موږ ټول له ستونزو سره مخ کيږو، چې د ژوند له ساده چارو ښايی تر پيچيليو مسلکي او شخصي ستونزې کيدای شي، او اکثره وخت چې له دې ستونزو سره مخ شو نو بيا راڅخه لاره ورکه وي او لدې پوښتنې سره مخ يو چې څه وکړو. د ستونزو حل متخصصين وايي مخکې لدې چې تاسې د ستونزې د حل په لټه کې شئ، بهتره ده لومړی پر ستونزه سر خلاص کړئ.
پدې ليکنه کې موږ پر دې غږيږو چې څرنګه پر ستونزه سر خلاص کړئ، دې وينا ته هم ارزښت ورکوو چې “پر ستونزه ښه پوهيدل د هغې نيم حل دی”. اکثره وخت کله چې موږ له ستونزې سره مخ شو نو نه پوهيږو چې ستونزه څرنګه بيان کړو، پر ستونزې پوهيدل د هغې له بيانولو پيليږي.
عموماً، د ستونزې په بيانولو کې موږ له څلورو ننګونو سره مخ کيږو، او که غواړو چې خپل د ستونزې حلولو توان بهتره کړو، نو بايد هڅه وکړو چې ستونزې له لاندينيو څلورو لارو چارو له طریقه بيان نه کړو.
۱. داسې مه واياست چې ستونزه د يو څه د کمښت له کبله رامنځ ته شوې ده، لکه موږ پوره معلومات نه لرو يا پلانکي پوره هڅه نه ده کړې، ځکه کله چې تاسې ستونزه دا ډول بيان کړئ، نو دا يې پخپله حل دی، او لومړی موږ غواړو ستونزه په بهتره توګه بیانه کړو.
۲. له عمومياتو ډډه وکړئ، له ځينو به واورې چې له کوچنۍ ستونزې سره ټوله چاره تر پوښتنې لاندې راولي، يا د خپل همکار کوچنۍ ستونزه عمومي کړي، لکه لدې څه نه جوړيږي يا په دې اداره کې هميش دا ستونزه وي، لکه ټول لټان دي. هڅه وکړئ د شته معلوماتو او ننګونو په رڼا کې ستونزه بيان کړئ، لکه دا ډول چاره شپږ ساعته نيسي چې کولای شو په دريو ساعتونو کې يې خلاصه کړو.
۳. له ستونزې اغېزمنو خلکو پر نظر نه پوهيدل، کله چې له ستونزې سره مخ شو نو موږ يوازې دې اړخ ته ګورو چې پر موږ څه اغېزه کړي، دې ته نه ګورو چې مقابل لوری له ستونزې څرنګه اغېزمن دی، يا د هغې په اړه څه فکر کړي.
۴. ستونزې ته يوازې له يوه اړخه کتل، يو څوک چې په سيوري کې ولاړ وي هيڅکله به پوه نه شي چې لمر څومره ګرم دی، ستونزې ته يوازې له يوه اړخه کتل تل هغه ستونزه ښيي.
اوس که د ستونزې لپاره د حل په لټه کې شو، نو له هر څه وړاندې پر دې پوه شئ چې ستاسې وينا مهمه ده، یا هغه ټکي چې د ستونزې بيان لپاره يې ټاکئ مهم دي، که وواياست چې دا هیڅ حل نه لري نو له وړاندې مو قضاوت هم کړی، خو که وواياست چې ستونزه پيچلې ده خو حل به شي، وګورئ چې ستونزه څرنګه بيانوئ او څرنګه يې اندازه کوئ، پر دې وروسته غږيږو چې اندازه کول ولې مهم دي.
مثلاً، اکثره ادارې له دې سر ټکوي چې پر کارکوونکو هر څومره پانګونه وکړي بيا هم په اداره کې د دوامداره بهترئ دود نه رامنځ ته کيږي. اکثره کارکوونکي له ادارې غواړي چې دوی ته روزنه برابره کړي، خو ډير کم يې په خپلو چارو کې بهتري راولي، ځينې څيړنې خو وايي چې ځينې روزنې د ادارې/ کارکوونکي په چارو کې آن د ۱۰٪ بهترئ سبب هم نه ګرځي.
اوس که د همدې ستونزې بيان ته راشو، نو د ادارې د مشر په توګه تاسې دا ستونزه څرنګه بيانوئ، ښايي لاندې درې ډوله يادونه ترې وکړئ:
– زموږ يوازې ۱۰٪ کارکوونکو کار بهتره کيږي
– زموږ مديران، کارکوونکي نه پریږدي چې چارې ښې کړي/ نوو زده کړو عملی کولو واک نه ورکوي
– زموږ اداره په کال کې يوازې د ۱۰٪ بهترئ اجازه ورکوي
پورتنۍ دريواړه جملې يوه ستونزه بيانوي، چې په اداره کې دومره دوامداره بهتري نه راځي څومره چې يې مشران غواړي خو بيانول يې بدل دي، همدا بيانول بيا دا ښيي چې ستونزه بايد څه رنګ مطرح شي.
په لومړنۍ جمله کې تمرکز پر کارکوونکي دی، موږ د هغوی زده کړو او هڅونو ته ګورو. په دوهمه کې تمرکز پر مديرانو دی چې کارکوونکي بهترۍ ته نه پريږدي، چې مديران بايد څه وکړي. درېيمه بيا ټوله اداره رانغاړي چې څه رنګ چارو ته لومړيتوب ورکول کيږي، زيرمې څه رنګ ټاکل کيږي او کوم کار پيژندلی او تقديريږي.
د تمرکز توپير دا ټاکي چې ستونزې ته له کوم اړخه وګورو يا يې څرنګه حل کړو. د بيلګې په ډول که پر کارکوونکو تمرکز وکړئ نو ښايی کارکوونکو ته وواياست چې کارونه مو بهتره کړئ، که مديرانو ته وګورئ نو ښايي د هغوی پر روزنه کار وکړئ او که پر اداره تمرکز وکړئ نو ممکن د ادارې پر کچه کړنلارې او بدلونونه رامنځ ته کړئ.
مهمه نه ده چې تاسې ستونزه څرنګه بيانوئ، ټول يوه نه يو هدف لري، مهمه دا ده چې پر دې پوه شئ چې ستاسې د ستونزې بيانول او هغې ته له يوه اړخه کتل د ستونزې پر حل اغېزه لري، نو ځکه هر کله چې بل ځل له ستونزې سره مخ شوئ هڅه وکړئ څرنګه يې بيانوئ او اندازه کوئ، ښايي د ټکو کوچنی بدلون ستاسې پر فکر لويه اغېزه ولري.
ستونزې ته له کوم اړخه ګورئ د ستونزې پر حل ژوره اغېزه لري، داسې وي لکه چې تاسې يو اوږد مزل له یوه کوچني کوږ قدم څخه پيلوئ، يوه درجه يا اندکه کوږوالی مو په اوږده کې بل چيرې بيايي. په لاره کې خپل مزل سمولی شئ خو ولې يې له پيل څخه سم پيل نه کړئ.
لدې سره دې ته مو هم پام وي، چې موږ اکثراً ستونزې ته له هغه اړخه ګورو له کوم سره چې موږ بلد يو، که يو څوک زورور وي وبه غواړي چې هره ستونزه پر زور حل کړي، که چيرې مالداره وي هرې ستونزې ته به پيسې ور ارتوي، مهمه داده چې پوه شئ تاسې ستونزې ته له کوم اړخه ګورئ، بیا ځان باوري کړئ چې دا اړخ يې سم دی، له خلکو سره سلا وکړئ يا خپل موقف بدل کړئ او د مقابل لوري له نظره ورته وګورئ، او په پای کې دې ته پام وکړئ چې تاسې دا ستونزه څرنګه بيانوئ.
د ستونزې له حل سره د هغې اندازه کول هم مهم دي، مخکې لدې چې د ستونزې پر حل کار وکړئ، له ځان سره وټاکئ چې ستونزه څرنګه اندازه کوئ او بيا د حل ګټورتوب به څرنګه له دې اندازه کولو سره پرتله کوئ، لکه تاسې يو زوړ موټر لرئ، هر څه يې بهترئ ته اړتيا لري، خو تاسې د تيلو لوړ مصرف سره ستونزه لرئ، نو د ستونزې حل به دا وي چې د تيلو مصرف را کم کړي، که ټول موټر نوی کړئ او د تيلو ستونزه يې بيا هم پاتې وي، نو ستونزه نه ده حل شوې، مخکې لدې چې پر حل کار وکړئ، پوه شئ چې څه ستونزه بولئ.
ځکه د ستونزې بيانول دا ښيي چې تاسې ورته څنګه ګورئ او څرنګه يې غواړئ حل کړئ.
ورته ليکنی: په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ