ماشی، د نمرود کيسه په تفاسيرو کې شته، چې څرنګه يې د الله (ج) له امر سرکشي وکړه، زه هغه کيسه دلته نه راوړم، له هغې ماشي یادونه کوم چې د هغې په واسطه دا شخص جزايي شو، کتابونه ليکي چې د نمرود پر عذاب اخته کيدو وړاندې به هغې ته راتلونکو خلکو سجده کوله، خو کله چې پر عذاب اخته شو، نو هر څوک چې به راتلل لومړی به يې نمرود پر سر دوه درې څپلۍ واهه تر څو هغه ماشی بې ځایه شي او دا يو څه آرامه شي، او بيا به يې ده ته خپل کار وايه، تر څلويښت – پنځه څلويښت ورځو په دې عذاب اخته وو، تر څو چې مړ شو.
کوم ځنګله کې اور لګيدلی وو، ځينې کيسې چنچڼه يادوي، ځينې ميږی يادوي چې په مښوکه يا خوله کې يې اوبه راخيستې وی او د اور مړه کیدو په لور روان وو، چا ورته ويل چې ستاسې په دې يوه څاڅکي اوبه به څه وشي، مرغه ورته ويل چې پوهيږم اوبه کمې دي، خو نه غواړم چې د دې ستونزې په حل کې بې طرفه پاتې شم، يا د خير په غونډۍ کينم چې بل څوک به يې حل کړي.
د اصحاب الفيل کيسه، چې ابابيل راغلل او د ابرهه لښکر يې پر کنکڼيو تباه کړ، او ابرهه ته د ښاغلي عبدالمطلب ځواب چې د چا کور دی هغه به يې ساتي، الله (ج) خپل کور پر ابابيلو چې ډيرې کوچنۍ او ضعيفه مرغئ دي، وساته.
د تبوک غزا پر مهال حضرت محمد (ص) له اصحابو وغوښتل چې له جهاد سره مرسته وکړئ او هر څه چې د دوی له اړتياوو ډير وي يا کولای شي مرسته وکړي رادې وړي، هر اصحابي له خپل وس او توان سره سم مرسته وکړه، چا څومره وکړ هغه د اسلامي تاريخ په کتابونو کې شته، خو ټولو مرسته وکړه.
له ثانيو دقيقه، له دقيقې ساعت، له ساعت ورځ، له ورځې اونۍ او همداسې يې در واخلئ، که د وخت قدر کوئ د وخت له تر ټولو کوچني اندازه کيدونکي واحد به يې رااخلئ او همداسې به د نورو ارزښت ډيروئ. انسان خپل د راتلونکي برياليتوب نن نه ټاکي، ځکه سبا چا ته نه دی معلوم، خو نن خپل سلوک ټاکي، خپل کړه وړه هغې هدف سره برابروي چې دا د هغې لپاره کار کړي، بيا همدا سلوک او کړه د دې هغې هدف په لور مزل او بریاليتوب ټاکي.
څلور کلن، اته کلن يا لس کلن تعليم مو د ټول عمر بريا يا لوری نه ټاکي، دا سند مو له پوهنتونه فارغوي، او که چيرئ واکداره شوئ ښايي يو څوک آن دوکتورا همداسې د الله (ج) د رضا لپاره درکړي، خو هره ورځ به تاسې دا ټاکئ چې له ژونده څه غواړم او څرنګه ورته رسيدلای شم، او هغه سلوکونه به خپلوئ چې هلته مو رسوي.
يوې کوچنۍ انجلۍ له يوې سپين سرې انا وپوښتل چې دا لار چيرې ځي، سپين سرې وويل ته چيرې غواړی ولاړه شی، نجلۍ ويل مهمه نه ده، سپين سرې ورته ورته ځواب ورکړ چې دا هم مهمه نه ده دا لار چيرې ځي، ځکه لار زموږ منزل نه ټاکي، بلکه منزل زموږ لار ټاکي، اول بايد پوه شی چې چيرې ځی، لار به پخپله پيدا شي.
موږ په اوسط ډول په کال کې يو ميلیون قدمه مزل کړو، اوس که چيرې دا يو ميليون قدمونه تاسې يو لوري ته واخلئ، خپل هر ګام رهنمايي کړئ، څه فکر کوئ چې چيرې به ورسيږئ.
په يوه ساينسي څيړنه کې د يوه شخص د پخوا پر اساس راتلونکې هيله مندۍ ارزول وو، په دې څيړنه کې لومړئ له هغه ناروغ سره مرکې وشوې چې ډاکټرانو د يوه بل مرض درملنې له کبله د ده له ماغزو څخه يوه برخه ليرې کړې وه، د دې برخې له ليرې کولو سره ناروغ خو جوړ شو، مګر يادښت يې خراب شو، پخواني شيان يې په ياد وو خو نوي يادښتونه يې نه شو ثبتولی، نو نه پوهيده چې نن يې څه کړي او سبا به څه کوي، دا شخص په عمومي توګه نه پوهيده چې سبا څه کړي.
په همدې څيړنه کې څيړونکو د نورو اشخاصو کړه وړه هم وڅارل او بیا يې ورسره مرکې وکړې، د دې څيړنې موندنې په عمومي توګه دوه ډوله وی، لومړی هغوی چې پخوا يا په تير وخت کې يې يو څه لاسته راوړنې لرلې يا ځان يې بريالی باله، راتلونکي ژوند ته هم هيله مند وو او فکر يې کاوه چې بريالی به وي. ورسره دوهم هغوی چې ځان يې په يو نه يو څه مصروفه کړی وو هم ژوند ته هيله من وو.
په دې څيړنې کې په عمومي توګه خلکو د کاروبار، مالي چارو او نورو څخه دومره يادونه نه کوله، يوازې دا يې ويل چې که ژوند يو څه هدف ولري او دا د مصروفيت سبب وګرځي، نو هغه عموماً د خوښۍ سبب ګرځي.
په يوه بله مشهوره څيړنه کې، د آپارتمانونو د يوه ښارګوټي نسبتاً د ګڼې ګوڼې ساحه کې يو څوک وويشتل شو، خو دا شخص سمدلاسې مړ نه شو بلکه ټپي وو، وروسته څيړونکو وموندله چې ډيرو خلکو د ډز غږ هم واوريد، او ځينو له خپلو کړکيو وهم لید چې شخص پر مرمۍ لږيدلی دی، خو هیڅ چا امبولانس ته زنګ ونه واهه، نه ورسره چا مرسته وکړه، چې له کبله يې دا شخص يو څو دقیقې وروسته مړ شو.
څيړونکي چې دې نه مرستې ته حيران وو، له خلکو وپوښتل چې ولې مو مرسته ونه کړه، ټولو ويل چې موږ فکر کاوه له دومره ګڼې ګوڼې سره به يو بل څوک ورسره مرسته وکړي، زما مرستې ته به اړتيا نه وي، چې د همدې فکر له کبله چې بل څوک به يې وکړي، منځ کې ډز ويشتلی قرباني مړ شو.
له څاڅکو درياوې جوړيږي، موږ ټول څاڅکي يو، اوس چې د کوم دريا برخه کيږئ يا څاڅکی پاتيږئ هغه ستاسې پريکړه ده.
دا دومره پړپړه مې دې لپاره وليکله چې دا بله ورځ د رواني ناروغيو نړيواله ورځ وه، هسې خو نيم ليوني يو خو ډير د نن د خرابوالي له کبله سبا هم بد ګڼي، د نن ارزښت نه مني، وايي چې کله حالات ښه شو، بيا به بډې وهم چې څه وکړم، خو نن نه کار يا ځان نه خځول د سبا د ناهيلۍ او ښايي د ذهني فشار سبب شي.
موږ ته د ملت په توګه ستر مزل را پاتې دی، په حرکت کې برکت دی.
ورته ليکنی: د برياليتوب تعريف که معیار، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ګړندئ اغېزه، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، د نامعلوم قبلولو ويره
ټولي:Leadership, Social
ځواب دلته پرېږدئ