له پوهې سره سليقوي چلند

د پوهې يوه ستره ننګونه دا ده چې ناپوهه يې پر ارزښت نه پوهيږي، او هغوی چې پوهيږي هغوی ته ټوله پوهه يوازې خپله ښکاري، ډير ځان په خپل چوکاټ کې پوه ګڼي، خو دې ته نه ګوري چې دا بايد دا درک کړي چې پر هر څه هیڅوک نه پوهيږي، او پوهه دوامداره پروسه ده.

انسان ډير پيچلی مخلوق دی، مذهب، اخلاق، سلوک، تربيه، پوهه، جنس، کورنۍ، قوم، او داسې نور يوازې د دې د شخصيت يوه برخه ده، که يو څوک ښه مذهبي شخص وي، دا په دې معنا نه ده چې په هر څه کې دې ښه وي، يا دې ښه مسلکي او پوه هم وي، که څوک په دنياوي چارو کې ښه بریالی وي، پيسه داره وي، مشهور وي، ضرور نه ده چې په هر څه کې دې ښه وي، موږ ټول د زده کړې ساحې لرو او هغه بايد وپيژنو.

له تير يو کال راهيسې چارواکو د نجونو پر وړاندې ښوونځي قصداً تړلي دي، ښوونې او روزنې ارزښت ته پر کتلو هیڅ دليل توجيه کوونکی نه دی، خو که له سياسي او د چارواکو د نجونو پر وړاندې د عقدوي سلوک او د دوی که نااهلۍ له بحثه تير هم شو او يوازې د ادارو د چارواکو په توګه ورته فکر وکړو، نو بيا هم د مسؤلينو په توګه دوی د خدمت ارزښت پر درکولو د هغې وړاندې کولو مسؤل دي، نه دا چې هغه وړاندې کيدونکی خدمت وارزوي او د خپلې نااهلۍ لپاره دلايل ولټوي.

او که چيرې د دې خدمت له وړاندې کولو سره ستونزه لري، نو چا په زوره دغې چوکۍ او مسؤليت ته نه دي راوستي، په مخه يې ښه، بل چا ته دې دا چوکۍ مسؤليت پريږدي.

book page on brown wooden table

نااهلي د مهارت او اړونده سلوک نشتوالی دی، هر کله چې يو چا ته مسؤليت سپارل کيږي، نو هلته د دندې اړونده چارو کې د رزونې بحث راځي، يعنې دا شخص بايد دې مسؤليت اړونده مهارتونه او سلوکونه زده کړي، يوازې خان ته پر غوړه مالۍ، ځان يا يو بل ته د سترو لقبونو پر ورکولو او د ژمن او متقي پر ټاپو نه کيږي.

خلک زده کړه له تربيې سره تړي يا د ښوونکي او زده کوونکي اړخ ورکوي، يا د يوه ورکړه ده او د بل اخيستل، خو دې ته نه ګوري چې مشوره ورکول پخپله روزنه ده، يوه چا ته ښه لار ښودل روزنه ده، له يو چا سره پر يوه موضوع بحث کول روزنه ده.

د ګوګل زده کړه د مسلکي زده کړې مترادفه نه ده، له ډيرو خلکو سره چې بحث وکړې څرګنده پرې پوهيږی چې يو څو اصطلاحات يې ګوګل کړي او په هره جمله کې يې بادوي، د ټولو بحث له فيسبوک څخه راخيستل شوی وي، يو څوک د مسلکي شخص فيسبوک پوسټ راواخلي شريک يې کړي، بيا له هغه شخص زیات دا ورته خوشحاله وي چې زه هم همدومره پوه يم.

زموږ هېواد له ستونزمنو حالاتو تيريږي، دلته بايد له همفکرۍ، غوړه مالۍ، جامو، ژبې، سيمه ييزې پيژندنې او انډيوالۍ زيات لياقت او ظرفيت ته ارزښت ورکړل شي، مهمه نه ده چې تاسې څومره تکړه ټيټ رتبه چارواکي ولرئ که چيرې مشر پر کار پوه نه وي يا ورته واياست چې خير دی زده به يې کړي، نو تر څو چې يې زده کوي داسې ډيرې پریکړې به يې کړي چې د ټولو خانه به يې ورخرابه کړې وي.

دا چارواکي به ښوونځي پرانيزي يا به يې ولس پرانيزي يا پر خيرات روان نظام د نور خيرات او مرستو جذبولو لپاره به سياسي پريکړې وکړي او هله به يې پرانيزي، خو که دا سبا يې هم پرانيزي، دا زموږ د اولادونو چې دومره وخت راضايع کړ، د دې ځواب به څوک وايي.

پوه وګړی د هېواد وياړ وي، هغه له ځان سره نور هم رسوي، تاريخ او نن له بيشميره بيلګو ډک دی چيرې چې هيوادونو له پرديو پوهو غوښتي چې راشي او د هيواد په ابادۍ کې ورسره برخه واخلي، همدا پرون عربي اماراتو تکړه کاري ځواک لپاره د ويزو او اقامې اخيستلو نوي آسانه اصول معرفي کړل.

زموږ پوهو هيوادوالو ته د ګاونډيانو بد رد، ښکنځل او تحقير منل له اوسنيو چارواکو سره له ګوزارې ښه ښکاري.

د کډوالۍ او سفر ستونزې مني خو پدې هيواد کې ورته ګوزاره ستونزمنه ښکاري، دا هغه هيوادوال دي چې پر کار پوه دي او فکر کوي چې په نوره نړۍ کې ځان ته کار موندلی شي، ماهره کاري ځواک د ميوه دارې ونې په توګه وګورئ، چې د هغې کرل، سترول، پالل او ساتل څومره وخت او ستونزمن کار دی، خو د تبر له يو ګوزار سره څو کلنه ونه له منځه تللی شي.

gold and silver round ornament

د حاکمو طبقو ستره ستونزه دا وي، چې دوی مفکورې او مهارت تر منځ پر فرق ځان نه پوهوي. مبارزې پر زنده باد او مرده باد ښې ښکاري، خو بس همدومره يې ګټه ده چې خلک راشي د زنده باد او مرده باد چيغې ووهي، د زړه کوفت وباسي او نوره خبره خلاصه شي، که چيرې دا مبارزين له ځان سره ښه متخصصين او ماهره مشران ونه لري، چې د خلکو دا کوفت يو لوري ته رهنمايي کړي نو کله چې خبره خرابه شي بيا به ټول يو بل ته ګوري او نه به پوهيږي چې څه وکړي، خو لکه چې هغه متل کا د «د غوايانو په جنګ کې تاوان د کاڼو بوټو وي» غرق به نور کړي، نو به بيا هم خپل جهل او سرزورۍ ته دلايل لټوي.

هېوادونه، ټولنې، کورنۍ، اشخاص پر مهارتونو آباديږي، زنده باد او مرده باد نه غواړي، ډير نظامونه چې دا مهارتونه ولري، خپله د مرده باد ښکار شي.

زه يې دلته اسلامي او کلتوري دلايل نه يادوم، ځکه هغه بې ځايه دي، او ډيرو پوهو او عالمو خلکو يې دغه دلايل ننګولي دي، يوازې دومره ده چې د عامه خدمتونو مسؤلينو په توګه به دوی سبا ځواب وايي، دا چوکۍ او واک چا ته نه پاتيږي، هغې لور او خور، او د هغوی ميندو او پلرونو ته دوی څه ځواب لري، چې خپل رب ته يې لاس اوچت کړی او سترګې يې له اوښکو ډکې دي.

بس دی، له ځانه فرعونان مه جوړوئ، چې خلک بيلچه په لاس شي…

ورته ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ظرفيت خلا، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، پوهه که مهارت، آيا د مشر لپاره تخنيکي پوهه ضرور ده؟



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: