وينا کا چې د خپلواکۍ ګټل آسانه خو پالل يې ستونزمن دي، يوه زمانه کې به هېوادونو د خپلواکۍ او پر ځان بسيايينې پر لور کار کاوه، خو وروسته خلک هوښیار شو ويې ويل چې له نورو پرته ګوزاره نه کيږي نو د نن په زمانه کې بهتره هېواد هغه دی چې نورو ته د باور وړ وي، نړۍ فکر وکړي چې کاروبار/ راشه درشه/ راکړه ورکړه ورسره کولای شي چې له کبله يې نړۍ پر يو بل د اتکا په لور روانه ده، پر ځان له بسيايينې ځکه تير شو چې فکر يې وکړ هغه څه چې زه په بل هېواد کې ارزانه موندلای شم ولې پرې خپل نفوس بوخت کړم.
لکه د جاپان کرکيله/ کرهڼه په نشت حساب ده او له نورو خوراکي مواد واردوي، خو د نړۍ له پنځو سترو اقتصادونو ګڼل کيږي، او کرکيلې پر ځای يې خپل ولس پر لوړو پیداواري او ګټورو کارونو بوخت کړی دی، هېوادونه آن دې ته هم ګوري چې زما د ولس د يوه شخص د يوه ساعت کار ګټه بايد د بل هېواد د يوه شخص له يوه ساعته ګټې ډيره وي، نو که همدا جاپانۍ بيلګه راواخلئ نو د جاپاني يو ساعت کار ګټه کولای شي دې شخص ته يوې اونۍ زراعتي پيداوار واخلي، نو ځکه په خپل هېواد کې کرکيله کمه کړي او د خپل ولس پر ګټو له نورو کرهڼيز مواد رانيسي.
د نن زمانه د پوهې زمانه ګڼل کيږي، چې د همدې پوهې له کبله ټکنالوژئ او د ژوند آسانوونکی وسيلې رامنځ ته کيږي، داسې هېوادونه او ولسونه وده کړي چې د ولس پر پوهه پانګونه کوي، يو وخت د ښکيلاک تعريف دا هم وو چې يوه غښتلي هېواد به د ضعيفه هېواد له طبعي زيرمو څخه ناوړه ګټه اخيسته، خو نن داسې ګڼل کيږي چې آن که تاسې بل هېواد وهم ونيسئ خو بیا هم د هغه هېواد د خلکو پر فکر او پوهه واک نه لرئ، د نن ښکيلاک له طبعي زيرمو اخوا د پر خپله پوهه او ټکنالوژئ د نورو هېوادونو روږدي کول او راړول دي.
آن له طبعي زيرمو ګټه اخيستنه هم پوهه او ټکنالوژي غواړي، آسټراليا په نړۍ کې د کانونو د استخراج يو تر ټولو مخکښه هېواد دی، په اکثره افريقايی هېوادونو کې د له اسټراليا ډيرې طبعي زيرمې شته، خو هغه عوايد چې آسټراليا يې له خپلو طبعي زيرمو لاسته راوړي او څرنګه يې کاروي له ډيرو وروسته پاتې هېوادونو بهتره دي.
فنلنډ، اسرائيل، سويډن، سنګاپور، سويلي کوريا او داسې نور ورته کوچني دي، خو له خپل نفوس او اقتصادي ځواک اخوا په نړۍ کې د خپلې پوهې، ټکنالوژئ او کشفیاتو له کبله مخکښه هېوادونه ګڼل کيږي، دا ډېر امکان لري يو له هغه ځيرکه وسيلو څخه چې تاسې يې کاروئ به د دې هېوادونو کشف وي يا به د دې هېوادونو د اولني کشف پر مفکوره جوړ وي، که همدا بحث د مذاهبو پر بنسټ وکړو نو یهودان سره لدې چې په شمېر کې تر ټولو کم دي خو په نړۍ کې تر ټولو مخکښه ساينسپوهان، ليکوالان، تاجران او نور پرنفوذه اشخاصو کې له نيمايي ډير یې همدوی دي، ورسره که همدا بحث د ساينس نوبل جايزو وړلو پر بنسټ نو پريکنده اکثريت يې يهودان او د امريکا اوسيدونکي دي، پدې ټول قطار کې يو مسلمان سايسنپوه نوبل جايزه وړې ده، چې هغه هم ډير مسلمانان مسلمان هم نه ګڼي.
ايپل، سامسونګ، مايکروسوفټ، ګوګل، بوينګ او نور داسې شرکتونه ډېر لوی نه دي، لدوی څخه ډېر لوی شرکتونه شته، خو دا د نړۍ تر ټولو باارزښته شرکتونه ګڼل کيږي، په نړۍ کې يوازې محدودو شرکتونو ته دا لقب ورکول کيږي، دا شرکتونه نه له ټولو ډېر مامورين لري او نه دومره وسايل لري چې د دوی ارزښت يې ميلياردونو ډالرو ته رسولی دی، يوازې دومره ده چې دوی پر پوهې او څيړنو ولاړې اداری دي.
که د نن په زمانه کې يو هېواد هر څومره د خپلواکۍ هڅه وکړي هغه مجبور دی چې پر يو بل د اتکا لاره خپله کړي، همدا لنډه بيلګه يې د ګوګل لخوا د افغانستان د دولتي بریښناليکونو بندول دي، ولې پسې يې موږ نه ګرځو يوازې دومره وايو لکه څرنګه چې په شخصي راکړه ورکړه کې د شخص اعتبار مهم وي همداسې له هېوادونو سره په راکړه ورکړه کې د هېوادونو اعتبار هم مهم وي.
له معلوماتي ټکنالوژئ پرته د هوايی الوتکو چلند، نظامي وسايل، د پاسپورټ او تذکرې ټکنالوژئ او نورې داسې بې شميره وسيلې او توکي شته چې موږ مجبوروي له نړۍ سره راشه درشه او راکړه ورکړه ولرو، آن زموږ د معلوماتو راټولولو په وسيلو کې داسې ډيرې ټکنالوژئ او پروګرامونه کاريدلي دي چې په دوامداره توګه لايسنسونو او نورو ته اړتيا لري تر څو ښه کار وکړي.
انسان تل وده کوي، هغه چې دا وده په کوم لور ده له هغه بحثه تيريږو، او د ودې يو اصل بدليدل دي، هوښيار هغوی دي چې له مقابل لوري سره د هغې په ژبه او آدابو وغږيږي، سمه ده چې موږ ته به يو غني او وياړلی تاريخ راپاتې وي، خو که موږ غواړو خپلو راتلونکو نسلونو ته وياړلی تاريخ پريږدو نو بايد نن وياړلی کړو، له نړۍ سره د هغوی په ژبه او د هغوی پر ټکنالوژيو وغږيږو.
که موږ دا ګيله کوو چې د ملت په حیث دوامداره ناکاميږو لدې دا هم بريښي چې پخوانئ ناکامه تجربې تکراروو او تمه لرو چې دا ځل به يې نتیجه بدله وي. که موږ آن نن هم د دولت او سياسي مداريانو په اصطلاح له سولې برخمن شو، بيا هم ډېر اوږد مزل راپاتې دی چې په پوهه او ټکنالوژئ کې خپلواکه شو، تر هغې چې موږ خپلې نجونې او هلکان داسې ونه روزو چې له نړۍ سره د هغوی په ژبه او اړونده جرات ونه غږيږي تر هغې به د نورو پرمختللي وسايل کاروو.
د حل لاره يې د ځان پوهول دي، په هېواد کې ابتکاراتو هڅول دي، د مختلف فکر او غږ اوريدلو زغم پيدا کول دي، انتقادي فکر زده کول دي يا هر هغه څه چې لولئ ضرور نه ده سم وي، خپله د ازاد او ارزوونی فکر زده کول دي چې هر څه وارزولی شئ چې دا ارزونه هم پر پوهه کيږي، خپل اولاد ته آزاد فکر او پرېکړې کول ښودل دي نه دا چې تر څلويښت کلنئ د پلار پر دسترخوان ناست وي، ورته دا ښودل دي چې ابتکارات وکړي هر څه وپوښتي او ورته ځواب پيدا کړي، که څوک د خپلو دلايلو لپاره له مذهب يا نورو عقيدوي اساساتو يادونه کوي دا جرات پيدا کول دي چې ولاړ شئ او پخپله يې منبع ولټوئ.
او په لويه کې له دولت او پوهنتونو دا تمه ده چې څيړنې وکړي، هغه هېوادونه چې پورته مو ترې يادونه وکړه يا داسې نور ورته هېوادونه د کشفياتو لپاره وزارتونه لري، نوو مفکورو ثبتولو او هغې تشويقولو لپاره قانوني لارې چارې لري او لوړ پوړي دولتي چارواکي يې پوهيږي چې زما د نن پوهه زما د سبا د خپلواکۍ او واکدارئ تضمين دی.
ورسره ادارو لپاره دا مهمه ده چې څيړنې وکړي، د خپل کاروباره په چوکاټ کې د ضیاع مخنيوي او نويو پيداوارو رامنځ ته کولو لپاره وسايل اختصاص کړي، او پدې پوه شي چې د نن کاروبار سيالئ اصل پر ابتکار او نوښت ولاړ دی، مخکې لدې چې ستاسې مفکوره څوک له تاسې ښه پياده کړي، بهتره ده چې نوې مفکوره رامنځ ته کړي، او د اشخاصو لپاره پدې پوهيدل هم مهم دي هغه څه چې نن قدرمنه پوهه او مهارت دی سبا پر هغې وخت تيريږي، ممکن يو څوک له تاسې پر هغې ښه پوه شي، نو ځکه مخکښ پاتيدو لپاره بايد دوامداره ځان پوه او نوي څه زده کړي.
او که هېوادونه غواړي خپلواکه پاتې شي نو بايد د نن د ټکنالوژيو ښه استعمال زده او راتلونکي لپاره خپل کشفيات او پرمختګونه ولري.
ورته ليکنې: پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت، د آنلاين لوبو بندول
ټولي:Social, Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ