اشغال، استثمار، ښکيلاک يا هر بل دروند ټکی چې کاروئ هغه يوازې فزيکي يا جغرافیوي نه وي، بلکې تر ټولو غښتلی يې فکري وي، د نړۍ هر غښتلی هيواد خپل دود او ژوند طريقو خپرولو لپاره بودجې لري، هند د فلمونو له لارې خپل بګوان داس هر چا ته ورپيژندلی دی، هاليووډ له سي آی ای او خپلو عسکرو مصنوعي اتلان جوړ کړي خو له هوايي ډز سره له ټولو وړاندې تښتي، پاکستاني فلمونو او ډرامو له خپلو عسکرو ببو جوړ کړی، ايران هم د خپلې ژبې او فرهنګ خپرولو لپاره بودجه لري.
د دې فکري يرغل اغير زموږ په څير هيوادونو دا وي چې له خپلې خاورې نيولې تر خپله تاريخه پر هر څه شکمن وو، له ځانه دا اعتماد له لاسه ورکوو چې د ملت په توګه موږ يې هم کولای شو، زموږ تاریخ تر ډيره د بل په سيوري کې ليکل شوی دی، کله له انګريزانو سره جګړه وه، کله له روس او کله له امريکا سره، لدې تاريخ اخوا د خپل وطن د سولې، وياړونو، غير جنګي اتلانو، غښتلو ميندو، خويندو، لوڼو، پلرونو، کليوال، ښاري ژوندونه نور هر څه ورک دي، زموږ هغه افغان اتل دی، چې ټوپک يې په لاس دی، لدې اخوا افغان بله پيژندنه نه لري، تاریخ مو له دې منطقه راتاوو دی چې زموږ موقعيت حساس دی، سکندر هم راغی، چنګيز هم راغلی وو، انګريز، امريکايی هم راغی او که دا حال وي چين به هم رادانګي.
واکدارانو تل دا ليکلي چې له دې وطنه داسې ملغلرې او ياقوت باديدل چې هر يو راخوشی وو، خو دا واکداران خپل اشتباهات نه مني، چې ښايي زموږ غلطو پریکړو، ناپوهيو يا نورو له کبله، مو خپلو کورونو ته داسې جګړې راوړی، چې مړ هم زه شوم او پړ هم زه. داسې جګړې مې پيل کړې چې اوس يې پر راغونډولو نه پوهيږم.
موږ په اتلانو کې د معصومو په لټه کې يو، که غازي امان الله خان وي څوک به يې سرسختي ملاتړي وي هیڅ نقص به يې نه مني، نور به يې له ږيرې نيولې تر خولۍ تر ميرمنې څيرې ټولو سره ستونزه لري، که احمد شاه بابا ته ولاړ شی څوک به ورته د نبوغ او معصوميت نسبت کړي، او څوک به يې پر هند له تاړاکونو نيولې د اولادونو ترمنځ د نفاق لاملونه لټوي.
هیڅوک پوره نه دي، او پدې کې زموږ د تاريخ لوبغاړي هم راځي، که غازي امان الله خان زموږ د تاريخ برخه ده، بچه سقاو هم هلته ياديږي، تاريخ ښه او بد نه لري، يوازې د هغې اغيزه وي چې ملتونه يې رااخلي، واک تر هر څه خوږ وي، همدې انسانانو چوکيو لپاره اولادونه او پلرونه وژلي دي، هغوی لپاره په تاریخ کې درواغ ثبتول يا د خپلې خوښې پيښو ته لومړيتوب ورکول څه عجبه نه ده.
که موږ نن خپل تاريخ ارزوو دا نه ده چې تاريخ مو خراب دی، موږ د نن په تله پرون تلو، موږ د نن د ژوند پر معيارونو د پرون ژوند معيارونه څيړو، او بيا هغه څه چې پر دې معيار پوره رانشي هڅه کړو له تاريخه يې حذف کړو، يا پر چيغو او ښکنځلو نور غلي کړو.
دا وطن زموږ دی، که بد دی هم زموږ دی که ښه دی هم زموږ دی، څرنګه چې ژوند يوه پروسه ده، د وطن تاریخ هم يوه پروسه ده، ټيټې پاستې لري، د نن په ورځ به ځينې خوښ وي او ځينې خپه، تاريخ هماغه تاریخ دی، د هر لوري فکر او درک ترې بدل دی. خپل تاريخ ته بد يا ښه ويل هغه نه بدوي نه ښه کوي، تاريخ، تاريخ دی، پر خپل ځای دی.
زما د خپل وطن يا حالاتو څخه انکار هغه نه بدلوي، ډير څه به وي چې زما به خوښ نه وي، نو که د بدلولو لار يې وينم بايد د هغې لپاره کار وکړم، هیڅوک بې وسه او بې توانه نه دی، د نړۍ هر پرمختللی هيواد که راواخلئ که هغه د جاپان د ناګاساکي يا هيروشيما اټومي بمونو راوتل وو، که د جنوبي کوريا د ولږې له لاسه يو وخت خوراک وو، که د هند د انګريز له لاسه راغلې قحط وو، که د عربي هیوادونو صحرايي ژوند وو، ټولو وطنونو خپلې سختې تنګې تيرې کړي دي، موږ به هم دا مزل ګالو، بل هیڅوک يې زموږ لپاره نه وهي.
موږ به خپل تاريخ پخپله ليکو، دا به ټاکو چې لور او ځوی مې دواړه اتلان دي، مور او پلار مې دواړه د هيواد او کورنۍ د پرمختګ لوبغاړي دي، که پر احمد شاه بابا، امان الله خان، ميرويس نيکه، او نورو وياړو، همدوی ميندې لرلی، ميرمنې يې لرلی چې لاسنيوی يې کاوه، ملا يې ورتړلې ده.
زما د نن افغان د سبا د تاريخ لارښود دی، زما د سبا نسل به د نن افغان کړه وړه ارزوي، دا نيمګړتياوې چې نن دي بايد سبا نه وي، هغوی بايد د خپل زمان له ننګونو سره مخ شي، موږ بايد د اوس ننګونې همدا اوس حل کړو.
زه به اول دا منم چې کولای يې شم، که مومند خلا ته تللای دی، نور افغانان هم کولای شي، زما تاريخ يوازې جنګ، سوبې او فتحې نه دي، زما تاريخ د وياړلې خاورې دیرش ميلیون وګړو تاريخي کيسې دي چې له هر ډول ننګونو سره له نسلونو نسلونو راروانې دي، او روانې به وي.
زما ستونزه له نورو هيوادونو، ګاونډيانو، ژبو، مذهبونو او پرديو سره نه ده، زما ستونزه له هغه فکر سره ده چې پر خپلو بدو سترګې پټوم، له هغه فکر سره ده چې پر خپلو خويندو او لوڼو دا باور نه لرم چې تعليم به يې رانه خرابې کړي نو ځکه يې د تعليم مخه نيسم، نه دا چې دې خپلې لور ته دا باور ورکړم چې د نړۍ په هر ګوډ کې وی افغانه يې، سپيڅلې يې او د دې خاورې وياړ يې.
نړۍ ډيره به وړاندې وی، خو زه درپسې يم، مزل به مې سست وي، ملا به مې ماته وي، سر به مې ژوبل وي، خو در روان يم، مات نه يم، پریوتې نه يم، در روان يم، او دررسيږم.
د بيوزله شخص، بيوزله ملت او بيوزله هيواد تر ټولو ستره ستونزه د لاس اوږدول وي، دوی ټول فکر کړي چې زه بيوزله يم له ما سره مرسته وکړه، له ما سره مرسته ستا اخلاقي او انساني مسؤلیت دی، خو دا شخص چې لاس اوږدوي دا نه مني چې د خپل حالاتو بدلولو لپاره بايد زه بډې ووهم، ورکوونکی لاس له اخيستونکي لاس بهتره دی.
او … د بيوزلۍ او وليدلو دا فکر به بدلوو…
ورته ليکنی: د پوهې ارزښت، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار، اداري په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ