کيسه کا چې پخوا زمانه کې يو ځوان وو چې سفرونه يې خوښيدل. د زده کړې لپاره در په در، کلي په کلي، ښار په ښار ګرځيده، پوهه يې حاصلوله او هر څه يې ليکل.
يوه ورځ يوه ښکلي کلي ته ورسیده، چې د غرونو په څنډه کې پروت وو، شاو خوا يې شنه وه او تازه هوا يې درلوده چې هر نفس پکې تازه کیده. په دې ښکلي ځای کې دې فکر کاوه چې هر څوک به څومره خوښ وي، خو کله چې خلکو ته يې پام شو نو ټول خپه وو. دا خلک به زوړند، مړژواندي روان وو چې پښې يې ځان پسې راکاږلی. دې فکر کاوه چې دوی کالبوتونه دي ګرځي راګرځي او ارواه او خوښي نه لري.
لدې ليدو سره حيران شو او پدې هڅه کې شو چې لامل يې پيدا کړي. چا ورته د یوه هوښيار نښه ورکړه چې له کلي بيرون يوازې اوسیږي.
هغه چې کله دا هوښيار شخص ولید نو ورڅخه يې د حيرانوونکي سلوک په اړه وپوښتل. دې له هغه شخص څخه وپوښتل چې دا خلک ولې په ناهيلي حالت کې اوسي پداسې حال کې چې کلی يې دومره ښکلی دی. دا هوښیار سړی له خپلې کوټنۍ راووت او د غره څوکې ته يې اشاره وکړه.
ځوان ته يې وويل: هغې څوکې ته وګوره. هلته يو ببو/ بلا اوسيږي. له هغه ځايه رمباړې او چيغې وهي، چې د خلکو زړونه له ويرې ډکوي او خلک نه غواړي له ډير ضروري کار پرته له کوره واوځي. خلک چې لدې چيغو ويريږي يوازې د غلا ژوند کوي. دوی له ناچارۍ ژوندي دي. د مږو په څير غلا کوي او يوازې دومره خوري چې وجود يې روان وي. يوازې ورځ تر ورځ ژوند کوي او مرګ ته شيبې شماري. د دې ببو ويرې د دوی فکر نارامه کړی، ماغزه يې کار نه کړي او فزيکي ځواک يې ورخوار کړی دی، چې له کبله يې نارامه او ناهيلي دي.
دې ځوان ځان سره يو څه وخت فکر وکړ، بيا يې وويل چې زه د غره څوکې ته ځم او بيا به لدې ببو سره غږيږم چې ولې خلک ګواښي او ويروي يې. زه به ترې وپوښتم چې ولې خلک نه پريږدي چې په آرامۍ او خوښۍ کې ژوند وکړي.
هوښيار ورغبرګه کړه، غواړې د غره څوکې ته ولاړ شی؟ هيڅ په سد انسان به خپل ژوند له داسې ګواښ سره مخ نه کړي. زه در څخه هيله کوم چې د خپل ژوند لپاره له داسې چارې تير شه ځوانه!.
خو ځوان له ځان سره پريکړه کړې وه او له خبرې نه اوښته. هغه فکر کاوه چې دا کار بايد يو څوک وکړي او ولې يې زه ونه کړم. نو له کراره خو محکم ګامونو سره د غره څوکې په لور روان شو.
کله چې دا ځوان د غره څوکې ته ورسيد، نو رښتيا هم دا ببو/ بلا ستره ښکاريده، خو څرنګه چې د هغې په لور ور روان شو نو حيرانیده. هر څومره چې ببو ته ورلنډيده دا بلا همدومره کوچنۍ کيده. خو کله ډير ورلنډ شو نو ويې ليده چې دا بلا خو بيخي کوچنۍ ده، آن د دې قچې (کوچنۍ) ګوتې په اندازه هم نه ده.
ته څوک يې؟ ځوان ترې وپوښتل
زه ويره يم، ببو وويل
د څه ويره، ځوان وپوښتل
دا تر تا ده چې ته څوک يې. څه رنګه چې هر څوک ما ويني هغه تر هغې ده. ځينې له ناروغۍ ويريږي، هغوی ته زه مرض ښکارم. ځينې له بيوزلۍ ويريږي، زه هغوی ته فقر او بيوزلي ښکارم. هغوی چې له ډوبيدو ويريږي هغوی ته زه سيند ښکارم، هغوی چې له جګړې ويريږي زه ورته لښکر، سلاح او مرمۍ ښکارم.
خو هغوی ولې تا له خپلې اندازې ډير دومره ستر ويني، ځوان وپوښتل
زه هر شخص ته همدومره ستر ښکارم څومره چې د هغې ويره ده. او تر څو چې هغوی ما ونه مني، راسره مخامخ نه شي، راسره ښکر په ښکر نه شي او پر خپله ويره حاکم نه شي، هيڅکله به زما له اصل اندازې خبر نه شي.
عموماً، شخص له بيروني څه څخه ويره نه لري، بلکې له هغه غبرګون څخه ويره لري چې دا شخص يې له ځان څخه هغه بيروني عمل ته ښيي، لکه له دندې څخه شړل پخپله ويره نه لري، خو که چيرې شخص له بيکارۍ، بيوزلۍ يا عايد له لاسه ورکولو څخه ويره ولري نو بيا له دندې څخه شړلو څخه ويريږي.
داسې ګڼل کيږي، هر هغه څه په وړاندې چې موږ خپل غبرګون په واک کې لرلی شو، نو پر هغې واک هم لرو، خو که د څه په اړه چې موږ خپل غبرګون په واک کې نه شو لرلی نو هغه څه بيا پر موږ واک لري. هڅه وکړئ خپل غبرګون ته وګورئ يا لږ تر لږه پوه شئ چې زه به څه غبرګون ښيم.
په ژوند کې باید داسې اصول واوسي چې بنده هغې ته وفاداره پاتې شي، دا اصول ښايي هر څه وي، ضرور نه ده چې هر څه دې د ټولنې او نورو په اصولو وتلل شي، تاسې پخپله پوهيږئ چې دا څه دي، کله چې موږ د ځان لپاره دا اصول وټاکو نو بیا راته د ژوند لیدلوری معلوميږي.
يا ورته له دې اړخه وګورئ، چې ژوند د هيڅ چا لپاره نه دريږي، هر څه د تيریدو په حال کې دي، يوازې مهمه دا ده چې کله دا حالات تير شي تاسې به له ځان سره څه فکر کوئ چې ما دې هر څه ته څه غبرګون ښودلی وو، يا له يوه سپین ږيري څخه چا وپوښتل چې د ژوند تللو لپاره بايد ښه معيار څه واوسي، هغه ورته وويل چې کله مو زما په شان عمر وخوړ او پوهيږئ چې مرګ مې لنډ دی، خپل ژوند ته وګورئ او ووينئ چې څومره پښيمانئ لرئ، ښه ژوند هغه دی چې د اصولو په رڼا کې ستاسې د سپين ږيرتوب پښيمانيانې کمې وي.
نو کله چې موږ د اصولو له اړخه خپل ژوند ته وګورو، نو بیا د مسؤليت او ملکيت بحث ته راځو، موږ د خپلو اصولو په رڼا کې ځينې شيانو په وړاندې ځان مسؤل ګڼو، او بيا چې کله د همدې اصولو په رڼا کې پریکړې وکړو نو بیا د هغو پريکړو او د هغو پايلو ملکيت اخلو.
د ۱۹۶۰ کلونو شاوخوا کې په هند کې يو څوک وو، وايي چې میرمن يې ناروغه شوه، چې بايد لنډ روغتون ته يې رسولې وه، کله چې يې لنډ روغتون ته لاره اندازه کړه، نو تر ټولو نږدې روغتون ورته له غره اخوا وو او پر غره لار نه وه، نو بايد د غره غاړې ته يې اوږد مزل وهلی وای تر څو يې ناروغ روغتون ته رسولی وو، په همدې لاره رهي شو، خو تر څو چې روغتون ته رسيده نو ناروغه يې په لاره کې وفات شوې وه.
د ميرمن له اخيري رسوماتو وروسته يې فکر وکړ که چيرې دا غر نه وای نو ښايي روغتون ته زه ژر رسيدلی وای او ښايي په کلي کې نور داسې خلک هم وي چې د غره له کبله له ستونزو سره مخ وي، دا شخص وايي چې ما غره ته وکتل او ورته ومې ويل چې يو وخت به درباندې لار جوړوم.
له کلنګ سره غره ته ولاړ او لاس په کار شو، هر چا چې به ليده نو ورته به يې ويل چې څه کړی، ده ويل چې پر غره لار جوړوم، ټولو له دې کار څخه منع کاوه چې له دې ساده وسايلو سره پر غره لار نه جوړيږي، خو بیا يې هم خپل کار ته دوام ورکړ. دا شخص ورسره دا هم وايي چې ما هڅه وکړه دې کار لپاره د حکومت مرسته هم راوغواړم، په يوه ټاکنيزه غونډه کې مې د هغه وخت د هند مشر وزارت ته نومانده هم وليده او هغې راسره د مرستې ژمنه هم وکړه، خو بيا هم هیڅ ونه شو.
وايي همداسې مې کار ته دوام ورکړ، چې له نږدې دیرشو کالو زيار او زحمت وروسته يې پر غره لار جوړه کړه چې اوس د کلي خلک پرې آن له خپلو موټر سايکلونو او کوچنيو موټرو سره تګ راتګ کوي، پر همدې موضوع يو هندي فلم هم شته.
کيسه مې دې پورې وکړه چې که چيرې د ژوند لپاره يو ليد ولرئ ژوند مو آسانيږي، نن سبا د سياسي حالاتو او نظام بدليدو له کبله له ډيرو سره پوښتنې شته، خو دې ته وګورئ نظامونه ځي راځي، خلک ځي راځي، خو خاوره پر ځای ده، وطن او ولس پر ځای دی، په دې نړۍ کې هیڅ څه سل په سلو ښه نه دي او نه سل په سلو بد دي، ويې ګورئ چې چيرې يې له بدو اغيزمن ياست او چيرې پکې ښه وينئ.
که فکر کوئ چې بل ته مو بايد خير ورسيږي، يا هېواد ته د خدمت اصول لرئ يا نور داسې څه په فکر کې لرئ چې د حکومت د ملاتړ محتاج نه دي، نو ولس هم پر ځای دی او دا خاوره او وطن هم همدلته دی، نظامونه، حکومتونه او واکداران بدليږي، د بل افغان لاس نيولو لپاره بايد د حکومتونو اجازه وانخلئ.
عموماً موږ فکر کوو چې بې وسه يو، خو انسان بې وسه نه دی، يوازې دومره ده چې کله کله لاره ورکه کړي، ځان ته وخت ورکړئ چې لورې پيدا کړئ، هماغه لوري ته چې فکر کوئ ژوند تيرول پرې ارزي، ور روان شئ، ښايي ځينې وخت به مو مزل سست وي، خو مخ پر وړاندې درومئ، يو نه يو وخت به مو هدف ته ورسيږئ، او کله چې وروسته وګورئ نو پوه به شئ چې دې ټولو سختو تنګو مو ژوند او دا مزل ښکلی کړی دی، او د هغه څه پر قدر پوه شوئ چې پخوا درته بې ارزښته ښکاريده.
ورته ليکنی: بدلون د ژوند يو اصل، نور ناپوهه ګڼل، راويښيدل – د چاپير له فکر خلاصون، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ