هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه برخه

په دې برخه کې هم موږ په مشرۍ کې د شخصي نیمګړتياوو بحث ته دوام ورکوو، په لومړئ برخه کې د مشر پر دوو (پر ځان له حده ډير باوري او بې حوصلې مشرۍ) عمومي نيمګړتياوو او د هغې لپاره پر ځينو وړانديزونو وغږيدو، پدې اخيري برخه کې موږ له دوو نورو عمومي نيمګړتياوو يادونه کړو.

لاسوهونکی مشر

ځينې مشران غواړي چې هر څه او هر څوک د دې په خوښه کار وکړي، هر چا ته يې ټاکلی لار په نښه کړې وي چې پر هغې بايد روان وي. دوی د نوی يا غير رواجي او نابلدو خبرو له قبلولو سره ستونزه لري. په هر څه کې لاس وهي.

دا چاره او سلوک د مامورينو او نورو د غږ غلي کولو سبب ګرځي، چې له کبله يې کار تل له ټيټې ګټې او منل شوو لارو چارو سره مخ ته ځي، هیڅوک د بدل نظر ورکولو آن که ډير ښه هم وي ورکولو زړه نه لري، ځکه فکر کا چې ښايي د مشر د خپګان او قهر سبب شي.

لدې سره هیڅوک ابتکاري نظر هم نه ورکوي. د کار اجرا سسته او له احتياطه ډکه وي او پداسې ادارو کې بدلون که ناشونی نه، خو ډير سست ضرور وي.

د داسې مشرۍ يو بل اړخ د خلکو له مشر سره له ناستې يا هغې ته له بدل نظر ورکولو څخه ډډه کول هم دي، آن که مشر ډير د حوصلې او زغم خاوند هم وي او متقابل احترام ته قایل وي، خو بيا هم که چيرې هر نظر د ده وي، او کوم نظر سمه نتیجه ور نه کړي، نو بيا هم ډير امکان لري چې د چارې ناکامۍ په صورت کې مشر دفاعي حالت خپل او هر څه ته د امر نه منلو په سترګه وګوري.

silhouette of people on hill

که د مشر په صورت کې درسره دا انديښنې وي چې هر څه ستاسې په لاس کې دي، ښايي دا لارې چارې درسره مرسته وکړي:

  • روڼتيا رامنځته او ډيره کړئ: د خپلو عملياتو او کاروبار په اړه ډير معلومات او نظرونه شريک کړئ. لدې سره باور رامنځ ته کيږي، او د وخت له تيريدو سره ابهام کميږي او د نورو پر ويناوو او نظرونو باور ډيريږي.
  • تللی خطر واخلئ: داسې حالات چې فکر کوئ د ناکامۍ اغيزه به يې کمه وي، ډير حساس نه وي، هلته نورو ته واک وسپارئ او د ناکمۍ خطر قبول کړئ، چې چارې پر مخ بوځي او د هغوی پريکړو او لاسته راوړنو ته احترام وکړئ.
  • له باوري همکارانو سره نظرونه وازمويي: هڅه وکړئ هغوی چې ورته درناوی او پرې باور لرئ هغوی سره خپل نظرونه شريک او له هغوی واورئ. بيا دا د بحث دايره نورو ته هم پرانيزئ لدې سره به وکړای شئ چې خپل نظرونه غني او د خپلو مفکورو قبلول پراخه کړئ.
  • له ځان سره فکر وکړئ: هر کله چې يو څوک يو خاص سلوک ته رسيږي، هغه عموماً د پخوانۍ تجربې په رڼا کې وي. له ځان سره فکر وکړئ چې ولې له کنجکاوئ او پلټنې ډډه کوئ، او پر نورو نيمګړی باور لرئ. آیا ستاسې آمر همدا ډول سلوک کړي؟ آیا پر ځان باوري نه ياست؟ آیا کله چې مو له ځان څخه ابتکار ښودلی وي هلته مو مخه نيول شوې او ناوړه سلوک سره مخ شوي ياست؟
    له ځان سره فکر وکړئ چې د پخوا تجربې ستاسې د نن پر سلوک څومره اغيزه کړی او آیا هغه اغيزه دومره مهمه ده چې تاسې د هغوی په رڼا کې نن پريکړې وکړئ.

پر ځان شکمن مشر

سره لدې چې موږ ټول کله نا کله پر ځان د باور له ستونزې سره مخ کيږو، او مشران هم لدې امره ليري نه دي، خو بيا ځينې مشران پر ځان د شکمن کيدو له جدي ستونزې سره مخ وي. دوی د نورو د فکر په اړه انديښمن وي او فکر کوي چې ناکام به شي. ځينې خپلې دا انديښنې پر تللي سلوک او ځان څخه د کمو احساساتو ښودلو له لارې کنټرولوي، ځينې بيا له ضرورته ډير خواږه او نرم وي، د نورو په وړاندې پر ډير سخاوت او نرموالي ښودلو دوی د ناکامۍ او مستريدو ژور احساسات پټوي.

silhouette of people standing on highland during golden hours

دا ډول مشران پر ستراتیژيو په ځانګړي ډول ناوړه اغيزه لري. له دوی څخه عموماً د ادارې سرسخته، باوري او سپين سترګي مشران ګټه اخلي، او اکثره يې خپل نظرونو ته پر توافق او هو ويلو ته راضي کوي. لدې سره، اکثره له ناکامۍ ويريږي او د ارزونې له ګنګسيت سره مخ کيږي، چيرې چې دوی هر څه دومره ارزوي تر څو وکولای شي د ناکامۍ هر خطر له منځه يوسي. دوی عموماً په هره دوهمه خبره کې له پخوانيو ناکاميو يادونه کوي، مهمه نه ده چې دا ناکامۍ څومره پخوانۍ وی او په کومو شرايطو کې شوی وي.

که فکر کوئ، د مشر په توګه پر ځان شکمن ياست، کولای شئ له دې لارو يې اغيزه کمه کړئ:

  • د خپلو ويرو اصل ته ولاړ شئ: ښايي پخپله يا د مربي يا لارښود په مرسته د خپلو ويرو اصل ته ولاړ شئ، پوه شئ چې ولې ويريږئ، څه د دې سلوک سبب شو او څرنګه ستاسې پر ننني سلوک اغيزه کړي.
  • تر ټولو بد او تر ټولو ښه حالت په اړه فکر وکړئ: د دې پر ځای چې يوازې د ناکامۍ او بد ترينو حالاتو په اړه فکر وکړئ، هڅه وکړئ چې د موضوع دواړه اړخونه وڅيړئ، تر ټولو بد حالت او تر ټولو ښه حالت کې به څه کيږي.
  • بحث ته د فرصتونو له اړخه وګورئ: د دې پر ځای چې وګورئ څه خرابيدلی شي يا هر څه ته له منفي اړخه وګورئ. هڅه وکړئ د ګټې له اړخه يې وڅيړئ. تر ټولو ښه پايله څه کيدای شي؟ ادارې ته يې څه ګټه ده؟ څرنګه يې له مثبت اړخه ارزولی شئ؟ تاسې ته يې څه ګټه ده؟ کوم يې د تاوان اړخ دی او څرنګه يې دا تاوان کمولای شئ؟
  • پخواني برياليتوبونه راياد کړئ: ځينې وخت د نن ناکاميو پر وړاندې د مقاومت يو تر ټولو ښه لار پخوانيو برياليتوبونو رايادول دي. چيرې چې تاسې ورته ستونزو او حالاتو سره مخ وئ او پريکړې مو ښه نتيجه ورکړې وي؟ له هغې مو څه زده کړي وو؟ څه ښه او څه بد وو؟ که چيرې امکان ولري درېيمګړی راواغواړئ چې ستاسې پخوانۍ تجربې ارزيابي او ښه مشوره درکړي.

ټول نيمګړتياوی لرو، او مشران هم له دې امره مستثنا نه دي، دوی دغه موقف ته له خپلو نيمګړتياوو او عادتونو سره راځي. همدا نيمګړتياوی کيدای شي له نورو سره د ښو تعلقاتو جوړولو يو اصل شي، چې موږ ټول په انفرادي ډول هغه څه نه شو کولای چې په اجتماعي ډول يې سر ته رسولای شو. د مشر فردي نيمګړتياوی کولای شي د ډيرو پر چارو ناوړه اغيزه وکړي، نو ځکه پر هغې تمرکز او له منځه وړل يې ټولو لپاره مهم دي.

هر څوک په بیلابيلو شرايطو او حالاتو کې له ځان څخه بیلابيل ډول سلوکونه او کړه وړه ښيي، مهمه دا ده چې په څه وخت کې تاسې څه ياست؟ آیا د قهر، ويرې يا فشار په حالاتو کې خپل توازن له لاسه ورکوئ؟ تر کومه حده مو عادي شخصيت د سختې حالاتو له شخصيت سره توپير کړي؟ د دې ټولو پوښتنو ځواب د مشر په توګه ستاسې پر کړو وړو او د نورو پر ژوند اغيزه کړي.

ورته ليکنی: هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه، مشري او سختيو ګالل، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , , , ,

2 replies

Trackbacks

  1. چارواکي او عامه وينا – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. نامعلوم حالت، د مشر په توګه دا شپږې کړنلارې وکاروئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: