ډيجټيلي استبداد

پر آنلاين نړۍ هغوی حاکم دي چې له دې وسيلو بهتره ګټه اخلي. استبدادي رژيمونو تل د ملي ګټو په نامه مخالف نظرونه او فکرونه ځپلي دي، دا ځپل تر فیسبوک او ټويټر محدود نه دي، دا رواجونه له پخوا راپاتې دي، اوس يوازې دومره شوه چې هم چارواکي او هم د دې ټولنيزو شبکو څښتنان د مخالف فکر ځپلو لپاره بیلابیل لاملونه لټوي.

تر ټولو ستر غږ او رسواوو څخه خلک ځان ساتي، دا يوازې پر انفرادي ډول نه ده، بلکه هېوادونه هم کله کله له دې ستونزې سره مخ کيږي، آن د مذاهبو له اړخه هم تبعيض شته، پر دې موضوع زموږ پخوانۍ ليکنې ټولنيزې شبکې محتويات څرنګه اداره کوي، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي لوستلی شئ.

يو څه موده وړاندې هند پر ټويټر د پاکستان، ملګري ملتونو حساب، ځينو بهرنيو سفارتونو، پاکستان راډیو او نور ورته حسابونه قانوني مواردو له نقطه نظره وتړل، لدې وړاندې هند پر يوټيوب هم يو څه حسابونه تړلي وو، لدې حسابونو څخه ډير يې په پاکستان کې کاريدل، خو ټويټر ته د هند حکومت د شکايت له کبله وتړل شو.

neon signage

د نن زمانې د ژوند يوه اساسي برخه تبليغات دي، سره لدې چې ټولنيزو شبکو هر چا ته د وينا او خپل غږ رسولو اختيار ورکړ، خو ورسره يې هغوی چې په لوړ غږ چيغې او سپکول کولای شي، غږ نور هم ستر کړ، خو لدې سره آن تر اوسه ډير فکر کړي چې دا شبکې تر هر څه ډيرې ګټې لري، او هر څوک بايد وکولای شي خپل نظر وړاندې کړي.

ګوګل پر دې وياړي چې هر ډول معلوماتو ته يې لاسرسی آسانه کړی دی، فيسبوک وايي چې زموږ له برکته په عربي نړۍ او په ځانګړي ډول مصر کې انقلاب راغی، ټويټر وايي چې زموږ د بيان آزادۍ خو دا حال دی چې د امريکا د ولسمشرۍ پر چوکۍ ناست ولسمشر ډونالډ ټرمپ حساب مو هم د تاوتريخوالي هڅولو له کبله بند کړ.

په نړيواله توګه د ولسواکۍ ټيکه دارو فکر کاوه چې دا وسيلې به وکولای شي د نړۍ ځپل شوو ټولنو ته غږ ورکړي، وبه کولای شي د ډيرو غږ د نړۍ بیلابيلو ولسونو ته ورسوي، چې د عربي نړۍ انقلابونه يې ښه بيلګه بلله.

خو، د بيان دې خپلواکيو ډنډورچيانو دا هير کړل چې دا وسيلې که د ښو لپاره کاريدلی شي، د بدو اغيزه هم ډيروي، دلته د دې وسيلو پرمختللي کاروونکي راپيدا شو، داسې خلک چې د پيسو، عقدې يا عقيدوي تمايلاتو پر اساس يې دا وسيلې د خپلې ګټې لپاره وکارولی.

په سياسي توګه، په امريکا کې ډونالډ ټرمپ د همدې وسيلو په مرسته ولسمشر شو، په هند کې بي جي پي نريندرا مودي او پاکستان کې يې عمران خان تر صدراعظمئ ورسول، او په همدې افغانستان کې راپورونو وويل چې طالبانو له ټويټره د سلاح په توګه کار واخيست.

يو وخت نظام ټلويزون اعداموه چې فحشا خپروي، نن د هماغه نظام مبلغين پر ټلويزونونو ناست او نورو ته د خاين او کافر ټکي کاروي، يو وخت ورته ټولنيزې شبکې بهرنۍ وسيلې ښکاريدی، نن د همدې شبکو غښتلي کاروونکي پر يوه او بله نامه نازوي، بحث د وسيلې نه دی، بحث لدې وسيلې څخه د ګټې اخيستنې دی.

دلته غوڅ ښه او بد نه شته، وسيلې دی چې هر څوک يې د خپلو خوښو لپاره کاروي، او پدې کې د دې شرکتونو څښتنان پيسې چاپوي. خلک فکر کوي چې د دې وسيلو کاروونکي لدې وسيلو ناوړه ګټه اخلي او د تعصباتو او ناوړه چارو خپرولو سبب ګرځي، خو پدې کې دا هيروي چې دا شرکتونه له دې وسيلو ميلياردونه ډالر ګټي، او د دوی ګټه په همدې ولاړه ده چې ډير خلک يې وکاروي او خبرونو ته تل غبرګون وښيي.

بشري تمرکز منفي چارو پر وړاندې د مثبتو په پرتله ډير حساس وي، که تاسې لس ښه خبرونه يا ښه څيزونه ووينئ، او يو بد مو سترګو ته راشي، ټول ښه هيريږي، او پر دې د ټولنيزو شبکو څښتنان پوهيږي، چې څرنګه وکولای شي خپل کاروونکي هميش فعاله او له ځان سره وساتي.

له پيسو سره بل اړخ سياسي نفوذ او ولس دی، سره لدې چې فيسبوک او يوټيوب په چين کې بند دي، خو بيا هم دا دواړه شرکتونه د چين حکومت يا حاکم ضد ګوند مواد سانسوروي يا يې له خپلو شبکو باسي، پدې هيله چې دغه ستر بازار ته د دوی لاسرسي په وړاندې خنډ نه شي.

ټويټر دا وايي چې موږ کرکجن مواد نه خپروو او مخه يې نيسو، خو داسې بیلابيلې بيلګې شته چيرې د مذهبي لږکيو، ځانګړو ډلو او هيوادونو مواد پر خپل ځای پاتې دي او آن په ځينو مواردو کې ملاتړ شوي هم دي. هند د ټويټر يو له سترو بازارونو څخه دی، کله چې د انټرنيټ خپلواکۍ/آزادې کارونې يوې ادارې چې په نړۍ کې د انټرنيټ خپلواکه کارول څاري د هند پر حکومت د ټويټر له لارې نقد وکړ چې هلته آنلاين آزادي د تهديد لاندې ده، د بي جي پي حکومت له ټويټره وغوښتل چې دا ټويټس ليرې کړي، او هغوی هم د دې فشار پر وړاندې سر ټيټ کړ او ليرې يې کړل.

دا د نوې نړۍ واقعيت دی، چيرې چې زورور او پر ټکناولوژئ حاکم ولس او حکومت د ځان ګټې لپاره له هر څه کار اخلي، د دارالاسباب په نړۍ کې تکړه او ژبور هغوی دی چې له هرې وسيلې د خپل پيغام رسولو لپاره ګټه واخلي.

دا بحث مو د ټکنالوژئ يوازې دوه درې وسيلو لپاره وکړ، له مصنوعي ځيرکتيا (مصنوعي هوښيارتيا – Artificial Intelligence) نيولې تر روبوټيکس، نانوټيک، سټلايټ، او نور ډير د ټکنالوژۍ موارد مو هیڅ ياد نه کړل، چې په هغې کې موږ چيرې يو.

موږ به تر اخيره لدې بحثه راتاوو وو چې لوڼه ښوونځيو ته نه ليږو، عصري علوم د شيطان وسيلې دي، زما خړ وطن له ټولو ښه دی، او پردي ټنګ ته به ناڅو او په دې تمه به يو چې بل څوک راشي زموږ کور ته جنګ راوړي چې موږ ورته خپل زور وښيو.

که منو يا نه، له يوه فکري شخړې سره مخ يو چې نور پر موږ هر نوم کيږدي نړۍ يې ورسره مني، او موږ تر اوسه هغه مهارتونه زده نه کړل يا ورته بد وايو چې که هيڅ نه وي دا پر خپل نامه لږيدلي تور داغونه خو پريمينځو.

ورته ليکنۍ: پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، ټکنالوژي او د وخت ارزښت، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، هېوادونو وده او پوهه،



ټولي:Social, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: