ټولنيزې شبکې محتويات څرنګه اداره کوي

روس او يوکراين جګړې يو تر ټولو ستره وسيله د خپلو تبليغاتو لپاره د ټولنيزو شبکو کارول دي، له هغې جګړې راديخوا په افغانستان کې هم ډيرې ادارې او اشخاص فيسبوک، ټويټر، انسټاګرام، ټيک ټوک، يوټيوب او نور د خپلو نظرونو او عقايدو خپرولو لپاره کاروي، اکثره وختونه کله چې د ټولنيزو شبکو کومه پاڼه يا شخص ډيرې اړيکې او ملاتړي ولري، نو هلته ورته د دې شبکو الګوريتمونو او کاري ډلو پام رااوړي او خپلې اړونده کړنلارې پرې يو طرفه عملي کوي.

blue red and green letters illustration

په نږدې وختونو کې يوټيوب د ډاکټر اسرار احمد کانال بند کړ، ډاکټر يو له مشهورو اسلامي مبلغينو څخه وو، او دوی ورسره دا دليل وايي چې په ټکساس کې د يهودانو پر يوه عبادت ځای شوي بريدګر د ډاکټر اسرار ويډيو او ليکچرونه اوريدل. ورسره د الجزيرې يوه څيړنې ويلي وو چې د فيسبوک کړنلارې تر ډيره د اسلام ضد وي يا پر هغه پاڼو سترګې پټوي چې د اسلام ضد خپرونې لري، خو پر وړاندې يې د يهوديت او عيسويت خپروونکو پاڼو سره دومره جدي چلند نه کړي.

همداسې په هند کې يوه څيړنه وايي، چې فيسبوک په ځانګړي ډول او نورې ټولنيزې شبکې په عمومي ډول د هند بي جي پي حکومت د حاکمه هندو نظريې چارواکو خوشحالولو لپاره د هندو ټيټې طبقې دليت او نورو محتوا اکثره وختونه سانسور کوي او هغې محتوا ته د نورو په پرتله نسبي ډير حساسيت ښيي چې د چارواکو د عضب سبب ګرځيدای شي.

ټولنيزو شبکو شرکتونو لپاره د محتوياتو مديريت د توازن ساتلو يوه دوامداره هڅه ده، او هر څومره چې د دې شبکو کاروونکي ډيريږي همدومره د محتوا مديريت سختيږي. د ټولنيزو شبکو ستر شرکتونه لکه فيسبوک او ټويټر چې د ګټې ستره منبع يې د دوی د کانالونو له لارې د خلکو اعلانونه دي، نه غواړي داسې کړنلارې خپلې کړي چې د خلکو پام ترې واوړي.

هره ورځ په ميليونونه خلک پر ټولنيزو شبکو خپل نظرونه شريکوي. ټول نظرونه سره ورته نه وي. ځينې به يې سپکوونکي، نور آزاروونکی او ځينې يې آن ښايي افراطي ګواښونکي وي. له دومره بیلابيلو نظرونو سره پر مخ کيدو د دې شبکو استعمالوونکي انديښمن او لار ورکي کوي.

يو لور ته د دې شبکو کاروونکي غواړي چې خپل نظرونه وړاندې کړي، څه چې يې پر زړه وي هغه ووايي او نه غواړي چې د دوی پر سياسي، ټولنيز او اقتصادي نظرونو د ټولنيزو شبکو واکدارو له لارې پرې، سانسور يا فلتر شي، خو بل لور ته غواړي چې خرابه محتوا ونه ويني، دا نه مني چې نور هم دا حق لري چې څه يې پر زړه وي هغه ووايي چې له کبله به يې دوی ته ځينې محتوا نامناسبه، بې احساسه، ځورونکی يا آن ګواښونکی ښکاره شي او له شبکو به وغواړي چې ليرې يې کړي.

person taking picture of the foods

له دومره کاروونکو سره، ضرور نه ده چې ټول دې د محتوا پر ډول پر يوه خوله وي، د يوې څيړنې له مخې، هغوی چې په څيړنه کې يې برخه اخيستې وه ۸۰٪ يې غوښتل چې د کرکې خپروونکي مواد بايد ليرې شي، چې په دې کې نورو مليتونو، مذهبونو يا جنسونو ته د سپکاوي ټکي هم شامل دي، لدې سره ۷۳٪ يې د شخړو، وژنو او نورو ويډيو ليرې کول غوښتل او ۶۶٪ يې د جنسي محتوا بندول غوښتل.

د ټولنيزې شبکې کانالونه سره لدې چې پر انټرنيټ له هر بل خدمت ډير کاروونکي لري، د کاروونکو لخوا د جوړې محتوا مديريت له ځانګړی ننګونې سره مخ دي. سره لدې چې دا شبکې وايي چې د محتوا مديريت لپاره ځانګړې ډلې لري، خو د دوی دا هڅې نه د کاروونکو او نه د هيوادونو د خدمتونو د تنظيموونکو لخوا ستايل کيږي.

ټولنيزې شبکې تجارتي دي، دوی د خپلو کاروونکو له پاملرنې مالي ګټه اخلي، او د دوی وخت پر نورو خرڅوي، د دوی په جوړښت کې داسې څانګی او خلک شته چې هغوی د دوی تخنيکي خلکو ته د دې شبکو کاروونکو پام ساتلو لپاره بیلابيلې رواني، ساعتيرۍ، لوبو او نورو مشورې ورکوي، چې څرنګه وکولای شي خپل کاروونکي بوخت وساتي.

ښايي ځينې به وغواړي چې دا شبکې د ځينو کاروونکو محتوا ليرې کړي، خو د محتواوو ليرې کول ښايي هغه کاروونکی زړه ماتی او په اوږده کې يې د شبکې پريښودلو ته وهڅوي، چې د شبکې پر کاروباري اړخ منفي اغيزه لرلای شي.

د کاروونکو همدا پام ساتل د دوی د مالي ګټی سبب ګرځي. نو د محتوا مديريت يا محتوا ليرې کولو يا نه ليرې کولو تر ټولو اساسي شرط مالي اړخ دی، دوی ګوري که چيرې د کومې محتوا د ليرې کيدو له کبله له مالي ستونزو سره مخ کيږي نو پر هغې سترګې پټوي. له همدې کبله هغه کاروونکي، تجارتي شرکتونه، عقيدې، هيوادونه، کاروبارونه او نور چې په اقتصادي توګه غښتلي وي، او د دې شرکتونو مالي ګټه ننګولی شي، د هغوی خوشحالولو لپاره دا شرکتونه ډيره هڅه کړي او نه غواړي چې د هغوی په بد اړخ کې واقع شي.

لدې سره دوهم لوری د محتوا مديريت د ټکنالوژۍ کيفيت دی. نن سبا د محتوا پريکنده برخه د کمپيوټرونو او مصنوعي ځيرکتيا د وسايلو له لارې اداره کيږي. د ټکنالوژۍ لخوا د محتوا مديريت دوه اساسي ننګونی لري، يوه يې زموږ په څير ژبو چې عربي رسم الخط کاروي او پر انټرنيټ دومره بارز حضور نه لري، هلته دا ټکنالوژۍ دومره ګټورې او ورسره بلدې نه وي، دوهم ټکنالوژي تمايل او تعصب نه لري، نو هغه محتوا او کاروبارونه چې دې شرکتونو ته ډيره مالي ګټه راوړي هغه هم ځينې وخت د دې محتوا مديريت د دې ټکنالوژيو د الګوريتمونو ښکار کيږي، نو هلته بیا دوی د خپلو ګټو ساتلو لپاره بشري قوا کاروي او دوی بيا د ادارو پر ګټه او شخصي تمايلاتو دا محتوا اداره کوي.

people using phone while standing

د نړۍ له نيم زيات ولس انټرنيټي اړيکه لري او په دوی کې پريکنده اکثريت يې ټولنيزې شبکې کاروي، هغه څه چې تاسې ته بد ښکاري يو بل چا ته ښه دي، ورسره د دې محتوا کاروباري اړخ هم دی، آنلاين داسې ډير (بد) شته چې د ډيرو د عايد زيرمه ده، نو ځکه هر هغه څه چې تاسې آنلاين وينئ ضرور نه ده چې ستاسې د ښو او بدو پر قضاوت او تله برابر راشي.

همداسې د ټولنيزو شبکو هر څه رښتيا هم نه دي، هر څه پر دې نه ارزي چې پر تاسې اغيزه وکړي او په پای کې تاسې هم کولای شئ له دې وسيلو له خپلو عقايدو، فکرونو او ذوقونو سره سمه ګټه واخلئ، بیلابيلې څيړنې وايي چې ټولنيزې شبکې د خلکو پر روان او فکر اغيزه کړي، او دا اغيزه تر ډيره منفي ده، خو هغوی چې لدې وسيلو ګټور کار اخلي (يعنې لږ يې کاروي او خپل فکر پرې بيانوي)، پر هغوی د دې وسيلو منفي اغيزه کمه او اکثره ورته خوشحاله وي.

د دې وسيلو کاروبار پر شخړو، تضادونو، سپکاويو، جنجالي محتواوو او داسې څه چليږي چې بشر احساساتي کړي، او منفي احساسات د مثبتو په پرتله ډير هڅوونکي او بازاري دي، نو ځکه د دې وسيلو د کاروونکي په توګه بايد پوه شئ چې (۱) ولې ټولنيزې شبکې کاروئ، څه ترې غواړئ. (۲) پر تاسې څه اغيزه کړي. (۳) هغوی چې تاسې يې تعقيبوئ پر تعقيبولو ارزي. او (۴) د ټولنيزو شبکو دا کاروبارونه ستاسې پر وخت او پاملرنې کاروبار کوي، آیا ستاسې وخت پر دې ارزي چې نور پرې ګټه وکړي.

ورته ليکنۍ: ټکنالوژي او د وخت ارزښت، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي



ټولي:Social, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , , , ,

1 reply

Trackbacks

  1. ډيجټيلي استبداد – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: