هېوادونو وده او پوهه

پوهه نه يوازې چې فردي ګټې لري، بلکې هېواد ته هم پراخې ګټې راړوي، او ورسره بيلابيلې څيړنې وايي چې د هېوادونو د وروسته پاتې کيدو په اساسي لاملونو کې پر پوهنه ضعيفه پانګونه هم راځي، کله چې موږ پر پوهه غږيږو نو هلته پوهه د ټولو لپاره ده، د سيمې، جنس، ژبې، مذهب او نورو پر اساس تبعيض د ټولو په تاوان دی.

په تاريخي لحاظ هم داسې بيلګې شته چيرې چې پر پوهه او د هغې له برکته پر پيدا کيدونکو ټکنالوژيو ضعيفه پانګونه د امپراطوريو د وروسته والي سبب ګرځيدلې ده، داسې ګڼل کيږي چې انګلستان له امپراطورۍ څخه د غورځيدو يو لامل د هغوی په عامه پوهنه کې سسته پانګونه وه، ولس يې بيسواده او له نورو وروسته پاتې شو، د عثماني خلافت په اړه هم دا ويل کيږي چې د نوو ټکنالوژيو په قبلولو کې سست وو.

دا نه ده چې پوهنه او روزنه د هر مرض دوا ده، خو اکثره وختونه ويل کيږي چې پرمختګ ته تر ټولو لنډه لار د تعليم ده، د تعليم پر ارزښت ټول پوهيږي، خو د پوهې پر ډول اختلاف شته، ځينو ته د حقانيې فارغين نابغه ګان ښکاري، ځينې بيا د انګليسي پړپړه د پوهې معيار بولي.

brown wooden book shelves with books

د پوهې يو تر ټولو لويه ننګونه، لومړی پر دې پوهيدل دې چې نه پوهيږو، بیا دا معلومول چې پر څه نه پوهيږو، او بیا د دې ناپوهئ چارې پر طريقو اختلاف دی، او بيا دا بحث دی چې پوهه د ولس او نظام په ګټه ده، آن ځينې وختونه د ولس ناپوهي نظامونو لپاره له پوهې بهتره وي، خو په اساسي ډول په دوامداره توګه دولتونه بايد پوه شي چې څه ډول پوهه او تعليمي نظام د هېواد وده ګړندۍ او له سيالانو سره يې سيال کولای شي.

هېوادونو تعليمي وده کې، له تعليم سره د هغې تعليم عملي کول هم شامل دي، ضرور نه ده چې پوهنتونونه دې ډاکټران او انجينران يا مدرسې دې مولايان او شيوخ فارغوي، خو بيا هم که چيرې دا مسلمانان بيکاره ګرځي، يا د ګمارنی پریکړې پر سياسي ملحوظاتو يا واکدارو ته د وفاداريو ښودلو کيږي، نو هلته هم د تعليم ارزښت بې خونده کيږي.

په تعليم کې دا نه ده چې هر يو دې له پوهنتونه فارغ او دوکتوراوو والا وي، مهمه دا ده چې دولت هر چا ته دا امکان برابر کړي چې که څوک د پوهې هره لار خپلوي پر همغې ولاړ شي، که مدرسې ته ځي يا پوهنتون ته، بايد وکولای شي ځان ته دنده پيدا کړي، او سبا دولت ته يو ګټور ښاري شي، که چيرې زده کوونکی پوه شي چې دا درس راته دنده نه شي موندلای بيا هم، د تعليم ارزښت کميږي.

په نړيواله توګه هيوادونه خپل د پوهې او مسلک لوري ټاکي، جرمني انجينرانو او تخنيکګرانو وطن دی، هلته مسلکي او تخنيکي زده کړو هېواد رسولی دی، هند د دوکتوراوو او کتابي خلکو وطن دی، چينايان بيا د نړۍ دوکانداران دي، هر هېواد پوهيږي چې څرنګه زموږ پوه نسل د هېواد له زيرمو کار واخلي، لکه که افغانستان بحر ته لار نه لري نو د هغې مسلکيان روزول به هېواد ته دومره ګټه ونه کړي لکله څومره چې ښايي د کانونونو مسلکيانو روزل ګټه وکړي.

تعليم سره لدې چې ښه لري، ورسره ښايي ناوړه هم استعمال شي، دولتي تعليمي کړنلارې د اکثريت فکر ټاکلو لپاره يو تر ټولو بهترينه وسيله ده، چې له همدې کبله ملي فکر او يا استعماري فکر ترويجولو لپاره هم آسانه وسيله ده، يوه څيړنه وايي چې په استعماري زمانو کې د استعماري هېوادونو لومړئ هڅه دا وه چې نيول شوو هيوادونو تعليم اړخ ته له خپلې خوښې سره لوری ورکړي.

همدا څيړنه وايي، چې دې هيوادونو خپلو اتباعو تعليم لپاره د نيول شوو هيوادونو په پرتله څلويښت ځله ډيره بودجه اختصاصوله، يا په بله وينا د نيول شوي هيواد پر ماشوم د يوې افغانئ مصرف په مقابل کې به يې د خپل هېواد پر بچي څلويښت افغانۍ مصرفولی، ځکه دوی پوهيدل چې زموږ راتلونکي وده تر ډيره په تعليمي لحاظه پوه ولس پورې تړلی ده.

silhouette of people standing on hill

د نن چارواکي د پرون باسوادو پسې بد وايي چې له نړيوالو پوهنتونونو يې سندونه راوړي وو، آن د دوی د لوړو زده کړو حجابي وزير خو د پوهنتون پر شاګردان غټه چليپا راکاږله، د دې په مقابل کې هر څه يې د مدرسو فارغينو او د خپلې خوښې پوهنتونونو فارغينو ته وسپارل، دلته بحث د يوه او بل ښه او بد ويل نه دي، خبره دا ده چې زموږ تر اوسه نظامونه پر دې پوه نه شول چې موږ څرنګه پوهې ته اړتيا لرو.

پخوانيو چارواکو کې داسې ډير بهادران وو چې غرب يې د هر مرض دوا بلله، او د اوسنيو لپاره بيا دا ګاونډي هېواد د ايمان برخه ده، تعليم لدې سره چې د نن ستونزه بايد حل کړي، يعنې فارغيدونکي زده کوونکي بايد د هېواد او ټولنې اړونده ستونزو حل توان ولري، ورسره بايد پوه شي چې راتلونکي کې څه ته اړتيا ته ده.

داسې ډير مسلکونه شته چې هېوادونه ورته اړتيا نه لري، او هغوی ته چې اړتيا لري هم بايد درجه بندي شي، پدې نه کيږي چې هر يو دې له مدرسې فارغ وي او نه پدې کيږي چې هر يو دې له خارجه سندونه راوړي، او بيا چې لږه خبره خرابه شي، له موږ وړاندې د طيارې ټيرونو پسې نښتي وي.

د زده کړې حاصلول انفرادي عمل دی، خو له هغې زده کړې څخه ټولنيزه ګټه اخيستل دولتي مسؤلیت دی، حکومتونه بايد پوه شي چې د کار ولس يې پر زده کړو بوخت دی، ځوانان د خپلې انرژئ، توان او نړۍ په اړه مثبت فکر له کبله د هېوادونو يو تر ټولو بهتره زيرمه بلل کيږي، خو که چيرې بې سواده او هم د پوهنتون فارغ مو بيکاره ګرځي، نو دا به بيا ډيره سخته شي چې خلک قانع کړي چې پوهنتون ته ولاړ شي.

کيسه کا چې سنګاپور وکولای شو ولس باسواده کړي، خو بيا يې هم وليدل ټول بيکاره ګرځي، هغه ګټه چې بايد هېواد ته راوړي، ونه توانيدل، نو ورپسې پر تجارانو او لويو نړيوالو او ملي شرکتونو وګرځيدل چې همدا فارغين استخدام کړي، له ګاونډه او نړۍ يې شرکتونه وهڅول چې راشي او په هېواد کې پانګونه وکړي، ماليې او نور امکانات يې ورآسانه کړل، تر څو همدا ځوانان استخدام کړي.

د ولس باسواده کول اساسي هدف نه دی، اساسي هدف د دې ولس له توانونو بهتره ګټه اخيستل دي، يعنې که نن يو افغان په ساعت کې يوه افغانۍ ګټي، د تعليم له لارې بايد وکولای شي چې لس وګټي، دا نه ده چې اول هم بيکاره وو او له پوهنتونه وروسته باسواده بيکاره شو.

د نن چارواکي وايي چې موږ نړۍ ته وايو راشئ دلته پانګونه وکړئ، د ګټورې پانګونې لپاره يو تر ټولو اساسي شاخص په ملي کچه د ماهره کاري ځواک لرل دي، دا شرکتونه نشي کولای چې خپل هر کارکوونکی ځان سره له بهره راولي، دا هېواد له دې پړاوه تيری شوی دی، چيرې چې بانکونو، مخابراتي شرکتونو او نورو داسې تخصصي ساحو بهرنيان استخدام کړي وو، نن تر يوه حده دا ستونزه حل ده، خو که چيرې دا چارواکي هر باسواده د خپل محدود فکر پر تله تلي، نو دا به سخته شي چې ماهره هر اړخيزه کاري ځواک وروزو.

هېوادونه پر نظامونو چليږي، او نظام د څو توکو مجموعه وي، نه يوازې دا چې خلک بايد وکولای شي پوهنتون ولولي، د پوهنتون څښتن بايد د پوهنتون چلولو څخه ګټه وکړي او خوښ وي، بيا د همدا فارغان بايد دندې وموندلای شي، پوهنتونونه بايد د بازار له اړتياوو خبر وي، کاروبارونه بايد پوه شي چې ماهره کاري ځواک موندلی شي، ټول بايد پوه شي چې د دولت کار يوازې آسانول دي، هر چا ته دا احساس ورکول نه دي چې له دوی پرته ټول خاين او ناپوهه دي.

ورته ليکنی: نور ناپوهه ګڼل، د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول، خپل آمر لړلو لپاره بهانې مه جوړوئ، ملکيت، خدمت او ارزښتونه، دولتي تحصيلي ادارو څخه تمې



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , ,

2 replies

Trackbacks

  1. د ظرفيت خلا – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د ادارو غښتلتيا – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Google photo

You are commenting using your Google account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: