان پريښودو پر معنا دی.
له پړسولو ډډه وکړئ
کله چې تاسې له داسې چا سره غږيږئ چې په دوامداره توګه يې ناهيلي کړي ياست، نو ښايی ورته وویاست چې “ته هميش…” يا “هيڅکله هم…” “هر وخت همداسې کړی…”
داسې پړسول به ستاسې اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او د محتوا پر ځای به د ګيلو تکرار سبب شي. هغه شخص ښايی دا هم ووايي چې ستاسې خبره رښتيا نه ده او داسې بیلابیل وختونه او ځايونه درته بیان کړي چې ستاسې خبره پکې صدق نه کوي.
که غواړئ چې يو څوک درته يو کار وکړي يا ترې ډډه وکړي نو له بې ځایه ګيلو ځان وساتئ، او له هغوی سره مرسته وکړئ چې د بحث لاندې چاره تمرکز وکړي، او پر شخصي اخلاقو او کړو وړو غرض مه لرئ.
نورو ته مه واياست چې بايد څه وکړي
نورو ته ويل چې څه بايد وکړي، په غير مستقيم ډول دا ښيی چې د يوې چارې سر ته رسولو يوازې يوه ځانګړې لار ده، او بايد هغسې اجرا شي.
هو، که مشر ياست يا د کورنۍ مسؤليت درپه غاړه وي او ځانګړي ارزښتونه او کلتور پالئ نو ښايي پداسې صورت کې ممکن داسې اصول وټاکئ چې له نورو سره باید څرنګه سلوک وشي، خو نور وختونه چيرې چې د يو چا مسؤليت نه وي در په غاړه يا له داسې چا سره غږيږئ چې تاسې يې مشر نه ياست، نو “باید څه وکړي” څخه ډډه وکړئ.
کله چې خلکو ته وويل شي “باید داسې وکړئ…” نو داسې احساس کړي چې تاسې لاره ورښاياست او که چيرې ستاسې “عالمانه” نظر نه وي نو ښايی سمې پايلې ته ونه ورسيږي. بهتره ده چې له داسې جملو کار واخلئ، لکه “آیا دې ته مو فکر کړی دی…”، يا “يو امکان يې دا دی…” يا “که داسې وکړو…” داسې او نورې ورته جملې ښايی هغه اغېزه درکړي د کوم په لټه کې چې ياست.
هر څوک پر خپلو واقعيتونو او حقايقو ښه پوهيږي، که يو څوک ځانګړی ډول عمل کړي نو هماغه به هغې لپاره لاملونه لري، که چيرې تاسې دغه اړيکې او هغه شخص ته ارزښت ورکوئ، نو ښايي لدې لارې يې څرګنده کړئ چې هغه پريږدي خپلې چارې په خپله طریقه مخکې يوسي.
خپلو احساساتو لپاره نور مه ملامتوئ
که چيرې د يو چا وينا يا عمل له کبله خوابدي ياست، نو طبعي ده چې احساساتي غبرګون به ولرئ. خو، که لدې بحثه تیر هم شو چې ولې د بل وينا یا عمل ستاسې پر احساساتو اغېزه وکړي، د خپلو احساساتو لپاره نور مسؤل مه ګڼئ.
د بيلګې په ډول، کوم همکار مو خبرې پرې کوي، تاسې سملاسي فزيکي نښانې ښاياست، مخ مو سور اوړي، د زړه ضربان مو تيزیږي او د فکر لړۍ مو ګډوډيږي. ښايی زړه مو وي چې ورته ووياست “زه غږيږم او ته ما قطع کوی، له کبله يې په قهريږيم”، خو که مو ورته وويل نو ډير امکان لري چې خبره به بحث ته وځي او خوابدي به پیدا شي.
ولې؟ ځکه هیڅوک نه غواړي چې د يو څه لپاره پړ وګڼل شي، په ځانګړي ډول داسې څه لپاره چې نورو ته زيان رسوونکي وي. نو ډير امکان لري د دې پر ځای چې د خپل عمل لپاره بښنه وغواړي د خپل سلوک، عمل يا نيت ننګه به کوي.
نو بهتره ده چې هیڅ غبرګون ونه ښاياست، دومره پوخوالی ولرئ چې خپل احساسات تر ځانه وساتئ، يا ورته ووياست چې ستاسې د خبرو تر پايه ځنډ وکړي يا که مو وينا پرې کوي نو پر تاسې بده اغېزه کړي.
چا شخصيت يا ريښتينولي مه ننګوئ
ښايي ځينې وخت احساس کړئ چې د يو چا له غير مسلکي يا غير اخلاقي سلوک سره مخ شوي ياست، خو که چيرې ورته ووایاست چې بې اخلاقه يا غیر مسلکي عمل دې وکړ، نو ډير امکان لري چې هغه دفاعي حالت غوره کړي. هر چا ته ځان محترم او په قاعده برابر ښکاري، نو که چيرې تاسې ترې داسې سلوک ووينئ چې د احترام او په اصولو برابر دغه حالت وننګوي نو ډير ښايی چې مقابل شخص ستونزه له اړونده سلوک څخه واړوي او پر خپل شخصيت يې بريد وګڼي.
بلکه، داسې کلمې او جملې وکاروئ چې وښيي ځانګړی عمل يا وينا ناخوښه يا نامناسبه ده. لکه که يو څوک پر وخت کار خلاص نه کړي، نو د دې پر ځای چې ورته وواياست دا يو غير مسلکي عمل دی، ورته ووياست چې زموږ نورې چارې هم اغېزمنوي. يا لکه څوک شميرې وروسته مخکې کړي نو ورته وواياست چې دا کار زموږ له اصولو سره په تضاد کې دی او زموږ اعتبار خرابوي، هڅه وکړئ عمل د ادارې له پراخه کړه وړو سره وتړئ او يوازې د شخص ملامتيا يې مه ګڼئ.
مه واياست – شخصي يې مه اخله
دا يو نيم به وويني چې يو کتاب خبرې در وکړي بيا به وايي چې شخصي يې مه اخله، خو له څومره چې مې اوريدلی يا ليدلی، هغه مقابل شخص (څوک چې دا خبرې کړي او وايي چې شخصي يې مه اخله) ښه پوهيږي چې خبره شخصي ده، خو راځه پر دې وينا يې يو څه راجوړه کړه.
هر کله چې يو څوک ستاسې د کوم عمل يا وينا له کبله خوابدی، قهر يا اغېزمن شي، نو دا ورته ويل چې شخصي يې مه اخله هسې پر ټپونو د مالګې شيندل دي. که ډير ځوريږئ نو بيا ورته وواياست چې زه پوهيږم زما عمل يا وينا پر تاسې بده اغېزه کړي يا ورته وواياست چې دا عمل تاسې (ويناوال) ته شخصي دی او زه نه پوهيږم چې د مقابل لوري په توګه به يې تاسې (اوريدونکي) څنګه ارزوئ، خو هدف مې پر تاسې شخصي بريد نه دی، که ځان دومره نه په عذابوئ نو بيا غلي کينئ. خبره وکړئ او وروستاړي ورپورې مه تړئ.
مه واياست – دا وړې خبرې دي
هر کله چې خبرو اترو ته کينئ تاسې له مقابل لوري اورئ، ډيرې داسې خبرې به واورئ چې ستاسې په نظر بې ارزښته يا وړی وي، نو که ورته واياست چې دا وړې خبري دي، تاسې مقابل لوري ځينې فکرونو ته ټيټ ګورئ، همداسې که هغه څه وايي او تاسې ورته غوږ نه نيسئ يا يې کم ګڼئ نو په خپله د مذاکرې عمل د پوښتنې لاندې راولئ يا مقابل لوری هڅوئ چې هره خبره غوړه او غټه کړي. هر څه ته غوږ ونيسئ، که چيرې کومې خبرې تاسې ته کوچنۍ ښکاري نو ورته ووایاست چې څه مشکل ورسره نه لرئ او که ډير مو زړه خارښ کوي نو ورسره ويې منئ او د اعتبار رامنځ ته کولو وسيلې په توګه يې وکاروئ.
خبرو اترو ته هر څوک له خپل لید سره راځي، ښايي څه چې تاسې ته کوچني ښکاري مقابل لوري ته مهم وي، او څه چې تاسې حياتي ګڼئ هغه يې په غم کې نه وي، هڅه وکړئ هر څه واورئ او له تللو/ اندازه کولو يې تير شئ.
خرڅول مه کوئ
د هیڅ چا احسان منل نه خوښيږي، په اکثره تعلقاتو کې وينئ چې يو لوری له لږ فشار سره خپل ټول احسانونه در حساب کړي، له خرڅولو زموږ هدف دادی چې دا مه واياست ما ستا لپاره دا وکړل او تا څه کړي دي. هر عمل غبرګون لري که چيرې مو څه ښه کړي وي نو هغه د خپل شخصيت کمال او اعتبار رامنځ ته کولو يا دې تعلق ته د ارزښت له اړخه وتلئ.
هر کله چې مو د احسانونه حسابول شروع کړل نو ډير امکان لري چې مقابل لوری هم هر عمل حساب کړي، ورسره دې ته هم متوجه شي چې معلومه نه ده کومه خبره به يې مخ ته راوباسئ نو هرې وينا او عمل ته به ډير فکر کوي او ورسره پر تاسې په اعتبار او ځان راسپړلو کې هم ښايی احتياط وکړي.
د شخصي باور خرابولو يو تر ټولو ښه وسيله احسان بارول دي، که چيرې يو څوک په دوامداره توګه مقابل لوري ته خپل ښه راسپړي نو ډیر ښايي چې دا تعلق هغه نتيجې او دوام ته ونه رسيږي د کوم چې ترې تمه کيږي.
پورته ذکر شوي ټکي ښايي ساده معلوم شي، خو کله کله موږ د بحث په ګرمه کې ډيرو بنسټيزه ټکو ته هم پام نه کړو، خبرې اترې يا مذاکرې اساساً د اعتماد او تعلق رامنځ ته کولو لپاره په لاره اچول کيږي، تر څو متقابل عمل لپاره مناسب چاپيريال رامنځ ته شي، او اړونده اړخونه يو بل ته دومره درناوی ولري چې يو بل ته مهمې چارې تر لاس لاندې ونيسي، نو ځکه هر کله چې تاسې دا باور او درناوی رامنځ ته کول د پوښتنې لاندې راولئ هملته مو د مذاکرې عمل زيانمن کړ.
ورته ليکنی: له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، ژبه او مفاهمه، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ