ولې کړنلارې کار نه کړي، ځکه موږ د سمو شيانو اجرا په اړه کافي پوهيږو. دا زموږ د « ۱- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه » لړئ دوهمه ليکنه ده، په لومړئ برخه کې موږ د معلوماتو پر محدوديت غږيدلي يو، پدې برخه د دې کړنلارو د محدودې اغيزې د لامل په توګه د پوهې له محدوديته غږيږو.
د پوهې محدوديت
بشري ټولنې اصلاح او ودې لپاره د دولتي کړنلارو جوړول پخپله د څيړنې يو عمل دی. هر کله چې دولت مداخله کوي، نو بايد شته ستونزې په اړه چې غواړي حل يې کړي، کافي پوهه ولري، او بايد د دې وړاندوينې توان هم ولري چې دا وړاندينې کيدونکی حل به ستونزه څرنګه له منځه يوسي يا به يې اغيزه راکمه کړي.
پر ستونزه پوهيدل او د هغې لپاره حل وړاندې کول څيړنه غواړي. هره مداخله بايد د بدلون له تيورئ تيره شي، يعنې بايد پوه شو چې د اوسني حالت او زموږ د خوښې راتلونکي حالت تر منځ توپير څه دی، څرنګه بايد هلته ولاړ شو، څرنګه پوه شو چې په سمه لار روان يو، څرنګه پوه شو چې هلته ورسيدو، او هر کله چې ورسيدو له اړونده ويرې او مقاومت سره بايد څه وکړو.
له ژورې پوهې پرته، د پاليسۍ جوړولو پروسه د سياسي جوړجاړيو او تجارتي ملحوظاتو ښکار کيږي، او هغوی چې ډير اختيارات او وسايل ولري پر دې پروسه ناوړه اغيزه ښندي. هر کله چې موږ لوړه پوهه او فکر ونه لرو، نو د مټ له زوره کار اخلو.
يوه لاره چې اکثره هيوادونه ترې د عامه کړنلارې جوړولو لپاره کار اخلي، عملي څيړنې دي، څرنګه چې د دولت وسايل کم وي، مهمه نه ده چې تاسې د نړۍ کوم هېواد بيلګه راخلئ هر چيرې عامه ادارو وسايل محدود وي، نو هيوادونه څه کړي چې له هرې ادارې چې غواړي عامه وسايل وکاروي، څخه هيله کوي چې د خپلې کړنلارې لپاره د عامه څيړنې پر اساس موندل شوو واقعيتونو او موندنو په رڼا کې د خپل کړنلارې دفاع وکړي.
لکه، ځينې هېوادونه پر ادارو د بيې او ګټې ارزونه ږدي، يعنې مخکې لدې کومه کړنلاره عملي شي، له ادارو غواړي چې د هر مصرفيدونکی افغانۍ ګټه بيان کړي، يا وښيي چې په راتلونکي کې به دا کړنلاره او قانون هېواد او ملت ته څه ګټه ولري. لکه که دولت وغواړي نوی اداره جوړه کړي، نو غوښتونکي باید د څيړنې د موندنو پر اساس د دولت لوړ پوړي چارواکي قانع کړي چې دا نوی اداره به څه ګټه ولري، او ولې په اوسني جوړښت کې دا ګټې لاسته نه راځي.
دا ډول څيړنې عموماً د ټولنيزې پوهې څانګو له لارې کيږي، ښه بيلګه يې د پوهنتونونو له خوا فارغيدونکو زده کوونکو څيړنې دي چې کولای شي دولتي چارواکو سره د هغوی په پريکړه کولو کې مرسته وکړي، دولت کولای شي پوهنتونونو او نورو تحصيلي ادارو سره داسې يوه توافق ته ورسيږي، چې لدې پوهنتونونو فارغيدونکي د اقتصاد، تجارت، ادارې، ارواه پوهنې، سياست، څارنوالي، قضا، کمپيوټر، معلوماتي ټکنالوژي او نورو څانګو زده کوونکي له دولت سره يوځای ګټورو څيړنو ته لاس واچوي.
دا ډول څيړنې له دولت سره مرسته کوي، د اوسنيو کړنلارو پر اغيز پوه شي، شته ستونزې او فرصتونه وپيژني، پر دې پوه شي چې پر کومه روان يو، څرنګه کولای شو داسې کړنلارې جوړې کړو چې د اوسنيو ستونزو مخه ونيسي، او په دوامداره توګه پوه شي چې د کومو ساحو پر مطرح کولو او د شته ستونزو پر حلولو د ټولنې لوی قشر ته خدمتونه او ژوند آسانولی شو.
د نن په زمانه کې چې ټکنالوژيو د ولسونو نظرونو راغونډول آسانه کړي دي، دولتي او عامه ادارو پريکړو پر وړاندې ډير ژر غبرګون ښودل کيږي، نو ځکه يو عام منل شوی تمرين دا دی چې پريکړه کيږي د خلکو غبرګون د دې پريکړې د عملي کولو لارو چارو په اړخونو کې په پام کې نيول کيږي، پريکړه عملي او د هغې اغيزې په رڼا کې راتلونکې ګامونه ټاکل کيږي.
نو ځکه څيړنه او شواهد مهم دي، نه يوازې د کړنلارو جوړولو لپاره بلکه د دې کړنلارو عملي کولو پريکړو لپاره هم بايد پوه شو چې کومه يې بهتره لار ده. د عامه کړنلارو اکثره ستونزې د دې له کبله وي چې د دې پريکړو اوږدمهاله اغيزې نه وي ارزول شوي، او دې ته نه وي کتل شوي چې که پريکړه عملي شي، پر بیلابيلو اړخونو به څه اغيزه وکړي. سره لدې چې اکثره پريکړې له ښه نيته او د ولس د ستونزو حل له نقطې نظره کيږي، خو يوازې په ښه نيت او خپلو حواريونو تر منځ پر مشوره هېوادونه نه چليږي.
په افغانستان کې د ټولنې د څيړنې او معلوماتو پر بنا راټولې شوې پوهې پر اساس پريکړې په نشت برابر دي، د پوهې برابرولو ادارې مو څيړنې ته اړونده پاملرنه نه کوي، او د دولت کړنلارې جوړوونکی ادارې بيا لدې څيړنو ګټه نه اخلي.
څيړنې عموماً خپله يوه منل شوې پروسه لري، چې د راټول شوو معلوماتو په رڼا کې وړانديزونه کوي، دا وړانديزونه د عامه ادارې له کړنلارو جوړوونکو سره مرسته کوي چې په ټولنه کې څه روان دي، د نن سبا ډيرې پريکړې د ابهام او معلوماتو په خلا کې کيږي، دا ستونزه يوازې زموږ نه ده، بلکه اکثره هېوادونه ترې تر يوه نه يوه حده اغيزمن دي، خو زموږ په څير هېوادونو کې چې د ټکنالوژئ په مرسته راټول شوو معلوماتو ته هم لاسرسی نه لرو، ډير اغيزمن يو.
داسې نه ده چې څيړنې دې د هرې ستونزې حل وي، هر کله چې موږ د ټولنې شته ستونزو په اړه معلومات راټول کړو، که چيرې آن د بهترينو معلوماتو پر اساس هم پريکړې وشي، ټولنې بدليږي، ستونزې شکل بدلوي، او پريکړې اغيزې لري، خو د څيړنې او پوهې پر اساس شوې پريکړې عموماً له نورو بهتره وي او د ټولنې د لويې برخې ستونزې حلوي.
(په راتلونکي برخه کې د زيرمو پر محدوديت غږيږو)
ورته ليکنې: ۱- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه، دولتي تحصيلي ادارو څخه تمې، نور ناپوهه ګڼل، الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، پوهه که مهارت
ټولي:Social, Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ