پر جنجالي موضوعاتو غږيږئ: دې ټکو ته پام وکړئ

د افغانانو دې کور آباد وي، هر يو ورته دوست يا دښمن ښکاري، په منځ کې څوک نه ځاييږي، او د دښمنۍ لپاره تر ټولو لنډه لار پر جنجالي موضوع بحث او د يو بل قانع کولو منډه ده. خو، ژوند په ځانګړي ډول مسلکي ژوند دومره دوه اړخيزه ويش نه لري، ډير وخت داسې کيږي چې پر يوه موضوع بايد خپل نظر ورکړئ، خو ضرور نه ده چې دا نظر دی مقابل لوري ته د منلو وړ وي يا هغه دې قانع شي او ستاسې لوري ته دې راواوړي.

انساني سلوکونه او تجربې ښيي چې د خلکو پر جنجالی موضوعاتو بحث نه خوښيږي، يوه نوی څيړنه وايي چې په کاري چاپیريال کې هم خلک فکر کوي چې پر جنجالي موضوعاتو غږيدنه خوندي نه ده او مسلکي تاوانونه لرلی شي. لدې سره بل بحث له چا سره دا بحث کوئ، اکثره وختونه د بحث له موضوع اخوا د مقابل اړخ په اړه زموږ فکر دی، داسې ګڼل کيږي چې کله موږ پر جنجالي موضوعاتو غږيږو نو عموماً مقابل لوري ته منفي ګورو.

پر داسې موضوعاتو بحث کې اکثراً موږ ځان په حق او ريښتوني مظلومين ګڼو او بل اړخ بد يا لږ تر لږه د غلط اړخ خواخوږی ښکاري. خو، له بحث پرته هم نه کيږي، سره لدې چې ښايي دا بحث له هر چا سره هر چيرې ونه شي، خو که چيرې بحث ونه کړو، يوه بنسټيزه توافق ته نه رسیږو.

man holding telephone screaming

دلته موږ پر همدې غږيږو چې څرنګه کولای شو د پوښتنې او ځان پوهولو پر احساس، پر واقعيتونو تمرکز، د خپلو انګيرنو او مفکورو پر ارزولو او لدې فکر سره ژوند چې تاسې د خپلې نظريې او فکر حق لرئ او همداسې مقابل لوری هم حق لري چې په خپلواکه توګه خپل نظر بيان کړي، پرته لدې چې دواړه سره موافق ياست يا يو بل قانع کړئ، له لارو ګټور بحثونه وکړو.

نن سبا يوه خبره چې دوامداره تکراريږي، هغه د پخوا په پرتله له جنجالي موضوعاتو له بحث څخه ډډه ده، داسې ګڼل کيږي چې نن سبا د ټولنيزو شبکو، سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ او په دوامداره توګه د بیلابیلو سياسي اړخونو تر منځ د تضادونو له کبله نړۍ ډيره متضاده او ويشلې ده.

ډير خلک فکر کوي چې د پخوا په پرتله نن پر جنجالي موضوعاتو بحث د فزيکي او احساساتي ګواښ امکان ډيروي، ورسره په ډيريدونکي توګه د خلکو د بشر له ښو څخه باور پاڅيږي، يوازې کمه فيصدي خلک هغه هم اکثره پوه سپين ږيري چې د ژوند ډيرې لوړې ژورې يې ليدلي وي، خوشبينه دي.

هر کله چې موږ له جنجالي موضوعاتو غږيږو نو عموماً هدف مو هغه موضوعات وي چې غوڅ ښه او بد نه لري، يا له هر څومره شاربلو وروسته بيا هم څوک غوڅې نتيجې ته نه رسیږي، په نړيواله توګه عموماً په دې موضوعاتو کې سیاسي، مذهبي، ټولنيزه او صحي موضوعات شامل وي.

پر جنجالي موضوعاتو بحث کې موږ مقابل لوري ته منفي ګورو، دا منفي کتل د دې سبب ګرځي چې د ځان صداقت او مظلوميت لپاره کيسې او داسې چارې رايادې کړو چې زموږ داعيه غښتلې کړي، دا رايادونه د منفي احساساتو د غښتلتيا سبب ګرځي، چې په نتيجه کې يې بحث ګرميږي، او ځينې وخت د شخړې سبب ګرځي، او زموږ هغه منفي احساسات او له ځان سره زموږ خپل پخوانی قضاوت غښتلی کوي.

man wearing black t-shirt close-up photography

اوس که دې ته راشو چې څرنګه کولای شو پر جنجالي موضوعاتو بحث وهڅوو، او ښې پايلې ولرو، کولای شئ له لاندينيو لارو چارو کار واخلئ:

خوندتيا احساس ورکړئ

انسان تل هڅه کړي ځان له ناوړه غبرګون او منفي احساساتو وساتي، که چيرې مقابل لوری پوه شي چې تاسې ښايي منفي غبرګون وښيوئ نو ممکن په ډاډه زړه درته ډير څه ونه وايي، يا به مو ماشومان ليدلي وي پوهيږي چې مور پلار يې په قهريږي له ډيرو خبرو تيريږي يا درواغ وايي.

هماغه اصل چې له ماشومانو يا له ځان ضعيفو سره يې کاروئ، دلته يې هم عملي کړئ، کله چې پوه شئ ښايي دا بحث د احساستي کيدو او ناوړه غبرګون سبب ګرځيدی شي، مقابل لوری پوه کړئ چې تاسې به پر خپلو احساساتو واک ولرئ، او ناوړه غبرګون به نه ښاياست او د هغوی نظر ته درناوی لرئ.

ځان پوه کړئ

د دې پر ځای چې ځان پر حقه وګڼئ، هڅه وکړئ په دې پوه شئ چې مقابل لوری څه وايي او ولې داسې فکر کړي. پوښتنې وکړئ، ځان پوه کړئ، او زغم ولرئ.

کله چې موږ له اوله نه پر دې فکر بحث ته داخليږو چې مقابل لوری نه پوهيږي، زه په حقه يم او دا هر څه چې وايي زه د هغې لپاره ځواب لرم، نو زموږ د اوريدنې او پوهيدنې حس ډير ژوبليږي او د ځان پوهولو پر ځای پر دې فکر يو چې څرنګه ښه ځواب ورکړم، بهتره دا ده چې لومړی ځان پوه کړئ، او له هرو هغو لارو چارو کار واخلئ چې له تاسې سره ستاسې په پوهيدنه کې مرسته کولای شي.

بحث د قضاوت يا نظر پر ځای پر واقعيتونو بنا کړئ

له واقعيتونو هدف هغه شميرې، شواهد، څارنې او نورې پوهنيزه لارې چارې دي چې ټولو ته ښکاري يا ثابتيدلای شي. قضاوتونه او نظرونه شخصي وي، دوه اشخاص که هر څومره سره نږدې وي بيا هم د نظر او قضاوت اختلاف لري، خو واقعيتونه چې ټول اغيزمنوي پر هغې سترګې نه پټيږي.

له قانع کولو تير شئ

اکثره خلک فکر کړي چې د مفاهمې اساسي هدف د مقابل لوري قانع کول دي، خو د مفاهمې اصل بل شخص ته خپل نظر رسول او د هغې پر فکر پوهيدل دي، اوس چې تاسې يو بل قانع کولای شئ يا نه، دا بيل بحث دی.

پر جنجالي موضوعاتو بحث کې هڅه وکړئ چې د مقابل لوري پر خبره پوه شئ، له احساساتو ډډه وکړئ، ځکه دا بحث ښايي ډير ژر احساساتي شي، که چيرې ورسره دا هڅه هم وي چې هغه قانع کړئ يا تاسې قانع کړي، نو اصل هدف چې پر يو بل پوهيدل دي هغه مو له لاسه ورکړ.

څيړنې وايي چې انسان پريکړې پر احساساتو کوي او بيا د منطق له لارې ورته دلايل لټوي، هڅه وکړئ پر مقابل لوري پوه شئ، د هغې د نظر شاته احساسات درک کړئ او پرې يې ږدئ چې په خلاص زړه هر څه ووايي، قانع کيږئ يا نه دا بيا بل وخت ته پريږدئ.

پر خپل نظر ړوند اعتقاد ته هم پام وکړئ 

د خپل نظر بيانولو پر مهال له اعتماد او خاکسارئ دواړو کار واخلئ. اعتماد پر دې چې يو نظر لرئ او غواړئ هغه بيان کړئ، او خاکساري په دې چې حق او رښتيا يوازې تاسې ته په ټيکه کې نه دي رسيدلي، که چيرې نور معلومات په ګوتو درغلل او ستاسې نظر يې ننګاوه، نو دومره اخلاقی جرات بايد ولرئ چې خپل نظر اصلاح کړئ.

تاسې او هر څوک د خپل نظر حق لري

ضرور نه ده چې نور دې ستاسې نظر ومني تر څو مو نظر اعتباري او دروند شي، هر څوک د نظر حق لري، هر څومره شړلی او ناخوښی نظر وي، خو بيا هم تاسې حق لرئ چې خپل نظر ولرئ او چيرې چې مو زړه وي بيان يې کړئ.

خو، لدې سره دا هم بايد ومنئ چې نور هم حق لري نظر ولري، او هغه بيان کړي. موږ اکثراً فکر کوو چې زموږ خوښي او آرامي د نورو يا د ټولنې په لاس کې ده، نور بايد دې ته وګوري چې کومه خبره پر ما بده لګيږي او کومه ښه، او له بدې بايد ډډه وکړي.

اما که چيرې غواړئ چې خلک له تاسې پر جنجالي موضوعاتو بحث کې ځان راحت احساس کړي، نو اول بايد پوه شئ چې خپل نظر لرئ او کولای شئ د متقابل درناوي په چوکاټ کې دا نظر بيان کړئ، ورسره بل څوک هم همدا حق لري چې خپل نظر بيان او مقابل لوري ته يې ورسوي.

د نن د ټولنيزو شبکو او دوامداره خبرونو په زمانه کې له مخالف نظر او پرې له بحث څخه ډډه ممکنه نه ده، خو دا بحث کولای شي تاسې په شخصي او مسلکي توګه ډير غني کړي، بحث وکړئ خو پر خپلو احساساتو واک ولرئ او د مقابل لوري د نظر شاته احساسات درک کړئ.

ورته ليکنی: د باور او مفکورې جهل، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره



ټولي:Leadership, Management, Social

ټگونه:, , , , , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: