مشوره ناکامي نه ده

وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ﴾(آل عمران: 159)

مشوره وکړئ او بيا د الله پر توکل چارې ته لاس واچوئ، دا د اسلام يو تر ټولو اساسي اصل دی، له مشورې هدف مخکې لدې چې يوه چاره پيل کړئ له نورو واورئ، يا په دوامداره توګه د چارو بهترئ لپاره له نورو واروئ. مشوره د بل لخوا ستاسې لپاره د پریکړې کول نه دي، بلکې په خپله پريکړه کې د نورو نظرونو په پام کې نيول دي. يا آن که د نورو نظرونه هم په پام کې نه نيسئ لږ تر لږه دومره مو پوهوي چې ستاسې چاره ښايي له څه ننګونو سره مخ شي او څرنګه يې بهترولی شئ.

صبر يو بل اصل دی، انسان غواړي چې هر څه سمدلاسه وشي، که هر څه غواړم بايد سمدلاسه يې حاصل کړم، په پريکړه کې تاسې خپل هدف ټاکئ، په مشوره کې تاسې هغې هدف ته د رسيدو لارې چارې لټوئ. بيا د همدې لارو چارو ښو اجرا لپاره مهارتونه او وسايل لټوئ.

هیڅوک په هر څه نه پوهيږي نه په پريکړه کې ستاسې هر څه ته پام وي، د مشورې تر ټولو ستر ارزښت يوې موضوع او پريکړې ته له بیلابيلو اړخونو کتل او اړونده پريکړه ده، ورسره موږ يې په دوامداره توګه زده کوو، نو ضرور نه ده چې هر څه پخپله تجربه کړو، ولې يې د نورو له تجاربو زده نه کړو.

مشوره د پريکړو مسؤليت سپارلو پر معنا نه ده، بلکې تاسې مشوره کوئ، اورئ او بيا که پریکړه سمه وي يا غلطه د هغې مسؤليت پخپله اخلئ، دا پدې معنا نه ده چې که چيرې پريکړه سمه شي نو ما کړی که خرابه شي نو تا مشوره راکړې وه نو ځکه خطا وتله.

man sitting on area rug reading book on book stand

مشوره بايد د پريکړو ځنډولو لپاره هم نه وي، يو ځل هدف وټاکئ بيا هغې ته رسيدو لپاره پر لارو چارو بحث وکړئ، بيا کوچني قدمونه واخلئ او په لاره کې له پرمختګ سره خپلې چارې اصلاح کوئ.

فرانکلن، هغه د ډالرو پر سليز چې يې عکس دی، به ويل چې زما برياليتوب د نورو برياليو خلکو د مشورو او زحمتونو برکت دی، کله چې موږ نور کتابونه، احکام، خبرې يا نور لولو دا په اصل کې له نورو زده کړه ده.

مشوره درکوونکی ستاسې لپاره پريکړه نه کوي، پريکړه به بيا هم پخپله کوئ، هغه تاسې ته يوازې د خپلې تجربې او پوهې په رڼا کې سلا درکوي، او ښايي په هغه ساحه کې چې تاسې مشوره غواړئ هغه شخص به ډيره تجربه او پوهه ولري، خو ضرور نه ده چې مشوره يې ومنئ، لکه کور اخلئ، نو ښايي له انجينر يا داسې نورو مسلکي خلکو سره مشوره وکړئ چې همدا کاروبار کوي، ورسره ممکن له خپلوانو يا دوستانو څخه هغوی سره مشوره وکړئ چې په دې نږدې کې يې کور اخيستی وي.

د جاهل بنده يو تر ټولو ستره نښه له ځان سره د پوره والي فکر دی، چې زه هر څه کړم په هغې کې د غلطۍ امکان نه شته، په دې دنيا کې هیڅ پوره نه دي، ځکه که څه پوره شو، نو بيا د پوښتنې اصل له منځه ځي، د خپلو اعمالو د ځواب اصل له منځه ځي، موږ به هڅه کړو چې هر څه د خپل تر وسه په احسنه او ښه طريقه اجرا کړو، خو له ځان سره به دا ټاکو چې دا څه چې ما وکړل د غلطۍ امکان يې شته، زما هدف د مشورې يا نه مشورې له لارې د دې غلطيو امکان راکمول دي، او که چيرې غلطئ مې وکړې نو بايد ترې زده يې کړم.

د خدمت کولو او مشرۍ لپاره مشوره حياتي ده، له مشورې هدف دا نه دی چې يوازې خپلو همفکره خلکو سره بنډارونه وکړئ، او داسې خبرو پسې وګرځئ چې ستاسې له اوله ټاکل شوی فکر تکرار او باوري کړي، بلکه د خپل نظر خلاف نظر ولټوئ او د هغه نظر پر اهليت هغه رد يا قبول کړئ.

نن سبا له ډيرو اورئ چې حضرت عمر (رض) به ويل چې که چيرې زما د حکومت په ليرې پرته سيمه کې بزه يا سپی تږی وي يا مړ شي له ما به يې پوښتنه کيږي، همدا خبره د سياسي ملحوظاتو لپاره ښکته پورته کيږي، خو ورسره د همدې حضرت او ښاغلي شخصيت دا خبره بیا نه اوري چې زما تر ټولو ښه ملګری هغه دی چې ما ته رښتيا ووايي او سخت واقعيتونه او حقيقت راته بيان کړي، ورسره يې فرمايلي چې له غوړه مالئ مې بد راځي.

oval brown wooden conference table and chairs inside conference room

زموږ يو تر ټولو ستره نيمګړتيا د ځينو خلکو له اړتيا ډير پړسول دي، زما نيکونه له ټولو ښه وو، تاريخ مو د امپراطورئ وو، ټوله نړۍ مو دښمنه ده، ګاونډي مو دښمن دی، دا مو د ژبې دښمن، هغه مو د دين دښمن، دا بل مو د دود او رواجونو دښمن، دا منافق دی، هغه کاپر دی، هغه ډب دی او دا ډوب، خو پدې ټولو کې دې خپل ګريوان کې نه ګورو چې د خدای بنده پيغمبران خو هم نور نه راځي، دا ته څنګه له معصوميته پاتې يې.

ډير خلک د مخالف نظر اوريدو او لنډمهاله نارامۍ څخه ځان ساتلو لپاره له مشورو ډډه کوي، پدې فکر چې هر څوک د بل په فکر کې نقص لټوي، يا به ډيرو واورې چې زما په قدر څوک نه پوهيږي، نن سبا ريښتوني ملګرتوبونه نه شته، نړۍ له دوه مخيو ډکه ده، يوازې يې کوه، خو دې ټولو کې ځان ته نه ګوري چې هیڅ څوک په يوازې پوره نه دی، بلکه نورو ته اړتيا لري. او دا نه مشوره يا له ګوتنيونې څخه ځان ساتنه ښايي د بنده د کبر او دې فکر له وجې وي چې زه څنګه له دومره پوهې او تجربې سره نيمګړی فکر ولرم.

آن د دين سترو هستيو له نورو سره مشورې کولی، اکثره وختونه به يې د نورو پر سلا ځانګړي کارونه کول، په ځينې وختونو کې به آن له خپل نظره هم تيريدل.

وايي که فال بين هوښيار وای خپل قسمت به يې بدل کړی وای، که له مشورې پرته مو دا حال دی يا فکر کوئ چې زما ناکامي د نورو د اعمالو د وجې ده خو دا نه منئ چې ناکامي مې ښايي له اهل خلکو سره مشوره نه کولو يا د بل نه اوريدو له کبله وي يا ښايي دا ناکامي زما د خپلو پريکړو له کبله وي او له ناکاميو يې نه زده کوم، نو بايد خپل ګريوان کې وګورئ.

مشورې ته لدې اړخه هم وګورئ، کله چې تاسې ډاکتر ته ځئ نو دې پسې نه ګرځئ چې هغه ډاکتر په کومه عقيده يا څرنګه ښکاري، فکر کوئ د هغې درملنه کولای شي ستاسې درد کم کړي همغې لپاره ورځئ او ورسره وينئ، يا کله چې درمل اخلئ نو د هغې افاديت ته ګورئ، جوړوونکو او د هغوی عقيده او ملک نه څيړئ.

د مشورې اهل خلک پيدا کړئ، په اړونده چاره کې يې مشوره واورئ، او له ځان سره دا ومنئ چې مشوره ستاسې د بهترۍ سبب ګرځي، که تاسې د هغه شخص مشوره ومنئ يا نه هغې ته يې هیڅ ګټه او تاوان نه رسيږي. او ضرور نه ده چې هر مشوره درکوونکی دی ستاسې د فکر، عقيدې، سياسي غوښتنو، دین، دنيا او نورو پر معيارونو پوره وي.

ورته ليکنی: پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، شخصي وده، د هدف ټاکلو ۱۲ مرحله یې پروسه، د نامعلوم قبلولو ويره



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , , , , , , , , ,

2 replies

Trackbacks

  1. منطق او پريکړې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  2. مشر لپاره د مهارت او غوړه مالۍ تر منځ توپير پيژندل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: