آیا پوهه يوازې يو ډول وي؟

نن سبا يو تر ټولو ګرم بحث د پوهې پر ديني او دنيوي ډولو ويشل دي، يا پوهې ته یوازې له مذهبي او غير مذهبي اړخه کتل دي، زه دې بحث ته سياسي او دولتي کړنلارو شکل نه ورکوم، هغه به يې خپلو خلکو ته پريږدو، يوازې پر دې غږيږو چې آيا رښتيا هم پوهه همدومره محدوده ده چې په دومره آسانه وويشل شي، او آیا دا ويشل خو شخصي/ فردي سليقوي اړخ نه لري.

د پوهې يو تر ټولو اساسي اړخ د عمل بهتري ده، هره هغه پوهه ښه ده چې ستاسې د عمل د ښه والي سبب شي، يا انسان د هغې پوهې په لټه کې وي چې د هغې اړونده عمل بهتره کړي. لکه تاسې يو يو کلن ماشوم ته فکر وکړئ، په دې عمر کې هم هغه پوهيږي چې څه خوندور دي، څه ونه خوري، او خپله مور تر کوم حده په قهر کړي، دا ماشوم ستريږي او لس کلن کيږي هغه د لوبو پوهه لري، پوهيږي چې کومه لوبه څرنګه کيږي، همداسې د عمر له ډيريدو هغه د خپلې اړونده چارې لپاره اړونده پوهه لټوي.

د علم او عمل دا بحث هلته رسيږي چې له موږ سره دا پوښتنه راپيدا کيږي، چې پوهه ولې او آیا ډيره پوهه د ښه عمل سبب ګرځي او آیا ناپوهي بده ده. او چيرې چې نه پوهيږم هلته به د پوهې بديل څه وي. لکه ناپوهه وزير يا رئيس سره خلک ښايي ډيره حوصله وکړي نسبت يو ټيټ پوړي ناپوهه مامور سره، ځکه چې دا لوړپوړی واکداره دی، چوکۍ څوک نه هوښياروي خو دا واک ورکوي چې که چيرې څوک مو ناپوهۍ ته ګوته ونيسي، نو د ډبولو او آزارولو اختيار يې لرم، يا آن تاسې به پرې بده نه لوريږي خو د دغه وزير شاوخوا اخلاصمند به يې د مشر لپاره د نيکۍ په نيت وډبوي.

assorted books on shelf inside building

پوهه خو پدې هم بدنامه ده، چې يو څوک دوه درې ټکي زده کړي پوخڼا پوخڼا کيږي او غټې غټې به ولي، خو په عموم کې هر څوک ځواک او واک غواړي خو زکاوت پسې نه ګرځي آن که به هوښيار شوې نو درپسې به وايې چې انګريز بچې دی، يا شين سترګی دی، کاپر بچی سخت هوښيار دی، موږ تر اوسه پوهه له هغې لوړ طاقه راکوزه او عامه نه کړه، پوهه مو آرزانه نه کړه.

د پوهې لپاره اوس هم دا فکر عام دی چې دا ټول کتابي خبرې دي له عملي ژوند سره نه ښايي ځکه خو مو د عملي ژوند دا حال دی چې يو سر يې رانيسو بل خطا وتی وي، ورسره پدې هم ويريږو چې که چيرې پوهه له کتابه راوباسو او پر ځان يې عملي کړو، نو له هغې انځور ويريږو چې ژوند به مو د کتاب او پوهې پر معيارونو پوره نه وي يا به دا احساس کړو چې ژوند مو عبث روان دی.

له پوهې ويريږو، ځکه د ښوونځي ښوونکو له پوهې ويرولي يو، له نه پوهيدو يې ويرولي يو چې نه پوهيدل د وهلو او سپکولو په معنا دي، نه پوهيدل يې له شرم سره راته تړلي دي، هغه زده کوونکی چې نه پوهيدو د ټولګي او د ښوونځي په وړاندې يې ټيټ راوستی وو، نه پوهيدل يې راته د ناکامۍ پر معنا کړي دي هغه څوک کامياب وو چې د طوطي په شان يې هر څه ياد کړي وو يا دومره يې زده وو چې يو څه وليکي، پاڼه توره کړي او ښوونکی ورته په ډير وياړ سره پر سور قلم سل نومرې ورکړي.

د پوهې يو تر ټولو اساسي شرط د هغې چوکاټ دی، په بنده ګانو کې هیڅوک په هر څه نه پوهيږي، نو هر کله چې موږ د پوه شخص بحث کوو دا په دې معنا ده چې په يوه خاصه محدوده کې دا شخص پوه دی، له هغې اخوا د نورو په څير نه پوهيږي، د ګوګل په زمانه کې ښايي د هر څه په اړه يو څوک معلومات ولري، خو معلومات لرل د پوهې پر معنا نه دي. لکه ستاسې ماشومان له تاسې په ډير څه ښه پوهيږي، دا پدې معنا نه دي چې هغوی ته د کور مشري وسپارئ، يوازې دومره ده چې په هغه چارو کې چې هغوی پوهيږي هغې ته درناوی وکړئ.

خو، دا بايد زده کړو چې ناپوهي بده نه ده، بايد پوه شو چې ځکه پرې نه پوهيږم چې د زده کړې اړتيا مې ورته نه لرله، انسان يې په دوامداره توګه زده کوي، بریالي خلک يې له خپلو او د نورو له تجاربو زده کوي، د ښوونځيو، مدرسو او پوهنتونونو دا فکر بايد بدل کړو چې نه پوهيدل شرم دی، عملي ژوند د مدرسې او ښوونځي څخه بدل دی، چې ټوله کاميابي د ښوونکي خبرو او کتاب درسونو د طوطيانو په شان تکرار وو.

دا بايد زده کړو، چې زده کړه تر ښوونځي او پوهنتونه محدوده نه ده، د ژوند تر پايه بايد يو څوک زده کړي، بايد پوه شو چې زده کړه يوازې د کتاب نه ده، زده کړه له هر څه کيږي، يو درې کلن ماشوم هم اويا کلن ته مينه او اخلاص ښودلای شي، بايد زده کړو چې زده کړه ځان سره ساتلو لپاره نه ده بلکه شريکولو او له ځان څخه د ښه شخص جوړولو لپاره ده، د يوې ښې او هوسا ټولنې رامنځ ته کولو او د نورو ژوند آسانولو لپاره ده.

او په دې ټولنه کې هر څوک اوسيږي، او موږ ترې يو څه زده کولای شو.

black ipad on brown book

ورسره، دا هم شرم نه دی چې يو څوک دې ووايي دا پوهه زما لپاره نه ده، ضرور نه ده چې که ټوله نړۍ سياست لولي هر څوک دې د سياست کتابونه راواخلي او د ټلويزون سياسي مبصر دې شي، د يو څه د خوښولو اصل پر دې ولاړ دی چې په ژوند کې محدود شيان پر تمرکز ارزي، او همدا د خوښې د اصل په رڼا کې څه چې مو خوښيږي دوامداره پکې هڅه کوئ، انسان هغه وخت وروسته پاتې کيږي چې هر څه ته لاس واچوي او پدې که ډير داسې څه وي چې نه غواړي ويې کړي خو د خلکو سره د سيالۍ لپاره يې پالي، څه چې مو خوښيږي همغې ته وده ورکړئ، د هغې په اړه ولولئ، داسې وخت به راشي چې د همدې پوهې په رڼا کې نورو پوهو او منزلونو ته ورسيږئ.

پوهه د کتابونو پر شمېر مه اندازه کوئ، ډير خلک به په زرګونو کتابونه ولري خو يو به يې هم نه وي لوستی، په لسګونو کتابونه به يې لوستي وي خو بيا به هم په سړيتوب نه ارزي، د نن ژوند چې تر ډيره حساب او کتاب پر اصل راڅرخي، د نن انسان غواړي هر څه وتلي، اندازه يې کړي پوهه هم غواړي اندازه کړي، کله ورته کتابونه حسابوي، کله ورته د فيسبوک پوسټونه او کله زرينې ويناوی.

خو، د پوهې اندازه نه شته، هغه بايد هر شخص له ځان سره په خپله فکر وکړي چې دې لپاره پوهه څه معنا لري، يو له بهترينو عبادتونو څخه د الله په خلقت کې فکر دی، دا فکر خپله پوهې او درک ته اړتيا لري، خو دا فکر په تيږو، وريځو، ټماټرو/روميانو او الوګانو کې د الله نومونه لټول نه دي، د هغه ذات خلقت ډير لوی دی، او پر هغې پوهيدو لپاره بايد ځان پوه کړئ.

ځينې يې ښايي نورو ته پر ښودلو اندازه کړي چې څومره نور يې ورسول، ذهنونه يې ورته روښانه کړل، ځينو ته به نورې پوهې ته د رسیدو او موندلو وسيلې په معنا وي، آن ځينو ته به د چوپتيا او فکر په معنا وي، هر څرنګه يې چې اندازه کوئ، مهمه نه ده، مهمه داده چې دوامداره يې ولټوئ، دوامداره ځان ورسوئ.

نه پوهيدل شرم نه دی، ناپوهي شرم نه ده، په هر څه پوهيدل وياړ نه دی، په هر څه کې نبوغ ښودل رحمت نه دی، بهتره پوهه د توازن پوهه ده، د خوښۍ پوهه ده، د دوام پوهه ده، د انسان د ودې، له نورو سره د مرستې او خاکسارۍ پوهه ده، ښه پوهه پر دې پوهيدل دي چې الله عالم او حکيم دی او هره هغه پوهه چې تاسې دغې لور ته بيايي ښه پوهه ده، ښه پوهه پر دې پوهيدل دي چې دا علم او پوهه ما ته له نورو راورسيده او زه يې بايد نورو ته ورسوم او پر دې پوهيدل دي چې ډيره پوهه ځينې وخت د کبر سبب ګرځي او کبر د تباهۍ او تيارو پيل دی، او هره هغه پوهه چې ما د کبر په لور بيايي د تباهۍ سبب مې ګرځي.

person holding clear ballpoint pen

پوهه محدوده نه ده، يوازې خپل چوکاټ لري، يو ښه مهندس، طبيب، حکيم، خټګر، او نور د خپل مسلک، ژوند، تجاربو او نورو په چوکاټ کې پوه دی، او هر څوک چې وغواړي په دې محدودو کې کار وکړي بايد هغې ساحې له پوهانو سره وغږيږي، د پوهې په اړه يو تر ټولو عامه ګډوډي د اخلاقو/ کړو وړو او پوهو سره يو ګڼل دي.

پوهه د ښو اخلاقو په معنا نه ده، يعنې ضرور نه ده چې پوه انسان دی ښه انسان هم وي، تاريخ له ډيرو ګمراهو او غرق شوو پوهانو ډک دی، خو په اخلاقي توګه فاسد او ګمراه شخص بيا هم پوه دی، ښايي له خلکو سره د راکړې ورکړې يا مشرۍ اهليت ونه لري، خو په خپله ساحه کې بيا هم پوه دی.

هر کله چې د عمل او پوهې بحث وي، تضاد شته، خو پوهه په اکثره پريکنده مواردو کې د بهتره عمل سبب ګرځي، ځان پوهول يو دوامدار عمل دی، پوهه به محدوده نه وي، خو د هغې عملي کولو چوکاټونه محدود دي، موږ نه شو کولای پر هر څه پوه شو، وخت او توان مو محدود دی.

نو ځکه، د خپل وخت او توان قدر وکړئ، له نورو يې زده کړئ، د نورو د پوهې درناوی وکړئ، واورئ چې څه وايي، د هغو له تجاربو ګټه واخلئ، څرنګه چې له نورو تمه لرئ ستاسې پوهې ته درناوی وکړي، خپله هم متقابل درناوی ولرئ، او په دوامداره يې زده کړئ او خپله زده کړه عملي کړئ.

ورته ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ظرفيت خلا، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، پوهه که مهارت، آيا د مشر لپاره تخنيکي پوهه ضرور ده؟



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: