مشري يو تر ټولو ستونزمن او په سخته زده کيدونکی مهارت دی، او په دې ټولو کې تر ټولو جنجالي اړخ يې د پریکړې کول دي، سره لدې چې مشري خپل راښکون لري، ډير خلک غواړي د مشرۍ پر چوکۍ کيني، خو دې ته نه ګوري چې دا ناسته له اغزو ډکه وي. ځينو مشري د شخص په بازار کې بربنډوالي سره پرتله کړې ده، چيرې چې د مشرانو هر کړه وړه له نقد سره مخ کيږي.
ځينې بيا سياسي مشرانو ته دا سلا هم ورکوي چې مشر بايد د شرمښ (تمساح) خواص ولري، چې پوټکی يې دومره سخت وي چې آن د مرغه مښوکه هم پرې اغيزه ونه لري، او ورسره د ټګۍ اوښکو بهول يې هم بايد زده وي.
اوس مشرۍ ته څوک رسيږي، بیلابيلې څيړنې ښيي چې په اکثره مواردو کې مشرۍ ته هغوی نه رسيږي چې لياقت يې ورسيږي، بلکه اکثره هغه خلک وي چې اکثريت پيروانان يې فکر کړي چې زموږ ګټې به ساتي، ورسره هغوی چې فکر کړي په تخنيکي لياقت رسيدلي دي هم د نن دندې په توګه په مشرۍ کې بريالي نه وي.
يوازې زموږ نه بلکه د نورو ټولنو هم په مشرۍ کې يوه اساسي ستونزه مشر ته ړنده وفاداري او غوړه مالي ده، پريکنده اکثريت مشران فکر کړي هر کله چې زه د مشرۍ پر تخت کيناستم بايد پيروانان مې هرې روا ناروا ته سر وخځوي، او دا ړنده پيروي بيا په عقيدوي، سياسي او فکري ډلو کې تر ټولو ډيره وي.
نازیانو د جرمني تکړه ساينسپوهان خپل فکر ته د نه وفادارۍ له کبله خپه کړل او هغوی ولاړل امريکا ته، امريکا يې د اتوم بم او نورو ټکنالوژيو څښتنه کړه، کمونستانو په روسيه کې له خلکو قسمونه اخيستل، هغوی چې پر کمونيزم دومره باوري نه وو، او پر خپلو مهارتونو ډاډه وو، نورې نړۍ ته ولاړل.
همدا پاکستان، خپل مذهبي لږکي خپه کړل، چې له کبله يې د هغوی يوازينې ساينسپوه چې په فزيک کې يې د نوبل جايزه اخيستی هم ژوند لپاره انګلستان وټاکه، هملته مړ شو، آن مړی يې چې پاکستان ته راوړل شو، قبر ته يې سپکاوی وشو او وړنګول شو.
عربي هېوادونه له اسلامي پوهې او فکر سره هم پر دې پوهيږي چې د عامه خدمتونو يا نورو وړاندې کول خپل يو مهارت او ځانګړی کسب دی، نو ځکه هند، سريلانکا، فليپين او داسې ورته نورو غير اسلامي هيوادونو وګړو پسې ګرځي تر څو يې د ولس ژوند آسانه کړي.
بريالۍ ادارې او پرمختللي هيوادونه پوهيږي چې مخالف نظر بايد واوريدل شي، آن په يوه کوچنۍ کې ښايي د مختلف فکر بیلابیل خلک واوسي، خو دا د ادارې کار نه دی چې ټول همفکره کړي، اداره بايد د تربيي او مهارت تر منځ توپير درک کړي، اداره د خلکو د تربيې مسؤله نه ده، د ادارې مشران هڅه کړي چې د نظم پر نامه پر خلکو خپله هره نادوده وتپي، خو که د ادارې برياليتوب غواړي نو بايد مناسبې او منل شوې کړنلارې جوړې، او لومړی پر ځان او بيا يې پر نورو عملي کړي.
اداره له خلکو جوړه وي، او يو څوک که هر څومره ښه شي، هغه نفس لري، د مشر او پريکړه کوونکي په توګه بايد هر څوک خپل نفسي خواهشاتو ته پام وکړي، او د نفسي خواهشاتو يو تر ټولو ستره نيمګړتيا د غوړه مالۍ پر وړاندې ماتې ده، د ادارې مشران عموماً له ځان هغه خلک راتاووي چې د دې هرې روا ناروا ته سر وخځوي او له دې سره مرسته وکړي چې پر نورو يې وتپي.
خو، خلک له پريکړو سره ستونزه نه لري، بلکه پر هغه پروسه شک څرګندوي چې د دې پریکړې سبب ګرځي، چيرې چې اداره ونه شي کړای خپل کارکوونکي او بيروني خلک پر دې قانع کړي چې دې نتيجې ته څرنګه رسيدلي دي يا ولې يې دا پریکړه کړې ده، نو بيا هلته پر پريکړه انتقاد کيږي.
اکثره فکر کوي چې انتقاد بد وي يا ښايي د ادارې او يا که ځان ورته ډير مهم ښکاري د نظام د سقوط سبب ګرځي، په خبرو نه ادارې آباديږي او نه ورانيږي، او نه نظامونو چپه کيږي، هو اصلاح له نقده او مختلف نظر ته له غوږ نيولو پيليږي، اکثره وختونه نقد ستونزمن وي، سره لدې چې خپل ګوتنيونه قبلول سخت دي، ورسره د هغې د بيانولو طريقه او جوړښت هم ستونزمن وي.
بهتره نقد هغه دی چې مشخص، پر وخت او اړونده وي، هر څوک پر هر څه پوه نه دي، نو ځکه هر څوک بايد پر هر څه له نقد څخه هم ډډه وکړي، عامه ادارې او مشران يې ځکه له ټولو ډير له نقد سره مخ وي، چې د دوی پريکړې د نورو ژوند اغيزمنوي، د ولس او عامه ادارو مشرانو غلطې پریکړې د ډيرو ژوند له غير ضروري کړاوونو ډکوي.
مشران هیڅکله په يوازې څه نه شي کولای، په تاريخ کې چې هر بريالی مشر راوسپړئ هغې غښتلی او وفاداره ډله لرله، دا سمه ده چې دوی کې به ځينو مشرانو بد هم کړي وي خو عموماً يې له ځان څخه تکړه خلک راتاوو کړي وو، بيا په دوی کې ښه بريالي هغوی وو چې له ځان سره يې پدې ډله کې د مختلف فکر او عقيدې خلک لرل، او دا جرات يې درلود چې د اهل خبره او پوهو خلکو غږ واوري او خبرې ته يې غوږ شي.
مشر پر هر څه هوښيار او پوه نه وي، خو نفوذ لري، هر کله چې پريکړه کيږي هغه د دې پريکړې شاته خپل نفوذ اچوي او د خپلې نامې څخه پر ګټه اخيستنه هغه پریکړه عملي کوي، نو ځکه هوښيار او پوه مشران پوهيږي چې زه بايد بیلابيلو اړخونو سره پر مشوره پریکړه وکړم، د مشورې لپاره پوه او مسلکي خلک وپيژنم، او دا واک ورکړم چې پريکړه وکړي، هر کله چې يې پریکړه وکړه زه يې بايد ملاتړ کړم، او له خپل نفوذ څخه پر ګټه اخيستنه يې نهایی پايلې ته ورسوم.
ورته ليکنې: منطق او پريکړې، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، نامعلوم حالت، د مشر په توګه دا شپږې کړنلارې وکاروئ، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ