د فيسبوک پر وړاندې

پر ټکنالوژۍ اعتياد کې يو بحث ټکنالوژيو يا ټکنالوژۍ وسيلې ته شخصيت ورکول دي، لکه يو څوک ګرځنده ټليفون کاروي، پدې ټليفون يې د ژوند ډيرې چارې روانې وي، له اړيکو نيولې تر انټرنېټ، ټولنيزې شبکې ټولې د ټليفون له لارې پالي، ځينې وختونه له ډير کارولو سره دا ټليفون کاروونکي ته شخصيت پيدا کوي، دا شخص فکر کوي چې دا هر څه د دې ټليفون له برکته دي، او کوم وخت چې ورسره دا ټليفون نه وي، د ورکې احساس کوي. داسې پيښې هم ليدل شوي چې ځينې دې ټليفون ته نوم ورکوي يا ځينې د خپلې ټولنيزو شبکو پر حسابونو دومره پام کوي لکه خپل ماشوم چې پالي.

بیلابيلې څيړنې وايي چې سترې ټولنيزې شبکې په خپل جوړښت کې اروا پوهان او بازار موندنې متخصصين لري، دا شبکې هڅه کړي چې داسې ځانګړنې طراحي کړي چې کاروونکی ډير وهڅوي د دوی له وسيلو کار واخلي، او ورسره يې پر ځان روږدي کړي، دا شرکتونه هڅه کوي چې د کاروونکو لخوا د دوی وسيلو ته د شخصيت ورکولو هڅې وهڅوي او په پای که چیرې دا وسيلې ونه کاروی نو هغه د چرسيانو غوندی د نن کش درڅخه پاتې وي يا د يو څه ورکې احساس پيدا کوي.

blue red and green letters illustration

نن سبا د فيسبوک او په عموم کې د ټولنيزو شبکو بندولو بحث ښکته پورته کيږي، وړاندې مې د اعتياد بحث ځکه وکړ سره لدې چې دا شبکې د نن د ژوند يو ستر واقعيت دی، خو د اعتياد يا په خلکو کې د هغې د ډير استعمال له کبله ارزښت يې له ضرورت زيات پړسول شوی دی.

ضرور نه ده چې فيسبوک دی د هر مرض دوا وي، خو شبکو پر کاروبار، سیاست، اقتصاد، دودونو، او نورو هر اړخيزه اغيزه کړې ده، او تر ډيره بديل نه لري او ځوان نسل ته رسيدو لپاره بايد وکارول شي.

د فيسبوک ارزښت د هغې په شمير او استعمال کې هم دی، لومړی که له شميريزه اړخه وګورو نو فيسبوک څښتن شرکت د انسټاګرام او واټس آپ ملکيت هم لري، چې په شميريزه توګه دا شرکت د نړۍ تر ټولو ډيرو کاروونکو معلوماتو ته لاسرسی لري.

همدې شمیريزه برترۍ بيا د شبکې اغیزې پيدا کړی، د ټولنيزو شبکو اصل پر اړيکو روان وي، يعنې د دې شبکو ارزښت پدې کې دی چې ستاسې په چاپيريال، ملګرو يا هيواد کې يې څومره خلک کاروي، او همدا د ډيرو ملګرو او اړيکو لخوا د دې شبکو کارول نور هم مجبوري چې ټولنيزو اړيکو لپاره دې شبکو ته مخه کړي.

د شبکې يا اړيکو اغیزې دې رسنيو ته واک ورکړی، لکه روس او چين خپلې ټولنيزې شبکې لري، اسټراليا يوه وخت فيسبوک سره ورانه شوه، اخير دواړه سره جوړ راغلل او ډيرو ويل چې يوه دولت شخصي شرکت شرايط ومنل، برازيل او تر ډيره د جنوبي امريکا ځينې هيوادونه له ګوګل سره له اخبارونو د خبرونو راخيستلو د حقوقو پر سر وران شو، چې بيا هم د ګوګل خبره خلکو ومنله، دا شرکتونه د خپل استعمالوونکو د شمير له کبله ځواکمن دي او په دې پاسنيو بيلګو کې تر ډيره ولس حکومتونو ته وويل چې بې ځايه سرزوري دې نه کوي.

سره لدې چې ځينې ښايي ووايي موږ به د دوی لپاره خپل بديل جوړ کړو، لومړی د ټکنالوژيو له اړخه پر دې زحمت نه ارزي، يعنې په هغه ټکنالوژيو کې چې فيسبوک جوړ دی هغه نن سبا له موده پريوتي دي، فيسبوک پخپله د ټيک ټوک، سنيپ چيټ او ورته ټکنالوژيو له کبله په له جدي سيالۍ سره مخ دی، او د دې کال په دوو ربعو کې يې په لومړي ځل فعاله کاروونکي له لاسه ورکړي دي.

دوهم، په سياسي توګه دا وسيلې د امريکا د سياست او ژبې وسيلې دي، لکه چين او روس ورته ښه بديلونه لري، خو څرنګه چې د هغوی ژبه او سياست نړۍ نه تعقيبوي وسيلې يې هم څوک نه کاروي، درېيم يې اقتصادي اړخ دی، ښايي ځينې فکر وکړي د فيسبوک هر څه يې د څښتن دي، خو دا پر سهامو ولاړ شرکتونه دي او ډير ستر اقتصاد غواړي چې دا شرکتونه او خدمتونه يې د نړۍ نورو هيوادونو ته وغځوي، د نړۍ د سترو ټکنالوژيو شرکتونه مالي ارزښت د ډيرو بيوزله هيوادونو له اقتصاده ستر دی.

نو ځکه خلک يې د بديل په لټه کې نه دي، هغوی چې پر فيسبوک يې ایمان راوړی دی اکثراً هغه خلک دي چې د شبکې له مجبوريته ورسره بند پاتې دي، يا يې پکې ملګري دي، يا ملاتړي (فالورز) لري، يا يې پکې نوره پانګونه کړې ده، فيسبوک له څو اخيري کلونو راهيسې د نوو کاروونکو د جذبولو له ستونزې سره مخ دی.

person holding black phone

اوس راځو د فيسبوک بندولو بحث ته، فيسبوک نه بنديږي، په ډيرو ښايي دا بده ولګيږي خو نه موږ دا تخنيکي توان لرو او نه دا شرکتونه ځان دومره په آسانه بندیدو ته پريږدي، له نن څو کاله وړاندې مصر هڅه وکړه بند يې کړي خلکو له نورو لارو ورته لاسرسی پيدا کړ، چين، ایران، روس ورته لاسرسی ستونزمن کړی خو بند نه دی، او نه پر بندولو ارزوي، زه يې دلته له تخنيکي بحثه تيريږم خو لنډه چې د بندولو پر امکان لګيدونکي وسايل موږ کولای شو په بهتره توګه بل چيرې وکاروو.

ورپسې، د افغان کاروونکو ليرې کيدل هم پر فيسبوک څه دومره اغيزه نه کړي، موږ نه هند يو او نه پاکستان، چې په سلګونه ميليونه کاروونکي ولرو، ټول د لسو ميليونو شاوخوا کاروونکي به وي چې پريکنده يې وړيا کاروي، نو بندول به يې يوازې د کبر او خودخواهئ کوم احساس پوره کولو لپاره وي، پر هغوی به په کاروباري ډول څه اغيزه ونه کړي.

که څوک وايي چې فيسبوک يا ټولنيزو شبکو ته بديل پيدا کړو، کله چې ډونلډ ټرمپ (د امريکا پخوانی ولسمشر)، چې په امريکا کې يو تر ټولو بډای شخص هم ګڼل کيږي، ټويټر او فیسبوک له خپلو پليټفورمونو بند کړ، نو هغې هڅه وکړه چې خپله شبکه جوړه کړي، پر شبکه يې نږدې يو کال کار هم وکړ، يو څه امتحاني برياليتوب يې ولاره، خو په اخيره کې پښيمانه شو.

دا نه ده چې خلک د فیسبوک بديل نه لري، له درجن ډيرې ټولنيزې شبکې شته، چين او امريکا خپلې شبکې لري، هلته خو آن انټرنېټ هم تر يوه حده د هغوی په خوښه دی، په مسينجرو کې هر هيواد خپل کاروونکي لري، لکه د واټس آپ تر ټولو ستر بازار هند دی، چين، شرقي آسيا (اندونيزيا، تايوان، تايلينډ، ملايزيا، او نور) خپلې مسينجرې لري، هغوی هغه کاروي، خو دا ټول تر ډيره سيمه ييز شکل لري.

ټولنيزې شبکې د کاروونکو لخوا غښتلې کيږي، که چيرې په يوه شبکه کې ټول د يوه فکر او يو چم خلک وي نو هغه بيا ټولنيزه نه ده، يوازې ته ما ته خان وايه زه به تا ته ملک وايم کيسه ده، پر فيسبوک انتقاد هم نوی نه دی، ډيرو خلکو د مذهب په نامه هم خپلې شبکې جوړولو هڅې کړي دي، عيسيويان او هندون يې ښې بيلګې دي.

د ښځې يا ميړه له موندلو نه نيولې تر کار، مسلک، سندرو، شوقونو، آن هر څه لپاره ټولنیزې شبکې شته، هر څوک د پيژندنې څو اړخيزه شکل لري، ډير کم خلک يوازې يوه شبکه کاروي، ډير خلک له يوټيوب، واټس آپ، فيسبوک، ټویټر، ټيک ټاک او نورو ګټه اخلي.

shallow focus photography of crowd taking video

د ټولنيزو شبکو بل اړخ د اعتبار دی، فيسبوک له خپلو ټولو نيمګړتياوو سره غښتلی زيربنا لري، د ورځې نږدې اووه سوه ميليونه خلک دا شبکه کاروي خو تل فعاله وي او زيربناوی يې کار کړي، ورسره د کاروونکو د معلوماتو محرميت دی، سره لدې چې د کامبريج اناليټيکا او ټاکنو کې د دې شبکې پر چارو نيوکې کيږي خو بيا هم تر ډيره معلومات محرم ساتي.

څه بايد وشي، فيسبوک او ټولنيزې شبکې په عموم کې يو واقعیت دی، او ضرور نه ده چې د هر چا خوښ شي، داسې ډيرې بیلګې شته کله چې فيسبوک ځينې شرکتونو يا سياسي څيرو ويبپاڼې بندې کړي دي هغوی نورو شبکو ته مخه کړې ده، ټيک ټوک يې ښه مثال دی، ډیرو هلته ځان فعاله کړی دی.

دا شبکې د خپل ارزښت له کبله هر اړخيزه استعمال لري، ضرور نه ده چې د يو اړخ استعمال کې ستونزو له کبله دې د ټولې وسيلې پر ارزښت سترګې پټې شي، هر کاروونکی بايد پوه شي چې د څه لپاره يې کاروم، او کومه شبکه زما د دغه استعمال لپاره له ټولو ښه ده، ځکه وخت تاسې ورکوئ، دا شبکې ستاسې وخت خپل تجارت لپاره کاروي، هغه پر تاسې ده چې کومه شبکه زما د وخت ارزښت لري.

ورته ليکنۍ: پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، ټکنالوژي او د وخت ارزښت، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي



ټولي:Social, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: