عامه تعليم يا د ښوونځيو له لارې برابريدونکی زده کړې تر ډيره دولت لپاره د ملت جوړونې او خپل فکر عام کولو وسيله وي، په غرب کې له دومره ساينسي ببولالو سره بيا هم د ډاروين ارتقا تيورۍ په وړاندې مخالفت بد ګڼل کيږي، او ساينس تر ډيره پر همدې فکر بنا دی، سره لدې چي ډيرو څيړنو دا تيوري تر پوښتنو لاندې راوستی ده، او له ښوونځيو څخه يې د ويستلو يا لږ تر لږه د مخالفو تيوريو شاملولو وړانديزونه کړي دي، خو د نوو تيوريو مذهبي کیدو له ويرې يا له نصاب څخه د مذهب ليرې ساتلو فکر له کبله نوی تيورۍ په نصاب کې کمې شامليږي.
هند اخته دی له خپل نصاب څخه د مغل د زمانې اردو شاعرانو او اسلام اړونده مواد باسي، هره ورځ هغه څه چې د هندوييزم خلاف دي، هغه ننګول کيږي. پاکستان پر يوه واحد نصاب کار کړي، چې د پاکستان ‘قومي سلامتي’ مخالف نه وي، د پاکستان تاريخي کتابونو کې درواغو او له جناح څځه د نابغه جوړولو هڅو خو ټول خبر دي.
ايران هم وينځل شوی او خپل عقيدتي نصاب لري، ټول اسلام يې له خپل فکر راتاوو کړی دی. سعودي خپلې ننګونې لري، يوه څيړنې خو آن د سعودي نصاب په اړه ويلي وو چې د هغوی د پوهنتونونو ډير تکړه فارغين آن د ډيرو بنسټيزه مسلکي او کاروباري چارو سر ته رسولو لومړنيزه مهارتونه هم نه لري، يوه أساسي ننګونه چې سعودي ورسره مخ ده، په خپل ولس کې د ماهره کاري ځواک موندل دي، دوی غواړي اجنبيان له هيواده وباسي، خو د هغوی دندو اجرا لپاره کافی تکړه سعوديان نه لري.
لدې پرته د دغو هیوادونو تعليمي نظامونه نورې ننګونې هم لري، يوه نوی څيړنه وايي چې په عربي هيوادونو کې هلکان ښوونځيو ته نه ځي، پلار ګټلی يې ډيره ده ښوونځيو ته زړه نه ښه کوي او هغوی چې ولاړ شي، هلته په درس کې له نجونو وروسته پاتې وي، يعنې کورنۍ غواړي هلکان ښوونځيو ته وليږي، دوی نه ځي خو بيا کورنۍ نه غواړي چې لوڼه يې ښوونځيو ته ولاړ شي، مګر هغوی په شوق ځي.
بیا چې هلته هلکان ولاړ شي، هلته بيا دوی درس نه وايي، او هلته چې کومې نجونی راځي دا هلکان ترې وروسته پاتې وي. د دې ستونزې بيا بل اړخ دا دی، سره لدې چې نجونې په ښې نومرو او لوړ لياقت سره فارغيږي، دوی ته کورنۍ او تر يوه حده دولتونه د کار اجازه نه ورکوي يا ورته خنډونه پيدا کوي، نو هيواد هماغه تنبلو هلکانو ته پاتې شو، چې يوازې هغه وخت دنده موندلای شي چې که چيرې هغه موقف ته تکړه او پوهه جنۍ پيدا نه شي.
د نن عامه تعليم تر ډيره د تيرې پيړۍ له صنعتي انقلابه اغيزمن دی، يعنې پراخه توليدي شکل لري، په يوه ښوونځي يا ټولګي کې ډير زده کوونکي راغونډيږي او يو ښوونکی، يو ټولګی، يوه تخته او نور له اړونده منابعو څخه بهتره کار اخيستل کيږي، د صنعتي تعليم فکر د صنعتي انقلاب ميراث دی، هر کله چې فابريکو د محصولاتو پراخه توليد صنعتي کړ، هغه کارونه چې ورته وو اتومات شو، همدا فکر تعليم ته هم راغی، دوی غوښتل چې فابريکو ماشينونو کارولو لپاره د ورته مهارتونو کارکوونکي آرزانه وروزي، چط بنسټيزه کارونه وکړای شي، کله چې به لدې ښوونځيو ماشومان فارغ شول، نو د فابريکو اتومات کارونه او نن د ماموريت مکتوب واخله او مکتوب ورکړه ته تيار وو.
خو، د نن نړۍ له يوه بل صنعتي انقلابه تيريږي، چيرې چې فزيکي کار روبوټونو او ماشینونو ته په غاړه دی، آسانه چارې چې پيچلې فکر ونه غواړي اتومات کيدو په لور روان دی، عامه خدمتونه د ټکنالوژيو په مرسته آنلاين کيږي. بشر ته مفکوروي، اختراعوي او ابتکاري چارې پاتې دي، اوس څوک څرنګه کولای شي د دا ډول فکر مهارتونه زده کړي، يا هيوادونه څرنګه کولای شي داسې تعليمي نصاب طراحي کړي چې دا مهارت او پوهه وهڅوي دا بيل بحث دی.
عامه تعليم اساساً پر درې برخو بنا وي، لومړی په دې کې شامل تعليم بايد مشخص وي چې څوک بايد څه زده کړي، چې دلته دا کار کتاب کړي، دوهم يو څوک بايد وي چې دا تعليم زده کوونکي ته ورسوي، چې دا کار ښوونکی کړي، او درېيم يو ځای يا ميکانيزم بايد وي چې د پوهې ورکړه او اخيستل تسهيل کړي، چې دا کار ښوونځي کړی. او څلورم يو څه غير مهم خو بيروکراتيک قدم دا تعليم بايد تثبیت شي يعنې له لوستلو وروسته بايد زده کوونکی يوه ورقه، سند يا ټاپه لاسته راوړي، چې وښيي ما دا هر څه زده کړل.
اوس دلته چې دی نوو چارواکو د نجونو پر زده کړو بنديز ايښی دی، نو دوی يوازې د پوهې تسهيلوونکی چارو مخه نيولای شي، يعنې ښوونځی بندولای شي، د پوهې مخه نه نيول کيږي، کتابونه اوس هم خلک له بازاره اخلي او ښوونکي هم شخصي پيدا کيږي، دا چې څومره خلک يې اقتصادي وس لري، دا بيل بحث دی، ورسره ضرور نه ده هغه څه چې چارواکي يې د تعليم په نامه پر خلکو تپي هم ټولو ته د منلو وړ وي.
دا يوازې موږ نه، د نړۍ ډير پرمختللي هيوادونه آن نشي کولای چې له خپل رسمي او کتابي نظر سره مخالف نظرونو مخه ونيسي، هر څومره چې يو څوک وغواړي د کوم نظر يا اختلاف مخه ونيسي، هغه نظر همدومره ډير او څرګنده تبارز کړي.
ورسره دوهم بحث د ټکنالوژیو دی، د کرونا وبا ډيرو هيوادونو او کاروبارونو ته وښوده چې فزيکي زيربنا دومره مهمه نه ده لکه څومره چې فکر کيږي، ډيرو هيوادونو خپلو زده کوونکو ته کمپيوټرې وسيلې وويشلې او هغوی يې وهڅول چې له کوره زده کړه وکړي، ورسره يې ښوونکو ټول درسونه ثبت او هغوی ته ورسول، او د پوښتنو په صورت کې ټليفونونو، مسینجرو او له نورو ګټه واخيستل شوې ده.
د عقيدوي استبداد يوه اساسي برخه له خپل فکر مخالفو موادو حذفول او له خپلو پيروانانو ليرې ساتل وي، عقيده ړوند تعقيب غواړي، بيا عقيدوي مشران تقريباً په ټولو مواردو کې ځان پخپله د ټولې عقيدې ټيکه دار بولي، نو ځکه خپلو پيروانانو ته وايي چې زما پيروي د عقيدې پيروي ده، نو دلته بيا هغه مواد او ځينې وخت خلک حذفيږي، چې د عقيدوي ډلې مشر فکر کړي چې د ده مشري ننګوي او ښايي د ده پيروانان له بديل فکر سره آشنا کړي.
دا کار د جرمني نازيانو کړی، چې د هر ښار له نيولو سره به يې اکثراً کتابونه سوځول، کمونستانو په همدې افغانستان کې کړی، ايرانيانو له اسلامي انقلابه وروسته وکړ ډير کتابونه او خلک يې ورک کړل، د هند مودي حکومت يې اوس کړي چې له هندوييزم د مودي او بي جي پي تعريف منل شوی تعريف ګڼل کيږي، لدې سره په ډيرو هيوادونو کې پر يوه او بله نامه کيږي، آن په غربي هيوادونو کې د کورنيو، والدينو، مذهبي ډلو او نورو د مخالفتونو پر نامه يا ويرې ډير کتابونه له عامې صحنې ليرې کيږي.
د تعليم له ارزښته سترګې نه پټيږي، دا ارزښت د هلکانو او نجونو دواړو لپاره دی، د نن په زمانه کې د تعليم مخه نه نيول کيږي، او بیا په داسې يوه هيواد کې چې په ښوونځيو کې يې نړيواله ټولنه وچې ډوډئ ويشي، د ښوونکو معاشونه يې کله يونيسيف او کله جاپانيان ورکوي، هلته که د چارواکو خودخواهي هر څومره واوسي، د خيرات او مرستې لپاره به لاس اوږدوي.
يوه نړيواله څيړنه چې د افريقا په بیلابيلو هيوادونو کې د بيوزلۍ په اړه ترسره شوې وه، د بيوزلۍ لپاره پکې بیلابيل دلايل ذکر شوي وو، او د هر هيواد قضيه تر يوه بريده مختلفه وه او بیلابيل لاملونه يې لرل، خو يو ټکي چې په ټولو کې مشترک وو، هغه کورنۍ چې له بيوزلۍ يې ځان ويستلی وو، او نسبي ښه اقتصادي حالت ته رسيدلي وو، ټولو باسواده مور يا ميرمن لرله، دا څيړنه وايي هغه کورنۍ چې باسواده ميرمن ولري له بيوزلۍ څخه يې د وتلو امکان د بيسواده ميرمن کورنۍ په پرتله څو ځلې لوړ دی.
د افغانستان په څير بيوزله هيواد کې چې آن د ښوونځي کتابونه راته په خيرات چاپيږي، د ښوونکو معاشونه نه شي ورکولای، د ښوونځيو ودانۍ بل څوک جوړوي، دلته له بيوزلۍ راوتلو او نړۍ سره موازي تګ لپاره له پوهې پرته بله لار نه شته، د نجونو ښوونځي به پرانيستل شي، خو، د هغوی چې تعليمي کال يې ور ضايع کړ یا هغه کورنۍ چې همدې ابهام له کبله يې کور کلې او هيواد پريښود، هغې ته به هيڅوک ځواب ونه لري.
د پوهنې مخه نه شي نيول کیدای، يوازې دومره کيدای شي چې د پوهې په انامه ځايونه وتړل شي، او د فراغت سندونو ورکړه بنده شي، نور خو له اوله يې نه د کتاب چاپ توان درلود او نه د ښوونکي معاش ورکولای شو، ښايي بيا به هم نورو ته کچکول نيسي چې راشه زما اولاد په تعليمي توګه ورسوه، زه د خپلې نااهلۍ له کبله آن دومره هم نه شم کولای چې خپل د ښوونې او روزنې سکتور پر پښو ودروم.
او دا بحث دې څوک نه سياسي کوي، ځکه د همدې تعليم په نامه خلکو له ښوونځيو نيولې د زده کوونکو تر شمير پورې له هر څه غلا وکړه، هغه پخواني وزيران او چارواکي چې د معارف د غلا پر پيسو يې جوماتونه جوړول يا اوس په غرب کې ناست ځان ته د مسيحاوو فکر کړي، هم بايد له ځان ووايي چې دا د نن ستونزه نه ده، له تيرو شلو کلو راهيسې راروان ناورين دی، چې نه يې ورته تاريخي اتلان څرګنده کړل، نه يې ښوونځي پاک کړل، او نه يې ټولو لپاره تعليم عام کړ.
د پوهې نقص د ټولو نقص دی، او ټول ترې اغيزمنيږي.
ورته ليکنی: منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره
ټولي:Leadership, Management, Social
ځواب دلته پرېږدئ