نامعلوم حالت، د مشر په توګه دا شپږې کړنلارې وکاروئ

زموږ ژوند په دوامداره توګه له بدلونه تيريږي، او د مشر په توګه تاسې د دې بدلون، ابهام او پيچلتياوو کچه نشئ کنټرولولای. پدې ليکنه کې موږ له شپږو لارو چارو يادونه کوو چې کولای شي له تاسې سره مرسته کوي تر څو لدې پيچلتياوو پر اغيزمنه توګه تير او لاسته راوړلې زده کړې او تجربې راتلونکي کې وکاروئ.

هره زده کړه نارامي لري، نو لومړی ګام له دې نارامۍ سره آرامه کيدل دي. د مشر په توګه بايد له (پر هر څه پوهيږم) څخه (هر څه بايد زده کړم) فکر ته ولاړ شئ. دې فکر ته تګ په خپله له تاسې سره مرسته کوي تر څو پر هر څه پوهيدو فکر له فشار او نارامئ څخه د زده کړې فکر او آرامئ ته راشئ.

سره لدې چې ډيرو ښايي فکر کاوه چې ژوند يو اړخيزه او منظم شوی دی، خو د نږدې وختونو روغتيايي، سياسي او اقتصادي بدلونونو وښوده چې موږ اوس هم په نامعلومه حالت کې ژوند کوو، او د بدلون او له هغې سره تړلو پيچلتياوو امکان له هر څه ډير دی.

اکثره خلک په ځانګړي ډول مشران ښايي فکر وکړي چې موږ د خپل ژوند يا دندې د بدلونونو سره د معاملې او ترې وتلو لپاره اړونده وسايل او مهارتونه نه لرو، يوه نوی څيړنه وايي چې د نن زمانې ګړنديو بدلونونو او ټکنالوژيو او دوامداره پرمختګ له کبله د پيدا کيدونکو پيچلتياوو ته د انسان ذهن تيار نه دی، موږ له وړوکوالي له دې فکر سره رالويږو چې هر بدلون راځي تاسې ته به د فکر وخت درکوي، ورسره به د خپلې پريکړې ښه او بد ارزوئ او يوه لار به ټاکئ، خو نن دومره وخت نه لرئ.

نن بايد سمدلاسه پريکړه وکړئ، او ورسره له دې انديښنې سره وپاياست، چې پريکړه مو سمه ده يا نه، ځينې وخت به پر دعاوو روان ياست چې پريکړه مو سمه راوځي.

toddler's standing in front of beige concrete stair

نورو ته له لار ښودو او مشرۍ وړاندې مشران بايد خپل ځان سمې لار ته برابر کړي. سره لدې چې هر څوک ښايي ځان لپاره پخپله لار وټاکي، خو داسې شپږ عمومي لارې چارې شته چې تاسې سره په دوامداره زده کړه، بهترۍ او ډيريدونکو پيچلتياوو سره د معاملې توان درکوي.

۱. له نه پوهيدنې سره ځان بلد کړئ

که له چا سره مو سياسي يا دوديز بحث کړی وي نو پوهيږئ چې څو ساعته به سره وغږيږئ خو يوې نهايي غوڅې نتيجې ته به سره ونه رسيږئ، موږ ته له وړوکوالي ښودل کيږي چې تل بايد غوڅ، څرګنده او سم ځواب ولرئ، موږ ذهناً دې ته تيار نه يو چې د بيلابيلو اړخونو نظرونه واورو او فکر وکړو چې ښايي ټول سم وي.

د همدې فکر په رڼا کې کله چې موږ له ابهام او نامعلومه حالت سره مخ شو، چې څرګنده ځواب ونه لري نو د فشار لاندې راځو، ناراحته کيږو. دا حالت عموماً هغوی لپاره ستونزمن وي چې په ژوند کې ځان بريالي بولي او فکر کوي چې تل سم ځواب ته رسيدلي دي. سره لدې چې انسان په طبعي ډول هڅه کوي ځان له نارامۍ وساتي خو له ناراميو څخه دا ډډه کيدای شي د زده کړې، راتلونکې ودې او په پای کې د بهتره اجراتو او برياليتوب پر وړاندې خنډ شي.

د دې پر ځای چې له دې احساساتو ډډه وکړئ، موږ بايد پر دې احساساتو پوه شو او د زده کړې د پروسې يوه طبعي برخه يې وګڼو. پر دې احساساتو پوهيدل او ورسره کار کول تاسې پخپله د برياليتوب پر لور بيايي.

۲. د سخت او پيچلي تر منځ توپير وکړئ

اکثره وختونه موږ سخت او پيچلی سره ګډوډوو، پداسې حال کې چې د حالاتو له مخې دواړه سره توپير لري. د بيلګې په ډول د آنلاين خوندتيا او ډيجيټال لاسليک قانون سخت دی، تخنيکي اصطلاحات لري چې پوهيدل پرې سخت دي، خو پر بیلابيلو برخو يې ويشلای شئ، ماهرينو سره پرې مشوره کولای او په پای کې يو حل ته رسيدلای شئ.

خو، د دې په وړاندې پيچلی ننګونې بيا بیلابيل پر يو بل متکي توکي لري، چې ځينې به يې تاسې ته معلوم نه وي او له وخت سره به بدليږي. لدې سره، د يو اړخ يا توکي بدلون ښايي په غير متوازنه توګه حالت بدل او غير متوقع نتيجې سبب شي. د بيلګې په ډول، سياسي حالات ډير متکي توکي لري، ډيرې داسې برخې لري چې هر چا ته معلوم نه وي، هر توکی يې کولای شي بیلابيل اړخونه ولري، چې د يوه شخص سر خلاصيدل پرې ناشوني وي.

پر پيچلي حالت به هر څوک يو نظر ولري خو دا نظرونه د حل پر معنا نه دي، څرګنده جامع حل له ټولو ورک وي. د پيچليو حالاتو حل، عموماً د کوچنيو يا نسبي حلونو پر پياده کولو، د همدې کوچنيو حلونو له اشتباهاتو څخه له زده کړې او د دې زده کړو په رڼا کې د نورو کوچنيو حلونو له پياده کولو، او پدې ټوله لړۍ کې د زده کړې روحيه لرل او له هر حل سره د خپلو سلوکونو، وسايلو او ځان له عيارولو سره راڅرګنديږي.

۳. له پوره والي تير شئ

هیڅوک پوره نه دي، خو فکر کوو چې هر يو پوره يو، زموږ همدا د پوره والي فکر د حالاتو پر حل تحميلوو. په پيچلي حالت کې، چاپيريال دوامداره بدليږي، پداسې حالاتو کې د پوره والي هڅه ناکامه ده. بلکه د پرمختګ په هڅه کې شئ، د اشتباهاتو تمه ولرئ، پوه شئ چې له اړتيا سره سم خپله تګلاره سمولای شئ.

د برياليو خلکو لپاره، د هغوی د پوره والي احساس، تکبر او پيژندنې فکر (لکه د پوه يا بريالي پر نامه پيژندنه) د هغوی لپاره خنډ کيدای شي. له پوره والي څخه تيريدو لپاره، پر دې پوه شئ چې هیڅ بنده پوره نه دی، او د دې ويرې (چې دا خلک به څه وايي)، (بد به ښکاره شم)، (تاريخچه به مې خرابه شي)، (غلطه پريکړه به وکړم) (ناکام به شم) او نورو، اساس ته ورشئ، دا ويرې اکثره لدې فکر سره مل وي، چې که چيرې زه غلطه پریکړه يا اشتباه وکړم نو ښايي د هغې له پايلو هیڅ را ونه وتلی شم.

د اسلام يو تر ټولو اساسي زده کړه، د شورا او مشورې اصل دی، له اعتباري خلکو سره وغږيږئ، مشوره وکړئ. ناکامي تر هر څه وړاندې د زده کړې يو تر ټولو ښه وسيله ده، اکثره وختونه موږ له ناکامۍ ډير د خلکو له شرمه ويريږو، هغوی چې ناکام شوي دي اکثرو يې ډير څه زده کړي دي خو په مسلکي توګه يې استثناً تاوان ليدلی دی. پر دې ويرو او مفکورو حاکميدل له تاسې سره مرسته کوي چې د پوره والي او د کبر له احساسه تير شئ، پر لاره د ناکاميو او اشتباهاتو تمه ولرئ او پوه شئ چې دا ناکامۍ د ژوند برخه او د زده کړې پروسه ده.

silhouette photo of a man jumps on to cliff near sea during sunset

۴. له ساده کولو او نتيجې ته له ځغلنده منډې تير شئ

موږ د هر څه ساده کولو او نتيجې ته ژر رسيدو تمايل لرو، د بل کار هر چا ته آسانه ښکاري، هر يو فکر کړي چې د بل ژوند ښه دی، ډير ګيله کړي چې نور هېوادونه چيرې ورسيدل او موږ چيرې پاتې يو، خو دوی بيا د هغه هيوادونو د زحمتونو او ګډوډيو ستونزمن تاريخ ته نه ګوري.

پيچليو ننګونو حل لپاره يو تر ټولو ډيره وړانديز کيدونکی لار د هغې پر اړونده توکو ماتول دي، تر څو پر هره برخه مو سر ښه خلاص شي او حل لپاره يې لاس په کار شئ، سره لدې چې دا کار خپلې ګټې لري خو تر ډيره ښايي ستاسې سترګې د اتکا پر اصلي اړيکو پټې او پام مو يوازې ټاکليو ساحو ته واړوي. لدې سره، د خپلو ستونزو لپاره د نورو هېوادونو بيلګې راخيستل يا په خپل پخوا کې د ورته بيلګو/ تجاربو لټول ممکن د اوسنۍ ننګونې له ځانګړتياوو مو غافل کړي.

اکثره بريالي خلک د عمل په لور تمايل لري او هر کله چې شته ننګونې څرګنده حل او د عمل لار ونه لري، نو دوی ډير ژر ستړي او زړه ماتې کيږي. د دې پر ځای چې ګړندي حل او نتيجې پسې وځغلو، بايد د ستونزې پر اساساتو د پوهيدو او خپلو تمايلاتو ارزولو تر منځ منظم توازن رامنځ ته کړو، او لاسته راوړل کيدونکو معلوماتو په رڼا کې مخ په وړاندې ولاړ شو.

همداسې که چيرې فکر کوئ چې پر خپلو تمايلاتو پوهيدل درته سخت دي، کولای شي له درېيمګړي مرسته وغواړئ، تر څو ستاسې حل او تمايلاتو وارزوي او د اړتيا په صورت کې لازمې مشورې درکړي.

۵. يوازې يې مه کړئ

اکثره مشران چې څومره مخ په لوړه ځي، د شتو ننګونو او پيچلتياوو پر وړاندې ځان يوازې احساسوي. د يوازيوالي دا احساس نسبتاً لدې فکره هم رامنځ ته کيږي چې اړونده ستونزې بايد يوازې همدوی حل کړي. څرنګه چې پيچلتياوې او کارونه ډيريږي، موږ خپل تمرکز او فردي هڅې ډيروو، دا ښايي د لنډ مهاله ننګونو لپاره چې څرګنده حل ولري ښه وي.

خو، که له داسې ننګونو سره مخ يو چې حل خو لا څه آن ټول اړونده اړخونه يې هم روښانه نه وي، نو دا کړنلاره د ډيرو ستونزو سبب ګرځيدای شي. نو ځکه پداسې حالاتو کې ډيره مهمه ده چې خپلو ملګرو، همکارانو او نورو ته د مرستې او مشورې لاس وغځوئ، له بیلابيلو يې واورئ تر څو وکولای شئ له بيلابيلو اړخونو شته ستونزې ته وګورئ.

موږ د زده کړې ټاکلی محدوديت او خپل تمايلات لرو، يعنې هر څه ته له خپل نظره ګورو. خو، کولای شو د خپلو ملګرو او همکارانو له لارې خپله پوهه څو ځلې لوړه او بیلابيل نظرونه واخيستلی شو، چې په دوی کې يې هر يو شته ستونزه د خپلو تجاربو او نظريو په رڼا کې ارزوي او له موږ سره يې په حل کې مرسته کوي.

۶. دوه ګامه راووځئ 

ځينې وخت موږ په شته ننګونو کې دومره غرق شو چې ځان راته نښتی ښکاري، دلته له دوه ګامه راووځئ څخه زما هدف دا دی چې که ځان غرق احساسوئ نو له هغه ځايه راووځئ، بيرون ولاړ شئ، تازه هوا تنفس کړئ، له کاره يا ستونزې ليرې له يو چا سره وغږيږئ.

تاريخ له داسې ډيرو کشفياتو ډک دی، چې کله اړونده عالم پر ستونزه کار کاوه، هیڅ حل يې مخ ته نه راته، يا پياده تګ ته وتلی دی، يا ويده شوې دی، ډيرو ته د پياده تګ پر مهال حل راښکاره شوی، ځينو بيا خوب ليدلی چې حل يې څه کيدای شي. له ستونزې سره مخ کيدو او د حل لټولو پر مهال کوچنۍ وقفې او له هغه چاپيرياله راوتل له موږ سره مرسته کوي تر څو ستونزې ته له بل اړخه وګورو او د يو جامع حل په لټه کې شو.

هره ورځ يې وينو چې موږ نشو کولای د هغه بدلونونو، پيچلتياوو او ابهاماتو مخه ونيسو چې موږ ورسره په دوامداره توګه مخ کيږو. خو پورته ذکر شوی کړنلارې کولای شي له تاسې مرسته وکړي تر څو د خپل ژوند له پيچلتياوو او اړونده ننګونو يې زده کړئ او په بهتره توګه ورسره معامله وکړئ.

ورته ليکنی: سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، پريکړه او پايلې، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه برخه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ



ټولي:Leadership

ټگونه:, , , , , , , , ,

1 reply

Trackbacks

  1. مشر لپاره د مهارت او غوړه مالۍ تر منځ توپير پيژندل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: