که خوښيږي مو يا نه خو بدلون د ژوند برخه ده، خو کله چې موږ له يوه ستر بدلونه تير شو او احساس وکړو چې دا بدلون پر موږ تپل شوی دی، نو بيا ژوند د پيژندنې او د ارزښت له يوې دريدا سره مخ شي، داسې يو احساس چې څوک پکې ځان نښتی احساسوي، داسې حالت چې څوک پکې له بدليدونکي موقف يا چاپيريال سره ځان نشي عيارولی.
موږ دلته پر همدې بدلون غږيږو، لیکنه مو تر ډيره پر هغو څيړنو ولاړه ده چې بیلابیلو خلکو د خپل ژوند بدلون په اړه بيانه کړې ده، بدلون مثبت يا منفی اړخ لرلای شي، د همدې څيړنې پر اساس موږ پنځه تکتيکي کړنلارې بيانوو، چې له يو چا سره د خپل پخوا پريښودو او نوې پيژندنې قبلولو کې مرسته کوي او ورسره د ودې په لور يې رهنمايي کوي.
بشر له بدلون سره پيچلې اړيکه لري. سره لدې چې له بدلونه چاره نه شته او ودې لپاره حياتي دی، خو ډير ناراموونکی هم دی، په ځانګړي ډول که چیرې احساس کړو چې دا بدلون غير ارادي يا زموږ له واکه بيرون دی.
په يوه څيړنه کې څيړونکو لسو کالو لپاره پر ټولنيز بدلون تمرکز وکړ، په سلګونو خلکو سره وغږيدل چې په خپل ژوند کې له ستر بدلونونو تير شوي وو. له داسې خلکو سره غږيدلي وو چې د خپلې خوښې پيژندنې لکه خپلې لوړې دندې يې له لاسه ورکړې وی او په ټيټو دندو يې کار کاوه، همداسې له داسې خلکو سره هم غږيدلي وو چې پخوانی تور يې وينځه لکه پخواني زندانيان چې غوښتل يې په ټولنه کې د يوه درناوي څښتنان شي.
په زړه پورې ډول مهمه نه وه چې بدلون ښه وو يا بد، دې ټولو د خپلې پخوانۍ پيژندنې په پريښودو کې ستونزه لرله، د خپل نوي ژوند او واقعيتونو په وړاندې يې مقاومت ښوده. دا د بند پاتې کيدو يا نښتيدو احساس چې خلک پکې خپله پيژندنه له لاسه ورکوي، عموماً پکې خلک د خپل اوسني حالت په اړه په قهر، ستړي او ناهيلي وي.
خو، په همدې څيړنه کې بيا داسې خلک هم وو چې دا بدلونونه يې په ورين تندي منلي او له خپل نوي حالاتو او موقفه خوښ وو. لدې خلکو سره پر غږيدو، څيړونکو داسې پنځه لارې چارې په نښه کړي چې له هر چا سره د خپلې نوې پيژندنې او بدلون په چاره او په وړاندې تګ او وده کې مرسته کوي.
۱. له خپل پخوا ځان را پرې کړئ
آن که موږ په شعوري توګه پوه هم شو چې زموږ حالات بدل شوي دي، خو بیا هم د دې بدلون منل ستونزمن وي. د دې څيړنې اکثرو برخوالو ويل چې يو ټاکلی کار يا پيښه وه چې دوی پکې واوښتل، او له پخوا يې ځان پرې کړ، داسې يو حالت چې ځان کې يې دا توان وليد چې بدلون به په واقعي معنا ومني. لکه د اولاد زيږيدل، له سختې ناروغۍ روغ راوتل، د خپل عادت يا حالت له کبله د نورو له سپک سلوک سره مخ کيدل او نور.
دلته دا حالت يا پيښه مهمه نه ده، دا خلک وايي چې مهمه دا ده چې دوی دې پيښې ته له خپل پخواني ژوند څخه د خلاصون يوه مهم ګام يا عمل په توګه ورکاته. داسې يو څه چې د پخواني ژوند پړاوو يې ورخلاص کړ. نو که چيرې تاسې هم له خپل پخواني ژوند څخه د خلاصون په لټه کې ياست.
نو داسې يوه پيښه، عمل، کار ولټوئ چې يو څه ارزښت ولري او تاسې ته د پريکون احساس درکړي. په ساده توګه دغې عمل ته د خپل پخواني او اوسني شخص يا ژوند د ويشونکي په توګه کتل تاسې ته دا واک درکوي چې خپل ژوند پر مهمو پړاوونو وويشئ او له هغه څه ډډه وکړئ چې ژوند مو له پخوا سره تړي.
۲. د پخوا او اوس تړلو کيسه
له پخوا ځان راپرې کول، پخوا له منځه نه وړي، او نه بايد له منځه ولاړ شي. هغه زموږ برخه ده، زموږ د پيژندنې برخه ده، زموږ د نن پيژندنه يوازې هغه وخت کار کړي چې پر پخوانۍ ولاړه وي. نو ځکه خپل ژوند ته يوه کيسه يوه تشريح وکړئ، داسې څه چې په زړه پورې، منونکی او نورو ته د بيان وړ وي.
لکه په همدې څيړنه کې څيړونکي له يوه داسې چا سره غږيدلي وو، چې خپل وطن يې پريښې وو او امريکا ته کډوال وو. دا شخص په خپل وطن کې ساختماني انجينر وو خو په امريکا کې يې ټکسي چلوله. هغه پوهيده چې دا نوی ژوند يې پر معيار برابر نه دی، خو خپل دا مزل يې د خپل اولاد د ښه ژوند لپاره توجيه کاوه. هغه د خپل اولاد راتلونکي ته خوشبينه وو او ويل يې چې د خپل ژوند پر بيه د خپلو اولادونو د ژوند سمول ورته دومره تاوني سودا نه ښکاري.
همداسې دا افغانان چې د خپلو لوڼو اولادونو لپاره دا وطن پريږدي، هم دا مني چې د هيواد پریښودل ستونزمن او ستړی کار دی، خو د خپلو اولادونو په ځانګړي ډول د لوڼو درس او راتلونکي ته هيله مند دي او د وطن پریښودل ورته يوه ښه پریکړه ښکاري.
آن هغوی چې له درسه پاتې دي، يا پخوا يې دومره ښه نه وه، يا په کوچني عمر کې يې کار پيل کړی وو، يا مسافر دي، ټول دا وايي چې زموږ دا قرباني زموږ د کورنيو لپاره وه، او زموږ د يوه سخته که د نورو ژوند ښه کولای شي، نو موږ به دا سخته هر وخت تيره کړو.
(په دوهمه برخه کې همدې بحث ته دوام ورکوو)
ورته ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، بدلون د ژوند يو اصل، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، پوهه، مهارت او سلوک ، د برياليتوب اوږد مزل
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ