د ختيځو ټولنو يوه خاصه مشر یا حاکم فکر ته ړوند درناوی دی، دا مشر که د کورنۍ وي که د قوم که د ادارو که د مذاهبو، ټول ځان پر دې معتبره ګڼي چې زموږ يوه خبره وي، څه چې مشر وايي دا زموږ د ټولو فکر دی، خو هغه اتحاد چې د یوه اندکه مخالف فکر زور ونه لري، دا خلک او مشر بايد په خپل ګريوان کې وګوري چې خلک يې پر ويره راغونډ کړي دي که د مفکورې او ښه راتلونکې اتحاد دی.
د انسان ژوند په پريکنده توګه د هغې د فکر زيږنده ده، دا که د ارواه پوهنې د مثبت فکر له ببولالو او کاروباره ورتیر هم شو، يوازې ځان سره د دې ليکنې د لوستنې په اړه فکر وکړئ، که چيرې له اولني پاراګراف سره مو مخالفت کړی وي، نو دا ټوله لوستنه به درته درنه وي، خو که په لیکنه کې خپله ګټه ګورئ ښايي حوصله ورته وکړئ. دلته د فکر بحث دی، چې څه فکر کړئ؟.
د تاريخ پيل په اړه بحثونه شته، چې له کومې نيټې تاريخ پيليږي، خو هر ملت د خپلې سياسي ګټې او پيژندنې لپاره يې له يوه ځايه پيلوي، زموږ پر ژبه پنځه زره کلن تاريخ راځي، تاريخ مو لوړې ژورې لري، هر يو ترې خپل تعبیر اخلي، خو تاريخ مو يوه خاصه لري، چې پریکنده درباري دی، شاه ښه وو، د هغې اولاده ښه وه، او په وطنونو کې امن وو، چا پر چا کار نه درلود، خو ولس مو وږی او ناپوهه وو، چې د شاهانو له ”ابتکاراتو” سره يې مخالف کاوه، دا څو ميليونه خلک د خپلو شاهانو او واکدارانو پر قدر نه پوهيدل.
همدا کيسه ده چې له پخوا راروانه ده، او نن هم دا ملت د ”واکدارنو” پر اخلاص او پوهه نه پوهيږي، همدا ملت که وږی تږی او خوار او زار دی، پدې که نه پخواني چارواکي پړ وو او نه د نن ملامته دي، همدا ديرش څلويښت ميلیونه ولس ملامته دی، چې له تاريخه همداسې خوار پړق راروان دی.
خو، هغوی ته چې د تاريخ لوبغاړي د پاکوالي پر غونډۍ کينوي، هیڅوک پوره نه دي، د يوه عادي بنده په ژوند کې هم لوړې ژورې راځي، نو دا هم ومنئ چې په تاريخ کې به مو هم تورې پاڼې وي، او دا زموږ تاريخي اتلان هم د بشر له خطاوو معصوم نه دي، د هغوی ناوړه پریکړو له اغيزو موږ نن هم خلاص نه يو، همداسې د نن واکداران هم معصوم نه دي، ډيرې پریکړې به يې غلطې وي.
په عامه تګلارو/پاليسيو يا دولتداريو کې غوڅ ښه او بد نه وي، خو يوازې دومره وي چې موږ د پريکړو اغيزو ته ګورو، نه غواړو داسې تګلارې خپلې کړو چې اکثريت زيانمن کړي، هغوی چې د ټوپک، رايو، قوم، ژبې، عقيدې، خپلويو، او نورو پر زور واک ته رسیدلي وي، تر ټولو ډيره هڅه کړي، همدا خپل بړيڅي خوښ کړي، هغوی خوښ وساتي چې د دوی واک ساتلو لپاره له خپل ژونده او وسايلو تير وي، خو ښايي د دوی همدا خوښول نور ملت ته پر ډيره درنه بيه تمام شي.
واکدار له عقيدې، فکر، سياست، تجارت، او نورو هر څه وړاندې د چوکۍ څښتن او واکمن دی، او دې واک ته چا پر ډالیو او نازونو نه دی رسولی، دا د طبیعت او نړۍ اصل دی، چې خوندور څيز يا هغه څه چې له یوه ډير دعويداران ولري هلته رسیدل مهارت، زحمت او جوړ جاړی غواړي، او دا هر څه دې ضرور نه وي چې د اسلام او بشريت پر چوکاټ برابر وي، او واک او چوکۍ خو له اوله ډير ميينان لري، نو هلته رسيدل د ازغو مزل وي، تاريخ مو له داسې ډيرو پيښو ډک دی چې خلک واک ته څنګه له څومره کپريو او وينو رسيدلي وي، زه هغه بحث ته نه ځم، دلته دا بحث د مخالف فکر له اړخه راڅيړم.
له وړوکوالي مشرانو ته د ړانده درناوي او اعتقاد پر اصل روزل کيږو، څه چې پلار يا مشر وايي هغه سم دي، موږ د اولاد تربيې ته له اخلاقو ډير د اطاعت له نقطه نظره ګورو، چيرې چې کشر باید زما د لاسونو له ښکلولو نيولې آن زما له فکر سره هم همغږی وي.
بيا دا بحث ښوونکي، ملا، ملک او نورو ته ورځي، زموږ آن د لوبو او کوڅې ملګري د پلار او مشرانو له خوا تلل کيږي او که چيرې پلار مو د ملګري له پلار، د هغې له قوم، مفکورې، تربيې او نورو سره جوړ وو نو هغه ښه او که نه وو نو هغه ملګری هم بد دی.
له وړوکوالي زده کوو چې له پلار سره به دليل نه وايي، هغه بې ادبي ده، پلار او بيا هر مشر تل په سمه وي، بيا په داسې حالاتو کې چيرې چې ښايي پلرونو مو زده کړې نه وي کړي نو هلته له يوه عمر وروسته اولاد پوهيږي چې زه ښايي په منطق کې له پلار څخه ښه واوسم خو د تربيې له اړخه ورسره بحث نه شم کولای، د همدې ړوند تابعیت قرباني کورنۍ اړيکې او اکثره وختونه د میندو، خویندو، میرمنو او بې ژبو حقوق وي.
دا ړنده تابعداري واکدارانو ته هم رسیږي، له حاکم سره اختلاف د ملک الطوایفئ، بغاوت، سرغړونې، جاسوسۍ او نورو داسې ټاپو له لارې ځپل کيږي، مشر پر ټولو دا تپي چې زه د الله (ج) نعمت یم، بديل نه لرم، خليفه يم، زما ليرې کيدل به هيواد عرق کړي او نور… شکر مې وباسئ، خو دا نه مني چې د غلطې پریکړې، سر زورۍ، پر انډيوالۍ ټاکنو، ځانګړي تعبير او نورو هيوادونه غرق کړي او د ولس ژوند يې له بيځايه ننګونو ډک کړی دی.
مشهور عرب مؤرخ ابن خلدون په مقدمه کې ليکي ”چې که د سړي روح د خبر د اخیستلو په ترڅ کې د اعتدال په حالت کې وي نو په دقیق نظر سره داسې کتنه ورته کوي چې د هغه خبر ريښتيا او دروغ سم معلوموي. مګر که د خبر د اخیستلو پر وخت د خاصې عقیدې او مذهب له عینکو څخه ورته وګوري نو دی په متن يا خبر کې هغه څه مني چې د ده له عقیدې سره موافق وي، او دغه تمایل داسې يوه پرده چې د ده سترګې پټوي او د خبر یا متن د سم انتقاد کولو او ارزولو څخه يې منع کوي. په نتيجه کې، تاريخ ليکونکی دروغ قبلوي او نورو ته هم دروغ انتقالوي.”
د نظر په اختلاف کې بقا ولټوئ، يوه اسلامي عالم لیکلي وو چې دا د محمد رسول الله (ص) د مشرۍ او صحبت کمال وو، چې هلته ابوبکر (رض) غوندې نرم خويي او د عمر (رض) په څير زړه ور او عبدالرحمن بن عوف په څير مالداره او ابو ذر غفاري په څير فقير، د سلمان فارسي په څير د بهرنۍ خاورې مساپر او انصار او مهاجرين په څير د بیلابيل پس منظرونو خلک ټول په يوه ښار کې له مختلف نظرونو خو يوې عقيدې سره راټول شوي وو، او ټول پوهيدل چې څه لپاره مبارزه او کار کړي.
ټولنې او کورنۍ پر عدالت روانې وي، او عدالت د فکر اختلاف هم لري، اسلام مجتهد ته دوه چنده ثواب لري، پر نيت څوک نه ګنهکاريږي، بحث کفر نه دی، زموږ د هېواد او دين لمن ډيره پراخه ده، په زوره يې پر ځان مه تنګوئ.
د اولاد په توګه کامل بشر وروزئ، ماشين ترې مه جوړوئ چې ستاسې له خندا سره خوشحاله او ستاسې له خپګان سره خپه وي. له وړوکوالي د درناوي په چوکاټ کې د خپل نظر بیانولو اعتماد ورکړئ.
د ادارو د مشرانو په توګه، خلک وهڅوئ چې مخالف نظر ولري، په نړيواله توګه مبتکرې ادارې د مخالف نظر لپاره خلک روزي، ځينې ادارې خو آن دا اصل هم لري چې که چيرې په يوه غونډه يا کاري ډله کې ټول پر يوه نظر شو نو پوه شئ چې نظر سم نه دی ارزول شي.
پر دې يې راغونډوم، که چيرې فکر کړئ ستاسې اتل، هېواد، ژبه، قوم، عقیده، فکر، يا نور د يوه اندکه اختلاف د ټينګې نه دی، نو شی مو له ډډه خوسا دی، د بحث لپاره بايد د مفاهمې يو اصل تل په ياد وساتو، چې د بحث هدف د بل قانع کول نه دي، بلکه خپل فکر بل ته رسول دي، چې څه فکر او ولې دا فکر کړئ، هغه يې مني يا نه، دا د هغه د فکر او اختيار دی.
د سعادت حسن منټو يوې کيسې مقصد وايي چې کوم نيک بنده د خدای بد کارې ښځې ته ويل چې ستا له لاسه زما ایمان په خطر کې دی، هغې ښخې ورته ويل چې ځه دا زه خو بدکاره دوزخۍ، خو دا ستا ايمان چې دومره کمزوری شو چې زما په څير بدکارې له کبله سستيږي، نو د خپلو سجدو او ايمان غم وکړه، له ډډه تش دی.
په پای کې، موږ ټول د خپل فکر او پوهې تر حده محدود يو، که ځان ته هر څومره ښه يا بد واياست، له دغې حدودو نه وځئ.
ورته ليکنی: سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشر لپاره د مهارت او غوړه مالۍ تر منځ توپير پيژندل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې
ټولي:Leadership, Management, Social
ځواب دلته پرېږدئ