لياقت او شخصيت 

سختی تنګی انسان ته شخصيت ورکوي، خو مهارتونه يې بيا لياقت ښه کوي، د مشر لپاره دواړه مهم وي او د ښه مدير لپاره يوازې مهارتونه هم کفايت کوي، چې پر څه، څه وخت، څه وکړي.

مشري له خلکو سره کار دی، او خلک پيسې، شهرت، چوکۍ، ښايست او نورو پسې نه ځي، بلکه شخصيت غواړي، او شخصيت پر اخلاقو بنا وي، داسې څوک چې له سختيو سترګې پټې نه کړي، پر خپلو اصولو ودريږي او ورسپارل شوې دندې ته ژمن وي.

يو څوک به تشناب پاکوي، د تشناب پاکولو ته ځان قانع کول شخصيت او اخلاق غواړي، دغه کار به يو څوک کوي، ولې که بل يې کوي زه يې ونه کړم، خو د تشناب په سمه توګه پاکول مهارت غواړي، يو څوک به وي هغه به دا کار ځکه کړي چې ورته اړتيا ده، يو څوک به يې له مجبورۍ کوي، د دواړو تر منځ توپير دی.

هغه چې يو کار د اړتيا پر بنسټ کړي، مشرۍ پر لور روان دی، او يو څوک چې يوه کار ته مجبوريږي ښه کارکوونکی/ مسؤل کيدای شي، خو د مشرۍ زده کړې ته يې لا وخت شته.

په شخصيت کې يو څوک دې ته ګوري چې دا دومره ټيټ کار بل څوک کړي، له ما په څه کې ټيټ دی يا له دې زه په څه کې ښه يم چې له دې کار سترګی پټوم، په مهارتونو کې بيا څوک دا پوښتنه نه کړي، هلته شخص دې پسې ګرځي چې دا يې کار دی او بايد همدا يې وکړي، او که زه يې وکړم زما له موقف سره نه ښايي.

که مشري غواړئ پر سلوکونو او اخلاق مو کار وکړئ، که تخنيکي/ مديریتي کارونه غواړئ نو پر مهارتونو کار وکړئ.

لياقت پر مهارتونو راځي، شخصيت پر صبر، استقامت او پر دې جرات راځي چې زه به ښايي پر ډير څه نه پوهيږم خو زده به يې کړم، له دې کبره تيريدل دي چې زه به تل په سمه وم.

يو شخص به په مسلکي توګه ډير تکړه او ښه وي، خو درواغ به وايي، پر ژمنه به نه دريږي، غيبت به کړي، خبره به بې ځايه ستروي، په نورو کې به عيب لټوي، د دې په وړاندې به يو بل شخص وي چې دومره به په مسلکي توګه وارد نه وي، خو ريښتونی، پر خبره او ژمنه ولاړ او د هر څه درک به لري، تاسې به له چا سره وغواړئ چې کار وکړئ.

موږ اکثره وختونه لياقت او اخلاق سره ګډوډوو، له ځينو به واورې چې پلانکی ښه سړی دی، خو دې ته نه ګوری چې دا ښه سړيتوب د څه پر معنا، يا يو څوک مامور د ښه سړيتوب يا يوازې اخلاقو لپاره نه نيسي، په ځانګړي ډول په عامه اداره کې، چيرې چې دا اشخاص له بيت الماله امتيازات اخلي، هلته دا ډيره مهمه ده چې استخداميدونکی شخص مهارت او شخصيت دواړه ولري.

استخدام په پريکنده توګه پر مهارت کيږي، ځکه په لنډ وخت کې د سلوکونو ارزول نه کيږي، تاسې نه پوهيږئ چې په سخته کې به دا شخص څه کړي، په عامه ادارو کې واسطې، رشوت او له کاره سترګی پټول ډير عام دي، او دا دې څوک نه وايي چې په کوم نظام کې وو او په کوم کې نشته، دا فساد هر چيرې شته، خو کله چې دې چوکيو ته دا خلک ټاکل کيږي نو ټول غوړې چړې وايي چې زه به له قانون اخوا هیڅ کار نه کړم، خو خبره د قانون نه وي خبره دا وي چې څوک يې درته وايي يا څوک پيژني، د واکداره يا خپلوان ناوړه خبرې په وړاندې دريدل شخصيت غواړي.

نن سبا چارواکو ته منل کيدونکی تقوا بازار ګرم دی، پر خپلوئ، ملګرتوبونو، ورته فکر او واسطه شخص استخدام کړي، بيا وايي چې متقي او پر هيواد ميين شخص دی، موږ چې به واړه وو په ښوونځي کې به يې يوه کيسه کوله چې غلو د کوم سړي د کور ديوال سوری کاوه، د کور څښتن پرې خبر شو بهر راوتلی وو، له غلو يې وپوښتل چې څه کوئ، هغوی ورته ويل چې ډوهول وهو، ده ورته ويل چې د ډوهول غږ چيرې، غلو ويل غږ به يې سبا واوری.

د دې متقيانو او پر هيواد ميينو د ډوهلو غږونه به بیا موږ وروسته واورو، لکه چې هغه د پخوانيو نامدارو برکتونه اوس راوځي.

مهارت، پوهه او اخلاق درې مختلف څيزونه دي، د هر يوه زده کړه خپله پروسه لري، مهارتونه په آسانه انتقاليدونکي دي، يوټيوب ترې ډک دی، پوهه وخت او پاملرنه غواړي، څوک پر يوه ورځ پر هر څه نه پوهيږي، له وخت سره يې سر خلاصيږي، هو متمرکزه پوهه مرسته کړي، که يو څوک پر يوه خاصه موضوع تمرکز وکړي ژر يې کولای شي اساسات زده کړي.

اخلاق بيا امتحانيدونکی عمل دی، که يو څوک وايي چې زه له کاره سترګی نه پټوم، خو کله چې ستړی شي، له غمه يا ناوړه حالاته تيريږي، يا پر ټولنيزو شبکو يا خبرونو ناوړه اغیزه کړې وي، آیا هغه وخت هم خپل کار کولای شي؟

ورته ليکنی: د پوهې ارزښت، د باور او مفکورې جهل، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، دا ستا کار به څوک کړي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول، خپل آمر لړلو لپاره بهانې مه جوړوئ



ټولي:Leadership

ټگونه:, , , , , , , , , , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: