د مفاهمې اته نيمګړي تمايلات

مفاهمه د ژوند يو تر ټولو اساسي برخه ده، او انسان د ذکاوت او فکر يوه حياتي نښه ده، هوښيار خلک پوهيږي چې څه ووايي، څرنګه غوږ شي، او څرنګه پوه شي چې دا يوازې زما نظر دی او ښايي نور هم نظر ولري، او ضرور نه ده چې زه دې د هغوی له نظر سره موافق وم يا هغه نظرونه دې غلط وي.

هر انسان تمايلات لري، له تمايلاتو هدف خاص فکر او خاص سلوکونه لري، په يوه خاص چاپيريال او دايره کې له خاصو خلکو سره اوسيږي، دا ټول د ده پر کړه وړو اغيزه کړي، او کله کله چې پوه شي چې له دې دايرې وتل ما له ستونزو او ننګونو سره مخ کوي، نو له دې دايرې نه وځي او هغوی چې د ده له فکر سره مخالف نظر ولري يا لدې دايرې بهر ژوند کوي، نيمګړې او فاسد يې بولي.

دلته موږ د مفاهمې پر اتو تمايلاتو غږيدلي يو، له تمايلاتو څخه زموږ هدف داسې څه چې په غير شعوري توګه انسان ترې اغيزمن وي، د سلوک برخه ګرځيدلې وي، او په خپلو کړو وړو او پريکړو کې يې په نظر کې ساتي.

gray megaphone on white surface

(۱) د معلوماتو شتون تمايل، هغه معلومات چې په آسانه موندل کيږي، خلک هغې ته ډير تمايل لري او فکر کوي چې دا معلومات به ډير رښتيا وي يا د نورو په پرتله به يې ارزښت ډير وي. که چيرې د يوې سيمې باره کې دوامداره ويل کيږي چې ښکلی ده، نو که يو څوک همداسې هم له هغه ځايه تيريږي، وايي به چې ډير ښکلی ځای دی. يا که يو چا باره کې اکثره دا فکر کړي چې ناپوهه ده نو دا بايد خلکو ته لومړی دا ثابت کړي چې ناپوهه نه دی، بيا به له هغې وروسته عادي او پوه ګڼل کيږي.

(۲) خپل نظر اړوند معلوماتو ته د ارزښت تمايل، خلک هغه معلوماتو چې د شخص له مخکيني فکر سره برابر وي هغې ارزښت ورکوي، لکه يو څوک له مخکې پدې فکر وي چې د يوه خاص قوم يا مذهب خلک پوه او ذکي دي، نو هر ښه چې وويني فکر کوي ټول همداسې دي، او که چيرې يو څه بد وويني بيا وايي چې دا فردي عمل دی.

(۳) عمومي فکر سره د همغږۍ تمايل، فرد له عمومي فکر سره ځان عياروي، لکه تاسې په يوه غونډه کې ناست ياست ټول پر يوه نظر توافق کړي، سره لدې چې فکر کوئ توافق اشتباه دی يا بهتره کيدای شي، خو بيا هم د ټولو له کوپړيو سره سر خځوئ او بيا چې بيرون راووځئ ټول يو بل ته وایاست چې پريکړه غلطه پریکړه وه. يا خلک وايي چې د هېواد راتلونکی روښانه نه دی، سره له دې چې له خپل ژوند به راضي ياست يا راتلونکي ته به هيله مند ياست، يا به عمومي فکر ته ځئ او يا به واياست چې هر يو سره مې بحث له لاسه نه کيږي، نو دوی چې څه وايي هماغه صحیح دی.

person holding string lights

(۴) پر خپل فکر يا معلوماتو دريدلو تمايل، داسې يو حالت چيرې چې ويناوال پر لومړي فکر يا معلوماتو ټينګ ولاړ شي، لکه تاسې سودا اخلئ يو څوک درته ووايي چې کدو په لس افغانۍ کیلو دی، نو که چيرې له دې لسو مو کم يا لوړ پيدا کړ نو پر همدې تله يې ارزانه يا ګرانه ګڼئ.

(۵) د ډنينګ کروګر اغيزه (Dunning Kruger Effect)، ارواپوهان وايي کله چې يو څوک پر يوه موضوع ډير کم معلومات حاصل کړي او پر هغې يې سر خلاص شي، نو د همدې محدودو معلوماتو د آسانتيا پر اساس فکر کوي چې ټوله موضوع آسانه ده. او دا لانجه بيا په مشرۍ کې ډيره ستونزمنه کيږي چې خبره دې نه وي شروع کړي او مقابل لوری ووايي چې بس پوه شوم، نور يې ما ته پريږده.

(۶) د خوشبينۍ/ بدبينۍ تمايل، دا د خلکو پر شخصيت متکي وي، خوشبينه هر څه ته ښه ګوري او بدبینه یې بيا هر څه ته بد ويني. په افغانستان کې اوسنيو حالاتو ته پر ليدو هر څوک يې پر خپل نظر ارزیابي کوي، ضرور نه ده دا ارزونه دې سمه وي يا غلطه خو د خلکو د مزاج اغيزه پرې ښکاري.

(۷) د اوسني حالت ساتلو تمايل، د خلکو بدلون نه خوښيږي د ويرې او ابهام سبب ګرځي، نو که اوسنی حالت هر څومره بد وي ډير ورسره ګوزاره ښه ګڼي نه دا چې د بدلون لپاره يې يو څه هڅه وکړي، يا دا وايي چې نور دې بدل کړي بیا دې ما ته وايي چې راشه په تالان کې راسره ګډ شه.

(۸) د واک تمايل، خلک هغه څه ته چې واکداره يې وايي ډير ارزښت ورکوي نسبت هغې ته چې له کوم بل لګه بوګه يې واوري. د واکداره سړي خبره پخپله درنيږي، ضرور نه ده چې دا معلومات دی رښتيا یا پر واقعيت بنا وي. واکداره بيا له تمو سره اړخ لګوي، له هغوی چې موږ تمې لرو هغوی ته واک ورکوو، تاسې بايد په مفاهمه کې پوه شئ چې آیا له چا څخه د څه تمه لرئ.

دا لیسټ نور هم اوږد دی، ځينې يې آن تر شلو تمايلاتو رسوي، خو ما ترې دلته هغه اساسي راواخيستل، چې کولای شئ په مفاهمه کې يې په نظر کې ونيسئ.

ورته ليکنې: آیا نړۍ موږ ته دريږي، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ (۲)، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ



ټولي:Leadership, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: