په اکثره ادارو کې ليدل کيږي چې د ادارې مشران په ډيرو کوچنيو کوچنیو موضوعاتو کې ځان دخيل بولي، او دا بحث یوازې د ادارې تر مشر محدود نه وي، ځينې وختونه آن د حکومتونو مشران هم په ډيرو فرعي او کوچنیو موضوعاتو کې دخالت کوي.
هر هغه څوک چې په سر مشر لري، دا ويره احساسوي چې که چيرې خپل کار ونه کړم، نو له ما څخه به پوښتنه کيږي چې په څه کې مصروفه وی، خو هغوی چې په سر مشر ونه لري، نو اکثره وختونه په ډيرو فرعي موضوعاتو کې دخيلیږي او څوک نه وي چې ورته ووايي دا ستا کار نه دی.
لنډمهاله او آسانه کارونه يو راښکون لري، فيسبوکي کش لري، هر کله چې لوړ پوړی چارواکی يا د ادارې مشر په ډيرو فرعي موضوعاتو، بې ځايه غونډو، له خلکو سره په ليدو، په هغه دغه کې دخيل شي، نو شاوخوا يې راتاوو غوړه مالان ژر ژر عکسونه اخلي او بيا يې فيسبوک ته کړي وي چې خان له دومره خلکو سره وليدل.
همدا پر کوچنيو او فرعي مواردو کې دخيليدل مشرانو او مسؤلينو ته د مصروفيت او يو څه کولو احساس ورکوي، د وخت له تيريدو سره له ستونزمنو او اوږدمهاله موضوعاتو څخه سترګې پټيدل رواجيږي، او هغه څه چې بايد وشي، هغه بل چا ته پريښودل کيږي.
ورسره، اکثره دفتري کارکوونکي د خپل کار او ورځې اغيزمنتيا ارزولو لپاره څرګنده وسايل هم نه لري، يا نه غواړي ځان ته ژوند سخت کړي او خپل کار پر مسلکي او دندې اړونده وسايلو وارزوي. لکه يو ترکاڼ ښايی د خپلې کاري ورځې ارزولو لپاره ووايي چې څو چوکۍ يا ميزونه جوړ کړي دي، خو دفتري مامور له غونډو، بریښناليکونو، لاسليکونو يا يو څو مکتوبونو ښکته پورته کولو پرته څه نه لري، هغه به څه وايي چې نن يې څه وکړل.
د مشر کار له ابهام او اوږدمهال سره وي، هغه بايد پر هغه موضوعاتو او چارو کار وکړي چې د نن عادي بنده يې نه ويني، هغه بايد اداره او هيواد له سيالانو سره سيال کړي، هغه بايد پر دې پوه شي چې زما د نن پریکړه پر دې هيواد پنځه کاله يا لس کاله وروسته څه اغيزه لري.
هغه بايد پوه شي چې زما دنده د خپلو حواريونو خوشحالول نه دي، هغه بايد بیلابيلو فکرونو څخه د اوريدو او بیلابيل ډول معلوماتو ارزولو زغم او له دومره معلوماتو څخه پر مشوره ښې پريکړې ته د رسيدو توان ولري. د مشر په توګه لومړئ دنده پر خپلې ځانځانۍ او د ځان پړسولو پر احساس برياليتوب دی.
زموږ ژوند پر وخت حسابيږي، وخت پر کار او اړونده چارو پر سمه اجرا ارزښتمن کيږي، د کار لپاره ټاکل شوی وخت پر غونډو، پر عکسونو او پر فيسبوک هم تيريږي، او د سپارل شوو چارو پر اجرا هم سبا کيږي. د مشر په توګه دا د ادارو، څانګو او آن حکومتونو مشران مسؤل دي چې ځان پوه کړي زما کار څه دی.
که چيرې د ادارې مشر راپاڅيږي او د خلکو حاضريو، رخصتيو او تګ راتګ پورې نښتی وي، نو هغه څانګه چې دا کار کړي هغه د څه معاش اخلي، یا په عموم کې که چيرې د ادارې مشر په خپله اداره کې د نورو چارې پر مخ بيايي، نو ادارې ته يې غبرګ تاوان واړاوه.
لومړی يې د خپل موقف او مسؤليتونو پر چارو سترګی پټې کړی، دوهم هغه څانګه چې دا يې چارې پر مخ بیايي هغه يې بيکاره کړه.
د نن بيلابیلې څيړنې وايي چې مشري يو تر ټولو کم پيدا کيدونکی مهارت او توان دی، يا پر بله معنا داسې ګڼل کيږي چې ادارې او آن هيوادونه د نه مشر، ضعيفه مشر يا تالي څټو مشرانو له کبله ډيره ستره بيه پرې کوي، او له نورو ورسته پاتيږي. په نړۍ کې داسې ډير شرکتونه، ادارې، هېوادونه شته چې د مشرانو د چاپیريال نه درک او سمو چارو نه اجرا يا ناوړه اجراتو له کبله دا شرکتونه او ادارې له منځه تللي او هيوادونه وروسته پاتې دي.
د يو چا موقف چې هر څومره لوړيږي، همدومره هغه له بدې او مخالفې خبرې سره کم مخ کيږي، دا شخص چې په يوه اداره کې له ټولو ستر موقف څخه برخمن، هر چا په اړه فکر کړي چې زما لاس لاندې دی، يا زما له برکته معاش اخلي، نو کله کله دا موقف دې ته تر ټولو د هوښيارۍ احساس ورکوي، او هر هغه څوک چې له دې مخالف نظر لري هغه د بغاوت، بې ادبۍ يا خبرې نه منلو په تله تلي.
د ټيټ رتبه وو په کار کې مداخلت څو لاملونه لرلای شی، لومړی له مسؤلیته تيښته ده، هم د مشر لخوا او هم د لاس لاندو کارکوونکو له خوا چې نه غواړي د خپلې دندې اړونده مسؤلیتونه واخلي، دوهم د بل کار مسؤلیت هم د بل په غاړه وي، که چيرې خراب شي د ملامتولو لپاره يو څوک وي، چې مشر معدون ملامتوي او ټيټ رتبه به وايي چې مشر داسې امر کړی وو، درېيم د ظرفيت ستونزه وي، مشر پر دې نه پوهيږي چې زما کار څه دی، خو بايد ځان مصروفه وښيي، له بيکاره کيناستو ښه ده چې يو څه بايد وکړم.
څه بايد وشي، تر ټولو ښه او بهتره لار يې د پريکړې، اجراتو او ارزونې توپير دی، مشر اساسي دنده پريکړه ده، د دې د پریکړې په رڼا کې اجرات کيږي. نو ځکه که څوک غواړي چې ښه مشر شي، هغه دې ځان يوازې پریکړو پورې محدود کړي.
مخکې لدې چې دې ته يو څه د پریکړې لپاره راوړي نو ورته ودې وايي چې ټول اړونده معلومات کاري تخصص لرونکو او مسلکي خلکو سره وارزوئ او ما ته له دوو يا درې بديلونو سره راشئ، او د هر بديل ښه او بد راته هم مشخص کړئ، لدې لارې مشر لدې بديلونو څخه يو ټاکي، او نورو اجراتو لپاره يې اړونده څانګو ته سپاري.
ورته ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، ملکيت، خدمت او ارزښتونه، نااهلي او فساد، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده
ټولي:Leadership
ځواب دلته پرېږدئ