بدلون د ژوند يو اصل دی، هیڅ څه پر خپل حال نه پاتيږي، هر څه بدليږي، ځينې وخت دا بدلونونه زموږ له خوښې سره سم وي او ځينې يې زموږ پر خوښه نه وي چې موږ يې خپله ناکامي بولو، يا مو زړه ماتې کوي، خو ژوند هیڅکله نه دريږي، بريالي هغوی دي چې له هر زړه ماتيدنې سره ځان راغونډ او بیا راپاڅيږي.
پر ملتونو او هېوادونو سختې راځي، د نن هر پرمختللي هېواد سختې ګاللي دي، هر هغه څه چې څوک فکر کوي ارزښت لري زحمت او خواري غواړي، انسان عموماً له شته حالت سره خوښ وي، سره لدې چې ښه به پوهيږي شته حالت دومره ښه نه دی، خو له بدلون څخه په شعوري يا غیر شعوري ډول ويريږي.
بدلون عموماً له ويرې او ابهام سره مل وي، زموږ باور تر ډيره پر دې ولاړ وي چې هر څه زموږ په لاس کې دي او هر څه چې وغواړم کولای يې شم، نو کله چې موږ له بدلون سره مخ شو نو دا هر څه په واک کې لرل مو د پوښتنې لاندې راځي، چې د دې پوښتنې سبب ګرځي چې که چيرې هر څه مې په واک کې نه دي نو زه به څه کړم.
دا ابهام يا ناباوري پيدا کوي، دا د راتلونکي په اړه باور نه لرل د ويرې سبب ګرځي، او ويريدونکي شخص څخه بيا ډير څه خطا وي، نو ځکه له هر څه تر ټولو دا مهمه ده چې يو څوک پوه شي چې يو څه پرې څه اغېزه لري.
انساني فکر په اړه ويل کيږي چې عموماً خلک ژوند ته له دوه ډوله فکر سره ګوري، يو ډول يې هغه خلک دي چې فکر کوي ژوند کې هر څه ثابت دي او د ډيريدو امکان يې نشته، هر څه له پيله ويشل شوي دي که در ونه رسيدل نو بيا نه دررسيږي، بيا بل ډول فکر يې دا دی چې ژوند يوه دوامداره پروسه ده، ضرور نه ده چې څه دررسيدلي دي خو ته کولای شي چې له دوامداره ودې يا هڅې سره ډير ترلاسه کولای شی.
که ژوند ته د يو ثابت واحد په توګه وګورئ نو ټاکلې پايلې لري نو هر کله چې هغې ټاکلې پايلې ته ونه رسيدئ ناهيلې کيږئ، لکه که چيرې تاسې خبرو اترو ته لدې فکر سره کينئ چې پر ميز ټاکلې اندازه پيسې دي پدې خبرو اترو او مذاکره کې بايد هڅه وکړم چې دا ټولې يا لږ تر لږه ستره برخه يې خپله کړم، يعنې دا باور ولرئ چې پيسې ټاکلي او د ډيريدو امکان يې نه شته.
لدې فکر سره به مقابل لور ته د دښمن په سترګه ګورئ يا به دا فکر کوئ چې د هغې برخه کمه شي تر څو زما ډيره شي، يا به حالاتو ته دا فکر کوئ چې هر څه وکړم حالات زما په تاوان دي او د حالاتو بدليدل زما د نيمګړتيا او وروسته پاتې کيدو سبب ګرځي.
خو که يوه دوامداره او مخ پر وده فکر ورته ورکړئ نو ډير څه ته رسيدلای شئ، اوس که همدې خبرو اترو ته له دې اړخه وګورئ چې د دې پر ځای موږ يو بل ته مقابل شو او د هغې ګټې پر کمولو خپله ډيره کړم، ولې دواړه کار ونه کړو او اصل لوی نه کړو، نو که چيرې پر ميز پيسې ډيرې شي يا داسې فکر ورته وکړو چې اصل ډير شي نو د دواړو ګټه به ښه شي.
لدې فکر سره تاسې هر حالت ته لدې نقطې نظره ګورئ چې د حالت بدلیدل زما په واک کې نه دي، خو زه کولای شم هغه څه تر نظر لاندې کړم چې کولای شي پر ما مثبته اغېزه وکړي، ورسره دې ته وګورئ چې د مقابل لوري په اوسني حالت کې څه ګټه ده او څه غواړي.
اوس که بيرته د ابهام او ويرې بحث ته راشو، نو بدلون نه دريږي، هر څه بدليږي، مهمه پکې دا ده چې يو څوک څرنګه کولای شي ځان لدې بدلون سره عيار کړي، که په ژوند کې اهداف لرئ، نو اهداف مو پر ځای پاتې دي، ښايي يوازې هغه اهدافو ته رسيدو لاره چاره مو بدله شوې وي.
د ابهام له منځه وړلو تر ټولو آسانه او ښه لار ځان پوهول وي، او هر څومره چې پوهيږئ، سر مو خلاصيږي چې هیڅ څه ثابت نه دي، هر بدليدونکي حالت ته بايد تيار اوسئ، ورسره پر دې هم پوهيږئ چې هر څه زموږ په واک کې نه دي، که له عقيدې اخوا هم ورته فکر وکړئ، هر څومره چې په حالات پيچلي کيږي هغومره د يوه شخص له واکه وځي.
د پيچلوالي يو اصل پر حالاتو د ډيرو عاملينو (فکټورونو) اغېزه ده، او هر عامل بيا د خپلو ګټو په رڼا کې عمل کوي، نو ځکه هره هغه چاره چې ډير فکټورونه (عاملين) ولري همدومره يې وړاندوينه سختيږي، بیا د همدې عاملينو د معاملو او تقابل له کبله پيچلې چارې ځان بدلوي او له يوه دوامداره بهير تيريږي.
بدلون د ژوند اصل دی، هر څه بدليږي، لدې بدلون سره اړونده ابهام او ويره زموږ پر احساساتو اغېزه کړي، دا احساسات بيا ښايي موږ داسې لارو چارو او کړو وړو ته برابر کړي چې په عادي چارو کې يې ښايي ونه کړو، نو ځکه له هر بدلون سره څوک بايد پوه شي چې زما پر احساساتو يې څه اغېزه کړی او څرنګه دا احساساتو زما پريکړې تر اغېزې لاندې راولي.
له بدلونه بهتره تيريدو لپاره، ښايي لانديني ټکي په پام کې ونيسئ.
(۱) هیڅ څه پر خپل حال نه پاتيږي، که نن فکر کوئ چې دا بدلون ستاسې په ګټه نه دی نو ښايي د همدې بدلونونو له کبله به له داسې لارو چارو سره مخ شئ چې هغه به مو په ګټه وي.
(۲) بدلون په خپل ذات کې ښه او بد نه وي، هغه فکر چې تاسې يې دې بدلون ته لرئ، هغه يې ښه او بد ټاکي، وګورئ چې تاسې يو بدلون ولې ښه يا بد ګڼئ، او آیا دا قضاوت مو پر ځای دی.
(۳) له بدلون سره د واک له لاسه ورکولو يا بيوسئ احساس مل وي، دا بیوسي ښايي د خپګان سبب شي، هڅه وکړئ دغه د بيوسئ احساس مطرح کړئ، انسان په هیڅ صورت کې بې وسه او بې توانه نه دی، يوازې ښايي د خپګان يا احساساتو له کبله نه غواړي هغه چارې ته لاس واچوي چې دې ته د بيوسئ احساس ورکوي، هر څوک د خپلو حالاتو بدلولو توان لري، اوس چې دا هڅه کوي يا نه، هغه بيل بحث دی.
(۴) له بدلون سره ابهام او ويره مل وي، ابهام د معلوماتو نشتون او احساساتو بې واکئ له کبله رامنځ ته کيږي، ځان پوه کړئ او پر احساساتو واک ولرئ، ويره مو “د يو څه نه کولو يا د يو څه نه کولو توان نه لرلو” له کبله رامنځ ته کيږي، ځان پوه کړئ چې پدې بدلون کې څه کولای شئ، کوم توان لرئ چې دا بدلون د ځان يا د نورو په ګټه واړوئ.
مهمه نه ده چې د ژوند هره چاره دې زموږ په خوښه وي، هر څه د بدلون په حال کې دي، کله کله يو نيم بدلون ډير لوی وي او هر څوک پرې غږيږي چې د دغې غږيدو له کبله موږ فکر کوو دا بدلون به رښتيا هم مهم وي چې هر څوک يې يادوي او ښايي پر هر چا اغېزه وکړي، خو بايد موږ ټول پوه شو ضرور نه ده هغه چې ټنګ ته چې ټول ناڅي تاسې هم ورسره په نڅا شئ.
ځان پوه کړئ بدلون چې آیا دا بدلون تاسې ته په شخصي توګه مهم دی، پر تاسې څه اغېزه لري، آیا د دې اغېزې بدلولو لپاره څه کولای شئ، څه اغېزه لري، ولې دا اغېزه ښه يا بده ده، زه څه توانونه لرم، څرنګه کولای شم لدې بدلون سره ځان عيار کړم، عقيده او پر الله توکل هم د همدې عيارولو برخه ده.
له بدلون څه د ويرې يوه لويه برخه ځان بې واکه احساسول وي، او هیڅوک بې واکه نه دی، يوازې هغه فکر غواړي چې څرنګه کولای شي لدې بدلونه ښه ګټه واخلي، فکر وکړئ لاره به پيدا کړئ.
ورته ليکنی: په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ