د پوهې ارزښت

د بشريت وده له پوهې سره مستقيماً تړلې ده، دلته له ودې هدف د بشر د ژوند آسانول دي، هغوی چې پوهيږي د دارالاسباب له وسايلو د خپل او بل ژوند آسانولو لپاره کار اخلي. د نن نړۍ د پوهې او مهارت نړۍ ده، بشر تر ډيره حده خپلې لومړنۍ اړتياوې پوره کړي دي، اوس د خپل ژوند پر نور آسانولو او هوساينې لګيا دی.

د ژوند آسانولو بحث له کرهڼې راپيل دی، کرهڼه د بشر له پيدايښته راروانه وه، چيرې چې به يې د خپل مټو پر زحمت کرکيله کړله، خو وروسته د چارو آسانتيا په لټه کې شو، وسايل يې ورته جوړ کړل، ځان يې پوه کړ چې پر څه، څه وکړي، کله چې يې دې بنسټيزه وسايلو کار يو څه آسان کړ، نو له خلکو سره وخت پيدا شو، دا وخت د کرهڼيزه ځمکو شاوخوا د کليو د آبادولو سبب شو، په دوی کې ښه هغه وو چې د دې بنسټيزه وسايلو په مرسته يې خپله بزګري ژر خلاصوله او کور ته راته، او په کلي کې يې د ميلمه پالنې او ټولنيز ژوند لپاره وخت لاره.

د وسايلو او ژوند آسانولو تر منځ پر اړيکه پوهيدو سره بشر هڅه وکړه چې د ژوند نورو چارو آسانولو لپاره هم وسايل جوړ کړي، د تګ راتګ، طبابت له وسيلو نيولو تر بانکدارۍ تجارت هر څه کې وسايل جوړ شو، او هغوی وروسته پاتې شو چې په خپل ژوند او کاروبار کې يې لدې وسيلو کار وانخيست.

د وسايلو او د دې په مرسته آسانه کيدونکي ژوند د انسانانو د بیلابيل ډول ودې سبب شو، هغه بزګر چې په ميخانيکي توګه او د وسايلو په مرسته خپله کرکيله پر مخ بيايي له هغه بزګر په ښه حالت کې دی چې دا کرکيله پر بنسټيزه وسيلو او پر خپل فزيکي زور پالي. همدا بحث ملتونو لپاره هم وکړئ، انګلستان د بخار ماشين پر کشفولو ځان او نړۍ ته صنعتي انقلاب ورکړ، د بريښنا، انټرنېټ او نن سبا د ځيرکو ماشينونو کشفول ډير هيوادونه وړاندې کړل، دا زموږ په څير خوار او زار هيوادونه وروسته نه دي پاتې، بلکې نور ترې مخکې شوي دي.

brown wooden book shelves with books

د پوهې ارزښت د ژوند په آسانولو کې دی، هره هغه پوهه ښه ده چې ستاسې پر ژوند مثبته اغيزه ولري، د سلوکونو له اصلاح نيولې، د اولاد تر تربيې، تر کار موندنې، هر څه پکې راځي، همدا پر پوهې پانګونه او پر پوهې پوهيدل د شخص د ودې او پرمختګ سبب ګرځي.

زده کړه او پوهه بايد سره بيله کړو، يو شخص به ديني زده کړې ولري بل به دنياوي زده کړې ولري، ضرور نه ده چې د ديني زده کړو هغه دی پر هر څه پوه وي او نه دنياوي زده کړو والا د هر څه پوه دی. د زده کړې لپاره منل شوې او آسانه لار صنعتي زده کړې يا د ښونځيو، مدرسو، پوهنتونونو او نورو له لارې زده کړې دي.

صنعتي زده کړه په خپله يو کاروبار دی، هدف له صنعتي زده کړې د زده کړو لپاره د ځايونو، مسلکونو، کتابونو، پروسو، نتايجو او نورو مشخصول دي، چې زده کړه په ميخانيکي او صنعتي ډول پر مخ بيايي. لکه څرنګه چې فابريکه يا دفترونه يوازې يو محصول لري، او هماغه محصول يې تر تخصصي کچې رسولی وي، د زده کړو فابريکې يا ځايونه هم همدا خاصه لري، چې يوازې يو ډول زده کړه ورته په کاروباري ډول ګټوره ښکاري.

د مدرسې يا ښوونځي څښتن لپاره به دا ډيره سخته وي چې داسې ښوونکی پيدا کړي چې هم ديني او هم دنياوي زده کړې تدريس کړي يا داسې تضمين ورکړي چې دواړه زده کړې ورکولای شي، نو ځکه يوازې يې پر يوه ساحه تمرکز کړی او دا بار يې پر شاګرد ورواچوه چې زه به يوه اړخ راټينګ کړم، ته چې له دی ځايه فارغ شوی نو که دا ښوونځي کې وی، مدرسه ولټوه او که مدرسه وي ښوونځي ته ولاړ شه.

دنياوي زده کړې تر ډيره پر مهارت ولاړې وي او په دې دنيا کې کاريږي نو ځکه ګرانې دي، ځکه چې پيسه ګټي، دا زده کړې د کارموندنی دي، دې خلکو ته کاري فرصتونه ډير دي، او په نړۍ کې دا زده کړې د ديني زده کړو په پرتله پراخې دي، يعنې له يهودي نيولي تر عيسوي او بې دينه ټول دنياوي زده کړې کوي، ټول د معاصرو علومو په لټه کې دي.

د دې په وړاندې ديني زده کړې يوازې تر هماغې دين محدودې دي، او آن په نړيوالو دينونو کې خو ديني زده کړې بيا تر هماغه هيواد محدودې وي، پر ديني زده کړو له محدودې ساحې پرته کار موندنه ستونزمنه وي.

دا يهودان چې دا هر يوه ته له ټولو ځيرکه ښکاري، د هغوی مذهبي خلک هم له بيکارۍ ځوريږي، په اسرائيلو کې د دوی مذهبي ښوونځي شته، سره لدې چې په دې ښوونځيو کې د معاصرو زده امکانات شته خو د دوی سرسخته مذهبي مشران او زده کوونکي يې مخالف دي، ورسره دوی ته معاصر علوم د شيطان پلمه ښکاري. هلته همدوی هم د خپل ديني متنونو د تعبير پر اساس اختلاف لري، سرسختي يې وايي چې اوس وخت موږ له مسلمانانو سره ستونزې لرو هر کله چې مو دا حل کړې، بیا به دې خپلو منافقينو ته راګرځو.

په هندوانو کې هم، د هندو مذهبه مشرانو لپاره دنده موندل ستونزمن دي، هند سره له دومره نفوس او ستر بازار سره بيا هم خپلو مذهبي مشرانو ته دندې نه شي موندلای، د اکثره درمسالونو مخې ته يې مذهبي خلک ناست وي او خپلې دعاوې او خدمتونو خرڅوي.

د دې علم دوو اړخونو تر منځ د اختلاف اصل د غرب ځپلو هغه ناقص فکر دی چې مذهب او حکومت سره بايد بيل کړي، د اروپا د تورې دورې اصلي عاملين د دوی مذهبي مشران وو، هر کله چې د دوی اقتصادي وده پيل شوه، خلکو مذاهب پریښودل او دنياوي اقتصادي فعاليتونو ته يې مخه کړه، چې ورسره دا فکر راپيدا شو چې د اروپا د وروسته پاتې والي دليل د مذهبي خلکو واکداري وه.

هغه مذهبي شخص چې دنياوي معاصرو علومو ته بد وايي، بايد پوه شي چې د دې مذهبي کتاب پر هماغه ماشین چاپ دی چې په جرمني کې يو عيسوي کشف کړی وو، دا ټليفون چې دا يې کاروي د يوه بل مذهب شخص کشف دی، هغه قلم، عينکی (که يې کاروي)، ټوټه چې اغوستې يې ده، څپلۍ، قيچي، هر څه چې دا يې کاروي د دې يوه له جوړوونکي هم دې پوښتنه نه ده کړې چې پر کوم مذهب يې.

له تعليم سره مخالفت بايد عقدوي اړخ ونه لري، وس مې پرې نه رسيږي نو انګور تروه دي، امريکا له چين سره په ټکنالوژۍ کې سيالۍ لپاره ۲۵۰ میليارده ډالر ټاکي، پر يوه ميليارد ستورمزلي بيړۍ جوړيږي مريخ ته استول کيږي او له پيله دوی پوهيږي چې دا بیړۍ بيرته نه راځي موږ يوازې تجربو لپاره ليږو.

زده کړه پانګونه غواړي، دا پانګونه وخت او پيسه دواړه دي، تنبل سړی، تنبل حکومت او تنبل ملت فکر کړي چې پر لږ زحمت بايد ډيره ګټه واخلو، لږ زحمت لږه ګټه او ډير زحمت ډيره ګټه راوړي، دا نور ملتونه بیکاره نه دي ناست، هلته دې څوک پر قلم لرلو نه ډبوي، او نه درته د معاصرو علومو پيغورونه درکوي، خو بيا هم اکثره ملتونه وروسته پاتې دي، ځکه هلته پوهه نسلي او کورنی اړخ نه لري.

د پوهې مينه له کوره پيليږي او ټول عمر پالل غواړي، حکومت که هر څنګه وي، دا پلرونه او ميندې دې له ځان سره فکر وکړي، چې څومره يې په خپل مسلک کې کار کړي، څومره چې له خپل اولاده د اول نمره ګئ او زحمت تمه لري آیا پخپله همدومره زيار کاږي، څومره يې له ښوونيځي يا پوهنتون څخه له فارغيدو وروسته کوم کتاب لوستی، څومره يې ځان د نوي عصر له ټکنالوژيو او پوهو سره عياروي، تنبل او ناپوهه والدين لټ اولاد روزي او پر ناوړه معيارونو حکومتونه ټاکي او ملاتړوي.

blue and white light fixture

يوه څيړنه د ملتونو لخوا د کتابونو لوستلو شميره خپروي، پدې کې د کتابونو لوستونکي ټول ملتونه غربي دي، موږ کې دې دا هر يو له ځان نه وپوښتي چې ما په دې تير کال کې څو کتابه لوستلي دي، يا آن که زه يې نه لولم هغه بل چې کتاب لولي له هغې څومره کرکه لرم.

له معاصرو علومو سره اختلاف د منافقت او دوه مخۍ اخيري حد وي، زه دې ميرمن ډاکټره يا ښوونکی غواړم، خو د خلکو لوڼې دې ښوونځي ته نه ځي، زه دې بهترين ګرځنده ټليفون کاروم خو د هغې جوړوونکی يهودې دی او زموږ د دين دښمن دی، زه دی فيسبوک او نورې ټولنيزې شبکې کاروم خو انټرنيټ فحشا خپروي او بايد بند شي، موږ د تعليم له برکته زيږيدلي آسانتياوې غواړو خو هغه تعليم چې دا آسانتياوې يې رامنځ ته کړي دي پر هغې زحمت نه باسو.

دا نړۍ پر عدل روانه ده، يعنې هر هغه چا چې د يو څه لپاره زيار وکيښ هغې ته رسیږي، موږ به له نړۍ سره د سيالۍ چيغې وهو، خو تر څو چې لږ تر لږه د هغوی برابر یا له هغوی ډير زيار ونه باسو هغوی ته نه رسيږو، اوس که پر دې فکر څوک بل کافروي يا وايي چې دا زیار دې زما لپاره بل باسي او زه دې ورته خوله چينګه چينګه کوم چې ما سره دې مرسته وکړي هغه نو بیا د هغې غيرت او خوښه ده.

ورته ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ظرفيت خلا، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، پوهه که مهارت، آيا د مشر لپاره تخنيکي پوهه ضرور ده؟



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , ,

2 replies

Trackbacks

  1. د فکر خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  2. لياقت او شخصيت  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: