يوه څيړنه وايي په ۲۰۰۹ کې د بشر نږدې ټوله پوهه کوډيفای شوه (يعنې کمپيوټرونو ته په يو نه يوه طريقه وسپارل شوه)، او له هغې وروسته داسې ګڼل کيږي چې په کمپيوټر کې دا خوندې کيدونکي معلومات هرو دوو کالو کې غبرګيږي، يعنې موږ چې څومره معلومات آنلاين کوو، هر دوه کاله وروسته يې اندازه غبرګيږي. نورې څيړنې دا دوو کالو موده نوره هم رالنډه کړې ده.
هغه وخت دا ښه ګڼل کيدای چې هر څه بشر ته پر يوه کليک موجود شو، خو نقص يې دا وکړ چې اوس خلک ځان له ټليفون يا انټرنيټ ته لاسرسۍ پرته بې وسه بولي، يا داسې ورته وګورئ له څومره خلکو سره به مخ شوي ياست چې هره خبره ورته وکړئ سمدلاسه ګوګل ته شي او موضوع ولټوي يا د څومره خلکو سياسي، تاريخي، مذهبي، ټولنيزه او نوره پوهه يوازې د فيسبوک تر پوسټونو محدوده وي.
که چيرې د هر څه لپاره انټرنېټ يا ټکنالوژي وکارول شي نو انساني توانونه له استعماله غورځي، لکه ليکل په کمپيوټر کيږي، چې اغيزه يې وينو د اکثرو لاسي ليکنی خرابې او ځينو خو املاوی هم جنجالي وي، آدرسونه په ټليفون کې دي او جي پي ايس له لارې ځايونه لټوو، کله چې پر چکر ولاړ شو نو له ځای، طبعي ښکلا څخه د خوند اخيستلو پر ځای عکسونه اخلو چې فيسبوک/ انسټاګرام ته يې کړو چې خلک لايک راکړي، د ټليفون شميرې اوس نه زده کوو ممکن یوازې له خپلې نومرې پرته درته نوره يوه نومره هم نه وي ياده، سره لدې چې دا وسيلې آسانتيا راوړي خو د دوی دوامداره اخلال او بې ځايه پيغامونه زموږ د يادولو پر توان اغيزه کړي او هرې هغې چارې ته مو زغم کموي چې دا وسيلې پکې دخيلې نه وي.
انسان له وخت سره د ځان عيارولو بهترين کمال لري، دا نه ده چې انټرنېټ شخص بيړا کوي خو که چيرې موږ له خپلو طبعي وسايلو او توانونو ګټه وانخلو نو هغه زنګ وهي، د انسان وجود اعضاوی پر استعمال غښتلې کيږي، يو څوک چې سپورت کوي ښه صحت لري، څوک چې د سندرو تمرين کوي ښې سندرې وايي، ښه غږيدا تمرين کوي ښه غږيږي، همداسې نور، که پر همدې اصل هر څه لپاره انټرنېټ او ګوګل سرچ وکارول شي، آیا ذهن به مو همدومره تيز او ځيرکه پاتی شي.
د انګلستان په يوه پوهنتون کې پنځه کلنی څيړنی وښودله چې زموږ د لوستلو او فکر طريقه بدليدونکی ده. پدې څيړنه کې چې څيړونکو د انټرنېټ دوو مشهورو لټون ماشینونو استعمالوونکو سلوکونه وڅارل، دوی وليدل چې دا خلک له ځانه د سرسري مطالعې سلوک ښيي، يعنی دوی له يوې منبع بلې ته ژر ژر اوړي، او لومړنيو منابعو ته ډير کم راستنيږي. دوی د مضامينو يوازې يوه يا دوه صفحې لولي او بيا بلې ویبپاڼې ته ځي، اوږد مضمون سيف/خوندي کوي، خو داسې ثبوت نه وو چې دا مضمون وروسته لوستل کيږي.
لدې بريښي چې د لوستلو هغه رواجي شکل بدل شوی دی، ډير خلک يوازې د دې لپاره آنلاين کيږي، تر څو له “رواجي” يعنې اوږدې کتابي څيړنيزه مطالعې څخه سترګی پټی کړي.
لدې سره بل بحث د پاملرنې دی، موږ د زده کړې لپاره اوږدې پاملرنې ته اړتيا لرو، که ذهني کار کوو باید تمرکز وکړو، او د ټليفون له هر پړينګ سره زموږ تمرکز خرابيږي، هر کله چې موږ لداسې دوامداره بدلونونو، بېځايه کلیکولو او پام اړولو سره مخ کيږو، د ماغزو اړيکې بدليږي، انسان په دوامداره توګه بې حوصلې کيږي، اوږد وخت لپاره یو څه ته پام نه کوي، په اوږده کې بې مطالعې او مصنوعي کيږي، او د هر څه لپاره د ژر حل عادت خپلوي.
سره لدې چې اکثره پدې نظر دي چې ټکنالوژي زموږ ذهني ودې لپاره ښه ده، خو بيا څيړنې ښيي چې ټکنالوژي کولای شي د عقلي رکود او هوښيارتيا له منځه وړلو سبب شي.
وايي کله چې په لومړي ځل لیکل رواج شو، نو ارسطو ويل چې دا نوی ټکنالوژي به هيرول او له يادښته کار نه اخيستل رواج کړي.
له لسيزو راهيسې موږ انټرنېټ کاروو، زموږ ذهنونه يې بدل کړي دي، لیکنی کوچنۍ شوي دي، اوږده کتابونه څوک نه لولي، جملې لنډې شوې دي، هغه ليکنی چې له دوه درې پاراګرافو اوږدې وي څوک يې نه لولي، د پاملرنی موده مو لنډه شوې ده… او تاسې کې به څومره دا مضمون تر اخيره ولولي!!!
په تاريخي لحاظ د نن نسل له نورو ټولو پخوانيو نسلونو ډېره مطالعه کړي، او باسواده دی، له موبايل ټليفون نيولي تر انټرنېټ زموږ لوی فعاليت لوستل دي، خو دا لوستل بدل دي چې له کبله يې فکر طريقه هم بدله ده، زموږ سلوک يوازې دا نه چې موږ څه لولو، بلکه دا هم ده چې څرنګه يې لولو، زموږ دا لوستل چيرې چې ژر او بهتره لوستل د اوږدو لوستلو په پرتله ښه ګڼل کيږي، زموږ د اوږد، ژور او دقيق فکر توان اغيزمنوي.
د نن لوستونکی باخبره دی، خو ښه او ژور فکر کوونکی نه دی، ورسره د درواغو او رښتياوو تر منځ د فرق توان يې په جدي ډول اغيزمن دی. د هټلر يوه وزير پورې دا خبره تړل کيږي چې دروغ دومره تکرار کړئ چې خلک يې پر رښتيا قبوله کړي، د نن وګړی د ټکنالوژۍ له دومره وسيلو سره مخ دی چې دروغ رښتيا ترې ورک دي، په ځانګړي ډول هغوی لپاره چې پراخه مطالعه نه کړي او د دروغو رښتياوو معلومولو لپاره نورې وسيلې لکه نورو ويبپاڼو کتل، کتابونو لټول، ليکوالانو يا د مسلک له پوهانو څخه د خبر دقت معلومول او نور نه کړي، نو هلته اکثرو ته يو افواه هم د کاڼي کرښه ښکاري.
(څرنګه آنلاين دروغ معلوم کړئ دلته يې ولولئ)
لوستل د غږيدو په څير طبعي نه دي، موږ بايد لوست زده کړو، هغوی چې غږيزه ژبی لکه چينايي يا کوريايي لولي او هغوی چې الفبايي ژبې لکه عربي يا انګليسي لولي، ماغزه يې مختلف ډول غزيدلې وي، مختلفې اړيکې لري، چې دا پخپله د بیل ډول فکر، د غږيزه او تصويرو توکو بيل ډول معنا کول او مختلف منطق سبب ګرځي، نو له همدې کبله څيړونکي پدې نظر دي چې د ماغزو د انټرنېټ مطالعې له کبله غزيدلي اړيکې به له رواجي اړيکو بدلې وي.
انټرنېټ او د نن مفاهمې/مخابراتي سيسټمونه زموږ په ذهن او ژوند پراخه اغېزی لري، کله چې مخانيکي چاپي ماشين اختراع شو، نو هغه وخت پوهانو داسې ګڼله چې د کتابونو اسانه لاسرسي به خلک ذهني تنبل کړي، خلک به د درس او مطالعې لپاره عالمانو پسې اوږد سفر نه کړي، ځان به نه عذابوي، نورو داسې ګڼله چې مذهبي واکدارانو اختيارات به کم کړي، د پوهانو او ليکوالانو قدر به کم شي او چټيات به خپاره کړي، وروسته څيړنو او ليکوالانو وليدل چې همداسې وشول، خو آیا له هغه ماشين پرته به بشر دومره پرمختګ کړی وای؟
انټرنېټ، ټکنالوژي او اړونده وسايل د انسان پر فکر، ژوند او ذهن اغيزه کړي، خو لکه څرنګه چې پخوانيو ټکنالوژيو لکه ټلويزون ښودلې وه چې ډېر ليدل يې د انساني ذهن پڅوالي او رکود سبب ګرځي، انټرنېټ هم که چيرې له ژورې او اوږدې مطالعې سره مل نه شي، په اوږده کې انسان مصنوعي، بې خبره او سرسري فکر ته بيايي، داسې ګڼل کيږي چې د ښې ذهني ودې لپاره تل بايد مقابل يا تضاد نظرونه مطالعه شي، همدا اصل دلته هم کار کوي چې د خپلې ذهني هوښيارتيا لپاره یوازې د انټرنېټ، ګوګل او فيسبوک پر مطالعې اتکا مه کوئ، لدوی پرته هم د زده کړې، مطالعې او هوښيارتيا ډېر وسايل شته، ويې لټوئ، او ويې کاروئ.
که واياست ولې ځان دومره په عذاب کړم، چې ولولم، ځان پوه کړم او ژور فکر ولرم، نو د نن کارکوونکی د پوهې کارکوونکی دی، تاسې د ښوونځي، مدرسې، پوهنتون، او نورو له لوستو وروسته خپله پوهه خرڅوئ، د پوهې پر مرسته کار کوئ، نو که چيرې مو پوهه سرسرسي او زنګ ووهي، ستاسې د مهارت به څه ارزښت پاتې شي.
ورته ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ظرفيت خلا، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، پوهه که مهارت، آيا د مشر لپاره تخنيکي پوهه ضرور ده؟
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ