مشري او سختيو ګالل

مشري او سختئ اکثره وختونه سره يوځای وي، د مشرئ يو تر ټولو اساسي تعريف نابلدو شيانو سره کار دی یا هغه چارو ته لاس اچول دي چې نور ترې ډډه کوي، نو هر کله چې تاسې له نابلدو سره کار کوئ نو له سختیو سره به مخ کيږئ، د ټولنې يا حاکمو طبقو چې په اوسني حالت کې يې ګټه ده مخالفت به وينئ، او ډير ښايی چې د همدې مخالفتونو له کبله به له ستونزو او عذابونو سره مخ کيږئ.

person standing on mountain

مشري نابلدو کارونو او هغه چارو ته د نورو لارښوونه ده چې ستونزمن، نابلده، نامعلوم او ناخوښي وي، او تر ټولو مهمه دې چارو ته د مشر په توګه ځان قانع کول دي چې پر سختيو ارزي او لومړی بايد زه د مشر په توګه دغه بار ته اوږه ورکړم، وروسته که څوک راپسې دريږي نو ډير ښه، خو که چيرې نور راپسې نه دريږي او زه باور لرم چې بايد دا کار وشي، نو د نورو نه ملاتړ د هغه کار ارزښت نه کموي.

آن که مشري له مذهبي اړخه هم راواخلئ، په دې دنيا د الله (ج) پيغمبران يو تر ټولو ډير کړيدلي بنده ګان دي، چې د همدې کړيدنو او سختيو له کبله پاخه شوي او د دين سترو چارو ته يې اوږه ورکړې ده.

که د سپيڅليو رسولانو ژوندونو ته وګورئ، تر محمد رسول الله (ص) پورې ټولو سختۍ ګاللي دي، که د ټولنې لخوا شړل وي، اور ته غورځول وي، په غره کې قيد او د ونو پر پاڼو ګوزاره وي، زندان وي، د وجود ناروغۍ وي، د نهنګ په خيټه کې ژوند وي، هره سخته چې په نړۍ کې ترې يادونه کيدای شي، د الله نيکو رسولانو هغه ګاللی ده.

د دوی په ټول ژوند کې اساسی اصول د صبر او هغه پيغام او کړنلارو ته ريښتوني پاتې کيدل وو، د کومو لپاره چې دوی دنيا يا خپلو ټولنو ته راليږل شوي وو.

لکه څرنګه چې اوس د دين تشريح او ټيکه د ارګ له واکدارانو سره ده، نو آن که له مذهبي بحث څخه راتير هم شو، د دين علماوو ته وګورئ نو دوی هم زندانونه او سختۍ ګاللي دي، د تاريخ په اکثره مواردو کې په ځانګړي ډول هغه عالمان چې له غوړه مالۍ لږ ليري او درباريان نه وو، اکثره يې غريب او د حاکمې طبقې د غضب لاندې وو.

د نورې نړۍ مشران وګورئ هغوی هم ډيرې سختې ګاللي دي، که له باچا خان يې تر ګاندي يا تر منډيلا يا نورو يې حساب کړئ ټولو سختې تنګی ګاللي دي، چې همدا سختې اکثره وخت پر هغه فکر يا عقيده د ټينګوالي دلالت کوي چې دوی يې غواړي نورو ته وښيي.

که چيرې يو څوک پر يو څه کلک باور لري نو د هغې لپاره هر ډول سختۍ ګالي، بیا همدا سختۍ په راتلونکي کې دوی هغه بار او زيارونو ته تياروي چې دوی يې بايد د خپلې عقيدې او مفکورې عملي کولو لپاره وګالي.

که د مذهب، علم او له سیاست نړۍ اخوا د واکدارۍ او قدرت غوښتلو نړۍ ته هم راشو، نو هغوی چې واک او چوکۍ ته رسيدو لپاره جنګيدلي دي هغوی هم سختۍ ګاللي دي، له زندانونو، تر بمباري د کورنيو د کړاوو تر زغملو له هر څه تير شوي دي تر څو چې چوکيو ته رسيدلي دي.

مشرۍ ته رسيدل يې يو زحمت غواړي بیا د همدې مشرۍ له هغو تمو سره سم پالل بل زحمت غواړي، کومې تمې چې ترې خلک لري، داسې بيشميره بيلګې شته چيرې چې خلک مشريو ته رسيدلي وي خو بيا د خپل ملاتړو پر تمو برابر نه وي راغلي.

ګاندي خپلو سر سخته هندوانو له ملاتړو له ډلې څخه يوه وواژه، منډيلا پسې يې د خپل ګوند خلک راپاڅیدل چې د ولسمشرۍ نه دی، غفار خان پسې يې آن نن هم ټول ملت نه دريږي.

د مشرئ په لور مزل له سختو، تنګو او غورځيدو پرځیدو ډک وي، هر هغه څه چې ارزښت لري پر زحمت ارزي او له سختيو وروسته لاسته راځي.

نن سبا د تحصيل په اړه ډيرې خبرې اوريدل کيږي، د پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو معاصرو زده کړو فارغينو ته ويل کيږي چې هسې مو خپل وخت ضايع کړی دی، يا د تعليم او پوهې مراکز د فحشا ځايونه بلل کيږي يا پاک لمنو ميرمنو او نجونو پسې د هغوی د پوهې او د ټولنې بدو دودونو او رواجونو ماتولو له کبله بد ويل کيږي.

د همدې خبرو او حاکمې طبقې ورته سلوکونو له له کبله هغوی چې زحمت يې ګاللی او ځان يې رسولی دی له ځان پوښتي چې ولې يې درسونه لوستي، ولې بدو رواجونو په وړاندې دريدلي دي، ولې يې داسې څه په لور زحمت ګاللی چې د دوی او د ټولنې د ودې سبب ګرځي.

هغوی ته چې د نورو د خبرو له کبله ناهيلي کيږي، له دې خبرې صرفنظر چې ولې چا ته دا حق ورکوئ چې ستاسې زحمتونه پر صفر ضرب کړي. د مشرۍ د اصل په توګه خپلو زحمتونو او سختيو ته وګورئ.

که فکر کوئ چې دا سمه پریکړه وه نو ضرور نه ده چې هر څوک قانع کړئ، که د اسلام مبارک دين له اړخه د پوهې پر ارزښت و هم نه غږيږو چې پوهه يوازې نافع (ګټور) او غير نافع اړخ لري، او دا د استثماري او غلاميو زيږيدلی فکر دی چې پوهه يې پر دين او دنيا ويشلې، هغوی چې پر خپله پوهه او د ټولنې پر پوهولو زحمت ګالي د نن او سبا مشران دي.

د نن سختۍ، د نن ټپونه مو سبا لپاره برابروي، داسې فکر وکړئ يو ټوټه څيرې شي يا لوښی مات شي تاسې ورته پيوند ږدئ، نو راتلونکي لپاره مو د پيوند ځای غښتلی وي. همدا ټپونه او ناهيلي تاسې غښتلې کوي.

متل کا چې د زرو قدر په زرګر وي، که لال له ايرو راووځي يا د زرګر له دوکانه یا شاه له خزانې، لال هماغه لال دی، دا وطن له لالونو ډک دی، که ړانده يې نه ويني هغه د هغوی ګناه ده، ولې بايد خپل ارزښت د نورو په منښت کې وګورئ، ولې بايد دې ته اړتيا ولرئ چې نور تاسې ته ووايي، چې ارزښت مو څه دی.

کيسه کا چې مولانا بلخي يوه ورځ پر آس ناست وو چيرې روان وو، چې په دې وخت کې يو فقير راغی او لاره يې ور ونيوله چې يوه پوښتنه لرم، ده ورته ويل چې اوس خو په منډه يم، ته ولاړ شه په کور کينه چې راغلم بیا به سره کيسې کړو.

خو فقير ويل چې پوښتنه مې لنډه ده او ښايي تا ته يې ځواب هم لنډ وي.

نو فقير ورڅخه وپوښتل چې ولې داسې کيږي چې ځينې خلک دوه ورځی لمونځ اودس وکړي يوه دوه روژې ونيسي نو بيا ورته ځان بزرګ او د دين ټيکه دار ښکاري، د نورو په دينونو او کړو وړو کې نقص راوباسی او کبر اخيستي وي، خو د دې په پرتله داسې ډير خلک شته چې ټول عمر الله ته په سجده وي او د نيکانو نيک وي خو نه پرې څوک پوهيږي او نه يې په سلوک کې بدلون راځي.

مولانا ورته ويل: داسې فکر وکړه چې د کوزې او سمندر بيلګه ده، ځينې خلک د کوزې مثال لري، چې همدومره يې ظرفيت وي چې کله ډک شي نو اوبه يې تر څنډو بهيږي، خو د دې په مقابل کې بيا ځينې خلک د سمندر مثال لري چې د ټولې نړۍ سيندونه ور وبهيږي خو د دې اوبو په اندازه کې يو سانتي متر فرق هم نه راځي.

مشرۍ ته رسيدل يو زحمت غواړي، بیا د هغې پالل او اړونده سلوک يې بل زحمت دی، کله چې يې نااهلو ته وسپارئ نو بیا همداسې وي چې يو دې زده کړو پورې ملنډې وهي او بل دې د تعليم او تربيې مراکز د فحشا ځايونه بولي.

هیڅ څه پر خپل حالت نه پاتيږي، ښه مشران له خپل وخت وړاندې فکر لري، هغه څه ويني چې نور يې نه ويني، که فکر کوئ چې ښه پوهه مو تر لاسه کړې، پر خپل زحمت او زده کړه باوري ياست او د دې وطن او د يوه بل افغان په کار راځئ نو بيا د بل قبوليت ته اړتيا نه لرئ، ستاسې زحمت او ريښتينولي به تاسې برياليتوب ته ورسوي.

وايي امير خسرو شيريني ته ويل چې دنيا ښکلې او خوږه ده چې کاش تل وای، شيريني ويل چې که تل وای تر تا به نه رارسيده.

ورته ليکنی: په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , , , , , , ,

3 replies

Trackbacks

  1. ملکيت، خدمت او ارزښتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: