پوهه تيوریکې بڼه لري، دا عالمان او پوهان خو هسې هم نه دي بدنامه چې وايي ټولې خبرې دې کتابي دي، لکه يو څوک غواړي پيسه داره شي، ښه به پوهيږي چې پيسه څنګه ګټل کيږي، خو له خپلې ميرمنې نيولي تر دوکانداره له هر چا به پور وړی وي،
دا خلک پوهيږي چې څه وکړي خو نه پوهيږي چې څنګه؟
ورسره دوهم د مهارت بحث دی، دا شخص د يوه کار پر څنګه پوهيږي، خو پر ولې يې سر نه خلاصيږي، دا د هغه ماشومانو مثال لري چې تاسې ورته يو کار وواياست هغه کار درته پر بهتره توګه اجرا کړي خو که ورته ووايي چې ولې، نو وايي چې تاسې ويل، ورسره د چارو تر منځ پر ربط نه پوهيږي، يوه اداره به ښه چلوي خو پرون به له نن، او نن به له سبا سره نشي تړلای
دې سره دريېم بحث د سلوک دی، يو څوک به ښه پوه وي، مهارت به يې هم سم وي، خو اړونده سلوکونه به نه لري، لکه تاسې يوې ادارې لپاره رئيس ټاکئ، دا شخص به پوه او ماهر دواړه وي، خو له هرې دوهمې خبرې سره به درته وايي چې له ما پرته ټول غله ياست، وروسته به خبر شی چې ځوان بچي له ځان سره له کوره بوجۍ راوړې وه.
دلته دا بحث د روزنې او ګمارنې له اړخه څيړو، د روزنې له پاره يعنې که تاسې د خپلو همکارانو پر روزنه کار کوئ نو بايد پوه شئ چې زه څه ورښايم، که چيرې د پوهې بحث وي نو يوټيوب، ګوګل او بي شميره کتابونه شته چې يو څوک کولای شي هر څه ترې زده کړي.
که چيرې د مهارت زده کړه وي، نو تر څو چې پرې عمل ونه شي تر هغې نه زده کيږي، له عمل سره تړلی بحث د ناکامۍ دی، لکه ماشوم چې ګرځيدل زده کوي، له هر ګام سره پريوځي، خو ورو ورو ښه کيږي، موږ اکثره د مهارت زده کړه کې لومړيو ناکاميو ته زړه نه ښه کوو، آن ادارې سره لدې چې خپلو کارکوونکو ته مهارتونو پر زده کړه تمرکز کوي، خو د دې نوو مهارتونو ازمويلو لپاره ورته چاپيريال نه برابروي، د نوي مهارت زده کړې او ودې لپاره ناکامي نه هڅوي.
بيا د سلوک بحث دی، د مشرۍ ستره برخه سلوکي ده، تاسې له نورو سره څرنګه کار کوئ، څرنګه پر خپلو احساساتو واکمن کيږئ، څرنګه د بيروني تحريکوونکو پر وړاندې خپل سلوک ثابت ساتئ، يعنې که مقابل لوری په قهر وي نو تاسې هم په قهر ياست، که هغه ناڅي له هر چا وړاندې مو پايڅې بډ وهلي وي. د پوهې او مهارت په پرتله د سلوک بدلول ستونزمن او وخت نيونکي وي، او تر ډيره داخلي تحرکات لري، يعنې شخص بايد پخپله وغواړي چې سلوک بدل کړي، پر ډنډو څوک نه مسلمانيږي.
د ګمارنی لپاره بيا موږ پوهه، مهارت او سلوک لدې اړخه څيړو چې آیا دا نوی ټاکل کيدونکی شخص هغه پوهه لري چې دا ګدۍ يې غواړي، بيا دا جرات او مهارت لري چې اړونده پوهه عملي کړي يا دومره ځيرکه دی چې ماهره خلک پر ځان راټول کړي، او درېيم سلوک يې پر دې ارزي چې خلک ورسره کار وکړي.
نن د ټکنالوژيو په زمانه کې، پوهه عامه شوې ده، خو عمل کم دی، خلک پر هر څه پوهيږي، خو پر څرنګه يې سر نه خلاصيږي، چې له همدې کبله حوصله هم کمه شوې ده، د سلوکونو اساس صبر دی، له اسلامي زده کړو نيولې د نن معاصرو ټولو علومو اساس صبر دی. نن سبا په کمو خلکو کې هغه صبر ليدل کيږي چې د دوی د پوهې او ودې سبب ګرځي.
خلک ګمارل کيږي، هغوی به په خپل مسلک کې ښه پوهه ولري، له خپل نامه وروسته مخکې به يې علامه، پوهاند، شيخ، پروفيسر، دوکتور او نور ليکلې وي، خو که چيرې په هماغه مسلک کې يې سر نه وي سپين کړی يا پر دې نه پوهيږي چې د مسلک خلک پر ځان راټول کړي نو خپله خو پر ګدۍ کيني، چا چې ټاکلی وي هغې ته به هم غوړې چړې وايي خو کار به يې خراب وي.
دا دريواړه د يو بل تکميلوونکي دي، ټيټو چوکيو لپاره پوهه مهمه وي، ځکه پوهنتونونه/ ښوونځي/ مدرسې پر پوهه بنا وي، له هغوی قاريان فارغيږي چې ټول درسونه يې پر يادو زده وي، دا خلک تجربه نه لري، له نړۍ سره يې معامله کمه وي، نو ځکه له دوی د مهارت او سلوک تمه نه کيږي.
بيا څومره يې چې موقف لوړيږي بايد مهارت زده کړي، تخنيکي او مسلکي وده پر پوهه او مهارت ولاړه وي، ښه مدير، آمر، رئيس او شاوخوا موقفونه بايد ښه پوهه او مهارت ولري، پوهه دوامداره زده کړه غواړي او مهارت دوامداره تجربه غواړي.
بيا که څوک غواړي مشرۍ ته ولاړ شي، نو هلته بيا له ټولو سلوک مهميږي، ورپسې د مشرۍ مهارت او پوهه راځي، دا شخص بايد پوه شي چې په دې موقف کې زه پر څه نه پوهيږم، ځکه د کار ساحه مې ډيره پراخه ده، بايد دا مهارت ولرم چې د اړونده پوهې او تخصص اشخاص راپيدا کړم، او بیا دا مهارت ولرم چې ټول اړوند اړخونه وغواړي له ما سره کار وکړي.
که غواړئ يو څه زده کړئ نو لومړی يې له مسلکي زده کړې پيل کړئ يعنې د هغه مسلک له ماهرینو او پوهانو يې زده کړئ، بيا د همدوی پر مشوره په هماغه مسلک کې محدود مهارتونه هدف او هغه تکراري زده کړئ، هیڅ مسلک کې څوک هر څه نه زده کوي، يو کار دوامداره اجرا د هغې د بهترۍ سبب ګرځي، او په پای کې اړونده سلوکونه وپيژنئ، او هغه ښه کړئ.
پوهه به درته دروازه پرانيزي، مهارت به درته پر زينې د ختلو چم دروښيي او سلوکونه به مو لوړ پوړونو ته ورسوي.
ورته ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره
ټولي:Leadership, Management, Social
ځواب دلته پرېږدئ