نن سبا د پوهې زمانه ده، له عادي کاريګر نيولي تر ماهره باتجربه کارکوونکي پورې ټول مهارت ته اړتيا لري، او مهارت روزنه غواړي، که تاسې د يوه عادي ښوونکي روزنې ته وګورئ نو له ښوونځي فراغت وروسته ښايي پنځه نور کاله ونيسي تر څو وکولای شي نورو ته بهتره تدريس وکړي.
همداسې د کرهڼې، طبابت، انجينرۍ او نورو مسلکي چارو پوهان ښايي لدې هم ډيره موده ونيسي چې د خپل مسلک له اړونده چارو له مسؤليته په بهتره توګه راووځي، او بيا چې کله همدې مسلکونو لپاره په ملي کچه د کړنلارو، تګلارو او پلانونو جوړولو بحث راشي نو بيا د همدې مسلک ښه تکړه متخصصين څو کلنو تجربو او دوامداره مشورو ته اړتيا لري تر څو هېواد په ښه لور رهبري کړي.
کله چې سنګاپور غوښتل هېواد يې له بیوزلۍ راوباسي نو پوه شو چې بايد پر عصري پوهه تمرکز وکړي، هماغه وو چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته يې ځانګړې پاملرنه وکړه، خو وروسته پوه شو چې دغه چاره په يوازې دومره ګټوره نه ده، داسې ګڼل کيږي چې يوه ورځ يې د خپل وخت صدراعظم د کوم پوهنتون مخې ته ولاړ وو، فکر يې وکړ چې ښه دا دومره فارغين ولرم څه به پرې وکړم، پخوا مې بې سواده بې کاره لرل اوس به باسواده بیکاره لرو.
هماغه وو چې د خپل هيواد او په نورو هيوادونو کې غني هيوادوالو او نورو تجارانو پسې وګرځيدل، ويې هڅول چې راشي په هیواد کې پانګونه وکړي او دا فارغيدونکي ځوانان پر کار وګماري، ورسره يې دا ژمنه هم وکړه چې دا تجاران او کاروباریان به حکومت ته وايي چې په کومه ساحه کې خلک وروزي دوی به يې ورته پر دولتي بودجه روزي او شخصي سکتور به يې پر کار ګماري.
جرمني هم همدا موډل پر مخ يوړ، په نورو نړۍ کې عام رواج دی چې ميخانيکي يا عملي علم يې له تيوريکي علمه بیل کړی دی، يعنې يا به مکتب یایی او یا به مستريتوب کړی، جرمنانو دا توپير له منځه يووړ، هم د تيورۍ خلکو او هم د عمل خلکو ته يې دا ډيره آسانه کړه چې د يو د بل تر منځ واوړوي راواوړي، يعنې کولای شئ تر يوه وخته ښوونځي ته ولاړ شئ او که چيرې بیا مو زړه وو يو څه کالو لپاره انجینرۍ يا عملي کارونه وکړئ بيا بیرته کولای شئ ښوونځي يا پوهنتون ته راشئ، وخت به حسابیږی او نه به ضایع کیږي.
همدا برکتونه وو چې نن هم سنګاپور او هم جرمني د نړۍ برمختللي هيوادونه بلل کيږي، جرمني په ميخانيکي انجینرئ او سنګاپور په خپل ثبات او مالي اړخه نړۍ سره په نښليدنه او ماهره کاري ځواک کې منل شوي نومونه دي، هر هيواد چې د خپل ولس پر هر مسلک او چاره پانګونه وکړه، هماغه مسلک وده کړي.
نن سبا په هیواد کې د کان ويستنې، ټاپي، ميدانونو جوړولو، بريښنا او نورو کې د پانګونې خبرې ښکته پورته کيږي، زه يې سياسي اړخ نه راسپړم چې څرنګه چارواکي پر تشو ژمنو او هوايي ډزو ملت تیر باسي، لدې اړخه يې راسپړو چې په شته ماهره کاري ځواک کې آیا تجار به دومره سترې پانګونې ته پداسې يوه هیواد کې زړه ښه کړي چې سبا د يوه عادي کار لپاره ماهره خلک نه شي موندلای؟
هر کله چې په کانونو يا نورو ورته خامه موادو زيرمو کې پانګونه کيږي، هلته تر ټولو اساسي بحث د دغې موادو بيه وي، او پر بيه لومړی اغیزمن فکتور له کمو ضايعاتو سره د ډيرو موادو راويستل دي، او ضايعاتو کمول مهارت غواړي، له لږ پر ځای زحمت سره ستره لاسته راوړنه غواړي، بيا ورپسې د ټرانسپورټ بحث دی، يعنې تجار به هڅه وکړي چې په کمه بيه ژر دا خامه مواد خپلې فابريکې ته ورسوي.
جنوبي امريکا ډير هيوادونه کاني زيرمې لري، بوليويا، ارجنټاين او نور خو ښې زيربناوې هم لري او چينايان هلته پانګونه هم کوي تر څو وکولای شي دا زيرمې خپل هیواد ته انتقال کړي، خو د نورو نسبتاً کوچنيو اقتصادونو لکه تايوان يا ملیزیا چې لدې خامه موادو څخه د خپلو کمپيوټري يا انجينرئ په وسایلو کې ګټه اخلي او د چين په شان بې حسابه پیسه نه لري چې هلته پانګونه وکړي او دا مواد ارزانه راونيسي، هغوی لپاره د دې خامه موادو د انتقال کرايه يو تر ټولو ستر بحث دی.
يعنې افغانستان کولای شي چې په ارزانه توګه له ښې زيربنا سره د ګاونډيو هيوادونو په شمول نورو ته دا مواد واستوي، که چیرې موږ وکولای شو دا مواد د ماهره کاري ځواک تر نظر لاندې په بهتره توګه استخراج کړو، داسې ډيرې بيلګې شته چې زموږ له کرهڼيزه موادو نيولې تر کانونو پورې بهرنيو هيوادونو ته صادريږي، هلته د ماهره خلکو او وسايلو له لارې طراحي، پروسس او پر ښه څه بدليږي او بيرته پر موږ يې نهايي محصول څو چنده ګران پلورل کيږي.
طبي خدمتونو لپاره دوامداره خلک نورو هيوادونو ته ځي، ښه محصول بهرنی ګڼل کيږي، د ټکنالوژۍ، مخابراتو، آنلاين خدمتونو، بانکدارۍ، او نورو ورته خدمتونو لپاره اوس هم ادارې د ماهره کارکوونکو له کمبود سره مخ دي. نړۍ په عمومي توګه د ماهره کاري ځواک له کمبود سره مخ ده، خو ورسره پراخه بيکاري هم شته.
که چيرې تاسې کار لټوونکو ته د هرم په توګه وګورئ چې په لاندې برخه کې پلن او پورته برخه کې نری وي، هغوی چې مهارتونه يې ټيټ هغه د هرم په ټيټه برخه کې او اکثره يې بيکاره وي، هر څومره چې په هرم کې پورته ځئ د خلکو مهارتونه ښه کيږي او بيکاري کميږي، خو دولتونو لپاره خپل ولس رسول بيا پراخه پانګونې او ژمنتيا ته اړتيا لري.
موږ ته اوسه د مباح، حرام، عصري او ضروري علمونو تر منځ بحث کې رانغښتی يو، آن که دا سبا هم ټول پوهنتونونه او ښوونځي نوو مسلکونو لپاره څانګې پرانيزي نو موږ لږ تر لږه پنځو کلونو ته اړتيا لرو چې نسبي ماهره کاري ځواک ولرو، او بيا به لږ تر لږه لس پنځلسو کلونو ته اړتيا ولرو چې د همدې مسلکونو پر اساس له نړيوال معيار سره سم صنعتونه ولرو.
زموږ ګاونډ هيوادونه له بې پيلوټه الوتکو نيولې، تر روباټيکس، فضا ته د سپوږمکيو او راکټونو له ليږدولو، د طبابت، ګرځندوی، ټرانسپورټ، آنلاين خدمتونو، بانکدارئ او نورو کې نړۍ سره ځان وهي، عربي امارتونه پر مهارت خلک جذبوي، ترکيه ورته پر پيسه پاسپورټونه ورکوي، ازبکستان يې پانګونې ته هڅوي، که موږ وغواړو يا نه پر مهارت او کاري ځواک به سيالي کوو.
موږ به تر هغې سيال نه شو چې زما افغان د بل هر ملک له انجينر، ډاکتر، ملا، ښوونکي، زده کوونکي او نورو سره د هغوی په ژبه د هغوی په مسلک کې وغږيږي او هر هغه څه چې هغوی خپل هيواد لپاره جوړ کړي دي وننګوي او موږ لپاره له هغې بهتره جوړ نه کړي.
د بل د علومو پر مټ جوړ خدمت، محصول يا نتيجې کارول او پرې پيسې ورکول د نن د احتياج بل اړخ دی.
ورته ليکنې: آیا نړۍ موږ ته دريږي، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت، د آنلاين لوبو بندول
ځواب دلته پرېږدئ