د خدمتونو په ځانګړي ډول د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې د ادارو غښتلتيا ډيره مهمه ده، او ځينې څيړنې خو بيا دا هم وايي هغه هېوادونه وده کړي چې غښتلې عامه ادارې ولري، ځينې هېوادونه چې غواړي له نورې نړۍ يا نړيوالو مالي ادارو مرسته واخلي نو هم د هغو ادارو لخوا په اساسي شرايطو کې د ادارو غښتلتيا او خپلواکي مطرح وي.
ادارې عموماً له پنځو اړخونو غښتلې کيږي، پدې پنځو اړخونو کې اړونده قوانين او کړنلارې، سيسټمونه، خلک، پروسې او نورو ادارو سره د دې ادارو اړيکې شاملې وي، موږ دلته پر دې موضوعاتو غږيږو.
قوانين عموماً د ولس ژوند آسانتيا او موضوعاتو روښانولو لپاره کاريږي، په غښتليو هېوادونو کې اکثراً له خلکو سره دا احساس وي چې قوانين د شخصي سليقو تابع نه وي، يا قوانين داسې نه تشريح کيږي چې د خان په ګټه وي، په ضعيفه هېوادونو کې عموماً د قوانينو يوازې هغه مادې تشريح کيږي چې خلک فکر کوي د نورو د قهر او غضب سبب نه ګرځي. او هغه مادې چې ښايي د پلويانو يا نورو د قهر او عضب سبب شي، له هغې ډډه کيږي يا داسې تشريح په لور ځي چې د مهمو خلکو د خوابدۍ سبب نه شي.
غښتلی قوانين او کړنلارې ادارو ته ځواک ورکوي چې له خلکو پوښتنه وکړي، هلته د ادارو کار د شخصي سليقو او واسطو نه قرباني کيږي، ورسره ضرور نه ده چې قوانين دې فردي ګټې وپالي خو داسې چارې پر مخ وړي چې هغه د ټولو په ګټه وي، او په دې ټولو کې ښايي داسې خلک هم وي چې له نظام سره سياسي او مفکوروي تضاد ولري، خو دا باور لري چې قوانين د دې ګټې ساتي.
له دې سره بل اړخ سيسټمونه دي، سيسټمونه د بیلابیلو خپلواکو واحدونو تر منځ د لوړې نتيجې لپاره يوځای کار کول دي، هره اداره د خپلو اجرااتو لپاره بیلابيل واحدونه لري، که چيرې په دې واحدونو کې آن يو هم خپل کار په ښه توګه پر مخ نه بيايي، بيا هم ټوله اداره ترې اغيزمنيږي.
درېيم اړخ يې د خلکو دی، سره لدې چې اکثره خلک بهتره ادارې د خلکو له برکته ښې بولي، خو خلک د ادارې يوه کوچنۍ برخه ده، که چيرې دا خلک د قوانينو او سيسټمونو له لارې ملاتړ نه شي نو بيا ضرور نه ده چې څومره ماهره او تکړه کاري ځواک ولرئ، بيا هم د خلکو بدلول رابدلول دومره ګټور نه پاتې کيږي.
نن سبا په عامه اداره کې د خلکو ښکته پورته کول ډير ليدل کيږي، او ورسره په دوامداره توګه دا احساس ورکول کيږي چې د خلکو له بدلولو سره به دا ادارې پر پښو ودريږي، خدمتونه به ښه شي، فساد به ورک شي، او نور ډير څه. له سياسي ملحوظاتو اخوا چې د دې خلکو د ټاکلو تر شا تر ټولو اساسي لامل دی، تر څو چې دا ادارې خپل قانوني حيثيت او اړونده ټکنالوژيو او مديريت پر لارښوونو غښتلی نه شي، بیا هم نيمګړي دي.
لدې دريو سره دوه نور بيا د ادارو د خدمتونو برابرولو اصول دي، پدې کې پروسې او له نورو ادارو سره د دې ادارو راکړه ورکړه ده. هره اداره د خپلو خدمتونو او اړونده چارو پر مخ وړلو لپاره، کاري پروسې رامنځ ته کوي، پدې پروسو کې داخلي او بهرنيو چارو لپاره اړونده ګامونه بيان او طراحي شوي وي.
لدې پروسو سره بيا له نورو ادارو سره د دې ادارې کار کول هم راځي، په عامه ادارو کې دا عامه ستونزه ده چې مراجع کوڅه په کوڅه اداره په اداره ګرځي تر څو پوه شي چې د دې اړونده ستونزه د کومې ادارې مربوط ده. سره لدې چې تر ډيره ادارې په قانوني چوکاټ کې د دولت د استازي په توګه له ولس سره راکړه ورکړه لري، خو که چيرې دا ادارې د خلکو ستونزې مناسبې حل نه کړي نو بيا هم ګيلې او ستونزې پر ځای پاتې وي.
لدې ټول بحث څخه مې هدف دا وو، کله چې موږ د ادارو پر غښتلتيا غږيږو نو هلته بايد دا پنځه واړه اړخه يو ډول ارزښت ولري، سره لدې چې د ادارو د خلکو پر ټاکنه تمرکز ډير وي خو د نوو خلکو راوستل او ګمارل يوازې ادارې ته هغه ژبه ورکوي چې چارواکي يا نور يې غواړي واوري، نور د ادارې چارې که پخوا خرابې وی لدې وروسته هم د يوه شخص پر ټاکلو سمدلاسه نه بهتره کيږي..
ورته ليکنی: پريکړه او پايلې، هېوادونو وده او پوهه، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، ملکيت، خدمت او ارزښتونه
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ