دولتي تحصيلي ادارو څخه تمې

د يوه هېواد تحصيلي او تعليمي ادارې د هېواد جوړونې او منل کيدونکي فکر عامولو يو تر ټولو مهمې او اغېزمنې وسيلې دي، نړيوالو تل له خپلو تعليمي ادارو څخه د خپل فکر رواجولو او آن نورو هېوادونو کې د همفکره قشر روزلو لپاره پراخه ګټه اخيستې ده، په افغانستان کې د داسې خلکو بې شميره بيلګې شته چې د نورو هېوادونو له پوهنتونونو، مدرسو، تعليمي ادارو او نورو فارغين له خپل هېواده هغه هېواد ته ډير تاويږي راتاويږي.

نن سبا د دولتي تعليمي ادارو پر سياسي يا نه سياسي کيدو تاوده بحثونه کيږي، د پوهنتونونو د مشرانو پر ټاکنه انتقاد کيږي، دلته يې موږ د پریکړې پر ښو او بدو نه غږيږو، ځکه نظامونه د خپلې بقا او خپل فکر تپلو لپاره له هرې وسيلې کار اخلي، هغوی لپاره تر هر څه د خپل فکر او ځان ته وفادارو هڅول مهم وي، د پريکړو پايلو په اړه فکر د هغوی کار نه دی.

books on brown wooden shelf

لدې پرته، دولتي تحصيلي او تعليمي ادارې تل سياسي وي، دا يوازې زموږ نه بلکې د نړۍ په هر هېواد کې چيرې چې د دولتي ادارو له لارې وړيا تعليم او تحصيل برابريږي، هلته دولت دې ادارو لپاره اصول ټاکي، يا ورته لدې اړخه وګورئ هر څوک چې معاش ورکوي فرمان ورکوي، دولتي پوهنتون يا نورو تحصيلي ادارو چارواکي تل د دولت ټاکلیو اصولو په رڼا کې خپلې چارې پر مخ بیايي، او که نه وي بیا به معاش پسې در په در ګرځي.

دولتي تحصيلي ادارې تر ډيره د کيفیت پر ځای پر کيميت روانې وي، هلته دا هڅه کيږي چې هر څوک له ښوونځي فارغ شي، هر څوک ښوونځي يا پوهنتون ته راشي، دې ته نه ګوري چې دا خلک څه زده کوي يا نه، خو مهمه دا ده چې د ملت هر وګړی که وغواړي چې پوهنتون يا ښوونځی ووايي، بايد دا فرصت ولري يا لږ تر لږه هلته د داخلې امکان ولري.

ورسره، دولت د تعليمي نصاب له لارې د خپل فکر عامولو ښه وسيله په لاس کې لري، او دا فکر دې ضرور نه ده چې ملي هم وي، ځکه خپله دا ملي فکر تعريف تر ډيره سياسي او د حاکمې ډلې د سياسي نظرياتو په رڼا کې وي، د نصابونو داسې ډيرې بيلګې شته چې د پرون خاين د نن اتل وي او د نن حاکمان د سبا په خاينينو کې حسابيږي، د نصاب لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې د بازار له اړتياوو سره سم وي او فارغيدونکو پریکنده برخه يې دندې وموندلی شي.

دې سيمې او په ځانګړي ډول افغانستان کې د قلم قدر کم دی، سره لدې چې سياسي ملحوظاتو يا ټولنه کې د قبوليت له اړخه هر څوک د پوهه، لايقه او اهلیت لرونکو خلکو ته د چارو سپارلو خبرې کړي، خو په عمل کې نه په فردي او نه په حکومتي کچه دا رواج شته، هر څوک چې غواړي يو څوک استخدام کړي له ټولو وړاندې خلکو ته وايي چې يو څوک رامعرفي کړي.

زموږ تاريخ د ټوپک، تورې او توپ له اتلانو ډک دی، نظامونو ستره برخه مو تل پر زور چپه شوي يا لاسته راغلي دي، د مفکورې نظامونه هيڅ نه لرو، تاريخ مو جنجالي دی، داسې تاريخي نواميس مو ډير کم دي چې څوک پرې انتقاد ونه لري، په دې بحث کې مذهبي نواميس نه يادوم ځکه هغه ملي نه دي، او ډير پکې د ګناه له ويرې يا چا به پرې ډبولې يم له ويرې پکې څه نه وايي

دلته د افغانستان پر تعليمي نظام نور غږيدلي يو تعليمي نظام – دوهمه برخه.

group of fresh graduates students throwing their academic hat in the air

د نن د نښلول کيدونکو ټکنالوژيو په زمانه کې پوهه ولسي شوې ده، کله چې د چاپ ماشین کشف شو نو تر ټولو ستر مخالفت ورسره د هغه زمانې (عيسوي) مذهبي مشرانو او بډايه خلکو کاوه، ځکه مذهبي مشرانو فکر کاوه چې که چیرې هر څوک مذهبي کتابونه ولولي او د مذهب پر اصل پوه شي نو زموږ دوکانداري خرابيږي، او بډايو فکر کاوه چې که هر څوک پوه شي نو زموږ مرييتوب به څوک کړي.

کله چې د چاپ ماشين استنبول ته راوړل شو نو د هغه وخت عثماني خلافت مشرانو تر څو لسيزو د هغې د کارولو اجازه نه ورکوله پر دې ويره چې که چيرې اسلامي کتابونه د هر چا لاس ته ورسيږي نو له اسلام څخه زموږ تعبير به له خطر سره مخ شي، نن انټرنېټ او د نښليدو پراخه وسيلو او ټکنالوژيو پوهه له زورواکۍ راوويسته او هر څوک کولای شي پر هر څه ځان پوه کړي.

د نړۍ د ډيرو معتبرو پوهنتونونو نصاب آنلاین شته، هر څوک کولای شي ويې لولي او ترې ګټه واخلي، په پوهنتون کې ښوونکی نه شي کولای چې هر څه يې زړه وي هغه تدريس کړي، زده کوونکي کولای شي پر هره موضوع او هر بحث کې يې وننګوي، دلته خبره دا نه ده چې پوهه يوه ځای پورې محدوده ده، خبره دا ده چې آیا څوک غواړي ځان پوه کړي او بیا دا پوهه وکاروي.

view of floating open book from stacked books in library

د نن زمانو د پوهنتونونو ارزښت مخ په کميدو دی، سره له دې چې موږ وايو نن زمانه د پوهې زمانه ده، خو له پوهې ډيره د مهارت زمانه ده، په تاريخ کې هر څوک پوهيږي چې احمد شاه بابا ولاړ او هند يې ونيو، خو که نن چا ته همدا نظامي وسايل او سرتيرې ورکړي آیا کوم ځای به فتح کړي، يا که تاسې د پيپسي فارمول ګوګل کړئ نو آن تر ملي ګرامه درته هر څه وايي خو آیا پيپسي جوړولای شئ

(ـ(د پوهې او مهارت پر توپير دلته غږيدلي يو پوهه که مهارت.

زموږ پوهنتونونو تل فارغين ورکړي دي، په هر نظام کې مو سلګونو زره فارغين لرل، خو په دوی کې څومره دومره ګټور واقع شو چې هېواد يا يوه اداره په ښه لوري رهبري کړي، زموږ د طب فارغ د څو سوو ډالرو لپاره ژباړې کړي، انجينر مو په ملګري ملتونو کې موټروان وي، د زراعت فارغ مو ژورناليست وي، ژورناليست مو شاعر وي، او داسې نور ډير په ګډوډو سر وي.

اوس که له دوی څخه څوک وپوښتي، چې د هېواد په کچه بهترينو پوهنتونونو کې مو وړيا درس ووايه، د دې غريب ملت وسايل درباندې مصرف شو، آیا کله مو له ځان سره فکر کړی چې تاسې د يو بل چا حق نه دی خوړلې چې کولای يې شو ښه ډاکټر يا انجينر شي، يا آیا له ځان سره مو ظلم نه دی کړی چې اووه کاله يا له هغې کمې ستونزې مو وګاللی خو بیا مو مسلک پريښود.

هر څوک د ځان لپاره د مسلک او لارو چارو ټاکلو واک لري، او دلته دا پوښتنې د يو چا ملامتولو لپاره هم نه دي، انسان له وخت سره هوښياريږي، ښايي په پيل کې يو چا ته مسلک راښکونکی ښکاره شي خو وروسته يې له بل څه سره مينه پيدا شي، خو د افغانستان په څير هېوادونو کې د مسلکونو پريښودل يا هغوی چې بهر ته په دولتي بورسونو او امکاناتو ځي او هلته بیا له درس وروسته تښتي او هېواد ته نه راستنيږي، دا ډول پديدې ډيرې دي.

په نړيواله توګه د پوهنتونونو ارزولو او درجه بندۍ لپاره اصول شته، سره لدې چې ځينې يې تجارتي اړخ هم لري خو ځينې اصول يې بيا ډيرو ته د منلو وړ دي، په هغوی کې مثلاً د پوهنتون په کچه څيړنې دي، چې پوهنتون کوم ښوونکي يا چارواکي په نړيواله کچه اعتباري څومره څيړنې کړې دي، څومره يې د نوبل جايزې لري، څومرو يې د فزيک کوم نوی قانون کشف کړی، څومرو يې کوم درمل کشف کړي، څومرو يې کوم نوی سياسي مفکورې ورکړي دي، څومرو يې په ادبياتو کې نوبل ګټلی، او داسې نور ډير معيارات شته چې ښايي پوهنتون ارزښت ډير کړي.

پوهنتونونه په ټولو اسلامي هېوادونو کې خوار او زار دي، موږ خو بیا هم هر څنګه چې يو هغه به پریږدو، په مالي توګه په نړۍ کې تر ټولو غني پوهنتون په سعودي عرب کې دی، او اکثره د ډيرې بودجې لرونکو پوهنتونونه په عربي هېوادونو کې دي، ځينې ته خو يې آن څو عربي هېوادونه مرستې ورکوي، خو که له چا وپوښتو نو ډير يې آن ښايي له نومونو هم نه وي خبر.

سره لدې چې غرب د خپل فکر ترويجولو لپاره ډيرې هڅې کوي، خو مسلمانانو بدبختانه تر اوسه تعليم هم ټولو لپاره مسلمان نه کړ، زموږ ډير پوه خلک تر اوسه د مدرسې فارغ ته پر هغه قدر او درناوي قايل نه دي چې دوی يې مستحق دي، او ملايانو او د مدرسې فارغينو تر اوسه د عصري علومو زده کوونکو ته د اسلام سند ورنه کړ، موږ تر اوسه آن په تعليمي نظامونو کې د يو بل پښې وهو.

پوهنتونونه د مامورينو روزلو لپاره ښه دي، خو که مشران غواړو، داسې څوک غواړو چې د نن په سيالئ کې د سيالانو سيال وي نو بايد تحصيلي نظام او اړونده ادارې د بازار او مهارتونو له اړتياوو سره برابرې کړو

دلته پرې نور غږيدلي يو د نړيوال تعليمي نظام ناکامي .

سره لدې چې دې دوامدارو انقلابونو هېواد ته ډيرې بدبختۍ راوړې، خو تعليم په لور يې د خلکو سترګې پرانيستی، پداسې هېواد کې چې خلکو خپل اولاد له ښوونځي پټاوه نن خپلې لوڼې شخصي ښوونځيو او پوهنتونونو ته لیږي، د ملت په توګه موږ نوی د پوهې په لار مزل پيل کړی دی خو فکر مو تر اوسه په پخوا کې بند پاتې دی چې پوهه يوازې تر پوهنتونه يا ادارو محدوده ده او که زه کوم کتاب راواخلم یا په خپل مسلکې کې پاتې شم يا پرې څه وليکم نو ښايی چې قیامت راشي.

ورته ليکنی: ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول، خپل آمر لړلو لپاره بهانې مه جوړوئ



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , , , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Google photo

You are commenting using your Google account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: