آسانتيا که مهارت

که دنده غواړئ مهارت راټينګ کړئ، که کاروبار کوئ آسانتياوې رامنځ ته کړئ.

استخدام پر مهارت کيږي، يو څوک تاسې د مهارت پر اساس استخداموي، که دنده لټوئ نو پر خپلو مهارتونو کار وکړئ، انسان پر هر څه نه پوهيږي، نو د مهارت له اړخه دوه يا درې مهارتونه راټينګ کړئ او همدا خپله پيژندنه کړئ، له دې سره دويمګړي مهارتونه هم زده کړئ.

کاروبار پر آسانتیا کيږي، هر څوک چې غواړي کاروبار وکړي بايد مشتريانو يا مراجعينو ته آسانتيا برابره کړي، يعنې د هغوی يوه ستونزه حل کړي، خلک/ مشتريان د ستونزې د حل يا ښه احساس لپاره وسايل مصرفوي، دا د ستونزې حل ښايي دوکان کې د اوبو يا انرژيو خرڅول وي يا د ټولنيزو شبکو استعمال له لارې ځان ته ښه احساس ورکول وي، هر بريالی کاروبار يوه ستونزه حلوي يا احساسات بدلوي.

بيا کله چې انفرادي کاروبارونو ته بحث راځي، نو د کاروبار څښتن د خپل مهارت پر کارولو آسانتيا رامنځ ته کوي. د کاروبار له پراخيدو سره دا کاروبارونه خپله پيژندنه رامنځ ته کوي، د څښتن له سيوري وځي او پخپله پر پښو دريږي.

اکثره خلکو سره دا پوښتنه وي چې د مسلکي ژوند ودې لپاره بايد څه وکړي، په پراخه توګه د نن مسلکي ژوند له خدمته راتاويږي، پيريدونکي، مراجعين يا هر هغه څوک چې له تاسې سره راکړه ورکړه لري، د خپلې يوې اړتيا حل لپاره تاسې ته مراجعه کړي.

ښه مسلکي يا ښه کاروباري پوهيږي چې دا اړتيا څه ده او دا يې څرنګه حلولای شي.

که چيرې تاسې بله دنده لټوئ، نو دلته بايد پر مهارت تمرکز وکړئ، ځکه هغوی چې له تاسې کار اخلي يا مو د يوې چارې لپاره ګماري، نو هغه د يوه ځانګړي مهارت پسې ګرځي چې د هغوی اړونده ستونزې حل کړي.

همدې سره د کاروبار بحث دی، له کاروبار څخه زما هدف يوازې تجارتي اړخ نه دی، بلکه هر هغه څوک چې د يوې ادارې د چلولو مسؤل وي، چې هغه له دوکانه نيولې، تر اين جي او، ویبپاڼو هر څه راتللای شي، دا ټول د يوې آسانتيا وړاندې کولو لپاره رامنځ ته کيږي، دلته که تاسې د دې کاروبارونو مسؤلين ياست، نو بايد پر آسانتيا تمرکز وکړئ، د خپلو مراجعينو ژوند څرنګه آسانوئ. څرنګه يې ستونزه حلوئ.

نن سبا هر څوک، هر کاروبار، هره دنده بديل لري، نو ځکه کله چې موږ د مهارت يا آسانتيا بحث کوو نو لومړی بايد اساسي مهارت او اساسي آسانتيا وپيژنو، ورپسې دويمګړي مهارتونه راوسپړو.

که يو څوک انجينر استخداموي، نو د استخداميدونکي شخص لومړی تمرکز بايد پر خپلو مسلکي مهارتونو وي، پر هر هغه څه به تمرکز کړي چې د دې مسلکي مهارتونه رابرسیره او روښانه کړي، دې کې ښايي مسلکي سندونه، تجربه، اجرا کړې پروژې او نور وي. بيا لدې سره دويمګړي مهارتونه راڅرګنديږي، چې هغې ته هم بايد پام وشي.

که چيرې دا عارض د دندې لپاره سيالان ولري، نو بيا يې د دويمګړو مهارتونو ارزښت ډيریږي، په دويمګړي مهارتونو کې د مفاهمې، له خلکو سره د سلوک، محاسبې، وخت مديريت، او نور مهارتونه راځي، يعنې هغه مهارتونه چې له دې ښه مسلکي جوړ کړي يا نورو ته وښيي چې له ده سره کار کول آسانه دي.

دويمګړي مهارتونو کې زموږ په عامه ژبه کې د ښه سړيتوب مهارتونه راځي، خو د ښه سړيتوب مهارتونه دويمګړي دي، داسې نه ده لکه نن سبا چې له دې يو نيم اورئ چې دا نوی چارواکی ښه سړی دی، عامه ادارې مسؤل هلته د ښه سړيتوب لپاره نه کينول کيږي، له هغې د کار تمه ده، او کار خپل مهارتونه غواړي، يوازې په ښه سړيتوب نه ده او نه ښه سړيتوب ادارې چلوي.

brown and white paper bag

همدا بحث د کاروبار له نقطه نظره هم کيږي، چيرې چې د کاروبار اساسي موخه يوه مشخصه آسانتيا رامنځ ته کول وي، لکه يو څوک نانبايي پرانيزي، دلته دوی کورنۍ په کور کې د ډوډۍ له پخولو خلاصوي، نو د دوی اساسي دنده د بهترې او ښې وچې ډوډۍ برابرول دی، اوس که د سيالئ بحث شي، نو که چيرې لدې سره په شاوخوا کې نور نانبايان هم وي، نو دا به دويمګړو آسانتياوو ته ځي.

د کاروبار لپاره دويمګړی آسانتياوې بیا کور ته رسول، چم ګاونډ سره پر پور راکړه ورکړه، د ستونزې په صورت کې د محصول بدلول او نور راتللای شي، دلته که چيرې دا کاروبار کوچنی وي او څښتن پخپله پدې دوکان کې ناست وي، نو بیا دا څښتن خپله د خپل کاروبار کارکوونکی/ مامور هم دی، دلته به د دې مهارتونه هم کاريږي.

په کوچنيو کاروبارونو کې د څښتنانو مسلکي مهارتونه لکه د نانبايی په بیلګه کې د پخولو او نورو اساسي مهارتونه مهم دي، لدې سره يې د خلکو سره سلوک، محاسبه، د مشتريانو خوشحالول، د تدارکاتو، ماليې او نور ټول دويمګړي مهارتونه هم مهم دي.

د يوه مسلکي شخص په توګه، که تاسې دنده لټوئ يا کاروبار کوئ، مهمه داده چې هغه مقابل شخص يا اداره ولې له تا سره کار وکړي، د دې پر ځای چې پر ځان متمرکز فکر وکړئ چې زه دا مهارتونه لرم يا دا بهترين محصول لرم، له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې که چيرې زه د مقابل شخص پر ځای وای دا معامله مې کوله يا نه.

که د هغه پر ځای وای ما ځان استخداموه يا نه، که استخداموه نو ولې او که نه مې استخداموه نو بيا هم ولې، او که زه د مقابل شخص پر ځای وای د کاروباري په توګه، له ما څخه يې سودا اخيستنه يا نه.

په دې دواړو پوښتنو که د (نه) اړخ مهم دی، که چيرې نه يې استخدامولی نو ولې، او څرنګه کولای شم دا ولې له منځه يوسم، او که چيرې د کاروباري په توګه يې له ما سره کاروبار نه کاوه نو ولې، او څرنګه دا نه آسانولی شم.

ورته ليکنی: دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، دا ستا کار به څوک کړي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول، خپل آمر لړلو لپاره بهانې مه جوړوئ



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , , , , , , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: